افغانې ښځې به په سویډن کې قبولي واخلي
Kvinnor från Afghanistan ska få asyl i Sverige – pashto
سویډن د مهاجرت ادارې دا قضاوت کړی چې په افغانستان کې د ښځو لپاره ژوند تر دې کچه سخت شوی چې د جنسیت په دلیل دا افعال د ځورونې تر عنوان لاندې حسابیږي. نو ځکه هغه میرمنې او نجلۍ چې په سویډن کې د پناه اخیستو په تکل کې دي، باید چې د یوې پناهنده به صفت دلته د اقامت اجازه ترلاسه کړي.
وروسته له هغې چې طالبانو په افغانستان کې د دولت واک ترلاسه کړ، د ښځو وضعیت په تدریجي ډول مخ په خرابیدو شوی. په دې اخر کی داسې قوانین وړاندې شو چې د ښځېنه د حرکات او حقوق يې تر ډېره حده محدود کړل. وس مهال د افغانو میرمنو او نجونو لپاره د زده کړو، د معاش ترلاسه کولو، د مراقبت ترلاسه کولو او یا دا چې د زور او ځورونې پر خلاف مرسته تر لاسه کول ډېر ستونزمن شوي او امکان لري چې دا امر د دوې د جنسیت په دلیل په ټولنه کې د ددوې د ځورونې لامل وګرځي. هغه کس چې د جنسیت په دلیل د ځورونې له خطر سره مخ وي، نو دا کس ددې حق لري چې د یو پناهنده په څېر د اقامت جواز ترلاسه کړي.
د سویډن د مهاجرینو ادارې له ډېره وخته د افغانستان تحولات د څارنې لاندې نیولي دي. او تېر کال 89 سلنه هغه افغانو ښځو چې سویډن کې د پناهندګۍ درخواست ورکړی و، د اقامت جواز ترلاسه کړ. خو د سویډن د مهاجرت اداره وس دا ارزوي چې په افغانستان کې د ښځو وضعیت دومره سخت شوی چې باید هرې پناه ورکونکې ښځې او نجلۍ ته د پناهندګۍ مقام ورکړل شي، چې دا جواز به هر شخص ته د درېو کالو د اقامت حق ورکوي.
که چیرې تاسې افغانه میرمن یا نجلۍ یاست او ستاسې د پناهندګۍ درخواست مخکې له دې رد شوی وي، نو تاسې کولی شئ چې یو نوی درخواست ورکړئ.
تاسې کولی شئ چې د نوي تحولاتو پر بنسټ د رد شوي درخواستونو د بیا درخواست کولو په اړه معلومات ولولئ.