د انتظار د مودې چارې

Medan du väntar – pashto

دا مالومات د هغو کسانو لپاره چمتو شوي دي چا چې په سویډن کې د پناه غوښتنه کړې وي خو لاتر اوسه یې د خپلې غوښتنې ځواب نه وي ترلاسه کړی.

تاسو کولی شئ چې د پناه غوښتنلیک وړاندې کولو څخه وروسته څه پیښېږي او کار، ښوونځي، استوګنځي، روغتیایي چارو او مالي مرستې ته اړونده د خپلو حقوقو په اړه ولولئ.

د پلټنې مرکې ته د انتظار موده

دا چې تاسو د پلټنې مرکې (انټرویو) لپاره راوغوښتل شئ کیدی شي ډېر وخت ونیسي. د انټرویو په مهال به تاسو ته موقع درکړل شي ترڅو ووایاست چې تاسو ولي سویډن کې پناه غواړئ، تاسو باندې څه تېر شوي دي او ستاسو په ګومان که چېرې تاسو بېرته خپل هېواد ته ستانه شئ نو څه پېښه به رامنځته شي. د انتظار موده کېدی شي د کس نه کس پورې توپیر ولري.

د پرېکړې څخه مخکې کېدی شي تاسو ګڼ شېر غونډو ته راوبلل شئ. ستاسو څخه تمه کېږي چې ټولو هغو غونډو ته حاضر شئ چې د کډوالو چارو ادارې ستاسو لپاره ټاکلې وي. موږ د نویو وختونو د کمښت سره مخامخ یو او که چېرې موږ مجبوره شو چې تاسو ته بل وخت درکړو نو کېدی شي چې دا ستاسو فیصلې ته د انتظار موده نوره هم وځنډوي.

د خپل آدرس څخه خبر راکړئ

که چېرې تاسو د یو ځای څخه بل ځای ته کډه وکړئ نو باید د کډوالو چارو ادارې ته خپل نوی آدرس ورکړئ ترڅو وکولی شو د انټرویو یا د کومې بلې غونډې وخت رارسېدو پر مهال تاسو سره اړیکه ونیسو. خپل پوست په باقاعده توګه ولولئ ترڅو د کډوالو چارو ادارې لخوا کوم مالومات درڅخه خطا نشي.

د پناه غوښتونکو سره د مرستې خیریه موسسې

د نړېوالې بخښنې موسسه External link, opens in new window.

کاریټاس سویډن External link, opens in new window.

د کډوالو ډلو او پناه غوښتنې کمیټو شورای External link, opens in new window.

پناه غوښتونکو او کډوالو لپاره د سلامشورې اداره External link, opens in new window.

د ماشومانو د ژغورنې موسسه External link, opens in new window.

د سره صلیب کمۍټه External link, opens in new window.

د جنګ ځپلو او ځورېدلو خلکو لپاره د سره صلیب کمېټې د درملنې مرکز External link, opens in new window.

ټولنیز پلاوی External link, opens in new window.

RFSL-Newcomers External link, opens in new window.

د سویډني ټولني اړوند معلومات په مختلفو ژبو کې به Information om Sverige External link, opens in new window. کې ترلاسه کیدای شي

Last updated: