وړانديني پناه غوښتونکي چا چي دنده تر لاسه کړې ده او د کار د اجازې غوښتنه کوي               

Asylsökande som har fått arbete och vill ansöka om arbetstillstånd – pashto

که چېرې ستاسو د پناه غوښتنې عریضې ته رد یا منفي ځواب درکړل شوی وي او د خاورې ترک کولو پرېکړه مو شوي وي او پریکړې قانوني بڼه خپله کړې وي یعنی پرېکړه قطعي ګرځېدلې وي، نو په ځینو حالتونو کې د سویډن څخه د وتلو پرته د کار د اجازې غوښتنه کولای شئ. دا د هغو کسانو په حق کې هم صدق کوي چې د پناه غوښتنې دلایل (کیس) یې په لومړي څېړل شوي وي او په بل کوم کیس کې یې رد یا منفي ځواب ترلاسه کړی وي.

که چيرې تاسې د پناه غوښتنې سره سم کار کول غواړۍ نو بايد تاسې AT-UND موقعيت ولرۍ د کوم مطلب چي دا دې چي تاسې د کار د اجازې لرلو د شرطونو نه بښلي ياست۔ که چیرې ستاسو د پناه غوښتنې عریضه رد شوې وی خو تاسو یوه دنده لرئ، تاسو کولای شئ چې په ځینو حالتونو کې د کار د اجازې غوښتنه وکړئ او په دې توګه په سویډن کې پاتې شئ او خپلې دندې ته ادامه ورکړئ.

ولټوۍ چي تاسې بايد د AT-UND تر لاسه کولو لپاره څه وکړۍ (په انګلیسي ژبه)

د کار اجازه تر لاسه کولو لپاره شرطونه که چيرې ستاسې د پناه غوښتنليک رد کړې شوې وي

در کار اجازه ترلاسه کولو لپاره باید

  • ستاسې د پناه په غوښتنليک د پريکړې د نافذ کيدو نه وروستو (قانوني کيدو نه وروستو) ستاسې د کار د اجازې غوښتنليک به د مهاجرت اجنسۍ ته زيات نه زيات دوه اوونو په وخت کې سپارل کيږې (۱۴ ورځې)
  • تاسو باید د یو معتبر او قانوني پاسپورت په ذریعه خپل هویت ثابت کړئ
  • تاسې به خامخه د AT-UND موقعيت لرلې وي کوم وخت کې چي تاسې پناه غوښتونکې وئ۔
  • د وروستیو څلورو اونیو په بهیر که ته د کار د هماغه یوه چښتن سره مقر ر یی.
  • ستاسو دنده باید تر راتلونکو دولس میاشتو پورې دوام ولري
  • ستاسو د دندې شرایط باید لږ تر لږه د سویډن د ډله یز قرارداد یا په سویډن کې په مربوطه مسلک یا حرفه کې مروج شرایطو سره مطابقت ولري. برسيره پر مزدورۍ، د استخدام شرطونه به د کسبې ژوبلې په پيښه کې خامخه د روغتيا بيمه، د ژوند بيمه، ټولنيزه بيمه او د کسبي تقاعد بيمه هم ورکوي۔ دغه شرطونه به ستاسې د استخدام په آخيري څلور مياشتو کې خامخه پوره شوي وي۔
  • تاسو باید داسې دنده ولرئ چې ستاسو نفقه یا د ژوند مصارف په ښه ډول پوره کړی شي. مطلب دا چې ستاسو میاشتنۍ تنخوا باید د عریضې په وخت د احصايي ملي ادارې لخوا د ټاکل شوې متوسطې تنخوا اتیا فیصده وي. د نفقې یا ژوند مصارفو د تامین شرایط دلته ولولئ (په انګلیسي ژبه.

که څوک غواړی چه له دی نه وروسته چه د پناه غوښتنی لپاره یی یو منفی ځواب تر لاسه کړ د کار اجازه ترلاسه کړی، نو دا په کار ده چه دی سړی خپل کار هغه وخت پیل کړی وه چه دی د پناه غوښتونکی وه. که چیری د دی نه د مخه چه ته د پناه غوښتنه وکړی تا د کار او د استوګنی موقتی اجازه درلودله او تا په سویډن کی کار کاوه، نو تر څو چه ته په سویډن کی استوګنه لری ته نشی کولای د کار لپاره د نوی اجازی غوښتنه وکړی. په داسې حالت کې باید تاسو لومړی سویډن پریږدئ او دوباره د کار د اجازې غوښتنه وکړئ. له دی نه وروسته چه تا ته د کار اجازه درکړل شوه ته کولای شی بیرته سویډن ته را شی.


دا پريکړه به نافذ کيږي (قانوني کيږي) که چيرې

  • تاسې قبول کړي وي او د قبلولو  بيان مو لاسليک کړې وي
  • د مهاجرت اجنسۍ د پريکړې نه د خبريدو نه وروستې درې اوونې تيرې شوې وي چي دا ترې نه ښوول کيږي چي تاسې د پريکړې مقابل غوښتنه نه ده کړې۔
  • د مهاجرت د محکمې د قانون نه د خبريدو نه وروستې درې اوونې تيرې شوې وي او تاسې خوښه کړې وي چي د دې مقابل Migrationsöverdomstolen (د غوښتنو محکمه چې د مهاجرت کيسونو سره  معامله کوي) نه غوښتنه ونکړۍ
  • د مهاجرت محکمه د غوښتنې لپاره رخصت نه ورکوي۔

له دې عمله چي تاسې ته د کار اجازه درکړې شي، تاسې به خامخه د يو کار لپاره د اجازې تر لاسه کولو شرطونه پوره کوۍ۔ تاسې دوه يا درې کارونه نشئ لرلې، چي په ټوله سره د هغې نه دا مطلب واغستل شي چي شرطونه پوره شوي دي۔

که ستاسې پاسپورت ختميدو ته نږدې وي نو تاسې بايد دا نوې کړۍ ځکه چي تاسې د پاسپورټ د اتبار د وخت ختميدو نه وروستو وخت لپاره د کار اجازه نشئ تر لاسه کولائ۔

که د مهاجرت اجنسۍ ستاسې پاسپورټ د پناه د عمل په وخت تر لاسه کړې وي او پاسپورټ وس هم زموږ سره وي، بيا تاسې ته د غوښتنليک سره د پاسپورټ د نقل راليږلو ضرورت نشته۔

۔د ګومارونکو لپاره، د سر ليک لاندې ولټوۍ چي ستاسې د ګومارونکي لپاره کوم شرطونه ايښودل شوي دي۔ (په انګلیسي ژبه)

که چيرې تاسې شرطونه نه پوره کوۍ

چي د دې جوګه شئ چي د کار اجازه تر لاسه کړې او تاسې په سويډن کې ياست، برني ټول شرطونه به خامخه پوره کول کيږې۔ په بل صورت کې به تاسې خامخه د غوښتنليک داخلولو نه وروستې سويډن نه ووځۍ او په خپل هيواد کې يا بل هيواد کې کوم کې چي تاسې ته د پاتې کيدو رخصت دې، انتظار کوۍ۔

د بايد څه وکړل شي په حقله ‘څه رنګه غوښتنه وکړې‘ سرليک لاندې ډير ولټوۍ ۔ (په انګلیسي ژبه)

د بيمې په حقله مهم معلومات

تاسې بايد د بيمې پوره کولو قيمت ولرۍ کوم چي په سويډن کې ستاسې د اوسيدو پر مهال د ناجوړتيا يا ناڅاپي پيښې په صورت کې مخې ته راتلې شي۔ که تاسې په عوامي رجسټر کې داخل شوي ياست نو ستاسې ساتنه به د سويډن د ټولنيز خونديتوب بيمه کوي۔

په عوامي رجسټر کې د داخلې لپاره تاسې بايد په سويډن کې د يو کال لپاره د اوسيدو اجازه ترلاسه کړې وي او يو کال يا د يو کال نه زيات په سويډن کې د اوسيدو اراده لرئ۔

د عوامي رجسټر په هکله د مالياتي اجنسۍ په ويب پاڼه نور ولټوئ۔ External link, opens in new window.

ستاسې د فاميل لپاره اجازې

ستاسو کورنۍ کولای شي د هماغومره وخت لپاره اقامه ولري چې تاسو یې لرئ، په شرط د دې چې تاسو د خپلې کورنۍ د نفقې د تأمینولو توان ولرئ. فاميل نسبت کوي

  • ستاسې ښځه، خاوند يا ستاسې رجسټري شوې ملګري
  • ستاسې يا ستاسې د ملګرې د واده نه بغير د ۱۸ کالو نه کم ماشومان.که چېرې ستاسو ماشومان د منفي ځواب څخه وروسته د سویډن څخه وتلي وي، دوی کولای شي تر ٢١ کلنۍ عمر پورې اقامه ترلاسه کړي.

د نفقې د تأمینولو شرط

د دې لپاره چې ستاسو کورنۍ اقامه ترلاسه کړي، لازمه ده چې تاسو د خپل او د خپلې کورنۍ د نفقې د تأمینولو توان ولرئ.

د نفقې د تأمینولو شرط په اړه نور معلومات دلته ولولئ (په انګلیسي ژبه)

ستاسې فاميل به څه رنګ غوښتنه کوي

که ستاسې فاميل هم په سويډن کې پناه غوښتونکي وي، هغوي به خامخه د غوښتنليک رديدل تر لاسه کړي وي کوم چي به نافذ شوي وي (قانوني قووي ته دننه شوي وي)، چي د هيواد پريښودو نه بغير په سويډن کې د غوښتنليک جمع کولو جوګه شي۔ غوښتنليک به خامخه د پريکړې نافذ کيدلو (قانوني قووي ته دننه کيدو) د نيټې نه وروستې په دوه اوونو کې دننه وړاندې کول کيږي۔

که چيرې تاسې يو ځاي غوښتنه کوۍ، نو په خپل آن لاين غوښتنليک د خپل فاميل لپاره هم غوښتنه وکړۍ۔

که چيرې هغوي ستاسې نه وروستې غوښتنه کوي، نو هغوي خپل آن لائن غوښتنليک وړاندې کولائ شي۔ (په انګلیسي ژبه)

د کار د اجازې لپاره څه رنګ غوښتنه وکړۍ

1

ګومارونکې غوښتنليک پيل کوي

په سویډن کې ستاسو د کار څښتن یا ستاسو ګومارونکی ستاسو د دندې په اړه معلومات وړاندې کولو په ذریعه ستاسو د کار د اجازې عریضه پیلوي. ستاسې ګومارونکې بايد لاندينې تفصيل ولري: ستاسې نوم، د زيږيدو نيټه، مليت، تعليم او د بريښنليک ادرس۔

دا مهمه ده چي ستاسې هغه بريښنليک ادرس ته لاسرسې وي کوم چي تاسې خپل ګومارونکې ته ورکوۍ تر هغه وخته پورې چي تاسې په خپل غوښتنليک پريکړه تر لاسه کړۍ۔ د مهاجرت اجنسي به ستاسي سره ستاسې د کار د اجازې د غوښتنليک د دورې په ترڅ  کې د مکاتبه کولو لپاره ستاسې د بريښنليک ادريس کاروي۔

د ګومارونکو لپاره معلومات (په انګلیسي ژبه)

2

تاسي به يو بريښنليک تر لاسه کوۍ

کله چې د کار څښتن ستاسو د دندې په اړه معلومات وړاندې کړي نو تاسو ته یو برېښنالیک دراستول کېږي چې په هغې کې لارښوونه شوې وي چې د کار د اجازې غوښتنه څرنګه ترسره کېږي.

تاسي په غوښتنليک کې ورکړى شوې تفصيل پخپله ډکوۍ۔ که تاسې فاميلين لرۍ چا ته چې د اوسيدو د اجازې هم ضرورت وي، تاسې په يو وخت د اجازې لپاره غوښتنه کولائ شئ۔ تاسو باید دا هم وګورئ چې د دندې په اړه معلوماتو کې ستاسو د کار د شرایطو په اړه معلومات د هغه څه سره سمون او مطابقت لري چې تاسو او ستاسو د کار څښتن پرې موافقه کړې ده.

د فاميل د اجازې په حقله ډير بيامومۍ (په انګلیسي ژبه)

3

اسناد ونښلوي

تاسې بايد د لانديني اسنادو سکين يا نقل اوباسۍ او د خپل غوښتنليک سره يې وليږۍ

  • ستاسې د پاسپورټ د هغه ګڼو نقلونه چي ستاسې ځانګړى تفصيل څرګندوي، پټو، نوم، د پاسپورټ شميره، د ورکړې هيواد، د اتبار دوره، د پيژندګلو په ګڼه د ماشين د لوستلو کوډ او دا چي آيا تاسې د خپل هيواد نه بهر په نورو هيوادونو کې د اوسيدو رخصت لرۍ۔ که چيرې تاسې د مهاجرت اجنسۍ ته خپل پاسپورټ د پناه د عمل په وخت سپارلې وي بيا تاسې ته د پاسپورټ د نقل راليږلو ضرورت نشته۔
  • ستاسې د استخدامۍ قرارداد (که چیرې دا قرارداد له انګلیسي یا سویډنۍ ژبې پرته په کومه بله ژبه وي نو باید چې و ژباړل شي او له اصلي سند د یوې کاپي سره ضمیمه شي)
  • د دندې په اړه معلومات او د کارګرانو اړونده اتحادیې نظر (دا سند به د خپل د کار څښتن څخه ترلاسه کړئ)
  • د معاش چټ چي آخيرنۍ څلور مياشتې احاطه کوي۔

که ستاسې پاسپورت ختميدو ته نږدې وي نو تاسې بايد دا نوې کړۍ ځکه چي تاسې د پاسپورټ د اتبار د وخت ختميدو نه وروستو وخت لپاره د کار اجازه نشۍ تر لاسه کولائ۔

که تاسې په يو وخت د خپل فاميل لپاره هم د اوسيدو د اجازې غوښتنه کوۍ

  • د هغوي د پاسپورټ هغه ګڼې چي ستاسې د فاميل د غړو ځانګړې تفصيل څرګندوي، پټو، نوم، د پاسپورټ شميره، د ورکړې هيواد، د اتبار دوره، د ماشين د لوستلو کوډ او دا چي آيا هغوي د خپل هيواد نه بهر په نورو هيوادونو کې د اوسيدو رخصت لري۔ که چيرې ستاسې فاميلينو د مهاجرت اجنسۍ ته خپل پاسپورټ د پناه د عمل په وخت سپارلې وي بيا هغوي ته د پاسپورټ د نقل راليږلو ضرورت نشته۔
  • د واده سند يا دغه رنګ بل سند ( په واده شوي جوړو او رجسټر شوې ملګرو تطبيقول کيږي)
  • هغه اسناد چې ثابتوي چې تاسو یو ځای ژوند کړی دی ( د یو ځای ژوند کوونکو پورې اړه لري)
  • د ماشومانو لپاره د پيدائش سند
  • د نورو خيال ساتونکو رضا، که هغوي سويډن ته نه راځي، چي دا خبره يقيني کوي چي ماشوم سويډن ته تللې شي۔
  • هغه اسناد چې ثابتوي چې ستاسو عواید ستاسو او ستاسو د کورنۍ د نفقې د تأمینولو لپاره کفایت کوي. د عریضې په فورمه یا د برېښنایي خدمتونو په پاڼه کې لیکل شوي وي چې تاسو کوم اسناد باید ضمیمه کړئ.

دغه اسناد بايد سويډش يا انګليسۍ ژبي ته د يو سند لرونکي ژباړن په لاس ژباړې شوي وي۔ د سند يو رښتونې نقل هم تل بايد وليږل شي۔

هغه فاميلين کوم چي د سويډن نه بهر اوسيږي او د اوسيدو د اجازې غوښتنه کوي، خامخه د سويډن فارت يا عام کانسوليټ ته لاړ شي چي خپل د اوسيدو د اجازې کارت تر لاسه کړي۔

د فاميل لپاره اجازې په حقله ډير بيامومۍ (په انګلیسي ژبه)

که چيرې تاسې د کار اجازې لپاره غوښتنه کوۍ چيهم د هغه ګومارونکې سره دندې ته دوام ورکړۍ، چي تاسې ورسره وړاندې کار کړې دي

  • د مالیې عمومي ادارې لخوا ستاسو د هر ډول عوایدو یوه خلاصه یا د مالیې عمومې ادارې څخه د مالیې اظهارنامه چې د اقامې د تېرې دورې په دوران کې ستاسو عواید ښایي.
  • د روان کال د معاشاتو مشخصات او رسیدونه.

4

ادا کول او خپل غوښتنليک وړاندې کول

په زياتره پيښو کې بايد تاسې فيس ادا کړۍ۔ تاسې د ويزا کارت يا ماسټر کارت په واسطه ادا کولائ شۍ۔ کله چي فيس ادا کړې شي نو بيا خپل غوښتنليک وړاندې کړئ۔ تاسې به د تصديق يو بريښنليک تر لاسه کړۍ چي ستاسې غوښتنليک وړاندې شوې دې۔ د مهاجرت اجنسي به ستاسې سره تماس ونيسي که چرې وړاندې معلومات پکار وي۔

د کار د اجازو فيس (په انګلیسي ژبه)

5

د مهاجرت اجنسي غوښتنليک سره معامله کوي

که چيرې ستاسې د اوسيدو د اجازې ختميدو نه وړاندې تاسې د کار د اجازې لپاره غوښتنه کړې وي نو د پريکړې د انتظار پر مهال تاسې د کار کولو حق لرۍ۔

د مهاجرت اجنسي ستاسې په کيس د پريکړې جوګه کولو لپاره، بايد ټول معلومات ورکړل شي او ټول لازمي اسناد وړاندې کړل شي۔ د دې مطلب دا دې چي د معاملې وخت به لنډ وي که د پيل نه هر ضروري شى په ځاي وي، بيا هم که وروستو په کې څه اضافه وکړې شي۔

مهرباني وکړۍ ياد لرۍ چي د مهاجرت اجنسي په ځني پيښو کې، بايد د غوښتنليک وړاندې څيړنه وکړي په داسې حال چي ټول تفصيل او سندونه ورکړل شوي وي۔

د کار د اجازې د معاملې لپاره وخت (په انګلیسي ژبه)

6

خپل پاسپورت وښایې

مخکې له دې چې موږ کوم تصمیم ونیسو د مهاجرینو اداره باید ستاسې پاسپورت کانټرول کړي. نو ځکه به تاسې د مهاجرینو د ادارې د خدماتو په کوم مرکز کې خپل پاسپورټ ورښکاره کوئ.

ځینو ځایونو کې د خپل پاسپورټ ښودل اړین نه دي لکه که چیرې موږ ستاسې پاسپورټ په مخکیني جلسه کې لیدلی وي.

که چیرې تاسې دې ته اړتیا لرئ چې خپل پاسپورټ ښکاره کړئ نو موږ به له تاسې سره اړیکه نیسو او دا به درته وایو چې پاسپورټ مو کله او چیرته ښکاره کړئ.

7

د اوسيدو د اجازي د کارت لپاره مواد

که چيرې تاسې ته د درې مياشتو نه زيات وخت لپاره اجازه درکړل شوې وي، تاسې به د اوسيدو د اجازې کارت تر لاسه کړۍ۔ دا کارت ثبوت دې کوم چي ستاسې پټو او د ګوتو نښه لري چي تاسې په سويډن کې د اوسيدو اجازه لرۍ۔ له دغه عمله چي څومره ژر کيدلې شي، به تاسې خامخه د مهاجرتي اجنسۍ نه د ملاقات وخت اخلۍ چي ستاسې پټو اوباسي او د ګوتو نښې پريږدۍ۔ تاسې بايد دغه رنګ وکړۍ که چيرې وړاندې نه د اوسيدو د اجازې کارت هم لرۍ، ځکه چي ستاسې پټوګان او د ګوتو نښي نه خوندي کيږې۔

د اوسيدو د اجازې د کارت په هکله ډير ومومۍ

د مهاجرتي اجنسۍ نه د ملاقات وخت واخلۍ چي ستاسې پټوګان او د ګوتو نښې واخلي۔ (په انګلیسي ژبه)

8

تاسې پريکړه تر لاسه کوۍ

تاسې به يو بريښنليک تر لاسه کړۍ چي يوه پريکړه شوى ده۔ دغه پريکړه به بيا ستاسې د سويډن د کور په پته وليږل شي۔ په دغه وخت به ستاسې ګومارونکې يا ټيکه دار د پوسټ په واسطه خبرتيا ترلاسه کړي۔ کله چي د اوسيدو د اجازې کارت تيار شي، دا به ستاسې د کور په پته په يوه اووني کې دننه دروليږل شي۔

په ويستلو يا شړلو پريکړه وس هم اتباري ده

که ستاسې د پناه لپاره غوښتنليک رد کړې شوى وي او د ويستلو يا شړلو پريکړه مو ترلاسه کړې وي، د دې اتبار به دوام لري که تاسې د کار د اجازې لپاره غوښتنليک هم وړاندې کړۍ۔ دغلته يو څو کيسونه دي د کومو په هکله چي د مهاجرت اجنسي پريکړه کولائ شي چي ستاسې بيرته ستنيده به تر هغه وخته وځنډول شي تر څو چي مو د کار د اجازې په غوښتنليک پريکړه نه وي تر لاسه کړي۔

که تاسې ته د اوسيدو او کار اجازه درکړى شوي وي، نو تاسې په سويډن کې د اوسيدو حق لرۍ تر هغې وخته پورې تر څو چي اجازه اتباري وي۔ بيا هم ستاسې د ويستلو يا شړلو پريکړه د دې د نافذ کيدو نه وروستو د څلورو کالو پوري اتباري وي يا تر هغي چي پريکړه بيرته واغستې شي۔ دا ډيره مهمه ده چي کله د اجازې د اوږدولو غوښتنليک کوۍ نو غوښتنه د دې د ختميدو نه وړاندې کوۍ۔ که ستاسې غوښتنليک د اجازې ختميدو نه وروستو وړاندې کړې شي، د دې ټاکنه به د رد کولو يا جاري کولو د اصولو مطابق کيږي، او په دغه کيس کې به د اجازې تر لاسه کولو د شرطونو يو بدل او سخت سيټ تعقيبول کيږي۔


که مهاجرتي اجنسي ستاسې غوښتنليک رد کړي

تاسې د کار د اجازې د نه ترلاسه کولو خلاف غوښتنه کولائ شۍ۔ د پريکړې تر لاسه کولو د نيټې نه په درې اوونو کې دننه به دغه غوښتنه خامخه د مهاجرت اجنسۍ ته وړاندې کيږي۔ که تاسې ته د کار اجازه درنکړې شي نو ستاسې د ويستلو يا شړلو وړاندينۍ پريکړه به تطبيقول کيږي۔

د سرليک ،پريکړې نه وروستې، لاندې ډير ومومۍ (په انګلیسي ژبه)

که تاسې آن لاين غوښتنه نه کوۍ

که تاسې د آن لاين غوښتنه کولو جوګه نه ياست نو تاسې بايد په سويډن کې د کار د اجازي لپاره فورمه ډکه کړۍ ۔۔ فورمه لمبر 149011۔ که په سويډن کې ستاسي فاميل ته هم د اوسيدو د اجازې ضرورت وي، نود فاميل هر غړې به خامخه خپل غوښتنليک وړاندې کوي۔ دغوښتنليک فورمه دا څرګندوي چي د غوښتنليک سره بايد کوم سندونو خامخه ونښلول شي۔

Application for Swedish work permit, form 149011 (په انګلیسي ژبه) Pdf, 851.7 kB, opens in new window.

Application for permit for family members of employees, visiting researchers, athletes and self-employed persons, form 13301 (په انګلیسي ژبه) Pdf, 847.4 kB, opens in new window.

غوښتنليک وليږۍ:

Migrationsverket
Box 3100
903 03 Umeå

په ډيرو کيسونو کې تاسې بايد فيس ادا کړۍ۔

څه رنګ به ادا کوۍ په هکله ډير ومومۍ (په انګلیسي ژبه)

Last updated: