د استوګنې جواز تمدید کړئ

Förlänga uppehållstillstånd – pashto

که چېرې تاسو د استوګنې یو موقتي جواز لرئ او غواړئ د جواز د پای نېټې څخه وروسته هم په سویدن کې پاتې شئ، نو تاسو باید د خپل استوګنې جواز د تمدیدولو غوښتنه وکړئ.

د استوګنې جواز د تمدیدولو څرنګوالی ستاسو د اوسني استوګنې جواز ډول پورې اړه لري. له دې څخه د مخه چې ستاسو د استوګنې لنډ مهاله جواز نېټه پای ته ورسېږي، تاسو باید د یو نوې استوګنې جواز د ترلاسه کولو غوښتنه وکړئ.

د خپلې ستونزې په اړه لا ډېر معلومات په اړوند پاڼو کې ولولئ (ځینې پاڼې په ټولو ژبو شتون نلري):

که چېرې تاسو د پناه ترلاسه کولو غوښتنه کړې وي، او د استوګنې یو لنډ مهاله جواز مو تر لاسه کړې وي

کله چی ستاسو د استوګنې لنډ مهاله جواز د اعتبار نېټه پاې ته ورسېده نو تاسو یې د تمدیدولو غوښتنه کولای شئ. که چېرې تاسو نورې ساتنې ته اړتیا لرئ، نو ښایي تاسو ته د استوګنې جواز درکړل شي. په ځینو مواردو کې که تاسو په سویدن کې د پاتې کیدو لپاره نور لاملونه ولرئ، نو تاسو د استوګنې جواز ترلاسه کولای شئ.

د هغو کسانو د استوګنې تمدیدولو په اړه چې د پناه غوښتنلیک ېې ورکړی،لا ډېر معلومات دلته ولولئ (په انګلیسي ژبه)

که چېرې تاسو د بل چا سره د ژوند کولو له کبله د استوګنې جواز لرئ

د بل چا سره د ژوند کولو له کبله د استوګنې جواز تمدیدولو په اړه لا ډېر معلومات دلته ولولئ (په انګلیسي ژبه)

که چېرې تاسو د کار کولو له کبله د استوګنې جواز لرئ

که چېرې تاسو غواړئ د خپل استوګنې د پای نېټې څخه وروسته هم خپل کار ته دوام ورکړئ، نو د خپل د کار جواز د تمدیدولو غوښتنه وکړئ. که چېرې تاسو د شپږو میاشتو او یا د هغې څخه له ډېرې مودې راهیسې په کار بوخت یاست او د خپل جواز د پای نېټې څخه مخکې د جواز تمدیدولو غوښتنه وکړئ، نو پریکړې ته د انتظار په موده کې تاسو حق لرئ چې خپل کار ته دوام ورکړئ.

د خپل کار د جواز د تمدیدولو په اړه لا ډېر معلومات دلته ولولئ (په انګلیسي ژبه)

که چېرې تاسو د خپل شخصي تجارت لرونکي په صفت د استوګنې جواز لرئ

د خپل شخصي تجارت لرونکي په صفت د استوګنې جواز دتمدیدولو په اړه لا ډېر معلومات دلته ولولئ (په انګلیسي ژبه)

که چېرې تاسو زده کړې له کبله د استوګنې جواز لرئ

په لیسې او پوهنتون کې د زدکړو له کبله د استوګنې جواز د تمدیدولو په اړه لا ډېر معلومات دلته ولولئ (په انګلیسي ژبه)

که چېرې تاسو یو تفریحي ویزه او یا هم د ملاقات استوګنې جواز لرئ

د ملاقات د نیټې د تمدیدلو به اړه نور معلومات دلته ولولئ (په انګلیسي ژبه)

Last updated: