نظارت او څارنه

Uppsikt och förvar – pashto

که کډوالو مرکز وپوهیدی چی تاسی خپل ځان پټوی او یا له دوی سره مرسته نه کوی شاید تاسی له څارنی لاندی ونیول شوی. که د کډوالو مرکز وپوهیږی چی یوازی نظارت بسنه نه کوی شاید آن تاسی ونیول شی.

که ستاسو عمر ۱۸ او یا له هغی نه پورته اوسی که ضرورت وو شاید تاسی تر څارنی لاندی ونیول شی، د دی لپاره چی ستاسو د هویت په سویډن هیواد کی ستاسو د ژوند کولو د حق په اړه تحقیق وکړی. په همدی حال کی شاید تاسی نظر بند او یا هم ونیول شی که تاسو ته د کډوالو د مرکز له لوری په سویډن کی د پاتی کیدو اجازه در نه کړل شی. او یا د دی خطر موجود وی چی تاسی په سویډن کی په کوم جرم لاس پوری کوی لکه: تښتیدل، پټیدل، او یا کوم بل حرکت چی کیدای شی تاسی یی ترسره کړی.

څارنه

څارنه یو هغه لاره ده چی د کډوالو مرکز ستاسو له شتون څخه باوری دی. که ستاسو لپاره د څارنی پریکړه ونیول شوه دا په دی معنا دی چی تاسی مجبور یاست چی په ټاکلی وخت او ځای تاسی خپل ځان د پولیسو او یا د کډوالو مرکز ته ور وښیی. د ځای او وخت په اړه ستاسو د پړیکړی په وخت کی ویل کیږی. په همدی حال کی کیدای شی تاسی د خپل د پاسپورت د پریښیو یا هر ډول د پیژندنی سند ته اړتیا شی.

د محدودیت وخت

ستاسو د څارنی پریکړه شپږ میاشتی د اعتبار وړ ده، ولی کیدای شی وغځول شی. په معموله توګه د بیا غځول کیدو مخکی د کډوالو د مرکز له لوری تاسو ته خبر درکول کیږی.

د څیړنی د بیا کتو غوښتنه

د څارنی پریکړه هر کله د کډوالو د مرکز څخه د محکمی له لوری د څیړنی وړ وی. تاسی په یوازی سر نه شی کولای خپل د ځان لپاره د څارنی په اړه مشوری جوړی کړی.

بند

د کډوالو مرکز ستاسو سره د اړیکی ټینګولو لپاره کیدای شی تاسی ونیسی که وکتل شو چی یواځی څرنه سیاسو لپاره کافی نه ده. که د کډوالو مرکز وپوهیدی چی تاسی غواړی پټ شی او په ټاکلی وخت خپل ځان نه ور ښکاره کوی او یا له هغوی سره مرسته نه کوی شاید تاسو د څارنی لاندی ونیول شی.

بند په دی معنا دی چی تاسی په یو ځای کی کلابند شوی یاست او د هغه ځای د پریښیدو حق نه لری. د کډوالو مرکز د دغو کسانو د ژوندانه مسولیت په غاړه لری. هغه کسان چی نظر بند دی کولای شی عیادت کوونکی ولری که د کډوالو د مرکز د فعالیت مخنیوی و نه کړی. په ځانکړو مواردو کی د کډوالو مرکز د کتنو کنترول په لاس کی ونیسی.

د بند په وخت کی، د ژوندانه د شخصی مصارفو د کموالی په حالت کی تاسی کولای شی غوښتنه یی وکړی.

دورځني تخصیص او ځانګړي مرستو په اړه نور واولۍ (په انګلیسي ژبه)

شخصی معلومات او د خوندیتوب موارد

ستاسو د شخصی معلوماتو د پټ ساتلو لپاره، شاید د کډوالو مرکز داپه ډاګه نه کړی چی کوم کس نیول شوی او چیرته ژوند کوی. که څه هم د کډوالو مرکز نشی کولای دا معلومات ستاسو خپلو خپلوانو ته ور نه کړی، خو کیدای شی تاسی له بند خونی له هغوی سره اړیکه ونیسی.

هغه کسان چی په بند خونوکی ژوند تیروی ټلفون او انټرنت ته لاسرسی لری. ستاسو د شخصی معلوماتو د خوندیتوب لپاره هیڅ ډول کامره او د ټلفون کامری ته په بند ځونی کی اجازه نشته. د ضرورت په وخت کی تاسو کولای شی د خپل ستونزی د حل لپاره یو ټلفون په پور واخلی. د خوندیتوب لپاره یو لړ نور وسایل هم شته چی تاسی ورته د لاسرسی اجازه نلری. پر تاسی د شک کولو په حالت کی شاید د کډوالو د مرکز کارکونکی تاسی وڅیړی.

نارینه، ښځینه او ماشومان د کډوالو د مرکز په بند خونو کی ژوند کوی. په بند خونو کی ځینی ځانکړی ځایونه شته چی نارینه هلته د ورتلو اجازه نلری. که لازم شوه شاید د کډوالو مرکز پریکړه وکړی تاسی له نورو څخه بیل کړی.

د وخت محدودیت

ستاسو د بند پریکړه شاید د بیلابیل وخت لپاره د اعتبار وړ وی، چی ستاسو د نیول کیدو په دلیل پوری اړه لری. د نیول کیدو پریکړه د دی له امله چی تاسی په څه دلیل نیول شوی یاست فرق لری او کیدای شی حد اکثر دولس میاشتی دوام وکړی. هر څوک چی په جرم محکوم شوی وی ممکن له دولس میاشتو زیات په بند کی وساتل شی.

د بند د بیا کتو غوښتنه

د نیول کیدو پریکړه هر وخت د کډوالو د مرکز د محکمی له لوری د څیړنی وړ ده. حتا که د کډوالو د مرکز پریکړی په وخت کی تاسی په بند کی هم یاست کیدای شی په دریو اونیو کی د کډوالو د محکمی له لوری دا پریکړی د څیړنی لاندی ونیول شی. که تاسی نیول شوی یاست، تاسی کیدای شی د عمومی سلا مشوری حق ولری.

ماشومان

که تاسي د ۱۸ کلونو لږ عمر لرونکي یاست، د کډوالو مرکز کیدای سي تاسي تر څارنې لاندي ونیسي، که ستاسي دننه کیدل رد سوي یا ایستل کېږئ. که تاسي د خپل د وتلو د سفر په اړه غفلت وکړئ، د کډوالو مرکز کیدای سي تاسي په بدل کې توقیف کړي.

د کډوالو مرکز کیدای سي تاسي بیا هم تر خپل څارنې لاندي ولري. که تمه وي تاسي ته د ننوتللو د منع پریکړه درکړل سي او څرګنده سي چې تاسي د سویډن څخه د وتلو په برخه کې همکاري نه کوئ. د کډوالو مرکز ته که څرګنده سوه چې ستاسي لپاره څارنه کافي نده. که د کډوالو مرکز خبر سي چې تاسي پټېږئ، تاسي کیدای سي تر څارنې لاندي راسئ.

ماشومان هیڅ کله د خپلو کورنیو څخه تر ۷۲ ګړیو زیادتر لیري نه ساتل کېږې، د ډېرو ځانګړ موضوعاتو پرته چې کیدای سي ۷۲ ساعته نور هم دوام وکړي خو هیڅ کله لا نه ډېرېږې.

د توقیف ځای څخه سیوا په نورو ځایونو کې ژوند

کله چې تاسي توقیف کېږئ، کیدای سي د کډوالو مرکز تاسي و بل ځای ته ولېږدي، لکه د پولیسو توقیف ځای یا په یوه زندان کې. دا هغه مهال د اجرا او تطبیق وړ ده چې تاسي ۱۸ کلن یا تر هغه پورته عمر لرونکي وسئ.

د کډوالو مرکز کیدای سي په لاندي حالاتو کې دا ډول پریکړې وکړي:

  • په توقبف ځای کې د یوه جرم په تر سره کولو سره به تاسي د هغه ځای په پرېښودلو محکوم سئ.
  • کیدای سي تاسي د توقیف ځای د امنیت لپاره ګواښ وسئ
  • د لوجیستیک لاملونو له کبله د درېو ورځو لپاره اړتیا ده
  • ځانګړي نور شرایط چې شتون لري، لکه د هیواد څخه د ایستلو د سفر ځنډول

هر کله چې تاسي د توقیف پریکړه تر لاسه کړئ کیدای سي چې د کډوالو مرکز تاسي د یوه لنډ وخت لپاره د پولیسو سره پريږدې. او یا دا چي زندان او نظارت خوني ته به واستول سی

په نورو ځایونو کې د استوګنې د غوښتنې څېړنه

که تاسي یوه ډېر محدود ځای ته ولېږل سواست، د بیلګې په توګه پوځې زندان. کولای سئ چې دا موضوع د کډوالو د مرکز محکمې ته وړاندي کړئ. تاسي نباید درې اونۍ وروسته د دي چې د پریکړې څخه خبر تر لاسه کړ، خپل غوښتنه ولېږئ.

د هغه کسانو لپاره چه غواړی د یوه داسی سړی سره چه په یو تړلی کمپ کی ځای په ځای شوی وی، لیدنه کتنه وکړی

د ټولو لیدنو کتنو لپاره وخت باید د لیدنی کتنی نه د مخه رزرو شی. تاسی باید پخپله د هغه چا سره چه غواړۍ لیدنه کتنه ورسره وکړۍ، تماس ونیسۍ، ځکه چه یوازی هغه کولای شی وخت رزرو کړی. په عادی توګه د مهاجرت اداره په یوه وار یوازی دوو لویو کسانو ته د لیدنی کتنی اجازه ورکو. په ځنی حالاتو کی د مهاجرت اداره کولای شی د دی پریکړه وکړی چه لیدنه کتنه تر نظارت لاندی وی. دا په دی مانا ده چه د لیدنی کتنی په وخت کی به د مهاجرت اداری پرسونل حظور ولری. په ځنی حالاتی کی د مهاجرت اداره کولای شی هغه چا ته چه په تړلی کمپ کی دۍ د لیدنی کتنی اجازه ورنکړی.

په دغه تړلی کمپ کی قلف لرونکی المارۍ شته دی چه تاسی کولای شۍ د لیدنی کتنی نه د مخه خپلی د کورنه د باندی جامی، لاسی بکس یا نور شیان هلته کیږدۍ. د تړلی کمپ د محلی مقر راتو په هکله مالومات به تاسی ته په هماغه ځای کی درکړ شی.

ټول هغه شیان چه تاسی د ځان سره اخلۍ، باید منظور شی

ټول هغه شیان چه تاسی غواړۍ هغه چا ته ورکړۍ چه په تړلی کمپ کی دۍ، باید د مهاجرت د اداری له خوا منظور شی. هغه څوک چه په یوه تړلی کمپ کی ځای په ځای شوی وی حق نلری چه بیله اجازی الکهول لرونکی مایعات، نور نشه ای مواد او داسی شیان چه د هغو په مرسته نورو کسانو یا خپل ځان ته ژوبله رسیدلی شې، د ځان سره ولری.

Last updated: