د پناه غوښتنې لپاره څنګه درخواست وکړو

Så här ansöker du om asyl – pashto

که چیرې غواړئ چې په سویډن کې د پناه غوښتنې لپاره درخواست ورکړی، تاسو باید د مهاجرت اداري ته لاړ شی، ترڅو خپل غوښتنلیک وسپاری. سویډن ته د را رسیدو څخه د مخه امکان نه لري چې د پناه غوښتنې لپاره درخواست ورکړی.

سویډن ته د داخلیدو پر مهال سرحدي پولیسو ته باید ووایاست چې د پناه غوښتنې لپاره درخواست کوی.  سرحدي پولیس په هر ځای کې شته، د مثال په توګه، په نړیوال هوايي ډګرونو کې د پاسپورټ د کنټرول په څانګو کې، په بندرګاو کې او په هغه ځایونو کې چې سرویس او  اورګاډي سویډن ته داخلیږي. سرحدي پولیس به ستاسو څخه ځینې پوښتنې وکړي او بیا به مو د مهاجرت اداري ته، چیرته چې تاسو خپل د پناه غوښتنې درخواست سپاری، راجع کړي.

که چېرې تاسو د مخه په سویډن کې موجود یاست نو باید په خپله اقدام وکړئ او د کډوالو چارو ادارې سره اړیکه ونیسئ. تاسو کولی شئ چې په ، ګوتنبرګ یا ستوکهلم کې کډوالو چارو ادارې کومې یوې د عریضې څانګې کې د پناه غوښتنې عریضه وړاندې کړئ.

د مهاجرت د ادارې د پناه غوښنې د درخواست ورکولو څانکې په کوم ځای کې پیدا کولی شي (په انګلیسي ژبه)

د مهاجرت اداره به ستاسو د پناه غوښتنې درخواست ثبت کړي

د پناه غوښتنې لپاره  د درخواست ورکولو پر مهال تاسو باید تشریح ورکړی، چې څو یاست، ولی د پناه غوښتنې لپاره درخواست کوی او سویډن ته څرنګه راغلی. 

تاسو باید څرګنده کړئ چې تاسو څوک یاست

که چیرې پاسپورټ  یا د پیژندګلوی نور اسناد لری، باید تسلیم یی کړی تر څو ستاسو هویت ثابت کړي: نوم مو څه دی، کله زیږدلي یاست او د کوم هیواد تبعه یاست.  ستاسو د هویت ښکاره کول اړین دي، ترڅو د مهاجرت اداره وکولی شي سمه پریکړه وکړي.

که چیرې تاسو نه شی کولی چې د هویت اسناد تسلیم کړي، تاسو باید په کومه بله طریقه ثابته کړی چې تاسو څوک یاست. دغه کار تاسو، د مثال په توګه، د زیږدني د تصدیق، د کورنۍ د ثبت اسناد یا په فوځ کې د داخلیدو  اسناد یا د نکاح نامې په وسیله کولی شئ.  په انفرادي ډول نوموړي اسناد ستاسو هویت نه شي ثابتولی، مګر ځنیي ډیر سندونه یو ځای ستاسو د هویت د ثبوت په ډول منل کیږي.

په دې اړه چې ولې باید تاسو خپل هویت څرګند کړئ نور دلته ولولئ

د مهاجرت اداره ستاسو د هویت په اسنادو کې د ورکړل شوي نوم او نور معلوماتو په کارولو سره، تاسو به د پناه غوښتونکې په توګه ثبت کړي.  پدی معنی، د مثال په توګه، هغه اشخاصو چې خپل جنسیت یي بدل کړي، د هغه نوم او جنس په اساس راجستر کیږي چې د پیدایښت پر مهال ورته ټاکل شوي وي. له بده مرغه، د سویډن قانون اجازه نه ورکوي چې تاسو په کوم بل نوم ثبت کړو، مګر که تاسو غواړی چې بل نوم یا شخصي ضمیر وکاروی¸ مونږ ته وویاست، مونږ به يي یاداشت کړو.  دا ښه نظر دی، که چیرې پدي مرحله کې مونږ ته د ترجمان، وکیل یا مشخص جنسیت د څیړونکې د غوښتنې، یا د بل مشخص جنسیت لرونکې پناه غوښتونکې سره د خونې د نه شریکولو  اړوند د ځانګړو عواملو په اړه وویاست.

ستاسو انځور او د ګوتو نښانونه اخیستل کیږي

کله چې تاسو د پناه غوښتني لپاره درخواست ورکوی ستاسو انځور او د ګوتو نښانونه اخیستل کیږي. ستاسو انځور به د مهاجرت د ادارې په راجستر کې علاوه او د پناه غوښتونکو  په کارت کې، چې تاسو به يي د پناه غوښتنې د ثبوت په توګه ترلاسه کړی، وکارول شي. د شپږو کالو څخه د کم عمر ماشومانو د ګوتو د نښانونو اخیستلو ته اړتیا نشته.

د ګوتو نښانونه ددي لپاره کارول کیږي، ترڅو معلوم کړي،چې ایا د شینګین په کوم بل هیواد کې مو د پناه غوښتنې لپاره درخواست ورکړی او د شینګین په کوم هیواد کې د اقامت جواز یا د بندیز  حکم  مو نه وي ترلاسه کړی. که چیرې د ګوتو د نښان څخه دا څرګنده شوه، چې سویډن ته پر لاره، په کوم بل هیواد کې راجستر شوی یاست، یا مو په بل هیواد کې د پناه غوښتنې لپاره غوښتنلیک ورکړی، پدی صورت کې د مهاجرت اداره به پریکړه کوي چې کوم هیواد دې ستاسو د پناه غوښتنې درخواست وڅیړي. ددې په معلومولو سره به، د اروپايي ټولنې د دوبلین مقررات پلی کیږي.

د زیر سن ماشومانو لپاره د ګوتو د نښانونو معلومول نه ترسره کیږي.

د دوبلین د مقرراتو په اړه لازیات معلومات ولولئ (په انګلیسي ژبه)

د غوښتنلیک مرکه

کله چې ستاسو انځور او د ګوتو نښانونه واخیستل شو، تاسو به د یو څیړونکې سره ملاقات ولری. د یو ترجمان په مرسته تاسو باید واضحه کړی چې څوک یاست، ولي مو خپل اصلي هیواد پریښود او سویډن ته څنګه راغلئ. ستاسو څخه به ستاسو د کورنۍ او د روغتیا په اړه هم پوښتنې وشي.

که چیرې تاسو فعالیتې معیوبیت لری، پدی معنی چې که تاسو د فزیکی، ذهنې، یا فکري فعالیت ناتوانايي ولری، د مهاجرت ادارې ته باید وویاست.  که چیري تاسو د داسي معیوبیت لرونکي یاست چې د پناه غوښتني لپاره د درخواست کولو پر مهال تاسو ته په افهام او تفهیم کې ستونزه جوړه وي، تاسو کولی شي زمونږ څخه مرسته ترلاسه کړئ. همدارنګه تاسو د یو داسي استوګنځای حقدار یاست چې ستاسو د اړتیاوو مطابق وي.

تاسو ته به د پناه غوښتنې د بروسي په اړه معلومات درکول کیږي—چې راتلونکي کار څه شی دی او تاسو باید څه وکړی.   همدارنګه تاسو به د عملي موضوعاتو لکه:ستاسو د استوګنځای، د مالي مرستو روغتیايي پاملرنې او  ستاسو ماشومانو لپاره د تعلیم حق په اړه معلومات ترلاسه کړی.

کله چې تاسو د حکم په انتظار یاست، په لمړي سر کې تاسو په خپله باید کوښښ وکړئ ځان په مالي ډول حمایت کړي. که چیرې تاسو هیځ پیسي لاسته نه راوړی او هیڅ شتمني نه لری، پدی صورت کې تاسو کولی شي چې د مهاجرت د ادارې څخه د مالي مرستې غوښتنه وکړی.

د بې بنیاده غوښتن لیکونو بیا پرانستل

که چیرې، دا خبره څرګنده شي چې تاسو د پناه غوښتنې لپاره هیڅ عوامل نلري، څیړونکی به څرګنده کړي چې، د مهاجرت اداره فکر کوي چې تاسو د پناه غوښتنې لپاره هیڅ عوامل نه لرئ، او د څو اونیو په ترڅ کې به حکم صادر شي. که چیرې  تاسو د پناه غوښتنې لپاره هیڅ ډول قانوني عوامل نه لری، تاسو به د دخول د مخنوي فوري پلی کیدونکی حکم ترلاسه کړی.

د دخول د مخنوي فوري پلي کیدونکې حکم ترلاسه کول څه معنی لري، پدې اړه نور معلومات ولولئ

وروسته له دې چې تاسو خپل غوښتن لیک وسپاره

یو څیړونکی به ستاسو پر ټولو اسنادو، هغه څه چې تاسو د مهاجرت ادارې ته ویلي، او هغه څه چې ستاسو د ګوتو نښانونو ښودلي نظر واچوي. څیړونکی به ستاسو لخوا د وړاندې شویو معلوماتو پر بنیاد، ستاسو پر قضیه د څیړني د اندازې په اړه پریکړه وکړي.  ټول غوښتنلیکونه سره توپیر لري، د همدې لپاره د څیړني مختلفو اندازو ته اړتیا لري.

څیړونکی به ستاسو قضیه د دوامداره څیړنې لپاره اماده کړي. د نورو دولتي ادارو څخه د معلوماتو د ترلاسه کولو په شان کړنو باندي مشتمل وي. که چیرې تاسو په خپله قضیه کې څه شي علاوه کول غواړئ، څیړونکی به له تاسو سره په اړیکه کې شي. دا ډول اضافه والی په هغه صورت کې اړین وي، د مثال په توګه، که چیرې تاسو د خپل غوښتنلیک سره د پیژندګلوۍ اسناد نه وي ارایه کړي.

د پلټنې مرکې ته انتظار

که چېرې داسې وي چې ستاسو کیس په سویډن کې وڅېړل شي نو ترهغې پورې چې د کډوالو چارو اداره دا څېړي چې آیا تاسو د اقامې حقدار یاست او که نه، تاسو کولی شئ چې دلته پاتې شئ.

دا چې تاسو د پلټنې مرکې (انټرویو) لپاره راوغوښتل شئ کیدی شي ډېر وخت ونیسي. د انټرویو په مهال به تاسو ته موقع درکړل شي ترڅو ووایاست چې تاسو ولي سویډن کې پناه غواړئ، تاسو باندې څه تېر شوي دي او ستاسو په ګومان که چېرې تاسو بېرته خپل هېواد ته ستانه شئ نو څه پېښه به رامنځته شي. د انتظار موده کېدی شي د کس نه کس پورې توپیر ولري.

د پرېکړې څخه مخکې کېدی شي تاسو ګڼ شېر غونډو ته راوبلل شئ. ستاسو څخه تمه کېږي چې ټولو هغو غونډو ته حاضر شئ چې د کډوالو چارو ادارې ستاسو لپاره ټاکلې وي. موږ د نویو وختونو د کمښت سره مخامخ یو او که چېرې موږ مجبوره شو چې تاسو ته بل وخت درکړو نو کېدی شي چې دا ستاسو فیصلې ته د انتظار موده نوره هم وځنډوي.

د خپل آدرس څخه خبر راکړئ

که چېرې تاسو د یو ځای څخه بل ځای ته کډه وکړئ نو باید د کډوالو چارو ادارې ته خپل نوی آدرس ورکړئ ترڅو وکولی شو د انټرویو یا د کومې بلې غونډې وخت رارسېدو پر مهال تاسو سره اړیکه ونیسو. خپل پوست په باقاعده توګه ولولئ ترڅو د کډوالو چارو ادارې لخوا کوم مالومات درڅخه خطا نشي.

د اقامې تمدید

که چېرې تاسو لنډمهاله اقامه ترلاسه کړې وي او غواړئ چې په سویډن کې پاتې شئ نو باید خپل د اقامې وخت ختمېدو څخه مخکې د تمدید غوښتنه وکړئ. که چېرې تاسو بیا هم پناه ته اړتیا لرئ نو کېدی شي ستاسو اقامه تمدید شي. که چېرې تاسو په سویډن کې د پاتې کېدو لپاره نور دلایل ولرئ بیا هم کولی شئ چې اقامه ترلاسه کړئ.

دا چې اقامه مو څنګه تمدید کړئ په دې اړه نور مالومات دلته ولولئ (به انگلیسی)

Last updated: