د پناه غوښتونکو لپاره د روغتیا او د درملنې خدمتونه

Hälso- och sjukvård för asylsökande – pashto

هغه کسان چې په سویډن کې د پناه غوښتنه کوي، حق لري چې د بيړنۍ درملنې او د غاښونو بیړنۍ درملنې چې باید سمدستي یې چاره وشي، څخه برخمن شي.

په سویډن کې د روغتیا او درملنې عمومي خدمتونه د ولایتي شورا یا د منطقې اجرائیه ادارې لخوا تأمین او اداره کېږي. دا ادارې په ټول هېواد کې شتون لري.

کله چې تاسو ناروغه شئ او یا ژوبل شئ نو په لومړي ګام کې روغتیایي مرکز ته مراجعه وکړئ. روغتیایي مرکز ته د مراجعې څخه مخکې باید زیاتره وخت یو وخت ونیسئ. که چېرې تاسو ژباړن ته اړتیا لرئ نو د مراجعې لپاره وخت نیولو په وخت یې یادونه وکړئ. که چېرې تاسو ته عاجله ناروغي درپېښه شي او امبولانس ته اړتیا ولرئ نو باید 112 ته زنګ ووهئ.

د دې متن په لاندې برخه کې مالومات وړاندې شوي دي چې تاسو څرنګه کولی شئ چې هغه لازمه درملنه ومومئ چې تاسو ورته ضرورت لرئ او دا چې مشورې او نور معلومات ترلاسه کولو لپاره کوم ځای ته مراجعه وکړئ.

د درملنې حق

په سویډن کې د پناه غوښتلو په وخت تاسو حق لرئ چې د بیړنۍ درملنې او د غاښونو بیړنۍ درملنې چې باید سمدستې چاره یې وشي، څخه بخمن شئ. دا فیصله چې تاسو کوم ډول درملنه ترلاسه کولای شئ، د ولایتي شورا/د سیمې اجرائیه ادارې په لاس کې ده. تاسو د زېږون په وخت درملنې، د سقط جنین یا د اولاد لېرې کولو په وخت درملنې، د امیندوارۍ د مخنیوي د وسایلو په اړه مشورې، د میندو روغتیایي خدمتونو او د ساري ناروغیو د مخنیوي قانون (د ساري ناروغیو د خپرېدو مخه نیولو لپاره وضع شوی قانون) له مخې وړاندې کېدونکو درملنو او خدمتونو څخه ګټه پورته کولو حق هم لرئ.

د ۱۸ کالو څخه کم پناه غوښتونکي ماشومان او تنکي ځوانان حق لري چې د هماغه روغتیایي خدمتونو او د غاښونو درملنې څخه برخمن شي چې په سویډن کې میشت نور ماشومان ترې برخمن دي. روغتیایي خدمتونه د ماشومانو لپاره تر ډېره حده وړیا دي خو په دې برخه کې نظر دې ته چې سړی چېرته اوسېږي، کېدی شي فرق او تفاوت موجود وي. د ماشومانو لپاره د ډاکټر لخوا د نسخې له لارې تجویز شوي درمل وړیا دي.

تاسو حق لرئ چې د روغتیایي خدمتونو کارکوونکو سره د لیدنې کتنې په موقع ژباړن ولرئ. که چېرې تاسو ژباړن ته اړتیا لرئ نو د مراجعې په وخت یې یادونه وکړئ.

صحي معاینه

ټولو پناه غوښتونکو ته د یوې صحي معاینې ترسره کولو وړاندیز ورکول کېږي. کله چې تاسو دلته د پناه غوښتنه وکړئ نو د هغې څخه وروسته ژر تر ژره تاسو ته په وړیا توګه یوه صحي معاینه ترسره کولو لپاره یو لیک دراستول کېږي.

د صحي معاینې ترسره کول ستاسو د پناه غوښتنې کیس باندې کومه اغېزه نه غورځوي. دا معاینه ستاسو لپاره ده او مقصد یې دا دی چې که چېرې تاسو درملنې ته اړتیا لرئ نو ژر تر ژره لازمه مرسته ترلاسه کړئ. د صحي معاینې په وخت تاسو د روغتیایي چارو په اړه مشورې، د معاینو ترسره کولو وړاندیز او په سویډن کي د روغتیا او د درملنې خدمتونو په اړه معلومات ترلاسه کوئ. د روغتیایي مرکز کارکوونکي د کډوالو چارو ادارې لپاره کار نه کوي او د رازدارۍ مکلفیت مراعاتوي.

زور زیاتی او جنسي تېری

ډېری پناه غوښتونکي په خپل هېواد یا سویډن ته د سفر په دوران کې د زور زیاتي او جنسي تېري سره مخامخ شوي دي. دا ډول پېښې کېدی شي د بدني او روحي تکلیفونو سبب وګرځي. دا ډول پېښې د بدني زیانونو سربېره کېدای شي د مثال په توګه د خفګان، بې قراري او د خوب ستونزو لامل وګرځي. د صحي معاینې په وخت د روغتیایي مرکز کارکوونکو ته ووایاست چې تاسو کوم ډول تکلیفونه او ستونزې لرئ ترڅو د لازمې درملنې ترلاسه کولو په برخه کې تاسو سره مرسته وکړي.

په سویډن کي هر ډول زور زیاتی او جنسي تېری جرم ګڼل کېږي. مسئول تل هغه کس دی چې تاسو ته یې زیان در رسولای وي او که چېرې تاسو د زور زیاتي یا د جنسي تېري ښکار ګرځېدلي یاست نو تاسو هیڅ کله د سزا سره نه مخامخ کېږي. دا قانون دې ته له پامه پرته د اعتبار او تنفیذ وړ دی چې تاسو د یو بل سره څه اړیکه لرئ، دا د مثال په توګه د ښخې او خاوند ترمنځ جنسي تیري او د ماشومانو وهلو پورې هم اړه لري. که چېرې تاسو د دا ډول برخورد ښکار ګرځېدلي یاست نو د پولیسو سره اړيکه ټینګه کړئ.

د ښځو سنت

موږ خبر یو چې د نړۍ په ډېرو برخو کې د ښځو سنت رواج دی. د ښځو سنت په دې معنی دی چې څوک د یوې انجلۍ یا ښځې د تناسلي آلې یوه برخه پرې کړي. د ښځو سنت په سویډن کي په کامله توګه منع دی او یو جدي جرم ګڼل کېږي. څوک چې د دې پدیدې سره مخ شوي وي هم د بدني او هم د رواني ستونزو سره مخ کېږي. که چېرې چا تاسو یا ستاسو لور سره دا عمل ترسره کړی وي او تاسو یا ستاسو لور له دې امله د ستونزو سره مخامخ یاست نو کولی شئ چې د روغتیایي چارو مرکز څخه مرسته ترلاسه کړئ. د صحي معاینې په وخت د کارکوونکو یا د نږدې روغتیایي مرکز کارکوونکو سره خبرې وکړئ.

جنسي ساري ناروغۍ

تاسو حق لرئ چې معلومات ترلاسه کړئ چې ځان د جنسي ساري ناروغۍ څخه څنګه وژغورۍ او څرنګه نورو ته د ناروغۍ د سرایت کولو مخه ونیسئ. کلامیډیا، هپاتیت، سوزاک او ایډز د جنسي ساري ناروغیو یو څو بېلګې دي. که چېرې تاسو خبر یاست چې تاسو د دې ډول ناروغیو څخه یوه ناروغي لرئ نو د سویډن د قوانینو له مخې مکلف یاست چې د صحی خدمات پرسونل ته خبر ورکړئ ترڅو ستاسو درملنه وشي او بل ته د ناروغۍ رسولو مخه ونیول شي. د صحي معاینې په وخت د روغتیایي خدمتونو کارکوونکو سره په دې اړه خبرې وکړئ. که چېرې تاسو مطمئن نه یاست چې آیا تاسو دا ډول ناروغي لرئ او که نو د روغتیایي خدمتونو کارکوونکي ستاسو معاینه ترسره کولای شي.

د امیندوارۍ د مخنیوي وسایل او د میندو پاملرنه

په سویډن کې د میندو د پاملرنې خدمتونه او د زېږون په وخت درملنه په وړیا توګه تأمینېږي. دا د جنین د سقط یا د اولاد د لېرې کولو په وخت درملنې لپاره هم اعتبار لري. تاسو د امیندوارۍ د مخنیوي د وسایلو په اړه د وړیا مشورې حق هم لرئ ترڅو تاسو خپله فیصله وکړئ چې آیا تاسو غواړئ چې ماشوم راوړئ او که نه. هم جینکۍ او هم هلکان حق لري ترڅو لازم معلومات ترلاسه کړي چې دوی څنګه خپل ځان او نور د امیندوارۍ څخه وژغوري.

د امیندوارۍ ډیری درمل شتون لري. کنډومونه په درملتون یا پرچون پلورنځي کې اخیستل کیدی شي. که تاسو غواړئ د زیږون کنټرول مختلف ډول وکاروئ، یو ډاکټر یا قابله کولی شي د زیږون کنټرول ډوله نسخه وړاندې کړي چې تاسو فکر کوئ ستاسو لپاره مناسب دی. د 18 کالو څخه کم عمر لرونکو خلکو لپاره د حمل مخنیوي نسخې وړیا دي.

که چېرې تاسو ښځه یاست او امیندواره یاست نو د صحي معاینې په وخت د روغتیایي مرکز پرسونل سره خبرې کولی شئ یا د نږدې روغتون د میندو د پاملرنې مرکز سره اړیکه ونیسئ ترڅو د هغې درملنې په اړه خبرې وکړئ چې تاسو ورته اړتیا لرئ.

روحي ناروغي

دا یوه عادي پېښه ده چې کله یو کس د خپل د پناه غوښتنې کیس نتیجې ته منتظر وي نو زیاتره وخت د خپل سرنوشت او دا چې په راروان وخت کې به څه پېښېږي، په اړه په تشویش او اندېښنه کې اخته وي. زیات شمېر پناه غوښتونکي د خپلو خاطراتو او د خپلې کورنۍ له امله هم د بد وضعیت سره مخامخ وي. د روحي ناروغۍ یو نښه دا کېدای شي چې سړی بې قراره وي، خوب نه ورځي او ځان خواشینی او بې دمه احساس کوي.

تاسو کولی شئ چې د خپلې استوګنې د سیمې د روغتیایي چارو تأسیساتو څخه مرسته او ملاتړ ترلاسه کړئ. د صحي معاینې په وخت د صحي خدمتونو کارکوونکو سره په دې اړه خبرې وکړئ. که چېرې تاسو تشویش لرئ چې ستاسو د ماشوم وضع ښه نه ده نو تاسو کولی شئ چې د کوچنیانو صحي مرکز یا د ښوونځي پرسونل سره خبره وکړئ.

معلولیت

د صحي معاینې په وخت هم تاسو موقع لرئ چې مالومات وړاندې کړئ چې آیا تاسو کوم معلولیت لرئ او یا دا چې ګومان کوئ چې کوم معلولیت لرئ. یعنې آیا ستاسو د بدني، رواني او فکري ظرفیت کچه ښکته ده.

که چېرې تاسو دا راز یو معلولیت لرئ چې د پناه غوښتنې عریضې په وخت ستاسو لپاره د اړیکه نیولو او خبرې کولو په بهیر کې خنډ جوړوي نو تاسو په دې برخه کې مرسته او ملاتړ ترلاسه کولی شئ. د معلولیت درلودل د اوسېدو اجازې (اقامې) ترلاسه کولو په لاره کې کوم خنډ نه دی.

که چېرې تاسو کوم معیوبیت لرئ او په سویډن کې د اقامت اجازه ترلاسه کړئ نو حق لرئ چې د دا راز ملاتړ څخه برخمن شئ چې د سویډن ټولنه کې ځای په ځای کېدو په برخه کې ستاسو لپاره لاره هواره کړي.

د غاښونو درملنه

د اتلس کالو څخه پورته کسان د غاښونو د بیړنۍ درملنې حق لري. د غاښونو ډاکټر قضاوت کوي چې آیا ستاسو د غاښونو د درملنې اړتیا عاجله ده او که نه او دا چې تاسو کوم ډول درملنه ترلاسه کړئ. ماشومان د غاښونو کلینیک کې هم د بیړنۍ او هم د وقایوي درملنې حق لري. په سویډن کې د ټولو ماشومانو لپاره د غاښونو درملنه وړیا ده.

کله چې تاسو د غاښونو درملنې ته اړتیا لرئ نو د غاښونو عمومي کلینیک یا کوم بل د غاښونو ډاکټر ته مراجعه وکړئ چې د ولایتي شورا/د منطقي اجرائیه ادارې لخوا معرفي شوی وي.

د سترګو ماینه او عینکې

که چیرې تاسې دا ګمان کوئ چې تاسې نظر عینکو ته اړتیا لرئ نو باید چې په دې اړه د مهاجرینیو د ادارې یوې نماینده ګۍ سره اړیکه ونیسئ او هلته د سترګو د معاینې او نظر د عینکو لپاره د ځانګړې مرستې درخواست ورکړئ. دا چې تاسې ته به دا مرسته درکړل شي او که نه، ددې پرېکړه به د مهاجرینو د ادارې مامور کوي. کله چې ستاسې دا درخواست ومنل شو نو وروسته له هغې تاسې کولی شئ چې د سترګو له ډاکټر سره وخت ونیسئ او دریو هفتو په منځ کې تاسې باید د سترګو معاینه ترسره کړئ. که چیرې د سترګو ډاکټر دا وویل چې تاسې باید د نظر عینکې ولرئ نو ډاکټر درته د نظر عینکې درکوي او ددې مصرف به د مهاجرینو د ادارې پر غاړه وي.

درمل

تاسو کولی شئ چې په درملتون کې بېلابېل ډول درمل او نور روغتیایي توکي وپېرئ. که چېرې کوم ډاکټر ستاسو لپاره یوه نسخه لیکلي وي نو دا درمل هم د درملتون څخه ترلاسه کوئ. په یاد وساتئ چې په نسخه کې لیکل شوي درملو راخیستلو لپاره باید خپل د ایل ایم آ کارت ښکاره کړئ. په دې توګه تاسو د زیاتره هغو درملو چې یو ډاکټر ستاسو لپاره تجویز کړې وي، لپاره یوه تخفیف شوې بیه ادا کوئ.

د روغتیا او درملنې په اړه نور مالومات

  • د www.1177.se External link, opens in new window. په وېبپاڼه کې د ناروغیو او دا چې په سویډن کې د روغتیایي خدمتونو څانګه څرنګه کار کوي، په اړه مالومات په ګڼ شمېر ژبو وړاندې شوي دي. هلته تاسو د هغو روغتیایي مرکزونو او د غاښونو کلینیکونو چې ستاسو په سیمه کې شتون لري، د ټیلیفون شمېرې هم موندلی شئ.
  • تاسو د روغتيایی چارو د لارښوونې لیکې ته په 1177 شمېره زنګ هم وهلی شئ. په دې توګه تاسو کولی شئ چې د یو نرس سره خبرې وکړئ چې هغه به ستاسو پوښتنو ته ځواب ووایي او په روغتیایي چارو کې به لازمې مشورې درکړي. نرس دا هم ارزیابي کولی شي چې تاسو درملنې ته څومره جدي اړتیا لرئ او کولی شي چې تاسو ته د ضرورت په وخت کې صحیح روغتیایي مرکز ته لارښودنه وکړي.
  • www.rfsu.se/upos External link, opens in new window. تاسې د بدن، جنسیت او روغتیا په اړه لنډ معلوماتي فلمونه کتلی شئ. دا فلمونه په بیلابیلو ژبو کې موجود دي. تاسې د نورو موضوعاتو سربېره، د امیندوارۍ د مخنیوي، ماشوم د زیږون او امیندوارۍ په اړه فلمونه کتلی شئ.
  • د www.youmo.se External link, opens in new window. په وبپاڼه کې د ځوانانو لپاره د روغتیا، اړیکو، جنسي اړیکې او نورو موضوعګانو په اړه په ګڼ شمېر ژبو معلومات وړاندې شوي دي.
  • د ښځو د امنیت لیکه (Kvinnofridslinjen) د هغو ښځو لپاره چې د ګواښ او د بدني، رواني او جنسي زور زیاتي سره مخ شوي وي، لازمې مشورې او مرستې وړاندې کوي.
    020-50 50 50 ته زنګ ووهئ. هغوی په یو څو دقیقو کې ژباړن راپیدا کوي. تاسو کولی شئ د kvinnofridslinjen.se وبپاڼه کې په دې اړه نور معلومات ولولئ. معلومات په ګڼ شمېر ژبو وړاندې شوي دي.
  • ستاسو مربوطه د روغتیایي چارو مرکز یا د کمپ پرسونل کولی شي د لازیاتو معلوماتو پیدا کولو او دا چې تاسو د خپلې استوګنې په سیمه کې صحیح درملنې لپاره کوم ځای ته مراجعه وکړئ، په برخه کې مرسته وکړي.

روغتیایي تأسیساتو ته د ناروغانو د تګ راتګ خدمات

که چېرې ستاسو صحي وضعیت اجازه نه درکوي چې په خپله روغتیایي تأسیساتو ته ولاړ شئ نو تاسو کولی شئ چې د ناروغانو د ترانسپورت خدماتو څخه ګټه پورته کولو فرمایش ورکړئ. تاسو کولی شئ چې د هغو پيسو عوض هم ترلاسه کړئ چې تاسو یو روغتیایي مرکز یا یو روغتون ته د تګ راتګ په لاره کې مصرف کړي وي او دا سفرونه مو د روغتیایي دلایلو له امله کړې وي. دا فیصله چې آیا تاسو د ناروغانو د ترانسپورت خدماتو څخه ګټه پورته کولو حق لرئ او که نه د هغه چا په لاس کې ده چې ستاسو علاج او درملنه کوي. دا چې ستاسو د استوګنې د سیمې ولایتی شورا/د منطقې اجرائیه اداره په دې اړه څه مقررات لري، په دې اړه د نورو معلوماتو ترلاسه کولو لپاره د روغتيایی چارو د لارښوونې لیکې ته په 1177 زنګ ووهئ.

په دې اړه نور معلومات د www.1177.se/sa-fungerar-varden/sjukresor-och-fardtjanst/sjukresor// په وبپاڼه کې ولولئ. (صرف په سوېډني ژبه) External link, opens in new window.

د ایل ایم آ کارت له ځانه سره یوسئ

کله چې تاسو یو روغتیایي مرکز ته مراجعه کوئ یا د یو درملتون څخه خپل درمل را اخلئ باید خپل د ایل ایم آ کارت ښکاره کړئ. که چېرې تاسو تر اوسه خپل د ایل ایم آ کارت نه وي ترلاسه کړی نو بیا هغه رسید ښکاره کړئ چې دا څرګندوي چې تاسو دلته د پناه غوښتنه کړې ده. که چېرې تاسو خپل د ایل ایم آ کارت ښکاره کړئ نو د درملنې تأسیساتو ته د مراجعې په وخت په ځینو حالتونو کې کم فیس تحویلوئ. همدا راز که چېرې تاسو خپل کارت درملتون کې ښکاره کړئ نو د زیاتره هغو درملو لپاره چې د ډاکټر لخوا تجویز شوي وي، یوه تخفیف شوې بیه ادا کوئ. 

Last updated: