د کورنۍ د غړو بیا یوځای کېدنې او د نفقې شرط په اړه عامې پوښتنې او ځوابونه
Vanliga frågor och svar om familjeåterförening och försörjningskrav – pashto
ستاسې کورنۍ ددې امکان لري چې د اقامت لپاره درخواست ورکړي او له تاسې سره په سویډن کې یوځاې ژوند وکړي که چیرې تاسې
- دایمي اقامت ولرئ
- که مو د مهاجرت په بنسټ محدوده اقامه ترلاسه کړي وي یا دا چې پناهندګۍ ته مو ضرورت وو او په ضمن کي مو قضیه د ښه بنیاد په چوکاټ کې ارزیابي شوې وي او امکان ډیر وي چې اوږد مهاله اقامه ترلاسه کړئ.
- که مو وخت له نظره محدوده اقامه د فیصلې د نه تطبیق پر بنیاد ترلاسه کړي وي یا بشردوستانه شرایطو پر بنسټ، او د قضیې په هکله د ښه بنیاد قضاوت ترسره شي او ددې ګمان وي چې اوږد مهاله اقامه به ترلاسه کړئ.
تاسې سره ستاسې د کورنۍ د یوځاې کیدو په اړه نور معلومات دلته ولولئ
که چیرې د یو سهم لرونکي پناهنده خپلوان د اقامې لپاره عریضه وکړي، د ساتنې غوښتنه هغه مهال اعتبار لري کله چې دا عریضه د سهم لرونکي د سویډن راتګ څخه درې میاشتې وروسته ترسره شوي وي. د ساتنې شروط په هغه وخت کې هم اعتبار لري که چیرې فامیل ددې حق ترلاسه کړي وي چې د اروپائي هیوادو څخه بهر سره یو خاې کیدای شئ او یا دا چې دا یوه نوې اړیکه وي.
که تاسې چیرې د محدود وخت لپاره اقامه ترلاسه کړي وي نو په داسې حال کې یواځې ستاسې نېږدې خپلوان سویډن ته د راتګ او تاسې سره د اوسیدو لپاره غریضه ورکولی شي. نیږدې خپلوان دا دي ستاسې ښځه، ستاسې خاوند، ستاسې د ژوند ملګری یا ستاسې راجستر شوي شریک یا ستاسې هغه ماشوم چې عمر یې له 18 کالو کم وي. تاسې او ستاسې جانب مقابل باید د عمر 18 کاله پوره کړي وي. که ستاسې عمر له 18 کالو کم وي نو ستاسې مور او پلار ستاسې نیږدې خپلوان حسابیږي.
تاسې سره ستاسې د کورنۍ د یوځاې کیدو په اړه نور معلومات دلته ولولئ
د نفقې او د کور درلودلو شرط دا مانا لري چې تاسو باید دومره توان ولرئ چې خپل او د خپلې کورنۍ مصارف پوره کړئ او په کافي اندازه لوی کور ته لاسرسی ولرئ.
تاسې سره ستاسې د کورنۍ د یوځاې کیدو په اړه نور معلومات دلته ولولئ
د کډوالو چارو اداره د عریضې رارسېدو سره سم ګوري چې آیا تاسو خپل او د خپلې کورنۍ مصارف پوره کولی شئ او آیا تاسو یو کافي اندازه لوی او معیاري کور ته لاسرسی لرئ او که نه. د کورنۍ غړو د رارسېدو سره سم باید تاسو لپاره په کور کې د اوسېدو زمینه برابره وي. که چېرې تاسو پورته شرایط نه شئ پوره کولای نو ستاسو د کورنۍ د اقامې عریضه به رد شي.