په لیوالتیا سره بیرته ستنېدل

Återvända självmant – pashto

په لیوالتیا سره بیرته ستنېدل په دي مانا ده چې تاسي خپل اصلي هیواد ته په ستنېدلو سره موافق یاست او د اړتیا وړ همکاري کوي. کله چې ستاسي د پناه غوښتنې غوښتنه و نه منل سي، د سویډن هیواد پرېښودلو ته چمتو وسئ.

کله چې پريکړه کېږي چې تاسي په دي هیواد کې د پاتې ګېدلو حق نلرئ او یا دا چې باید ووځئ، تاسي د کډوالو و مرکز ته د قضایاوو د مدیر سره د لیدنې په موخه بلل کېږئ. د دي لیدنې په لړ کې ستاسي څخه به د بیلابیلو ځای ناستیو چې شتون لري، خبرې به وسي او همداراز تاسي ته به اجازه درکړل سي تر څو هره پ،ښتنه لرئ و یې کړئ.

که تاسي خپله خپل د سفر د پلان جوړولو وړتیا ونلرئ، تاسي او د قضایاوو مدیر کولای سئ چې پلان چمتو کړئ چې کوم کار تاسي کولای سئ تر سره کړئ او د کډوالو مرکز ستاسي لپاره څه مرسته کولای سي. تاسي به همداراز د مالي او نورو مرستو حق ولرئ، تر څو خپل په اصلي ځای کې په اسانۍ سره پر پښو ودرېږئ.

نور ولولۍ چې د بیرته ستنیدلو پرمهال څوک مرسته ترلاسه کولی شی

پاسپورټ یا د سفر موقت او لنډ مهالي اسناد تر لاسه کړئ

دا ستاسي مسولیت دی چې پاسپورټ یا د سفر لپاره موقت اسناد او یا هر هغه اړین توکې چې و کولای سئ خپل اصلي ځای او یا هر هغه ځای چې هلته تاسي ته د اوسیدنې اجازه درکول کېږي ولاړ سئ، تر لاسه يې کړئ.

که تاسي د سفر د اسنادو سره و مرستې ته اړتیا لرئ، د کډوالو مرکز کولای سي ستاسي د هیواد د مسول کسانو سره اړیکه ونیسي او د سفر موقت اسناد چمتو کړي. په دي حالت کې، د کډوالو مرکز باید ستاسي شخصي معلومات ستاسي د هیواد د مسولینو سره شریک کړي، خو موږ سویډن ته ستاسي د پناه غوښتنې موضوع و دوي ته نه وایو.

که د پاسپورټ او یا موقت اسنادو د لاسته راوړلو لپاره کومه بله لاره پاتې نه سي، کیدای سي تاسي ته د کډوالو د مرکز له لوري موقت بهرنۍ پاسپورټ درکول سي. په دي حالت کې ستاسي بهرنۍ پاسپورټ یوازې ستاسي و اصلي هیواد ته د ستنېدلو لپاره د اعتبار وړ دی.

د سفر ټکټ

هغه هیوادونه چې ندي منل سوي، اوسیدونکې يې باید رزرو ټکټ وکړي.

لومړی تاسي خپل هیواد ته د سفر د بیې د ورکړي مسول یاست. که تاسې چیرې خپلې پیسې یا نوره شتمني نه لرئ، نو د سویډن د مهاجرت اداره کولی شي تاسو لپاره د سفر ټکټ برابر او پیسې یې هم ورکړي. که تاسي غواړئ خپل د سفر پیسې ورکړئ، په یاد ولرئ چې باید د سفر موقت اسناد د ځان سره ولرئ.

که تاسي و هغه هیوادونو ته چې هلته د تللو اجازه نلرئ د سفر ټکټ واخلئ، تاسي خپل ځان د جریمې د ګواښ سره مخامخ کوئ او یا د هغه هیوادونو چارواکي د دي غوښتونکې کېږې چې تاسي بیرته سویډن هیواد ته و لېږدي. پر دي بنسټ، تاسي باید خپل د سفر پلان داسي چمتو کړئ چې دا هیوادونه پکښې شامل نه وسي. د کډوالو مرکز ستاسي د شخصي سفرونو هیڅ مسولیت نلري. هر کله چې تاسي د نورو هیوادونو و یوه ته يې د سفر د رزرو غوښتونکي سئ، تاسي شخصا باید دا معلومات چې د ویزې په چمتو کولو سره هغه هیواد ته د تللو اجازه لرئ، و څيړئ.

استوګنه، بانکي کارټ او (ایل ایم آ) کارټ

د سویډن د پرېښودلو مخکي، باید خپل (ایل ایم آ) کارټ و کډوالو مرکز ته و سپارئ. که تاسي ته د کډوالو د مرکز له لوري بانکي کارټ درکړل سوی دی، د بانکي حساب څخه پيسې و باسئ او کارټ مسترد کړئ. که د کډوالو د مرکز په یوه استوګن ځای کې استوګن واست، باید استوګن ځای پرېږدئ او کیلې­ګانې مستردي کړئ.

د بېرته ستنیدو مرکز

وروسته له هغې چې د رد یا اخراج پریکړه عملي شي (د عملي کیدو امر یې صادر شي) نو تاسو ته به د بېرته راستنیدو مرکز کې ځای درکړل شي. په ورته وخت کې دا په دې معنی ده چې د مهاجرینو اداره د اوسیدو لپاره کوم بل ځاې نه درکوي. د بېرته ستنېدو په مرکز کې به تاسو ته د بېرته ستنیدو په اړه مشورې او مرستې درکړل شي.

تاسو کولی شئ چې د بېرته ستنیدو په یو مرکز یا خپل کوم کور کې تر هغې ژوند وکړئ ترڅو مو چې سویډن نه وي پرېښودلی.

روغتیایي مراقبتونه او زده کړې

تر څو چې تاسي د هیواد څخه ایستل کېږئ، تاسي د تېر په شان د روغتیایې خدمتونو څخه د ګټه اخیستنې حق لرئ، خو تر هغه وروسته چې ستاسي مالي حق پای ته رسیږې او پري یا قطع کېږې، د درملو او روغتیایې خدمتونو لپاره به هیڅ ډول پیسې په بدل کې تر لاسه نه کړئ.

د پناه غوښتنی په پروسه کي د ماشومانو په اړه نور ولولۍ

ایستل

د سویډن څخه د وتلو پر مهال د کډوالو مرکز ته خبر ورکول تل ستاسي مسولیت دی. ستاسي د وتلو څخه د کډوالو مرکز په بي خبرۍ سره کیدای سي تاسي دي هیواد ته د بیا ستنېدلو چانس له لاسه ورکړئ. په دي مانا چې تاسي نور نسئ کولای دي هیواد ته سفر وکړئ. کیدای سي ستاسي موضوع و مرزي چارواکو ته ولیږل سي.

د دي لپاره چې د کډوالو مرکز ستاسي د وتلو څخه خبر تر لاسه کړي، باید د سفر پر مهال د وتلو یو سند د پاسپورټ د کنترول شعبې ته و سپارئ. د وتلو سند د پستي صندوق په وسیله تاسيته لېږل کېږې، یا تاسي کولای سئ و یوه تر ټولو نږدې د منلو مرکز ته غوښتنه وکړئ. تاسي همداراز کولای سئ چې د کډوالو مرکز ته د خپل پاسپورټ او د وتلو د مهر سوي پاڼې د پېژندپاڼې د کاپې(چې هلته ستاسي د قضيې شمېره پکښط ذکر سوي) په ارسال سره، هغوئ د خپل وتلو څخه خبر کړئ. د الوتنې ټکټ او مرزي کارټونه په یوازې توګه نسي کولای ستاسي وتل تایید کړي.

په یاد ولرئ چې نباید خپل د سفر ټکټ د شنګن هیوادونو ته رزرو کړئ، د وتلو سند یوازې د سویډن په هوايي ډګرونو کې تحویلېږې. د بیلګې په توګه تاسي و کاستروپ ته الوتنه لرئ، ستاسي وتل د پاسپورټ د کاپي په ارسالیا لېږد سره چې د وتلو مهر ور باندي لګیدلی وي، د تالیید وړ ګرځیدلای سي.

دکډوالۍ اداري لپاره د اړیکو جزییات ومومۍ (په انګلیسي ژبه)

بل هیواد ته ستنیدل د هغه هیواد پرته چې هغه ته تعلق مومئ

بل هیواد د اروپايي ټولنې په دننه کې

کیدای سي د کډوالو مرکز پریکړه وکړي چې تاسي د اروپايي هیوادونو و یو بل هیواد ته ور و پيژني تر څو ستاسي د پناه غوښتنه په هغه ځای کې په نظر کې و نیول سي. دا پریکړه کیدای سي په تاسي پورې اړه ولري، د بیلګې په توګه تاسي کولای سئ چې هغه هیواد په اروپا کې و ټاکی چې د سویډن تر لیدلو مخکې مو لیدلی وو او یا هغه هیواد چې تاسي ورڅخه د ويزې اخیستلو غوښتنه کړي وه. دا مقررات کولای سئ چې د دوبلین په مقرراتو کې و موندئ.

که په بدل کې تاسي و خپل لومړي هیواد ته د ستنیدلو غوښتونکي وسئ، که د ځان سره ځنډ ونلري او یا يې د بیرته ستنیدلو لګښت ډېر زیات نه وسي، د تایید وړ ګرځي.

د ډوبلینمقرراتو په اړه نور ولوۍ (په انګلیسي ژبه)

بل هیواد چې د پریکړه سوي هیوادونو څخه سیوا، څرګند سوی

کیدای سي تاسی بل هغه هیواد ته چې تاسي یې ثابته کړئ چې هغه هیواد تاسي مني، و لېږل سئ. په داسي حال کې تاسي هغه هیواد ته د تللو لپاره یو پاسپورټ د اعتبار او د تللو اجازې ته اړتیا لرئ. توریستي ویزه یا د ویزې څخه د معافیت اسناد کافي ندي. که چيرې ستاسي د بیا ستنیدلو پر وخت ځنډ ولیدل سي او یا دا چې لګښت يې ډېر زیات سي، اجازه به در نکړل سي.

Last updated: