د فیصلو په عملي کولو باندې بندیز Verk­stäl­lig­hets­stopp

Verk­stäl­lig­hets­stopp – pashto

د کډوالو د چارو ادارهMigrationsverket کولای شی دا پریکړه وکړی چه په موقته توګه یوه هیواد ته په ایستلوutvisning او د اقامت نه قبلولو avvisningباندی د یوی محدودی مودی په بهیر کی بندیز ولګوی، دی ته د فیصلو په عملی کولو کی بندیز وایی.

د کډوالو د چارو اداره د پریکړو په عملی کولو باندی بندیز هغه وخت لګوی چی په یوه هیواد کی امنیتی اوضاع په چټکه توګه بدلیږی او په دی هیواد کی د اوضاع په هکله کافی مالومات نه وی. دا په دی مانا ده چه د کډدوالو اداره به د بندیز په موده کی د ایستلو او نه قبلولو پریکړی نه ترسره کوی (نه عملی کوی). که تاسی د ایستلو یا نه قبلولو یوه پریکړه لرۍ نو تاسی کولای شۍ د دغه بندیز په بهیر کی په سویډن کی پاتی شۍ.

د فیصلو په عملي کولو باندې بندیز د محدودو دورو او د هغه مودی په بهیر کی نافذیږی چه په دغه حاد هیواد کی د سیاسی او امنیتی اوضاع په هکله د مالوماتو د ترلاسه کولو لپاره مقامات کار کوی. دا چه د فیصلو په عملي کولو باندې بندیز به تر کومی مودی اعتبار لری، فرق لری او د کډوالو اداره کولای شی په دی موده کی د دی احوال ورنکړی چه دا بندیز به تر کومی مودی اعتبار لری.

توقف در تصمیم فصیله برای همه اتباع یکسان میباشد یا این تصمیم برای یک گروپ مخصوص مربوط به یک کشور مخصوص که در حق ان فیصله رد یا ترک کشور صادر شده باشد، قابل اعتبار میباشد. این تصمیم بدون در نظر گرفتن اینکه آیا شخص برای پناهندگی، اجازه کار یا نوع دیگری از مجوز درخواست داده است، اعمال میشود.

تاسی هر کله چه وغواړی کولای شی په خپله خوښه خپل هیواد ته راستون شۍ. د فیصلو په عملي کولو باندې بندیز په دی باندی اغیزه نه کوی. د زیاتو مالوماتو لپاره د کډوالو د اداری نیژدی دفترmottagningsenhet ته مراجعه وکړۍ.

په دوسیه کی فیصله بیا نه څیړل کیږی

د فیصلو په عملي کولو باندې بندیز دا مانا نلری چه د کډوالو اداره به ستاسی دوسیه په اتومات ډول له سره وڅیړی. که د ستاسو په دوسیه کی د ایستلو یا نه قبلولو پریکړه شوی ده نو دا هنوز هم اعتبار لری، مګر د فیصلو په عملي کولو باندې بندیز په دی مانا دی چه ستاسو په هیواد کی د نا امنی اوضاع په علت دا پریکړی اوس اجرا کیدای نشی.

تاسی مجبور نه یاست چه د فیصلو په عملي کولو باندې بندیز کی د شاملیدلو لپاره غوښتنه وکړۍ

اگر شما از یک کشوری امده اید یا مربوط به یک گروپ مخصوص در یک کشور باشید، که ادارهٔ مهاجرت در حق ان گروپ تصمیم توقف در تطبیق فصیله را صادر کرده باشد پس شما نیازی به درخواست توقف در مورد رد یا ترک کشور را ندارید، تصمیم توقف عمومی اتومات در حق شما قابل تطبیق میباشد.

تاسی کولای شۍ د پناه غوښتنی د علتونو د یوی نو څیړنی غوښتنه وکړۍ

که ستاسو په وضعیت کی بدلون راغلی او تاسی د پناه لپاره داسی نوی علتونه لری چه د هغه په علت نشۍ کولای خپل هیواد ته ولاړ شۍ نو تاسی کولای شۍ د خپلی دوسیی د نوی څیړنی لپاره یو غوښتون لیک ورکړی (په اصطلاح د فیصلی د عملی کولو په مقابل کی یو انفرادی خنډ). حتی که ستاسو دوسیه د پولیس لخوا اجرا کیږی، نو دا بیا هم اعتبار لری. د نوی څیړنی لپاره یو غوښتون لیک کولای شی د کډوالو د منلو د قانون په اساس LMA ستاسو په بلاعوضه مالی مرسته باندی اغیزه وکړی.

د پناه لپاره د علتونو د نوی څیړنی د غوښتنی لپاره مالومات دلته ولولۍ

د مالی مرستی او مسکن د ترلاسه کولو لپاره حق

که ستاسو د ایستلو یا د اقامت نه قبلولو پریکړی اعتبار پیل شوی

که ستاسو د ایستلو یا د اقامت نه قبلولو پریکړی اعتبار پیل شوی، تاسی باید د ځنی شرایطو واجد یاست تر څو وکولای شی مالی مرستی بیا ترلاسه کړی. لمړی باید تاسی د ایستلو یا د اقامت د نه منلو په فیصله باندنی د یوه رسمی فیصلی لپاره یوغوښتنلیک راواستوی (چه فیصله باید اجرا نشی)، یا د پناه لپاره د خپلو علتنو د نوی څیړنی لپاره یو غوښتونلیک راواستوی.

که تاسی ته د نه اجرا کولو یا نوی څیړنی فیصله منظوره شوه تاسی کولای شی د کډوالو د منلو د قانون په اساس د مالی مرستی (کور او پیسی) غوښتنه وکړی. پاملرنه وکړی چه د نوی څیړنی د غوښتنی لپاره د څیړنی په بهیر کی تاسی د مالی مرستی حق نلرۍ.

که چیری تاسی د سویډن نه بهر سفر کړی یا څو موده د مخه مو د اقامت اجازه ترلاسه کړی ده نو د فیصلی د نه اجرا کولو لپاره فیصله کافی نه ده، په دی صورت کی تاسی د کډوالو د منلو د قانون په اساس د مالی مرستی حق نلرۍ.

که چیری تاسی مطمئین نه یاست چه ستاسو په هکله کوم شی اعتبار لری، نو د کډوالو د اداری نژدی دفتر ته مراجعه وکړۍ.

که ستاسو د ایستلو یا د اقامت نه قبلولو پریکړی اعتبار هنوز نه دی پیل شوی

که تاسی د کډوالو د اداری یا محکمی لخوا داسی یوه پریکړه ترلاسه کړی چه وایی چه تاسی باید خپل هیواد ته ولاړ شۍ او په خپله خوښه د بیرته تګ مهلت نژدی دی چه پای ته ورسیږی، نو تاسی د مالی مرستی او کور حق لرۍ. په دی صورت کی به تاسی ته د کډوالو د اداری د دفتر لخوا داسی یوه پریکړه درکړه شی چه وایی چه تاسی د پیسو او کور حق لرۍ. تاسی په خپله مجبور نه یاست چه کوم اقدام وکړۍ.

د فیصلو په عملي کولو باندې د بندیز په صورت کی د کارکولو حق (AT-UND)

یو پناه غوښتونکی کولای شی د خپلی دوسیی د څیړنی د انتظار په بهیر کی کار وکړی. دی ته د کار د اجازی د لرلو د مکلفیت نه استثنا(AT-UND) وایی.

که تاسی د پناهندګی په پروسه کی یاست یا تاسی ته د پناهندګی د نوی څیړنی اجازه درکړ شوی ده، او په دی ترتیب د خپلی دوسیی ځواب ته په انتظار کی یاست، تاسی د کار د اجازی د لرلو د مکلفیت نه استثنا، مستحق یاست.

حتی که تاسی د پناهندګی په یوه دوامداره پروسه کی نه یاست، بلکه تاسی د ایستلو یا د اقامت نه منلو یوه فیصله ترلاسه کړی ده، تاسی بیا هم د کار د اجازی د لرلو د مکلفیت نه د استثنا حق لری په دی شرط چه تاسی د کډوالو د اداری په سیستم کی راجستر یاست.

د پریکړو په عملی کولو باندی بندیز په خپل ذات کی دا مانا نلری چه تاسی د کار د اجازی د لرلو د مکلفیت نه د استثنا حق لری، بلکه تاسی باید د عمومی شرایطو واجد یاست تر څو وکولای شۍ کار(AT-UND) وکړۍ.

د کار د اجازی د لرلو د مکلفیت نه د استثنا لپاره د شرایطو په هکله مالومات دلته ولولۍ (په انګلیسي ژبه)

که چیری تاسی د کډوالو د اداری د سیستم نه اخراج شوی یاست او تاسی د ایستلو یا اقامت نه قبلولو یوه پریکړه ترلاسه کړی ده، تاسی د کار د اجازی د لرلو د مکلفیت نه د استثنا حق نلرۍ، حتی که تاسی د فیصلو په عملي کولو باندې بندیز کی شامل یاست.

که چیری تاسی مطمئین نه یاست چه ستاسو په هکله کوم شی اعتبار لری، نو د کډوالو د اداری نژدی دفتر ته مراجعه وکړۍ.

Last updated: