پناه غوښتونکې ماشومان

Barn i asylprocessen – pashto

د پناه غوښتنې د پروسې په جریان کې د ماشومانو حقوق د ځوانانو د حقوقو څخه توپیر لري. دلته مونږ، د پناه غوښتنې د څیړنې او عملي موضوعاتو اړوند، د ماشومانو د حقوقو او د فرصتونو د ملاتر په اړه معلومات راجمع کړي

ویډن د ملګرو ملتونو د ماشومانو د حقونو اړوند کنوانسیون لاسلیک کړی. دغه کنوانسیون د ټولو ماشومانو حقوق څرګندوي. دغه حقوق په سویډن کې د ټولو اوسیدونکو ماشومانو لپاره، که هغه د سویډن اتباع دي، که دلته په موقت ډول ژوند کوي، یا د پناه غوښتنې په لټه کې دي، پلی کیږي.

په سویډن کې تر هغه چې تاسو د عمر 18 کالو ته و نه رسیږې، ماشوم شمیرل کیږی. ډیری ماشومان چې د پناه غوښتنې په لټه کې دي، یو د والدینو یا دواړو سره دلته رسیدلي. همدارنګه د مور او پلار یا ولي پرته ماشومان هم سویډن ته رسیدلي، چې دا ډول بې کسه ماشومان ځانګړي ملاتړ ته اړتیا لري. 

د بي کسه ماشومانو د حق د ملاتړ اړوند لازیات معلومات ولولئ (په انګلیسي ژبه)

ناه غوښتونکې ماشومان د خپل غږ د پورته کولو حق لري

د سویډن د قانون مطابق، د مهاجرت اداره باید په ځانګړي ډول د ماشوم لپاره د ټولو څخه بهتریني ګټې په نظر کي ونیسي. ټول ماشومان  حق لري چې خپل اواز پورته کړي او خبرو ته يي غوږ ونیول شي. د ماشومانو د پناه غوښتني عوامل باید په انفرادي ډول تر څیړني لاندي ونیول شی، د ماشوم په حیث کیدای شي، د خپل مور او پلار څخه د پناه غوښتني لپاره مختلف عوامل ولري. کله چې د پناه غوښتني عوامل وڅیړل شي، د مهاجرت د کمیټې غړي باید د امکان تر حده د ماشوم د عمر، روغتیا، او بلوغ په اړه پلټنه په لار واچوي. ماشوم د څیړني پر مهال د یو مشر پوسیله د ملتیا حقدار دی. دا کیدای شي مور/پلار یا قانوني ولي، یو سرپرست، او/یا عام وکیل وي.

ټول ماشومان وړکتون او ښوونځي ته د تګ حق لري

ټول ماشومان او ځوانان، په سویډن کې د نورو اوسیدونکو ماشومانو په څیر وړکتون او ښوونځي ته د تګ حق لري. دا د هغه ښاروالۍ مسولیت دي ، چیرته چې ماشومان ژوند کوي، چي ښوونځي ته د ماشومان د تګ زمینه، په ښاروالی کې د نورو ماشومان او تنکیو ځوانانو په څیر برابره کړي.  دا د وړکتون، الزامي ښوونځي، او د ثانوي ښوونځي پورې اړوند ده. ځوان پناه غوښتونکي باید خپلي زده کړي مخکي له دي چې د 18 کالو عمر ته ورسیږي پیل کړي، ترڅو  عالي ثانوي ښوونځي ته د تګ حق ولري.

د مهاجرت اداره د مور او پلار د اجازي پرته، ښاروالۍ ته د پناه غوښتونکي ماشوم په اړه معلومات ورکولو اجازه نه لري. تاسو کولی شي چې د مهاجرت ادارې ته اجازه ورکړئ، ترڅو ستاسو د ماشوم د نوم، د زیږیدلو نیټې، ژبې، د زیږدلو ځای او د قضي د شمیرې په اړه ښاروالۍ ته معلومات ورکړي. تاسو هم کولي شي چې د ښاروالۍ سره په اړیکه کې شئ او وړکتون یا ښوونځي ته د خپل ماشوم د تګ په اړه ووايي. 

د ښوونځي په اړه لازیات معلومات ولولئ

ټول ماشومان د صحي پاملرنې حقدار دي

پناه غوښتونکې ماشومان د نورو ماشومانو په شان د ورته روغتیايي پاملرنې او د غاښونو پاملرنې حق لري. د غاښونو پاملرنه د 18 کالو څخه کم عمر لرونکو لپاره وړیا ده. په ډیری سیمو یا زونونو کې د ماشومانو لپاره روغتیايي پاملرنه وړیا ده. د خپلې سیمې یا زون د کونسل سره د لازیاتو معلوماتو لپاره په اړیکه کې شئ.

تاسو په خپله سیمه یا زون کې د روغتیايي پاملرنې په اړه نور معلومات په www.1177.se ادرس ترلاسه کولی شي (په انګلیسي ژبه) External link, opens in new window.

د پناه غوښتونکو لپاره د طبي او روغتیايي پاملرنې اړوند لازیات معلومات ولولئ

ماشومان د خپلې کورنۍ سره د دوباره یوځای کیدو حقدار دی

د ماشوم د حقوقو اړوند د ملګرو ملتونو د کنوانسیون مطابق، ماشومان حق لري چې د خپلو کورنیو سره وي.   له همدې کبله سویډنې چارواکې کوښښ کوي چې د بې کسه ماشومانو والدین یا ولیان پیدا کړي.  د ماشوم د پناه غوښتنې د درخواست د څیړلو پر مهال د ماشوم د خپلوانو پلټنه هم  روانه وي. په لومړي سر کې موخه دا وي چې کورنۍ دې په خپل اصلي ټاټوبي کې بیرته سره یوځای شي. که چیرې د ماشوم خپلوان په بل هیواد کې خوندي وي، دوباره یوځای کیدل به په هغه هیواد کې صورت ومومي. که چیرې په بل ځای کې د دوباره یوځای کیدو لپاره کومه چاره نه وي، د ماشوم کورنۍ ته سویډن کې د اقامت اجازه په هغه صورت کې ورکول کیږي، چې ماشوم ته په سویډن کې د پناه غوښتونکې په ډول د اقامت جواز ورکړل شوی وي.

پدی اړه چې، که چیرې ماشوم ته د اقامت جواز ور نکړل شي او باید بیرته ستون شي، څه پیښیږي، نور معلومات ولولئ

د ماشوم د حقوق په اړه نور معلومات

د فیصلې کولو پر مهال، تول سویډني چارواکې باید د ماشوم لپاره د ټولو څخه بهترینې ګټې په نظر کې ونیسي، او زیات شمیر چارواکې سره د یو ځانګړي کمیسون شتون لري چې، د ماشومانو د حقوقو ساتنه وکړي. په هغه ښاروالۍ کې چې ماشوم ژوند کوي د شته ټولنیزو خدماتو د ادارو مسؤلیت دی چې، که چیري والدین د ماشوم پاملرنه نه شي کولی یا که چیري والدین ماشوم ته زیان رسوي، د ماشوم پاملرنه وکړي. ځینې وختونه کیدای شي د پولیسو څخه د مرستې غوښتنه وشي ترڅو زیانمن ماشوم په خوندي څارنه کې واخیستل شی. د مثال په توګه د ماشومانو وهل او د جنکو ختنه کول جواز نه لري. او همدارنګه د 18 کالو څخه د کم عمر ماشومان د واده کولو اجازه هم نه لري.

نور معلومات

د زیانمنو یا په ناوړو لارو د کاریدونکو ماشومانو لپاره د موجوده ملاتړ د ډولو په اړه لازیات معلومات ولولئ (په انګلیسي ژبه) External link, opens in new window. 

د ماشوم د حقوقو د کنوانسیون په اړه لازیات معلومات ولولئ (په انګلیسي ژبه) External link, opens in new window.

د هغه ماشوم لپاره معلومات چې سویډن ته رسیدلی او د پناه غوښتنې لپاره يي غوښتنلیک ورکړي (په انګلیسي ژبه)

دغه پاڼې تاسو سره مرسته کوي، که چیرې تاسو غواړی د پناه غوښتنې لپاره د غوښتنلیک ورکولو، یا د ماشومانو لپاره د ځوانانو لخوا د پناه غوښتني د پروسي د تشریح کولو  په اړه لا زیات پوه شي. 

د هغه خلکو لپاره معلومات چې د پناه غوښتنې په لټه کې دي او ماشومان لري یا اټکل  کوي چې ماشومان يي په سویډن کې د اوسیدونکې کوم کس سره دي

Last updated: