د کار جواز درلودلو مکلفیت څخه معافي (AT-UND) او د کار کولو حق په اړه
Frågor och svar om AT-UND och rätten att arbeta – pashto
هو، تر کوم وخته پورې چې تاسو د خاورې ترک کولو په کار کې د کډوالو چارو ادارې سره همکاري کوئ تر هغې وخته پورې د منفي ځواب اخیستو څخه وروسته هم د کار جواز درلودلو مکلفیت څخه معاف کیدو موقع لرئ.
هو، که چېرې د کډوالو چارو اداره دې نتیجې ته ورسېږي چې تاسو په نورو لارو د خپل هویت ثابتولو په بهیر کې همکاري کوئ.
د 16 کالو څخه پورته ځانته راغلي ماشومان باید په سویډن کې د کار کولو لپاره د کار جواز درلودلو مکلفیت څخه معافي ولري. د 16 کالو څخه کم ماشومان د رخصتۍ ازمیښتي کار، د ساده وظیفو یا کله نا کله کار لپاره د کار جواز درلودلو مکلفیت څخه معاف کېدو ته ضرورت نه لري. خو سرپرست یا موقتي سرپرست (ګودمان) باید ماشوم ته د کار کولو اجازه ورکړي وي. دې ته پام وکړئ چې معاش یا بل ډول جبران د مثال په توګه د ډالۍ کارټ، کیدی شي د مهاجرینو د میلمستیا قانون LMA له مخې چې تاسو ته هره میاشت کومه اقتصادي مرسته درکول کېږي په هغې حق باندې تاثیر وغورځي.
هو، که چېرې ستاسو عمر 16 کاله یا د دې څخه زیات وي. که چېرې عمر مو 16 کاله وي نو باید د سرپرست یا د موقتي سرپرست (ګودمان) اجازه هم ولرئ.
نه.