د اقامت د جواز کارت

Uppehållstillståndskort – pashto

که چیرې تاسو ته د دایمي اقامت جواز درکړل شوي وي،تاسو به د اقامت د جواز کارت ترلاسه کړئ، کوم چې ددي ښکارندوي کوي چې تاسو په سویډن کې د اوسید اجازه لرئ.  دغه کارت یو کمپیوټري چیپ دی چې ستاسو د انځور او د ګوتو د نښانوو درلودنکې دی. تاسو باید دولتي ادارو او د روغتیايي خدماتو مراکزو ته د تګ په وخت کې همیشه د خپل اقامت د جواز کارت د ځان سره ولرئ.

ستاسو انځور او د ګوتو نښانونه اخیستل کیږي

هر هغه څوک چې د اقامت د کارت جواز ترلاسه کوي باید انځور یي واخیستل شي. د شپږو کالو څخه د کم عمر ماشومانو د ګوتو د نښانونو اخیستلو ته اړتیا نشته. همدارنګه، د هغه کسانو د ګوتو د نښانونو اخیستلو ته اړتیا نشته چې د فزیکي عواملو، لکه په دایمي ډول د ګوتې ټپی کیدلو، له کبله د دوی د ګوتو نښان نه شي اخیستل کیدای.

ستاسو انځور او د ګوتو نښانونه یواځې د کارت په چیپ کې ساتل کیږي، نه بل ځای. له همدي کبله هر ځلي چې تاسو د اقامت د جواز نوی کارت غواړئ، ستاسو انځور او د ګوتو نښانونه دوباره اخیستل کیږی. د جواز د غوښتنلیک د فیس څخه پرته د اقامت د جواز کارت د صادرولو لپاره هیڅ ډول لکښت نشته.

که چیرې تاسو د سویډن څخه بهر یاست

که چیرې تاسې د سویډن راتګ لپاره وېزې ته اړتیا لرئ نو ددې کار لپاره به تاسې د سویډن سفارت یا عمومي قونسلګرۍ سره اړیکه نیسئ، که چیرې د پاسپورټ د ښودلو په وخت کې تاسې خپل عکس یا د ګوتو چاپ نه وي ورکړی نو ژر تر ژره به خپل عکس او د ګوتو چاپ هغو ته ورکړئ. که چیرې تاسې مخکې هم د اقامې کارډ درلود، بیا هم تاسې باید چې عکس او د ګوتو چاپ ورکړئ، ځکه چې ستاسې عکس او د ګوتو چاړ نه ذخیره کیږي.

په هر سفارت کې د عکس او ګوتو د چاپ اخیستلو خدمات موجود نه وي. نو ځکه مخکې له دې چې سفارت یا عمومي قونسلګرۍ سره اړیکه ونیسئ، دا انټرنټي پاڼه ولولئ.

هغه هیوادنه چې وګړي يي سویډن ته د راتګ لپاره ویزي ته اړتیا لری (په انګلیسي ژبه) External link, opens in new window.

ځان ته تر ټول نږدي سفارت یا کونسلګري په Swedenabroad.se باندي ومومئ (په انګلیسي ژبه) External link, opens in new window.

که چیري تاسو سویډن ته د سفر لپاره ویزي ته اړتیا نه لری، ستاسو انځور او د ګوتو نښانونه به په سویډن کې واخیستل شی.  تاسو باید د اقامت د جواز او سویډن ته له را رسیدو وروسته ژر تر ژره د مهاجرت د اداري څخه لیدنه وکړئ.

که چیرې تاسو په سویډن کې یاست

که چیرې تاسې غواړې چې په سویډن کې خپل د اقامې جواز تمدید کړئ یا د اقامې نوی کارډ غواړئ نو ددې لپاره به د مهاجرینو ادارې سره اړیکه نیسئ، که چیرې د پاسپورټ د غوښتنې پر مهال له تاسې دا تقاضا نه وي شوي چې عکس یا د ګوتو چاپ پرېږدئ نو تاسې باید د مهاجرینو ادارې ته لاړ شئ تر څو مو انځور او د ګوتو چاپ واخیستل شي.

کله چې د مهاجرینو ادارې ته ځئ نو د خپل پاسپورټ وړل له ځان سره مه هیروئ. کله مو چې د اقامې کارډ جور شو نو ستاسې د سویډن آدرس ته به واستول شي. نو ځکه کله چې د عکس او د ګوتو د چاپ د ورکولو لپاره د مهاجرینو ادارې ته راشئ نو هلته مو خپل د سویډن آدرس هم ورکړئ.

د مهاجرت د ادارې څخه د انځور او د ګوتو د نښانونو د اخیستلو لپاره وخت واخلئ (په انګلیسي ژبه)

مونږ چیرته موندلی شي (په انګلیسي ژبه)

که چیرې تاسو خپل ادرس بدل کړی

که چیرې تاسو غواړی چې ستا د اقامت د جواز کارت ستاسو کور ته واستول شي، مونږ ستاسو ادرس ته اړتیا لرو. که چیرې تاسو تللی یاست، تاسو د مهاجرت د ادارې څخه د لیدنې پر مهال خپل نوی ادرس ویلی شي. په یاد ولري، که چیرې د بل چا سره اوسیږئ، او هغه د c/o ادرس ولري مونږ ته وویاست.


کله چې د اقامت د جواز کارت تیار وی

که چیرې ستاسو انځور او د ګوتې نښې په سفارت یا کونسلګرۍ کې اخیستل شوي وي، تاسو به خپل کارت د نوموړي ځای څخه ترلاسه کړی. د سفارت یا کونسلګرۍ څخه پوښتنه وکړی چې ایا د کارت د ترلاسه کولو لپاره تاسو باید سفارت یا کونسلګرۍ ته راشی او که دوی به یي تاسو ته استوي. کله چې تاسو د جواز د ترلاسه کولو امر ترلاسه کړ، د جواز د کارت جوړول او سفارت او کونسلګرۍ ته استول يي کیدای شي  څلور اونی وخت ونیسي.

که چیرې ستاسو انځور او د ګوتو نښانونه د مهاجرت په دفتر کې اخیستل شوي وي، ستاسو کارت به ستاسو کور ته د یوې یا دوو اونیو دننه، درواستول شي.

د اقامی کارډ د پرېکړې سره سم جوړیږي، خو د اقامې د اعتبار وړ تاریخ څخه 6 هفتې وړاندې د اعتبار وړ وي.

دا ممکنه نه ده، چې د کارت د جویږدلو او رسولو پروسه او رسول ګړندي شي.

Uppehållstillståndskort.

په کارت کې موجوده معلومات

د نورو شیانو تر څنګ، د اقامت جواز ستاسو د جواز د ډول، د اعتبار مودې په اړه د معلوماتو درلودونکی دی. ستاسو شخصې معلومات هم په کارت دي. د ځینو کارتونو پر شا باندی (د کارکولو اجازه ورکړل شوي) متن شتون لري. دا په هغه صورت کې وي، چې ستاسو ترلاسه شوی امر په مستقیم ډول، ستاسو د کار کولو حق نه څرګندوي، او همدارنګه تاسو ته د دایمي اقامت د جواز درکولو په صورت کې هم وي. که چیرې تاسو ته په سویډن کې د کار د پیل لپاره د کار جواز درکړل شوی وی، امر یا مکتوب به تاسو ته د کار د جواز د لرلو په اړه ووايي، او د همدي لپاره اړینه نه ده چې ستاسو د کارت پر شا ( د کار اجازه ورکړل شوي) متن موجود وي. د ماشومانو لپاره (په کوم ځای کې د پلی کیدو وړ وي) د کله نه چې دوي 16 کلن شوي، دغه متن شامل شوی.

پر خپل کارت باندي معلومات وګورئ

همیشه د خپل اقامت پر جواز باندی نوم په خپل پاسپورټ کې د لیکل شوي نوم سره پر تله کړي چې ورته دي او کنه. که چیرې په کارت باندی غلط نوم لیکل شوي وي، تاسو باید د مهاجرت د ادارې یا د سفارت څخه لیدنه وکړئ ترڅو نوي کارت ترلاسه کړئ. خپل پاسپورټ د ځانه سره واخلئ.

که چیرې تاسو خپل نوم بدلوئ، لومړی باید دماليي د ادارې سره په اړیکه کې شئ، چې د وګړو د ثبت مسؤلیت پر غاړه لري، ترڅو ستاسو نوی نوم ثبت کړي. بیا تاسو باید د مهاجرت له ادارې څخه لیدنه وکړئ، ترڅو  د اقامت د جواز نوی کارت ترلاسه کړئ.

کله چه تاسی سفر کوۍ

کله چه تاسی سفر کوۍ باید تاسی د استوګنی د اجازی کارت(uppehållstillståndskortet) د خپل پاسپورت سره یو ځای ښکاره کړۍ. د استوګنی د اجازی د کارت او د پاسپورت سره تاسی کولای شۍ د ۱۸۰ روځنی دوری په بهیر کی د شینګین منطقی ته وارد او د ۹۰ روځو په بهیر کی هلته په آزاده توګه سفر وکړۍ. که چیری تاسی د شینګین د منطقی نه بهر کوم هیواد ته سفر کوۍ، نو امکان لری چه تاسی ویزی ته اړتیا ولرۍ.

د استوګنی د اجازی د کارت نه نشی کیدای چه د هویت د سند یا د سفر د جواز په حیث استفاده وشی.

کارډ د اعتبار موده

د اقامې هغه کارډ چې د دایمې اقامې لپاره وي، تر دریو کالو مودې لپاره د اعتبار وړ وي. خو که چیرې تاسې سره د اروپائي هیوادونو د کوم هیواد دایمي اقامه وي نو په داسې حال کې به ددې نوموړي کارډ د اعتبار موده هم پنځه کاله وي. د اقامت د کارډ پنځه کلنه موده د هغه چا لپاره هم ده چې له 2022 کال جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه یې مخکې خپل د اقامت کارډ ترلاسه کړی وي.

هر ځل چې تاسې د اقامې کارډ نوی کوئ یا یې موده اوږدوئ نو تاسې ته به یو نوی کارډ درکول کیږي. کله هم چې تاسې ته د اقامې نوی کارډ درکول کیږي نو له تاسې په انځور او ستاسې د ګوتو چاپونه اخیستل کیږي. کله هم چې غواړئ د اقامې کارډ نوی کړئ نو د مهاجرینو ادارې ته د راتګ پر مهال له ځانه سره خپل زوړ کارډ حتماً راوړئ.

که چیرې کارت ورک کړی

که چیرې تاسو د خپل اقامت د جواز کارت ورک کړی، یا هم در څخه غلا شي، تاسو لومړی باید پولیسو ته راپور ورکړئ. بیا باید د مهاجرت له ادارې څخه لیدنه وکړئ ترڅو ستاسو انځور او د ګوتو نښانونه د نوي کارت لپاره دوباره واخیستل شي. د راپور پر مهال یا وروسته د پوستې له طریقه، د پولیس د راپور کاپي د ځانه سره واخلئ.

که چیرې تاسو خپل کارت نه وي ترلاسه کړی

ایا تاسو له اوږدې مودې د خپل اقامت د جواز د کارت په انتظار کې یاست؟ دلیل کیدای شي دا وي، چې کارت بیرته د مهاجرت ادارې ته ورکړل شوي. دا په هغه صورت کې پیښیدای شي چې د مهاجرت له ادارې سره ستاسو ادرس غلط وي.

که چیرې په دي اړه پوښتنې لری د مهاجرت له ادارې سره په اړیکه کې شئ (په انګلیسي ژبه)

Last updated: