د پناه غوښتنې قوانین

Asylregler – pashto

که چیرې تاسو په سویډن کې د خوندیتوب په لټه کې یاست، تاسو باید سویډن ته د داخلیدو پر مهال د پناه غوښتنې لپاره خپل غوښتنلیک سرحدي پولیسو او یا هم د مهاجرت د ادارې د عرایضو څانګې ته تسلیم کړي.

د سویډن د مهاجرت اداره نه شي کولی د پناه غوښتنې هغه غوښتنلیکونه تصدیق کړي، چې د سویډن سفارت ته ورکړل شوي وي. که چیرې تاسو نه شي کولې چې سویډن ته د پناه غوښتني د غوښتنلیک د ورکولو لپاره راشي، تاسو کولی شي چې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالې کمشنری (UNHCR) ته مراجع وکړئ.

د دوبلین مقررات پریکړه کوي چې د اروپايي ټولنې په کوم هیواد کې نوموړی غوښتنلیک تر څیړنې لاندې ونیول شي.

د دوبلین د مقرراتو په  اړه نور معلومات ولولئ (په انګلیسي ژبه)

پناه غوښتونکې

پناه غوښتونکې د هغه کس څخه عبارت دې چې سویډن ته راځې او دلته د خوندیتوب (پناه غوښتنې) لپاره غوښتنلیک ورکوي، مګر غوښتنلیک يي تر اوسه تر غور لاندې نه دی نیول شوی.

پناه غوښتونکو ته د اقامت د جواز ورکولو عوامل

سویډن د ملګرو ملتونو د کډوالو د موقف اړوند کنوانسیون لاسلیک کړی. دا په دې معنې ده چې د نورو شیانو تر منځ، سویډن به د هر پناه غوښتونکې غوښتنلیک په انفرادي ډول تر څیړنې لاندې نیسي.

په انفرادي څیړنه کې د درخواست کونکې د جنسیت پیژندنه او جنسې تمایل په ګوته کول په نظر کې نیول کیږې (چې ایا درخواست کونکې همجنسباز دی، دواړه جنسونو ته تمایل لرونکې دي یا خپل جنس یي بدل کړی).

سویډن به هغه کس ته د اقامت جواز ورکړي چې د ملګرو ملتونو د کنوانسیو مطابق کډوال وي، او همدارنګه هغه کس چې د اروپايي ټولنې د ګډو قوانینو مطابق ځانګړي خوندیتوب ته اړتیا لري.

پناه غوښتونکی

د پناه غوښتونکو د وضیعت اړوند د ملګرو ملتونو د کنوانسیون، د سویډن د قانون او د اروپايي ټولنې د مقرراتو مطابق، یو کس هغه وخت پناه غوښتونکې ګڼل کیږي چې دوی د لاندي عواملو له کبله د ازار تکلیف او سکنجې لپاره مؤثق دلایل ولري.

  • ذات؛
  • قومیت؛
  • مذهب یا سیاسي عقاید؛
  • جنسیت؛
  • حنسي تمایل یا؛
  • د یو ځانګړي ګروپ سره تړاو.

ازار او اذیت کیدای شي د یو کس د خپل هیواد د چارواکو څخه سرچینه واخلي. کیدای شي داسې هم وي چې چارواکې توان و نلري یا هم و نه غواړي چې د افرادو یا ډلو لخوا د ازار او اذیت په مقابل کې خوندیتوب فراهم کړي. 

هغه څوک چې د کډوال په حیث پیژندل کېږي د مهاجر قانوني حیثیت ترلاسه کوي چې هم د ملګري ملتونو د کډوالو چارو کنوانسون او هم د اروپایي ټولنې د قوانینو له مخې په نړیواله کچه په رسمي بڼه پېژندل شوی حیثیت دی.

څوک چې د مهاجر (په عامه توګه سیاسي مهاجر) په صفت وپېژندل شي هغه ته په عامه توګه یوه درې کلنه اقامه ورکول کوي.

هغه کس چې ځانګړي خوندیتوب ته اړتیا لري

هغه کس چي ځانګړي خوندیتوب ته اړتیا لري عبارت دی له:

  • چي تر مرګه د بندی کیدو د ګواښ سره مخامخ وي
  • د بدنې جزا، سکنجې یا نورو غیر انساني یا ذلیلونکې کړنې یا جزا د خطر سره مخامخ وي، یا
  • د یو غیر نظامي په توګه، د مسلح شخړي له امله د شدید ټپي کیدو د ګواښ سره مخامخ وي.

کسی که منحیث جایگزین نیازمند حفاظت جانی شناخته شود، حیثت قانونی جایگزین نیازمند حفاظت جانی که بر مبنای قوانین اتحادیه اروپا وضع شده است، را دریافت می نماید.

هغوئ چې د بدیل پناه غوښتونکي په توګه منل شوي وي، عموماً ۱۳ میاشتنۍ قبولي اخلي.

د خوندیتوب د حق څخه استثناآت

که چېرې ستاسو د کیس د څېړنۍ په دوران کې څرګنده شي چې تاسو په جنګي جرایمو، د بشریت په ضد جرایمو یا نور ډولونو ناوړه جرایمو کې ښکیل ویاست او یا تاسو د دې هېواد امنیت ته خطر یاست نو بیا په سویډن کې پناه نشئ اخیستلی. خو سره له دې که چېرې تاسو د مرګ یا تعقیب له وېرې خپل هېواد ته نشئ ستنېدلی نو بیا هم کېدی شئ چې یوه لنډمهاله اقامه ترلاسه کړئ.

په نورو حالتونو کې اقامه

یو کس کولی شي په استنثايي ډول خپله اقامه ترلاسه کړي که څه هم دا نومړی کس د ځورونې پر بنسټ پناه اخیستو ته اړتیا ونلري یا پر کوم بل بنسټ د پناه اخیستنې شروط پوره کړي. د دې لپاره د ځانګړو حساس شرایطو وجود شرط دی. کله چې د مهاجرینو اداره د چا په هکله یوه فیصله تر سره کوي، نو په یو مجموعي شکل کې قضاوت کوي چې په هغې کې دوې د یو کس صحي حالت، سویډن کې آموخت او د شخص پلارني هیواد حالات په نظر کی نیسي.

خوندي اصلي هېواد

د کډوالو چارو اداره د داسې هېوادونو چې په اصطلاح د خوندي اصلي هېوادونو په نوم یادېږي، یو لست لري. یو هېواد د خوندي اصلي هېواد په توګه پېژندل کېدو لپاره د یو څو شرایطو پوره کېدل لازمي دي.

د کډوالو چارو ادارې مطابق لاندې هېوادونه خوندي اصلي هېوادونه دي (په انګلیسي ژبه)

پناه غوښتونکي ماشومان

د سویډن د قانون مطابق، د مهاجرت اداره باید په ځانګړي ډول د ماشوم لپاره د ټولو څخه بهتریني ګټې په نظر کي ونیسي. ټول هغه ماشومان چې غواړي او کولی شي چې خپل غږ پورته کړي، حق لري چې ورته کړنه ترسره او غوږ ورته ونیول شی. د ماشوم د پناه غوښتني عوامل باید په انفرادي ډول تر څیړني لاندي ونیول شی، کیدای شی دوی د خپل مور او پلار څخه د پناه غوښتني لپاره مختلف عوامل ولري. کله چې د پناه غوښتني عوامل وڅیړل شي، د قضیي مامور باید د امکان تر حد د ماشوم د عمر، روغتیا، او بلوغ په اړه پلټنه په لاره واچوي. ماشوم د څیړني پر مهال د یو مشر پوسیله د ملتیا حقدار دی. دا کیدای شي مور/پلار یا قانوني ولي، یو سرپرست، او/یا عام وکیل وي.

د ماشوم د پناه غوښتنې اړوند قوانینو په اړه نور معلومات ولولئ.  

لا زیات ولولی

  1. د پناه غوښتونکو اړوند د ملګرو ملتونو کنوانسیون (په انګلیسي ژبه) External link, opens in new window.
  2. UNHCR (د ملګرو ملتونو د پناه غوښتونکو اداره) (په انګلیسي ژبه) External link, opens in new window.
  3.  د اروپايي ټولنې د پناه غوښتنې د صلاحیت لارښود (په انګلیسي ژبه) External link, opens in new window.
  4. د بهرني اتباعو قانون (په سوېډني ژبه) External link, opens in new window.
  5. د بهرني اتباعو مقرره (په سوېډني ژبه) External link, opens in new window.
  6. د ډوبلین مقرره (په انګلیسي ژبه) External link, opens in new window.

Last updated: