مالی مرستی د بیرته پر پښو دریدلو لپاره

Kontantstöd – pashto

که تاسی خپل اصلی هیواد ته بیرته ګرځی، تاسی کولای شی د مالی مرستو لپاره نوم لېکنه وکړی چی د بیرته ځای پر ځای کیدو د مرستو په نوم یادیږی. او د ک‌‌‌‌‌‌ډوالو د مرکز له لوری ورکول کیږی. دا مرستی هغه کسانو ته ورکول کیږی چی ناامنو هیوادونو ته بیرته ستنیږی او بیرته ځای پر ځای کیدل ورته ستونزمن دی. د دی مرستو ترلاسه کولو لپاره کله چی په سوی‌‌‌‌‌‌ډن کی یاست غوښتنه وکړی.

زموږ مرستی د لاندنی هیوادونه سره دی:

افغانستان, جمهوري مرکزي افریقا، ډیموکراټه جمهوري کانګو، ایل سلواډور، ایریتریا، عراق، یمن، لیبیا، نایجیریا، پاکستان، سومالیا، فلسطین، سوډان، جنوبي سوډان، ایتوپیا، لبنان.

مرستو ته دلاسرسی شرایط

د دی مرستو لامل دا دی چی په خپل اصلی هیواد کی په آسانی سره په خپل پښو ودریږی. ماشومان او مشران کولای شی چی مرستی ترلاسه کړی که:

  • چی ستاسو د پناه غوښتنی غوښتنلیک رد شوی وی او یا تاسو د خپل پناه غوښتنی څخه لاس په سر شوی وی
  • تاسو خپل اصلی هیواد ته د بیرته تګ پریکړه کړی په داسی حال کی چی بیرته تګ د امنیتی ستونزو له کبله ستونزمن دی
  • شتون وی تاسی هغه څه چی غواړی بیرته هغه هیواد ته چی ورکرځۍ په لاس راوړی
  • دغوښتنلیک په وخت کی تاسی په سوی‌‌‌‌‌‌ډن کی یاست
  • تاسی خپل غوښتنلیک رد شوی غوښتنلیک ته نژدی او یا د پناه غوښتنی د لاس په سر کیدو ته نژدی برابر کړی.

ستاسو کورنۍ لپاره مرسته

ستاسو د کورنۍ هر غړی چی ستاسو سره بیرته خپل هیواد ته ستون شی کولای شی مرسته ترلاسه کړی: ستاسو میرمنه، ستاسو کوروالا، د ۱۸ کلونو کم عمر لرونکی ماشومان، او یا ستاسو نژدی خپلوان چی ستاسو سره ژوند کوی. د مرستو په شرایطو د برابریدو لپاره باید ستاسو د کورنۍ غړی لا هم په سوی‌‌‌‌‌‌ډن کی ژوند وکړی.

غوښتنلیک او تصمیم

باید خپل د مرستی درخواست د رد شوی غوښتنلیک په اړوند او یا د پناه غوښتنی د لاس په سر کیدو ته نژدی برابر کړی. ستاسو درخواست باید د ک‌‌‌‌‌‌ډوالو د مرکز د دوه میاشتنیۍ تصمیم موده کی ترلاسه شی.

تاسو کولای شی د بیرته ځای پر ځای کیدو د مرستو لپاره د خپل د غوښتنلیک د سپارلو د کارکونکی سره درخواست ورکړی. او دا بیا د ک‌‌‌‌‌‌ډوالو مرکز دی چی تصمیم نیسی چی آیا تاسی د مرستی د اخېستو حق لری او که نه. د بیرته ځای پر ځای کیدو د مرستو په اړه د ک‌‌‌‌‌‌ډوالو د مرکز هر ‌‌‌‌‌‌ډول پریکړه بیرته نه ګرځول کیږۍ او دوباره باید درخواست و نه شی.

تاسو ته مرسته ستاسو په خپل اصلی هیواد کی درکول کیږی

د ک‌‌‌‌‌‌ډوالو مرکز د ک‌‌‌‌‌‌ډوالو د نړیوال سازمان یا < آي او ایم > همکار دی، چی په اکثره هیوادونو کی فعالیت لری او له خلکو سره بیرته پر خپل پښو دریدلو په برخه کی مرسته کوی مرسته کوی. په دی حالاتو کی دا د ک‌‌‌‌‌‌ډوالو نړیوال سازمان دی چی تاسو ته مالی مرستی درکوی. د سوی‌‌‌‌‌‌ډن تر پریښیدو وړاندی تاسو ته په خپل هیواد کی د ک‌‌‌‌‌‌ډوالو د نړیوال سازمان د چارواکو شمیری در کول کیږی. وروسته له هغه چی خپل اصلی هیواد ته ستانه شوی د مالی مرستو د ترلاسه کولو لپاره له هغوی سره اړیکه ونیسی او د ملاقات وخت ورسره وټاکۍ. ټول مالی مرستی تاسو ته یوځای درکول کیږی. د پیسو د اخېستو پر وخت باید تاسی خپل پاسپورت د سفر د موقت اسنادو سره یو ځای له ځان سره ولری.

ټولې پیسې په یو ځل ورکولی شئ. کله چې تاسې پیسې راوباسئ نو خپل پاسپورټ یا مو د مؤقت سفري اسنادو کاپي یا د استقرار د مرستو د تصمیم یوه کاپي ښکاره کړئ. د مهاجرت نړیوالې ادارې د هغه چا لپاره چې د مصارفو په اړه پوښتنې لري یوه مرستیزه شبکه چمتو کړې چې غواړي خپل هیواد ته ستانه شي. دا مرستیزه شبکه په رسمي ورځو کې کار کوي او په ډیرو ژبو کې جوابونه ورکوي.

که تاسې چیرې جمهوري مرکزي افریقا، ایریتریا، یمن یا فلسطین ته بیا ستانه شئ نو تاسې ته به ستاسې کمکي معاش ستاسې بانکي کڅوړې ته درلېږل کیږي هغه ځکه چې تاسې خپل هیواد ته ستانه شوي یاست.

د آی او ام په اړه نور ولولۍ External link, opens in new window.

د مرستی اندازه

د هر سړی پر سر چی عمر یی د ۱۸ کلونو پورته وی د بیرته ځای پر ځای کیدو مرستی اندازه ۳۰۰۰۰ کرونه ده او د ۱۸ کلونو کم عمر لرونکی کس لپاره مرسته ۱۵۰۰۰ کرونه ده. د کورنیو لپاره بیا دا مرسته ۷۵۰۰۰ کرونه ده.

که غلط معلومات ورکړی

کیدای شی د ک‌‌‌‌‌‌ډوالو مرکز په دی پریکړه وکړی چی ستاسو سره مرستی شوی پیسی ټولی او یا هم یو برخه یی راوګرځوی که:

  • په داوطلبانه توګه بیرته ستانه نه شی او یا په غیر قانونی توګه بیرته سوی‌‌‌‌‌‌ډن ته را وګرځۍ.
  • یا په غلطه توګه مو معلومات ورکړی وی او یا د دی لامل وګرځي چی تاسو سره په نا مناسبه توګه مرسته وشی.

Last updated: