د پناه غوښتونکو لپاره د بانک کارت

Bankkort till asylsökande – pashto

د کډوالو چارو ادارې لخوا چې تاسو ته کومه مالي مرسته درکول کېږي هغه د بانک کارت کې اضافه کېږي.

تاسو د بانک کارت د کډوالو چارو ادارې څخه ترلاسه کوئ. د بانک کارت سره یو ځای دوه بېلابېل کوډونه هم درکول کېږي.

پن کوډ او شفر

کله چې د کډوالو چارو اداره تاسو ته د بانک کارت درسپاري نو د هغې سره دوه پاکټونه هم درکوي چې په یو کې ستاسو د پن کوډ په اړه معلومات وي او په بل پاکټ کې ستاسو شفر لیکل شوی وي.

  • پن کوډ یو څلور شمېریزه کوډ دی چې د پیسو ورکولو یا راویستلو په وخت ترې کار اخلئ.
  • شفر یو څلور شمېریزه کوډ وي چې تاسو ترې د انټرنیټ، آپ یا ټیلیفون له لارې په خپل حساب کې د پيسو بیلانس معلومولو لپاره ګټه پورته کوئ. تاسو خپل بیلانس د www.kontantkort.icabanken.se External link, opens in new window. وېبپاڼې ته د ننوتلو، د آپ ډاونلوډولو یا ICA بانک ته په ۰۳۳-۴۷ ۴۷ ۵۰ شمېره باندې زنګ وهلو له لارې معلومولی شئ. نور معلومات په هغې پاڼه کې ولولئ چې د کارت سره ضمیمه شوی وي.
  • دا په یاد وساتئ چې کوم کوډ د کارت لپاره او کوم کوډ د بیلانس معلومولو لپاره استعمال کړئ. که چېرې کوډ درې ځلې غلط استعمال کړئ نو کارت مو تړل کېږي. د کډوالو چارو ادارې ستاسو کوډ زده نه دی.

د بانک کارت په لاندې ډول استعمال کړئ

تاسو د بانک کارت په ذریعه پیسې ادا کولی شئ او هم نقدې پیسې راویستلی شئ. د کارت په ذریعه تاسو د سویډن په ټولو هغو دوکانونو کې پیسې ورکولی شئ چې د Maestro کارت پکې منل کېږي. تاسو خپلې ټولې معاملې او د نقدو پیسو راویستنه د کارت کوډ (پن کوډ) داخلولو له لارې منظوروئ. دا بانک کارت صرف د سویډن په داخل کې د استفادې وړ دی.

د بانک کارت په هغو تیلو پمپونو کې هم کار کوي چېرې چې پرسونل موجود نه وي. د تیلو اچولو په وخت 1500 کرون د بیانه په توګه سپمول کېږي. که چېرې ستاسو په کارت کې دومره پیسې نه وي نو بیا څومره پیسې چې ستاسو په کارت کې موجودې وي هم هغومره تیل اچولای شئ. د تیلو اچولو څخه یو څو دقیقې وروسته 1500 کرون بیانه اخیستل شوې پیسې بېرته پرېښودل کېږي او صرف هغومره پیسې چې تاسو تیل اچولي وي د کارت څخه اخیستل کېږي.

د نقدو پیسو راویستلو لپاره کولی شئ چې:

  • نقدې پیسې د یو داسې دستګاه څخه راوباسئ چې د Maestro علامه ولري.
  • نقدې پیسې د ایکا [ICA] مغازې د دخل څخه ترلاسه کړئ
  • نقدې پیسې د بانک کارت په ذریعه د سودا اخیستلو په وخت د یو دوکان څخه راوباسئ. پام وکړئ چې دا په دوکان کې د نقدو پیسو شتون او لاسرسي پورې اړه لري.

د نقدو پیسو راویستلو لپاره یو حد ټاکل شوی دی:

  • د ICA پلورنځیو کې په یو وخت کې 3000 کرون (په دخل کې د نقدو پیسو موجودیت تر حده)
  • د ایکا بانک د صرافۍ اتومات ماشین څخه په یو وخت کې 5000 کرون
  • د نورو د صرافۍ اتومات ماشینو څخه په یو وخت کې 2000 کرون
  • په یوه اونۍ کې په مجموعي توګه 15000 کرون، دې ته له پامه پرته چې د کوم ځای څخه مو پیسې ویستلي دي.

د کارت د اعتبار موده کنترول کړئ

تاسو باید د بانک کارت د اعتبار موده وګورئ ترڅو سهواً باطل کارت ونګرځوئ. د اعتبار موده د کارت په مخ باندې لیکل شوي وي. هلته د کارت د اعتبار د مودې وروستی کال او میاشت لیکل شوي وي. تاسو کولی شئ چې د کارت د اعتبار موده ختمېدو څخه یوه میاشت وړاندې راشئ او خپل کارت تبدیل کړئ.

خپل بیلانس وګورئ

تاسو خپل بیلانس د ایکا (ICA) په یو دوکان، د انټرنیټ او آپ او یا د ټیلیفون خودکار سیستم ته د زنگ وهلو له لارې معلومولای شئ. په دوکان کې تاسو د بانک کارت او پن کوډ څخه کار اخلئ. په انټرنیټ، آپ یا د ټیلیفون خودکار سیستم کې باید د خپل شفر او د دوسیې شمېره ولرئ. د دوسیې شمېره هغه شمېره ده چې ستاسو د ایل ایم آ په کارت کې د انځور څخه لاندې لیکل شوې ده.

که چېرې خپل کارت ورک کړئ

که چېرې تاسو خپل د بانک کارت ورک کړئ او یا مو کارت غلا شي نو د کارت د ورکېدو باندې پوهېدو نه سمدستي وروسته خپل کارت بند کړئ. داسې وکړئ:

  • د ۵۰ ۴۷ ۴۷-۰۳۳ په شمېره باندې د ICA بانک ته زنګ ووهئ. د زنگ وهلو په وخت خپله د دوسیې شمېره ذکر کړئ، یعنې هغه شمېره چې ستاسو د ایل ایم آ په کارت کې د انځور لاندې لیکل شوې ده.

د پام وړ

  • کارت یو شخصي سند دی چې باید په خوندي توګه وساتل شي. تاسو شخصاً مسؤولیت پر غاړه لرئ چې کارت غلطو لاسونو ته ورنشي.
  • هیڅ کله پن کوډ د بانک کارت سره یوځای مه ساتئ. کوډ یاد کړئ او بیا هغه لیک چې کوډ پکې لیکل شوی وي، له منځه یوسئ.
  • تاسو باید کارت له ځانه سره وساتئ ترڅو هره راکړه ورکړه او د پیسو راویستل مو راجستر شي. یعنې تاسو د انټرنیټ یا پوست آرډر له لارې او یا بل داسې ځای کې چېرې چې خپل کارت د کارت لوستونکي ماشین کې نشئ راکشولای، څه شی نشئ پیرودلای.
  • که چېرې پن کوډ مسلسل درې ځلې غلط ووهئ نو کارت مو بندېږي. ځینې د پیسو راویستلو دستگاه کیدې شي کارت ایسار کړي.
  • کله چې تاسو د کډوالو چارو ادارې د سیستم څخه بهر کېږئ نو باید تاسو خپلې پيسې د بانک کارت څخه راوباسئ او کارت بېرته د کډوالو چارو ادارې ته وسپارئ.

د بانک کارت په اړه مالومات

تاسو نشئ کولی چې خپل کارت کې پيسې اضافه کړئ او نه هم په شته پیسو کوم سود درکول کېږي.

د کډوالو چارو اداره حق لري چې ستاسو کارت چیک کړي ترڅو د مثال په توګه معلومه کړي چې آیا ستاسو کارت ته پیسې په سمه توګه اضافه کېږي او که نه.

که چېرې تاسو نورو معلوماتو ته اړتیا لرئ

که چېرې پوښتنې لرئ نو کولی شئ چې خپل مربوطه دفتر یا د کډوالو چارو ادارې عمومي شمېرې ۲۳۵ ۲۳۵-۰۷۷۱ ته زنگ ووهئ.

Last updated: