له مهاجرت څخه ستنیدل

Återvandring – pashto

که چېرې تاسې تا ټاکلې وي چې خپل هیواد ته ستنیږئ، نو تاسې کولی شئ په ځینو مواردو کې د ځان او کورنۍ د ستنیدو د مصارفو په اړه درخواست ورکړئ. په ځینو مواردو کې تاسې د مصارفو درخواست ددې لپاره هم ورکولی شئ چې که چیرې تاسې د خپل هیواد پرځاې بل کوم هیواد ته تلل غواړئ. خو ددې لپاره به دا اړینه وي چې تاسې یو داسې سند ښکاره کړئ چې دا په ډاګه کوي چې تاسې په دغه نوموړي هیواد کې د ژوند جواز لرئ.

په دې انټرنټي پاڼه کې تاسې دا معلومات ترلاسه کولی شئ چې کوم کسان کولی شي چې هیواد ته د ستنیدو لپاره د مصارفو درخواست وکړي، او دا چې درخواست څرنګه ترسره کیږي، د مصارفو دا مرسته به څومره وي او څه ډول کولی شئ چې دا ترلاسه کړئ.

هغه کوم کسان دي چې د سفر مصارفو لپاره درخواست ورکولی شي؟

تاسو چې په سویډن کې د مهاجر، د بدیل په توګه د ساتني اړتیا له کبله، د ځانګړي کړکېچن شرایطو له کبله، یا د کډوالو د کوټې له کبله لنډمهاله یا دایمي استوګنې جواز ترلاسه کړی وي، کولی شي چې ددې مرستې لپاره درخواست ورکړئ. که تاسې چېرې د سویډن تابعیت ترلاسه کړی وي او تاسو د ډله ایز مهاجرت لارښود سره سم د استوګنې جواز ترلاسه کړی وي نو له دې کبله تاسې نشئ کولی چې دا مرستې ترلاسه کړئ. که چېرې تاسو عاید یا نور مالي شتمنۍ ولرئ چې تاسو ته د دې وړتیا درکوي چې پخپله د سفر مصارف ورکړئ نو بیا هم تاسو نشئ کولی چې دا نوموړې مرسته ترلاسه کړئ.

تاسې باید دا لاندیني شیان هم ښکاره کړئ

  • · تاسې باید د پلرني هیواد یو پاسپورټ له ځانه سره ولرئ. له سویډني ادارو څخه جوړ شوي اسناد (در سفر اسناد یا نه پېژندونکی پاسپورټ) به د اعتبار وړ نه وي.
  • · که چیرې تاسې دا پلان لرئ چې خپل پلرني هیواد پرځاې بل کول هیواد ته لاړ شئ، نو د هغه هیواد د اوسیدو جواز ښودل.
  • · د هغه هیوادنو ویزه درلودل په کوم باندې چې تاسې د سفر په وخت کې تېرېږئ که چیرې اړتیا وي ورته.
  • · دا چې د کرونوفوګدن او سویډن د سي ایس این ادارې څخه پوروړي نه یاستئ.

 د کورنۍ اعضا

کله چې تاسې د مالي مرستې لپاره درخواست ورکوئ نو باید چې د خپلې کورنۍ د مالي مرستې لپاره هم درخواست ورکړئ. د کورنۍ هغه اعضاو لپاره چې تاسې کولی شئ د مالي مرستو درخواست وکړئ ښځه/خاوند او هغه ماشومان دی چې عمر یې له 18 کالو کم وي. ددې امکان هم شتون لري چې د نورو کسانو لپاره د مالي مرستو درخواست وکړئ. د دې لپاره چې دوی په درخواست کې حساب شي، دا اړینه ده چې دوی ستاسو سره د دوی د تړاو له کبله ددې هیواد د اقامې جواز ترلاسه کړی وي. د بېلګې په توګه دا یو داسې ماشوم کیداې شي چې وس غټ وي خو بیا هم له تاسې سره یوځاې ژوند کوي. د دې لپاره چې تاسو وکولی شئ چې خپل د ملګري (سامبو) لپاره د سفر تخصیص غوښتنه وکړئ، نو دلته باید ځانګړي دلیلونه شتون ولري.

که تاسو د سفر تخصیص ترلاسه کوئ

که تاسو بل هیواد ته د تګ لپاره د سفر تخصیص ترلاسه کړئ، نو ستاسې اقامه او د خوندیتوب هر ډول اعالمیه به هغه وخت لغوه شي کله چې تاسو سویډن پریږدئ.

د سفر تخصیص لپاره څنګه درخواست وکړئ

تاسو په بل هیواد کې د استوګنې لپاره له سویډن څخه د سفر د تخصیص درخواست د فورمې په ډکولو سره د سفر تخصیص لپاره غوښتنه وکړئ.

Ansökan om bidrag för resa från Sverige för bosättning i annat land, blankett nummer 4453 (په سوېډني ژبه) Pdf, 1.2 MB, opens in new window.

خپل درخواست به په دې لاندې پټه واستوئ

Migrationsverket, Box 3100, 903 03 Umeå

تاسې باید دا ورسره ضمیمه کړئ

کله چې تاسې د درخواستۍ فورم استوۍ نو دا لاندیني شیان ورسره ضمیمه کړئ

  • · ستاسو د پاسپورټ د هغه پاڼو کاپي چیرې چې د اعتبار موده او ستاسو شخصي معلومات څرګندیږي. که ستاسو کورنۍ هم له تاسې سره راځي، تاسو باید د دوې د پاسپورټونو کاپي هم واستوئ.
  • · ستاسو او ستاسې په کورنۍ کې د هغو کسانو چې عمر یې له 18 کالو څخه ډېر وي، د سویډن د مالیې ادارې لخوا د وروستي مالیاتي ارزونو د بیان کاپي.
  • · په لیکلې بڼه د رضایت لیک. که تاسې چیرې د ماشوم مشترکه سرپرستي په غاړه لرئ نو که چیرې ماشوم له مور یا پلار سره هیواد پریږدي، نو هغه مور او یا پلار چې په سویډن کې پاتې کیږي باید خپل رضایت ورکړي.
  • · که چیرې تاسې باندې پور وي نو د هغې د توافق یا د اقساطو د تړون لیک.
  • · د هغه تصمیم یا ورته تړون کاپي په کوم کې چې دا ښکاره شوي وي چې تاسې چې کوم هیواد ته د تللو او ژوند کولو اراده لرئ، نو هلته د وسیدو جواز هم لرئ، (که چیرې تاسې د خپل هیواد پرځاې بل کوم هیواد ته د تګ اراده لرئ).

 تاسې سره به دومره مالي مرسته کیږي

د سفر لګښتونو لپاره د مرستې سربیره، ستاسې بانکي حساب ته به وړیا مرستې دراستول کیږي. تاسې ته به د یو غټ کس په سر حداکثر 10000 کرونه او له 18 کالو ټیت کس ته حداکثر 5000 کرونه دراستول کیږي. یو پوره کورنۍ په مجموعي ډول 40000 کرونه ترلاسه کولی شي.

که سفر مو د الوتکې، ریل ګاډي، بس یا شخصي موټر په مرسته ترسره کیږي له تاسې سره به د سفر مرسته کیږي. له تاسې سره په دې ډګر کې مرسته نه کیږي چې تاسې غواړئ خپل پلرني هیواد ته یو سفر وکړئ او یا دا چې غواړئ خپل د کور سامان هلته انتقال کړئ.

د مالي مرستو روایستل

 دا نوموړې مرستې به ستاسې د وتلو په تړاو ستاسې بانکي حساب ته استول کیږي.

له سویډن څخه انتقالېدل

کله چې د مهاجرینو ادارې یو تصمیم صادر کړ نو تاسې ته به دغه فیصله پوستې له لارې دراستول کیږي. ورسته له هغې به تاسې د مالیې کوم دفتر ته حاضریږئ او هلته به د دایمې انتقالیدول یو درخواست ورکوئ. وروسته له هغې به تاسې د انتقال د درخواست یوه کاپي د مهاجرینو ادارې ته هم استوئ. د مهاجرینو اداره بیا ستاسې سفر برابروي، ټکټ اخلي او تاسې ته مالي مرستې دراستوي.

دا مخکې له مخکې ووایاست چې تاسې په کومه نېټه د سفر اراده لرئ، تر څو ستاسې د خواهش مطابق ستاسې ټکټ برابر شي. دا نوموړې نېټه به تاسې د درخواستۍ به فورم کې لیکئ. نو بیا چې کله موږ ستاسې قضیه اداره کوو نو د تګ نېټه به تاسې سره موافقه کړو.

د هغه چالپاره چې له سویډن څخه سفر کوي د نورو ویب پاڼو لینکونه

(په سوېډني ژبه) Flytta utomlands – information från Skatteverket External link, opens in new window.

(په سوېډني ژبه) Flytta till och från Sverige – information från Pensionsmyndigheten External link, opens in new window.

د بیا ګرځېدو او سفري مرستو په اړه یو څو عادي پوښتنې

نه، ستاسې مرسته به تاسې ته هغه وخت درکول کیږي کله چې تاسې سویډن پرېږدئ. که چیرې د کورنۍ کوم غړی پاتې کیږي نو د هغه مالي مرسته به هغه وخت ورکول کیږي کله چې هغه سویډن پرېږدي.

د مهاجرینو اداره به ستاسې اقامه لغوه کوي که چیرې تاسې غواړئ چې په کوم بل هیواد کې ژوند وکړئ.

که چیرې تاسې ته د پناه غوښتنکي مهاجر په صفت یا پناه غوښتنکي د بدیل په توګه اقامه درکړل شوي وي نو خپل هیواد ته د بیا ګرځېدو او د مالي مرستې د درخواست پرمهال به دا هرڅه لغوه کیږي. یو کس چې په داوطلبانه ډول خپل پلرني هیواد ته د ژوند لپاره بېرته ګرځي، نو عموماً دا کس پناه ته اړتیا نه لري.

کله چې د مهاجرینو ادارې ستاسې درخواستي واخیسته او تاسې هماغه مهال د پناه غوښتنکي په صفت اقامه درلوده نو ستاسې د اقامې د لغوه کولو قضیه به پیل شي. بیا به د سویډن د مهاجرت اداره تاسو ته یو لیک واستوي چې په هغه کې به موږ له تاسې څخه دا غوښتنه کوو چې دا په ډاګه کړئ چې آیا تاسو د خپل دریځ اعالمیه لغوه کیدو په اړه کوم اعتراض لرئ. که تاسو دې لیک ته ځواب ونه وایئ، د سویډن د مهاجرت اداره دا په دې معنی تعبیروي چې تاسو هیڅ اعتراض نلرئ او ستاسو د دریځ اعلان به لغوه شي.

تاسو کولی شئ د استوګنې د اجازې لپاره بیا غوښتنه وکړئ. دا درخواستي به د سویډن نږدې قونسلګرۍ یا سفارت ته سپارل کیږي. مخکې له دې چې تاسې سویډن ته ننوځئ نو باید چې جواز چمتو وي. دا چې تاسو مخکې د سویډن له مهاجرت ادارې څخه د سفر تخصیص ترلاسه کړی وي، دا موضوع په دې کې هیچ اهمیت نلري چې تاسې خپل د اقامت موضوع بیا څیړئ.

Last updated: