خپل په اصلي هیواد کې د بیاځلي پر پښو درېدلو لپاره مالي مرستې

Stöd till återetablering – pashto

که ستاسي د پناه اخیستنې غوښتنه نده منل سوي او تاسي بیاځلي خپل اصلي هیواد ته ستنېږئ، کولای سئ د کډوالو د مرکز څخه مرسته تر لاسه کړئ. کولای سئ چې د مالي مرستو لپاره غوښتنه وکړئ، خو تاسي کولای سئ خپل هیواد ته د بیا ستنېدلو لپاره هم مرسته تر لاسه کړئ.

د بیا دریدلو مالی مرستي

مالي مرستې، چې د بیا دریدلو د مرستو په نوم یادېږې او د کډوالو د مرکز له لوري ورکول کېږې. دا مرستې د هغوئ لپاره دي چې و نا امنو هیوادنو ته بیاستنېږې او بیا ځلي پر پښو دریدل وراته ستونزمن کېږې.

زموږ په مرستو کې لاندي هیوادونه شامل دي:

افغانستان، کشورهای آفریقای مرکزی، جمهوری دموکراتیک کانگو، اریتره، عراق، لیبریا، لیبیا، مالی، لون، سومالیا، فلستین، سودان، سودان جنوبی، چاد. د پیسو د مرستي په اړه نور معلومات ولولۍ

د پیسو د مرستي په اړه نور معلومات ولولۍ

نور ډولونه مرستې

تاسي همداراز کولای سئ خپل هیواد ته د بیاستنېدنې له کبله په نورو ډولونو هم مرسته تر لاسه کړئ. دا مرستې د هغوئ لپاره دی چې خپل اصلي هیوادونو ته بیرته ستنېږې او هغوئ چې د بیرته ستنیدنې پر مهال د ژوندانه د تېرولو لپاره و مرستې ته اړتیا لري.

مالي مرسته سمدستي لاندې هېوادونو ته ستنېدونکو کسانو ته ورکول کېږي:

ارمنستان، بنګله دیش، عراق، نایجیریا، سومالیا، مصر، منګولیا، ایتوپیا، مراکش، پاکستان، د کانګو دیموکراتیک جمهوریت (DRC)، ګمبیا، سومالیلینډ، السلوادور، فلسطین او اردن.

هغه خلک چې په زور بېرته رومانیا یا منګولیا ته ستنیږي (یعنې د پولیسو له لارې) دا کسان نشي کولی مرستې ترلاسه کړي.

د نورو ملاتړ په اړه نور ولولۍ (په انګلیسي ژبه)

Last updated: