پناه غوښتونکو لپارهLMA کارت

LMA-kort för asylsökande – pashto

د LMA‌ معنا ده (پناهنده ګانو ته د هرکلي قانون) د LMA کارډ یو پلاستیکي کارډ وي چې په هغې ستاسې انځور لګېدلی وي، او دا رواښانه کوي چې تاسې یو پناهنده یاست.

کله چې تاسې په سویډن کې پناه لټوئ نو له تاسې به عکس اخیستل کیږي. وروسته له هغې به تاسې ته یو کارډ درکول کیږي چې LMA کارډ نومیږي. دا د هویت کوم کارډ نه دی (د هویت کارډ یا تذکره)، بلکه ددې دا معنا ده چې تاسې دلته په سویډن کې د پناهنده په توګه ژوند کوئ او د تصمیم تر راتګ پورې دلته د اوسیدو حق لرئ. دا کارډ شخصي وي او د هغه رسید پر ځاې ورکول کیږي چې تاسې ته د پناهنده ګۍ د درخواست په وخت درکړل شوی وو. په LMA کارډ کې ددې په اړه هم معلومات وي چې تاسې دلته د پناهنده ګۍ په موده کې د کار حق لرئ چې هغې ته AT-UND وویل کیږي.

Bild av LMA-kortZoom image

دا LMA کارډ دی، که غواړئ چې غټ یې کړئ نو په انځور کیکاږئ.

خپل LMA کارډ تل له ځانه سره ساتئ

په LMA کارډ کې د انځور لاندې د مهاجرینو په اداره کې ستاسې د کیس شمېره لیکل شوې وي، کله هم چې د مهاجرینو د ادارې کارمندانو سره غږېږئ نو ښه ده چې دا شمېره له ځان سره ولرئ. ددې شمېرې په مرسته ستاسې اسناد ژر او په اسانه راښکاره کیږي. کله هم چې کومې ادارې ته ځئ نو دا کارډ ورښودلی شئ او یا که چیرې د کار لټه کوئ نو کار ورکوونکي ته دا کارډ ښودلی شئ، چې په هغې کې دا ښکاره وي چې تاسې د کار حق لرئ. که چیرې تاسې کار ترلاسه کړ او غوښتل مو چې بانکي حساب جوړ کړئ نو د LMA دا کارډ به بانک ته ښایې.

کله داسې پوسته هم د کس په نوم راځي چې د مهاجرینو له ادارې څخه توصیه شوې پوسته وي یا له خارج څخه راغلي وي، نو د داسې پوستي پاکټ ترلاسه کولو لپاره هم ځینې وخت هغو کارډ ګوري، نو کولی شئ چې خپل د LMA کارډ هلته استعمال کړئ.

که تاسې چیرې له درملتون څخه نسخه راخلئ او هلته د LMA کارډ ښکاره کړئ نو د درملو پیسې په درڅخه کمې واخلي. کله چې صحي تداوي کوئ او د LMA دا کارډ کارمندانو ته وښایاست نو ستاسې مصارف به کم شي.

د پناهنده لپاره د صحي خدماتو په اړه نور معلومات دلته ولولئ

د LMA کارډ اعتبار نېټه

یعنې دې ته اړتیا نشته چې د پناهنده ګۍ د دورې په منځ کې دې تاسې د LMA کارډ بدل کړئ، خو تاسې به د مهاجرینو ادارې ته دوامداره ورځئ ترڅو د اعتبار نېټه یې تمدید کړي.

LMA کارډ له ډیجیټلي لارې تازه کیږي او هر ځل چې تاسې د مهاجرینو ادارې ته راځئ نو د اعتبار نېټه يې تر دریو میاشتو غځول کیږي، دا پروا نه لري چې تاسې د مهاجرینو ادارې ته د څه مقصد لپاره راغلي یاست. د مهاجرینو د ادارې هغه ما‌مور سره د کارډ د تمدیدولو په اړه خبرې وکړئ چې تاسې ورسره لیدل کوئ. که تاسې چیرې له موږ سره یو څو میاشتې لیدل ونکړه، نو تاسې ته به ستاسې د کارډ د اعتبار له نېټې څخه دوه اونۍ وړاندې د یادونې یو لیک درلیږل کیږي. که چیرې ستاسې ماشومان هم د LMA کارډ لري نو له تاسې سره هغو هم باید د مهاجرینو ادارې ته راشي.

د LMA کارډ د QR یو کوډ لري

د LMA هغه کارډ چې په کال 2022 د جنورۍ لومړۍ نېټه کې جوړیږي په ځان کې د QR کوډ لري، چې ددې ګټه به دا وي، چې هغه ټول کسان چې د QR کوډ د لوستلو (اپلیکشن) له ځانه سره لري نو کولی به شي چې د QR کوډ سکین کړي او په اسانه د کارډ د اعتبار نېټه معلومه کړي او په ضمن کې دا هم معلومه کړي چې دا کس د کار اجازه لري او که نه (چې ورته AT-UND ویل کیږي). ددې نه علاوه ستاسې په اړه نور هیڅ ډول معلومات دلته نه ښودل کیږي او کانټرول ثبت نه وي.

کله چې تاسې ته د کار اجازه یعنې AT-UND در کړل شي، نو دا جواز ستاسې په LMA کارډ کې ثبتیږي، او ستاسې کاردرکوونکی ستاسې کاري جواز د QR کوډ له لارې کانټرولولی شي.

که چیرې مو د LMA کارډ ورک شي

که چیرې ستاسې د LMA کارډ غلا یا ورک شي نو تاسې باید ددې احوال د مهاجرینو د ادارې د پذیرش یا خدماتو څانګې ته ورکړئ. د مهاجرینو اداره به ستاسې ورک یا غلا شوی کارډ لغوه او د هغې پر ځاې به درته بل راوغواړي.

د کارډ بیرته ورکول

کله چې د مهاجرینو د ادارې څخه خارجیږئ نو باید چې د LMA کارډ د مهاجرینو ادارې ته بیرته ورکړل شي. دا کار به په هر صورت کې کوئ که چیرې مو اقامه ترلاسه کړه، که چیرې له کوم بل علته ستاسې د مرستې جواز پاې ته ورسیږي او یا دا چې سویډن پرېږدئ.

خپل مسوول بخش پیدا وکړه (په انګلیسي ژبه)

د دی نه د مخه چه د لیدنی کتنی لپاره مونږ ته راشۍ، یو وخت ونیسۍ (په انګلیسي ژبه)

Last updated: