که چیري تاسو یو ماشوم لرئ او یا اټکل کوي چې په سویډن کې به د کوم کس سره وي

Om du har eller väntar barn med någon i Sverige – pashto

که چیري تاسو په سویډن کې د اوسیدو جواز لرونکی یا د سویډن تابعت لرونکی ماشوم ولرئ، په ځینو حالتو کې، پرته له دي چې د سویډن څخه ووځئ، تاسو ته د ماشوم سره د تړاو له کبله د اقامت جواز درکول کیږي.

په عمومي ډول، که چیري یو کس غواړي چې د خپلې کورنۍ سره په سویډن کې یوځای ژوند وکړي، باید په خپل اصلي استوګنځای یا په بل هغه هیواد کې چې د اقامت اجازه لري، د سویډن سفارت یا کونسلګرۍ ته د اقامت د جواز لپاره خپل غوښتنلیک ورکړي.  د اقامت جواز باید سویډن ته د کس د سفر څخه د مخه صادر شي.

پدې اړه چې، په سویډن کې د یو کس سره د نږدي کورني تړاو له کبله د اقامت د جواز د اخیستلو لپاره کوم شیان اړین دی، نور معلومات ولولئ (په انګلیسي ژبه)

د سویډن د پریښودو څخه پرته د جواز لپاره درخواست کول

که چیرې تاسو یو ماشوم لرئ او یا اټکل کوي چې په سویډن کې به د کوم کس سره وي، او  تاسو د پناه غوښتنې لپاره غوښتنلیک ورکړی وي، په ځینو حالتو کې، پرته له دي چې د سویډن څخه ووځئ،تاسو ته د ماشوم سره د تړاو له کبله د اقامت جواز درکول کیږي. دا په هغه صورت کې د پلی کیدو وړ وي، که چیرې تاسو په سویډن کې د اوسیدو جواز لرونکی یا د سویډن تابعت لرونکی ماشوم ولرئ، یا تاسو ماشوم لرئ او یا اټکل کوي چې په سویډن کې به د کوم کس سره وي.

که چیري تاسو سویډن کې ددي لپاره پاتې کیدل غواړئ، ترڅو د خپلې کورنۍ څخه جلا نه شي، تاسو باید د خپل کورني وضیعت په اړه د مهاجرت اداري ته وویاست. داسي یو خط ولیکئ چې ستاسو وضعیت ستاسو د ماشوم، یا نازیږدلي ماشوم سره تشریح کړي. روښانه کړئ چې ولي تاسو نه شی کولی چې د خپل ماشوم څخه جلا شی، تر څو خپل اصلي استوګنځای ته لاړ شئ او له هغه ځای څخه د اقامت د جواز لپاره غوښتنلیک ورکړئ، او د ثبوت لپاره د خپلوۍ او د امیدوارۍ تصدیقونه ضمیمه کړئ. همدارنګه’ سویډن کې د میشت کیدو د اقامت د جواز غوښتن لیک، 161011’ نمبر فورمه’ ډکه او ضمیمه کړئ.

سویډن کې د میشت کیدو د اقامت د جواز غوښتنلیک، 161011’ نمبر فورمه (په انګلیسي ژبه) Pdf, 779.4 kB, opens in new window.

هر کله چې تاسو په سویډن کې یاست کولی شی چې د مهاجرت ادارې ته د خپل کورني وضیعت په اړه وویاست، پرته له دي چې ستاسو ماشوم زیږدلی یا پرته له دې چې تاسو خپل غوښتنلیک د مهاجرت ادارې ته ورکړی وي یا د مهاجرت محکمې ته.

پدې اړه، چې څه باید وکړئ که چیرې تاسو د نه دخول یا اخراج پریکړه تر لاسه کړي وي، او د استناف وړ هم نه وی، مګر تاسو غواړئ چې په سویډن کې د خپل ماشوم سره د تړاو له کبله پاتې شی

Last updated: