موږ ته ووایاست چی تاسو څوک یاست

Berätta vem du är – pashto

د دې لپاره چې د کډوالو چارو اداره معلومه کړي چې آیا تاسو دلته د پناه اخیستلو حق لرئ او که نه، باید تاسو څرګنده کړئ چې تاسو څوک او د کوم ځای یاست. تاسو باید د هویت اسنادو وړاندې کولو او د کره او باوري مالوماتو وړاندې کولو له لارې خپل هویت څرګند کړئ.

د دې څرګندولو چې تاسو څوک او د کوم ځای څخه راغلي یاست ترټولو ښه لاره دا ده چې د خپل هېواد پاسپورټ او تذکره وړاندې کړئ. ستاسو پاسپورټ او تذکره باید ستاسو د هېواد د اړونده دولتي چارواکو له خواه صادر شوي وي او ستاسو انځور ولري. د هویت یو سند څخه باید ستاسو نوم، ستاسو تابعیت او دا چې تاسو کله پیدا شوي یاست، په ډاګه شي. تاسو باید د پناه غوښتنې عریضې په وخت خپل د هویت اسناد وړاندې کړئ.

که چېرې تاسو پاسپورټ یا تذکره نه لرئ

که چېرې تاسو د پناه غوښتنې د عریضې په وخت پاسپورټ یا تذکره تحویل نه کړئ نو موږ تاسو ته دنده درسپارو چې د هویت اسناد راپیدا کړئ. په دې دنده کې موږ لیکو چې موږ ستاسو څخه د کومو اسنادو د وړاندې کولو غوښتنه لرو او تاسو څومره وخت لرئ ترڅو دا کار ترسره کړئ.

که چېرې تاسو نور داسې اسناد لرئ چې ستاسو هویت په ډاګه کوي د مثال په توګه د نقلیه وسایطو د چلولو اجازه نامه، د پیدایښت تصدیق، د تابعیت تصدیق او یا ترخیص، نو باید دا ډول اسناد موږ ته راوسپارئ. دا ډول اسناد ځانته ستاسو هویت نه ثابتوي خو ګڼ شمېر اسناد او ورسره د خپلې سابقې او وطن په اړه ستاسو خبرې کولی شي چې ستاسو هویت شونی وګرځوي.

که چېرې تاسو د خپل هویت څرګندولو په بهیر کې همکاري وکړئ نو تاسو ته موقع درکول کېږي چې ترڅو چې ستاسو د پناه غوښتنې عریضه د څېړنې لاندې وي، دلته کار وکړئ. په داسې حالت کې تاسو ته د کار اجازه درلودلو مکلفیت څخه معافیت (AT-UND) ترلاسه کوئ یعنی تاسو کولی شئ چې کار وکړئ.

د پناه غوښتونکي په حیث کار (په انګلیسي ژبه)

داسې اسناد چې ستاسو هویت څرګند کړي، راپیداکول ستاسو پر غاړه دي. که چېرې تاسو د هویت اسنادو راپیدا کولو په لړ کې د ستونزو سره مخامخ یاست نو باید د کډوالو چارو ادارې ته ښکاره کړئ چې تاسو خپله هڅه کوئ. که چېرې تاسو ښکاره نه کړئ چې تاسو د هویت اسناد راپیدا کولو لپاره هلې ځلې کړي دي نو کیدی شي د کډوالو چارو اداره ستاسو معاش کم کړي.

د معاش او اقتصادي مرستې په اړه نور ولولئ (په انګلیسي ژبه)

که چېرې تاسو خپل هویت نه شئ څرګندولی

که چېرې تاسو خپل هویت ثابت نه کړئ بیا هم امکان لري چې د سویډن اقامه ترلاسه کړئ. امکان لري چې دا کفایت وکړي چې تاسو په دې اړه کره او باوري مالومات وړاندې کړئ چې تاسو څوک او د کوم ځای څخه یاست.

خو که چېرې تاسو د خپل هېواد پاسپورټ یا تذکره نه لرئ نو د سویډن تابعیت ترلاسه کولو ته به زیاته موده انتظار باسئ ځکه چې د سوېډني تابعیت ته د عریضه کولو په وخت د هویت ثابتولو شرایط نسبتاً سخت دي.

د سوېډني تابعیت غوښتنې په وخت د هویت ثابتولو په اړه نور ولولئ (په انګلیسي ژبه)

د خپل هویت په اړه غلط مالومات وړاندې کولو د قانون له مخې جرم ګڼل کېږي. که چېرې څرګنده شي چې تاسو د هویت جعلي اسناد یا د خپل هویت په اړه غلط مالومات وړاندې کړي دي نو د کډوالو چارو اداره کولی شي ستاسو اقامه بېرته واخلي او تاسو د خاورې څخه د شړلو باندې اقدام وکړي.

Last updated: