فیس د روغتیا خدمتونو

Avgifter för sjukvård – pashto

دا فیس وړاندی کیدونکی دی د کډوالی غوښتونکی چی وښایی هفو خپل ایل ام ای کارت ورشه کلینیک ته او یا شفاء خانی ته

د صحی مرکز یا روغتون مصارف

د ملاقات نوع

مصارف

د ډاکتروخت په کلینک کی

۵۰ کرونرو

د ډاکتر وخت وروسته د لیږلو نه

۵۰ کرونرو

ورتلل وروسته د لیږلو نه نورو روغتیایی خدمتونو بغیر د ډاکتر نه ( دمثال په ډول نرس ، فیزوتراپی . او یا مشوره )

۲۵ کرونرو

د ماشوم خدمات او مخکی د زیږدنی د خدمات ، حامله او زیږدنی دماشوم

وړیا

مخکنی خدمت که ته کوم مخکنی خطرناک ناروغی لری

وړیا

* وروسته د لیږلو نه مکامله چی ډاکتر دی ولیږی بل کلینک ته د خاص ازماښت لپاره او یا علاج لپاره کوم چی ضرورت ولری دا لیږ د به ولری طبی معلومات په باره د علایم او څرنګه ته احساس کوی او مخکنی ناروغی او یا زخم د روغتیایی خدمت کلینیک کوم چی ترلاسه کړی لیږد تا ته به زنګ ووهی د ازمایښت لپاره

د شفاءخانی خدمتونه فیس د ورتګ شفاء خانی ته مختلف دی د هیواد په سطحه ته کولای شی چی پیداکړی اوسنی فیس په ښاری ښاروالی/ محلی ویب سایت کی او یا په ۱۱۷۷ (Vårdguiden)

د غاښونو عاجلې تداوۍ مصارف

د ملاقات نوع

مصارف

د عامه غاښونو خدمات او یا نور غاښونو خدمات ورکوی

۵۰ کرونور

خدمات د غاښونو په شخصی کلینک ته بغیر د لیږلو د عامه غاښونو خدمات

د غاښونو د ډاکتر فیس

د مراجعې فیس مو په دا ډول تحویل کړئ

تاسو باید تل د روغتیایي خدمتونو عرضه کوونکی یعنې د اولیه روغتیایي خدمتونو مرکز، روغتون یا د غاښونو کلینیک څخه پوښتنه وکړئ چې تاسو روغتیایي خدمتونو ته د خپلې مراجعې بل څنګه تحویل کړئ. تاسو د خپلې مراجعې فیس په بېلابېلو ډولونو ادا کولای شئ او دا ډولونه دې پورې اړه لري چې تاسو په کوم ښار کې میشت یاست. ځینې د روغتیایي خدمتونو عرضه کوونکي کارت یا نقدې پیسې اخلي او نور عرضه کوونکي ستاسو د کور په پته یو بل درلېږي. که چېرې د روغتیایي چارو عرضه کوونکی یواځې د بل لارې پیسې اخلي نو تاسو کولی شئ چې پوښتنه وکړئ چې آیا تاسو کولی شئ چې بیا راشئ او فیس مو هم هلته تحویل کړئ ځکه چې پناه غوښتونکو لپاره د بلونو تحویلولو امکانات محدود دي.

دارو

ته باید ورکړی ۵۰ کرونور د زیاتو داروګانو چی ته ترلاسه کوی د داکتر په نخسه کی بعضی وخت کوم چی نخسه کی لیکل شوی داروګان ګرانه وی د ۵۰ کرونور زیات داروګان چی لیکل شوی وی لاندی ده ۱۸ کالو لپاره وړیا وی

د ناروغ سفریه

ته باید وکړی د ناروغ ترانسپورټ نه زیات ۴۰ کرونور

پیسی اخستل د کډوالی د دفتر نه

ته باید درخواست وکړی خاص پیسو ته د کډوالی د دفتر د اخراجاتو چی تا ورکړی چی کله دی ضرورت لرولو روغتیایی خدماتو ته او اخراجاتو د دارو چی دا په نخسه کی اخستی دی

که ستا اخراجات زیات وی د ۴۰۰ کرونور نه

که په ۶ میاشتو کی تاورکړل زیات د ۴۰۰ کرونور د ډاکتر د وخت لپاره او ترانسپورت لپاره او دارو لپاره او نور روغتیایی خدماتو ( لکه فیزوتراپی ) ته کولای شی چی وغواړی خاص پیسی د کډوالو دفتر به درکړی پیسی که تا زیاتی د ۴۰۰ کرونور خرچ کړی وی چی ترلاسه کړی پیسی بیرته ته باید رسید ولری چی دا ثابته کړی چی تا خدماتو ته پیسی ورکړی ( نه فیس ) په رابطه د رسید د دارو ته باید ورکړی نخسه معین برخی د رسید ستا نوم باید ذکر وی

که چېرې تاسو د یو متخصص ډاکټر سره د روغتیایي مرکز د یو ډاکټر لخوا صادر شوې د رجعت د رقعې پرته لیدنه کتنه کوئ نو بیا باید لوړ فیس ادا کړئ. دا فیس د لوړ لګښت حد یعنې هغه 400 کرونو کې هم نه حسابېږي.

په معین روغتیایی خدمت او داروګان

اخراجات د روغتیایی خدمات ندی شامل په ۴۰۰ کرونور کی کوم چی تشریح شوه پورته مګر ته درخواست ورکولای شی خاص پیسو ته د برخی کوم چی زیات شی د ۵۰ کرونور دا یوشان قاعده علاوه کیږی که ته غاښونو خدماتو ته ضرورت ولری تر شو عامه د غاښونو کلینک خلاص نه وو او یایی وخت نلرو کله چی تا ضرورت لرو

واخله رسید د کډولو د فتر او پریږده درخواست د خاصو پیسو هر څومره زر چی ممکن وی وروسته د ورتګ د کلینیک نه

ته همدارنګ درخواست ورکولای شی د پیسو د لیکلی دارو چی زیات ۵۰ کرونور وی

که چېرې تاسو ته منفي ځواب درکړل شي

که چېرې ستاسو د پناه غوښتنې عریضه رد شوي وي او یا د هېواد څخه د وتلو پرېکړه مو ترلاسه کړې وي او د دې فیصلې په خلاف لوړو مقاماتو ته مراجعه كولو یعنې د استیناف حق هم نه لرئ او له دې امله د کډوالو چارو ادارې څخه د مالي مرستې ترلاسه کولو حق مو ختم شوی وي نو بیا باید خپل د ایل ایم آ کارت بېرته وسپارئ او له دې وروسته تاسو د درملو او ډاکتر ته د مراجعې لپاره د پیسو ترلاسه کولو حق څخه هم محروم کېږي.

Last updated: