د فاميل بيا يوځاي کيدنه
Familjeåterförening – pashto
که تاسې چیرې دایمي اقامه، یا د مهاجر په حیث محدوده اقامه یا د پناه اړمند په څیر اقامه، یا د فیصلې د تطبیق د موانع په حیث، یا بشردوستانه بنسټ باندې، یا په اړه مو دا قضاوت شوي وي چې دلته د پاتې کیدو لپاره ښه دلایل لرئ نو په داسې حالت کې امکان لري چې تاسې ددې حق ولرئ چې خپله کورنۍ دلته له ځانه سره پیوند کړئ.
په دې برخه کې دا شرط هم ایښودل شوی دی چې تاسو باید د خپلې کورنۍ د ژوند مصارف تأمین کړئ او د یو ځانګړې ستندرد کور هم ولرئ. دا شرط په هر حالت کې اعتبار نلري.
کوم کسان د کورنۍ د غړو د بېرته پیوستون حق لري؟
ستاسې فاميل امکان لري چي ستاسې سره د يوځاي کيدنې لپاره د اوسيدو د اجازې لپاره غوښتنه وکړي که چيرې تاسې
- دایمي اقامت ولرئ
- که مو د مهاجرت په بنسټ محدوده اقامه ترلاسه کړي وي یا دا چې پناهندګۍ ته مو ضرورت وو او په ضمن کي مو قضیه د ښه بنیاد په چوکاټ کې ارزیابي شوې وي او امکان ډیر وي چې اوږد مهاله اقامه ترلاسه کړئ.
- که مو وخت له نظره محدوده اقامه د فیصلې د نه تطبیق پر بنیاد ترلاسه کړي وي یا بشردوستانه شرایطو پر بنسټ، او د قضیې په هکله د ښه بنیاد قضاوت ترسره شي او ددې ګمان وي چې اوږد مهاله اقامه به ترلاسه کړئ.
د کورنۍ پیوند د هغه چا لپاره چې د محدود وخت لپاره اقامه ولري
هغه څوک چې د محدود وخت اقامه لري او غواړي چې فامیل یې له دې سره په سویډن کې یوځاې ژوند وکړي، داسې امکانات برابرول په څو شرطونو کیږي. لومړی دا چې تاسې باید یو با اعتباره اقامه ولرئ. ددې مقصد دا دی چې که چیرې ستاسې د اقامې وخت پاې ته رسیدلی وي او تاسې د بیا تمدید لپاره د مهاجرینو ادارې ته د اقامت د تمدید درخواست لیږلي وي نو د مهاجرینو اداره به لومړی ستاسو د اقامت د تمدید په قضیه کې فیصله ترسره کوي چې ایا تاسې ددې حق لرئ چې په سویډن کې ستاسې اقامت تمدید شي که نه. په داسې حال کې دا کافي نده چې تاسې په دې هیواد کې د پناه اخیستونکي حیثیت لرلی او مخکې مو اقامه درلوده.
کله چې د مهاجرینو ادارې دا کانټرول کړه چې ستاسې اقامه معتبره ده نو له هغې وروسته به ستاسې د فامیل عریضه پروسې ته اوچول کیږي. د مهاجرینو اداره به ستاسې د وسنۍ اقامې پلټنه ترسره کوي، چې آیا ددې امکان پکې شتون لري چې بل ځل لپاره به تمدید شي. کله چې دا روښانه شوه چې تاسې د اوږد مهاله اقامې د اخیستلو لپاره قوي بنسټونه لرئ نو وروسته له هغې به ستاسې د فامیل عریضه کتل کیږي چې سویډن ته د راتګ شروط پوره کوي او که نه.
د محدود وخت اقامې په ډول کې ستاسې د کورنۍ یواځې هغه غړي راتلی شي چې له تاسې سره یې نیږې اړیکي وي.
ستاسې نیږدې خپلوان دا دي، ستاسې ښځه، ستاسې خاوند، ستاسې د ژوند ملګری یا ستاسې راجستر شوی شریک یا ستاسې هغه ماشوم چې عمر یې له 18 کالو کم وي. که ستاسې عمر له 18 کالو کم وي نو ستاسې مور او پلار ستاسې نیږدې خپلوان حسابیږي. یواځې په استثنائي حالت کې ددې امکان شتون لري چې ستاسې د فامیل نور غړي اقامه ترلاسه کړي، د بیلګې په توګه هغه ځوان چې عمر یې له 18 کالو ډیر وي. دا د هغه کسانو لپاره ده چې د مهاجر په حیث محدوده اقامه ولري یا د پناه اړمند په څیر اقامه ولري، یا د فیصلې د تطبیق د موانع په صورت کې محدوده اقامه ولري، یا مخصوصه یا بشردوستانه بنسټ باندې یې اقامه ترلاسه کړې وي.
اصلی قاعده داده چې، که چیرې څوک په سویډن کې اوسیږي او د محدود وخت لپاره اقامه ولري نو په داسې حال کې د نوې جوړې لپاره (هغه جوړه چې نه یې واده کړی وي او نه مشترک ژوند لري) د اقامې اخیستل امکان نلري. په داسې حال کې یو استثنا شتون لري چې ددې امکان پیدا کوي چې بعضې جوړې بیا پیوند شي که څه هم له دې مخکې یې له یو بل سره ژوند نه وي تیر کړی. دې کار لپاره دا شرط دی، چې هغه کس چې په سویډن کې ژوند کوي د مهاجر په حیث محدوده اقامه ولري یا د پناه اړمند په څیر مقیم وي، یا د فیصلې د تطبیق د موانع به صورت کې محدوده اقامه ولري، یا مخصوصه یا بشردوستانه بنسټ باندې یې اقامه ترلاسه کړې وي او دا چې تاسې دا ثابته کړئ چې تاسې په خپل منځ کی یو جدي تړون لرئ کوم چې له مخکې څخه ستاسې په هیواد کې تړل شوي وي، خو ستاسې په هیواد کې ددې امکان نه وو چې یو ځاې ژوند مو کړی واې. دا قاعده به د هغه کسانو لپاره یوځاې ژوند اسانه کړي چې له یو جنس څخه وي او مخکې له دې یې یو ځاې ژوند نشو کولی او په سویډن کي کولی شي یوځاې شي.
ستاسې فامیل دوکلنه اقامه ترلاسه کولی شي، یا په اقامه کې هغه اندازه وخت موندلی شي څومره وخت چې ستاسې په اقامه کې پاتې وي. دا په دې معنی که چیرې ستاسې په اقامه کې پنځه میاشتې وخت پاتې وي نو ستاسې فاميل ته به یواځې د پنځو میاشتو اقامه ورکول کیږي. کله چې ستاسې کورنۍ په دې ډول اقامو درې کاله تیر کړل نو پس له هغې کولی شي چې د دایمې اقامې لپاره عریضه وکړې.
که چیرې تاسې دایمي اقامه ترلاسه کړئ نو ستاسې نوې جوړه هم کولی شي چې تاسې سره په سویډن کې د یو ځاې کیدو لپاره د اقامې درخواست وکړي.
د ساتنې غوښتنې
که چیرې تاسې له فامیل سره د پیوند حق وموند، نو تاسې د ساتنې په زمره کې راځئ. دا په دې معنې چې تاسې باید خپل ځان او فامیل وساتلی شئ. او تاسې باید یو کور هم ولرئ چې تاسو او ستاسې هغه فامیل لپاره چې سویډن ته راځي د اندازې او ستندرد له مخې برابر وي.
د ساتنې شروط د هغه چا لپاره نه دي چې مهاجر وي یا پناه ته محتاج وي او د نوموړي شخص کورنۍ ددې د اقامې یا مهاجرت یا پناهندګې اخیستو څخه درې میاشتې وروسته د اقامې لپاره عریضه کړي وي.
دلته ولولئ چې د ساتنې شروط څه دي او څوک پکې داخل دي (په انګلیسي ژبه)
دا مهم دي چي تاسې په وخت غوښتنليک وړاندې کړۍ
د دې يقينې کولو لپاره چي ستاسې غوښتنليک ژر تر ژره وړاندې کړې شوے دے، د غوښتنې د ټولو نه غوره لار دا ده چي تاسې د خپل فاميل لپاره د ويب له لاري غوښتنليک داخل کړۍ۔ که تاسې د فاميل د استازي په توګه د خپل فاميل لپاره غوښتنه کوۍ نو تاسې به يو وکالتليک ته اړتيا لرۍ۔ کله چي د مهاجرت ډلې ستاسې غوښتنليک ثبت کړې وي ستاسې د فاميل څخه به دا غوښتنه کيږې چي سويډيش سفارتخانې يا قونصل خانې ته تلو لپاره د ملاقات وخت واخلي۔
وکالت خط څه شی دی؟ (په انګلیسي ژبه)
د خپل فاميل د اوسيدنې د اجازې لپاره ويب غوښتنليک ته لاړ شۍ
د خپل فاميل د اوسيدو د اجازي لپاره د غوښتنې په هکله زيات ولولې
د غوښتنليک کتنه وکړۍ
کله چي ستاسې د فاميل غړي غوښتنليک وړاندې کړې، هغه به يو (کوډ لمبر) ترلاسه کړي۔ له دې لمبر په کارولو تاسې دا کتلې شۍ چي آيا غوښتنليک د مهاجرت ډلې ثبت کړې دے يا پري څه پريکړه شوې ده۔
هغه کسان چې د مهاجرت په قضیه کې یې اقامه ترلاسه کړي وي، کولی شي چې سویډن ته د خپلو خپلوانو د سفر د مصارفو لپاره درخواست ورکړي.
د سفر مصارف د هغه چا لپاره اخیستی شئ چې ستاسې خپلوان وي او د سویډن څخه بهر ورسره تاسې یوځاې ژوند کړي وی لکه:
- ستاسې خاوند، ښځه یا ملګری/ملګرې
- ستاسې ماشومان چې (واده یې نه وي کړی او یا یې عمر تر 20 کالو کم وي).
ددې لپاره چې د خپلوانو د سفرمصارف ترلاسه کړئ تاسې باید مهاجر په صفت اقامه ترلاسه کړې وي چې ستاسې دا نوموړې اقامه باید د جینیوا کانونسون د 1951 مادې سره تړاو ولري او د کلاس کوډ یې AF یا A3 وي. ددې تر څنګ که چیرې تاسې فلسطینی یاست او تابعیت ونلرئ، خو سفري اسناد یا د پناهنده ګۍ د وضعیت اعلامیه درسره وي، نو بیا هم کولی شئ چې درخواست وکړئ.
مخکې له دې چې تاسې د سفر د مصارفو لپاره درخواست استوئ، ستاسو خپلوانو باید د سویډن اقامه ترلاسه کړي وي او په ضمن کې باید یو معتبر پاسپورټ هم ولري.
که تاسې چیرې د سویډن تابعیت لرئ او یا ستاسې خپلوان ددې توانائي ولري چې سویډن ته د سفر مصارف پخپله ورکړي نو په داسې حال کې تاسې سفر د مصارفو لپاره د درخواست ورکولو حق نلرئ.
د سفر مصارف عموماً د ټکټ هغه پیسو ته ویل کیږي چې د نفر په سر ورکول کیږي، او له هغه هیواده چې خپلوان مو پکې میشت دې تر سویډن هیواد پورې حسابیږي.
درخواست
دې لاندینې آدرس ته خپله درخواستي واستوئ:
Migrationsverket
Box 3100
Umeå 90303
د شکایت حق
تاسې نشئ کولی چې د مهاجرینو د ادارې په پرېکړې باندې شکایت وکړئ.