ستا لپاره چه په سویډن کی د پناه غوښتنه کوی

Till dig som söker asyl i Sverige – pashto

د کډوالو ادارهMigrationsverket به د ستا د پناه غوښتنی په هکله څیړنه کوی. د دی په هکله چه څوک کولای شی په سویډن کی پناه ترلاسه کړی، د کډوالو لپاره د ملګرو ملتنو په کنوانسیون، د اروپایی ټولنی په ګډو مقرراتو او د سویډن په قانون کی لیکل شوی دی.

په دی معلوماتی پاڼو کی به ته په لنډه توګه دا معلومات ترلاسه کړی چه ستا د پناه غوښتنلیک د کډوالو د اداری لخوا په کوم ډول څیړل کیږی او په سویډن کی د کډوال په حیث ته کوم حقونه او مکلفیتونه لری. ته به زیات معلومات په راتلونکو وختو کی ترلاسه کړی او ته به دا امکان ترلاسه کړی چه خپلی پوښتنی وکړی.

د پناه دغوښتنی مقر رات

په سویډن کی د پناه ټول غوښتنلیکونه په انفرادی توګه د کډوالو د اداری لخوا څیړل کیږی. سویډن باید هغه چا ته چه پناه غوښتونکی وی یا د نورو کومو دلیلونو په اساس ساتنی ته اړتیا لری، د استوګنی اجازه ورکړی. 

کډوال

د ملګرو ملتنو د پناه غوښتونکو د کنوانسیون او د سویډن د قانون په اساس ته هغه وخت کډوال شمیرل کیږی که چیری ته د لاندی دلیلونو په اساس د تعقیبیدلو یو واقعی ډار احساسوی:

  • نژاد
  • ملیت
  • دینی یا سیاسی عقیده
  • جنس
  • جنسی تمایل
  • ځکه چه ته د ټولنی د کومی خاصی ډلی سره اړه لری

تعقیب کیدای شی د ستا د هیواد د مقاماتو لخوا وی. داسی هم کیدای شی چه دغه مقامات نشی کوالی یا نه غواړی د ځلا کسانو یا د ډلو لخوا د تعقبولو په مقابل کی ستا ساتنه وکړی.

هغه کسانو ته چه د کډوال په توګه یعنی د ملګرو ملتونو د مصوبی په اساس پناه ورکړه شی نو په عادی صورت کی د استوګنی دری کلنه اجازه ورکول کیږی. 

د نورو دلیلونو په وجه د پناه اړتیا لرونکی

د سویډن د قانون په اساس ته د لاندی شرطونو په اساس د نورو دلیلونو په وجه د پناه اړتیا لرونکی شمیرل کیږی:

  • د مرګ په جزا د محکومیدلو د خطر سره مخامخ یی
  • د دی خطر شته دی چه ته ووهل شی، شکنجه شی یا دا چه ستاسره کوم بل ضد بشری یا د سپکاوی کوم بل چلند و شی یا جزا درکړه شی.
  • د ملکی سړی په حیث ستا لپاره د دی خطر موجود دی چه د وسله والو نښتو په نتیجه کی تا ته ډیره ژوبله ورسیږی.

هغه کسانو ته چه د نورو دلیلونو په وجه پناه ورکړه شی نو په عادی توګه د استوګنی ۱۳ میاشتنی اجازه ورکول کیږی

د پناه غوښتنه

په سویډن کی د پناه غوښتنی لپاره ته باید په خپله د کډوالو اداری ته راشی. د غوښتنی څانګهAnsökningsenheten به ستا غوښتنلیک واخلی او راجستر کړی.

د ستا عکس به واخیستل شی او ته به د خپلو ګوتو نښان هلته ورکړی. د ګوتو نښان له نورو نه پرته د دی لپاره دی چه وکتل شی چه آیا تا په کوم بل اروپایی هیواد کی د پناه غوښتنه کړی ده که نه.

ته به د یوه کارکوونکی سره وګوری چه د ترجمان په مرسته ستانه به داسی پوښتنی کوی چه ته څوک یی، ولی تا خپل هیواد پریښود او ته په کوم ډول سویډن ته راغلی. همدا شان د ستا نه به د ستا د کورنی حالت او روغتیا په هکله هم پوښتنی وشی. دا کار مونږ د دی لپاره کوو چه د ستا د غوښتنی د څیړنی لپاره تیاری ونیسو. ته به د پناه د غوښتنی د علتونو په هکله د پناه د غوښتنی د څیړنی د مرکی یا انټرویو په وخت کی ډیرو پوښتنو ته ځوابونه ورکوی.

که ته کومی خاصی اړتیاوی لری لکه معیوبیت، یعنی د فزیکی، عصبی یا عقلی توان ټیټوالی نو ته باید دا د کډوالو اداره ته ووایی. که ستا معیوبیت د دی علت کرزی چه د پناه د غوښتنی په وخت کی ته په سختی کولای شی د کډوالو د اداری سره خبری اتری وکړی نو ته د مرستی حق لری.

د غوښتنی په څانګه کی به تا ته د پناه د غوښتنی د پروسی په هکله هم معلومات درکړ شی او ته به دا امکان ولری چه خپلی پوښتنی وکړی. کله چه د ستا د پناه غوښتنلیک راجستر شو تا ته به د پناه د غوښتنلیک یو موقتی رسید درکړ شی. دا رسید تر هغه وخته پوری د ځان سره وساته چه تا ته د پناه غوښتونکو یو کارت

 (ال.ام.آ. کورتLMA-kort ) چه دا ښیی چه ته پناه غوښتونکی یی، درکړ شی.

ووایه چه ته څوک یی

د دی لپاره چه د کډوالو اداره د دی قضاوت وکړی چه آیا ته د پناه حق لری تا نه، ته باید دا وښیی چه ته څوک یی او د کوم ځای نه ته راغلی یی. له ټولو نه ښه طریقه چه دا وښودل شی دا ده چه سړی یو پاسپورټ یا د هویت یو کارت د پناه د غوښتنی په وخت کی ورکړی. د هویت سند باید د ستا په هیواد کی د مقاماتو لخوا صادر شوی وی او ستا عکس ولری. دا باید ستا نوم، ستا تابعیت او د ستا د زږیدنی نیټه وښیی.

دا د ستا مسئولیت دی چه داسی اسناد جوړ کړی چه ستا هویت وښیی. که چیری د کډوالو په اداره کی د پناه د غوښتنی په وخت کی د هویت کوم اسناد ونه لری نو کارکوونکی به د تا نه دا وغواړی چه هر کله تا د هویت اسناد په لاس راوړل ته باید زرترزره هغه د کډوالو اداری ته وسپاری.

که تا ته دا سخته وی چه د هویت اسناد جوړ کړی نو ته باید د کډوالو اداری تا وښیی چه ته هڅه کوی. که ته د هویت نور اسناد لکه د موټرچلولو لیسنس، د زږیدنی تصدیق، د تابعیت تصدیق یا ترخیص لری، نو ته باید دوی د کډوالو اداری ته ورکړی. دا اسناد جلا جلا نشی کیدای د دی ثبوت وی چه ته څوک یی، مګر څو دانی اسناد او د ستا د سوانحو او هیواد په هکله ستا خبری کولای شی د ستا د هویت منلو ته مرسته وکړی.

که ته د دی همکاری وکړی چه دا وښیی چه ته څوک یی نو په زیاتو حالاتو کی ته د دی حق لری چه د انتظار په بهیر کی کار وکړی.

ته نشی کولای د دی انتخاب وکړی چه کوم هیواد به د ستا د پناه د غوښتنی څیړنه کوی (د دوبلین مصوبه)

له دی نه وروسته چه تا د پناه غوښتنه وکړه نو د کډوالو اداره به لمړی ګوری چه آیا ستا غوښتنه په سویډن کی یا د اروپایی اتحادیی په کوم بل هیواد کی وڅیړل شی. که چیری تا د یوه بل هیواد ویزه اخیستی، یا په کوم هیواد کی د استوګنی کومه اجازه لری یا سویډن ته د راتګ په لاره کی تا د اروپایی اتحادیی په کوم بل هیواد کی د پناه غوښتنه کړی ده، شاید ته باید بیرته هغه هیواد ته ولاړ شی. دغه مقر رات د دوبلین په مصوبه کی موجود دی. په دی هکله ته کولای شی په "ما په اروپایی اتحادیه کی د پناه غوښتنه کړی ده - کوم هیواد به زما د غوښتنی څیړنه کوی؟" رساله کی زیات معلومات ولولی. (دا رساله په ټولو ژبو نشته)

د انتظار ایستلو په موده کی

که چیری د ستا د پناه غوښتنی دوسیه باید په سویډن کی وڅیړل شی نو ته کولای شی د پریکړی تر وخته پوری دلته پاتی شی. په دی موده کی به ته د کډوالو د اداری د هرکلی د یوی څانګیmottagningsenheten سره په تماس کی وی. د هرکلی څانګی کارکونکی نشی کولای تا ته د پناه ورکولو پریکړه وکړی. د هرکلی څانګه به د عملی کارونو په هکله لکه اقتصاد او د استوګنی د ځای په هکله ستا سره مرسته کوی. کله چه د ستا په هکله یو پریکړه وشوه نو دا به د د هرکلی څانګه وی چه ستا سره تماس نیسی، ته به دا معلومات په لاس راوړی چه دا پرکړه ستا لپاره څه مانا لری او ته باید څه وکړی.

مهم معلومات

د هرکلی څانګه به تا یوی معلوماتی ډله ایزی لیدنی کتنی ته وروغواړی. هلته به ته د پناه غوښتونکو لپاره مهم معلومات ترلاسه کړی. دا کیدای شی د مثال په توګه د اقتصاد، د استوګنی د ځای یا د روغتیایی چارو په هکله وی. ته به د قوانینو، نورو مقاماتو او د داسی سازمانونو په هکله معلومات ترلاسه کړی چه د مثال په توګه پناه غوښتونکو سره مرسته کوی.

دا ډیر مهم معلومات دی چه د پریکړی د انتظار په موده کی به ته د هغه نه فایده ترلاسه کړی. تا ته به ډیر معلومات درکړ شی، هم د غوښتنی د څانګی لخوا او هم د هرکلی څانګی لخوا. امکان لری چه ته داسی یو احساس ولری چه تا ته په یوه وار ډیر معلومات درکول کیږی. هغه پاڼی چه ته په لاس راوړی وساته، تر څو ته وکولای شی د اړتیا په وخت کی هغه بیا ولولی او کله چه ته کوم بل وار د یوه کارکوونکی سره ګوری خپلی پوښتنی وکړی.

که چیری ته د کډوالو د اداری په کوم کور کی اوسیږی نو ته به کله کله د کډوالو د اداری د کارکوونکو سره چه هلته کار کوی یا د لیدلو لپاره هلته راځی، ګوری. دغه کارکوونکی نشی کولای د ستا د پناه غوښتنی دوسیی په هکله معلومات درکړی مګر دوی کولای شی دا مرسته وکړی چه ته هغه معلومات چه لټوی، پیدا کړی.

د پناه غوښتنی د څیړنی یا انټرویو لپاره انتظار ایستل

کیدای شی چه دا ډیر وخت ونیسی تر څو تا د پناه غوښتنی انټرویو ته وروغواړی. د خلکو د انتظار موده یو له بل نه توپیر لری.

د پناه غوښتنی د څیړنی یا انټریو په وخت کی به ته په دی هکله زیات معلومات ورکړی چه ولی ته په سویډن کی د پناه غوښتنه کوی، ستا سره کومی پیښی شوی وی او که چیری ته خپل هیواد ته ولاړ شی د ستا په نظر ستا سره به کومه پیښه رامنځ ته شی.

د دی نه د مخه چه د ستا په هکله یوه پریکړه وشی امکان لری چه ته به څو ځلی لیدنی کتنی ته وغوښتل شی. په هماغه وختونو چه د کډوالو اداری تا ته ټاکلی راشه. نوی وختونه لږ دی او که چیری مونږ باید تا ته نوی وخت ونیسو نو د پریګری انتظار به نور هم اوږد شی.

د خپلی پتی په هکله خبر ورکړه

که چیری د انتظار په موده کی ته د یوه کور نه بل کور ته کډه کوی ته باید خپله نوی پته د کډوالو اداری ته ورکړی ترڅو مونږ وکولای شو د مرکی د رارسیدلو په وخت کی یا د کومی بلی لیدنی لپاره ستاسره تماس ونیسو. په منظمه توګه تا ته راتلونکی لیکونه لوله تر څو د کډوالو د اداری لخوا معلومات د لاسه ورنکړی.

د پناه غوښتونکو کارت (ال.ام.آ. کورت LMA-kort)

کله چه ته په سویډن کی د پناه غوښتنه کوی تا ته د ستا د غوښتنی یو رسید درکول کیږی. په دغه رسید یوه شمیره لیکل شوی ده چه د کډوالو د اداری سره د تماس په وخت کی ته هغه ذکر کوی. د کارکوونکی لپاره به بیا آسانه وی چه د ستا د پیژندنی اطلاعات ترلاسه کړی. د پناه غوښتنی نه نژدی یوه اونی وروسته ته کولای شی د هرکلی په څانګه کی یو کارت تر لاسه کړی. دا د پناه غوښتونکو کارت (ال.ام.آ. کورت) نومیږی او د رسید ځای نیسی.

ته باید خپل د پناه غوښتونکو کارت تل د ځان سره ولری تر څو وکولای شی دا ښکاره کړی چه ته پناه غوښتونکی یی او د پریکړی د انتظار په موده کی د دی حق لری چه په سویډن کی ژوند وکړی. کله چه ته د روغتیایی چارو موسسو ته ځی ته باید خپل د پناه غوښتونکو کارت د ځان سره ولری ترڅو هغه طبی مرستی چه ته د هغو حق لری په ټیټه بیه په لاس راوړی.

د استوګنی ځای

ته کولای شی پخپله د استوګنی یو ځای پیدا کړی یا د کډوالو د اداری لخوا په یوه ټاکل شوی کور کی ژوند وکړی. که چیری ته خپلی پیسی لری نو ته باید د هغه کور کرایه ورکړی چه د کډوالو د اداری لخوا تا په لاس راوړی. که چیری تا کور پخپله ځان ته پیدا کړی دی نو د هغه کور کرایه باید ته پخپله وکړی.

که ته د کډوالو د اداریMigrationsverket په کور کی اوسیږی ته نشی کولای چه منطقه انتخاب کړی، او دا امکان لری چه د انتظار په موده کی د یوه ځای نه بل ځای ته کډه وکړی. که تا پخپله ځان ته یو کور پیدا کړ نو ته باید حتما د کډوالو اداری ته احوال ورکړی. دی ته پاملرنه وکړه چه د کډوالو اداره د استوګنی د هغو منطقو چه ټولنیزی او اقتصادی ستونزی لری، یو لیست لری. هغه څوک چه وغواړی په یوه داسی منطقه کی ژوند وکړی نو د کډوالو د اداری لخوا د مالی مرستی حق به د لاسه ورکړی. پهmigrationsverket.se/asyl کی کولای شی وګوری چه آیا د ستا په آدرس باندی به اغیز کیږی یا نه کیږی.

که ته کومی خاصی اړتیاوی لری ته د یوه مناسب تیارشوی کور حق لری. دا کیدای شی د مثال په توګه ستا په هکله وی چه یو معیوبیت لری، جسمی یا روحی ناروغی لری، یا د ایل.جی.بی.تیLGBT کسانو څخه یی، حامله یی یا زوړ یی. د خپلو اړتیاوو په هکله د کډوالو د اداری سره زرتر زره خبری وکړه، مونږ به د خپل توان په اندازه هڅه کوو چه د استوګنی د ځای ستونزه داسی حل کړو چه ته د مصئونیت احساس ترلاسه کړی.

دا مهمه ده چه د استوګنی په ځای کی ټول خلک یو بل ته احترام ولری او یو بل ته پاملرنه وکړی، بیله دی نه چه دین، کلچر یا جنسی تمایل په نظر کی ونیسی. که ته د استوګنی په ځای کی د مصئونیت احساس نلری نو ته باید د کډوالو د اداری سره خبری وکړی.

روغتیا او روغتیایی خذمتونه

ته چه پناه غوښتونکی یی د روغتیایی عاجلو خذمتونو، د غاښو عاجلو خذمتونو او هغه تداوی چه باید زرترزره وشی، حق لری. دا به د روغتیایی چارو کارکوونکی وی چه پریکړه کوی چه کوم خذمتونه ته کولای شی ترلاسه کړی. کله چه ته د روغتیایی چارو موسسو ته ځی او یا ځنی درملونه اخلی نو که چیری خپل د پناه غوښتونکو کارت ور ښکاره کړی بیا به ته ټیټ فیس ورکوی. پناه غوښتونکی ماشومان او د ۱۸ کلو نه ټیټ تنکی ځوانان د همغه ووړیا روغتیایی خذمتونو حق لری چه په سویډن کی استوګنه ځوانان یی لری.

ټول پناه غوښتونکی د ووړیاوو طبی معاینو لپاره یوه کلینیک ته بلل کیږی. دا طبی معاینی په پناه غوښتنه باندی کوم اغیز نه کوی. دا ستا لپاره ده چه که چیری ته کومه ناروغی لری تاته په مناسب وخت مرسته وشی. د طبی معاینو په بهیر کی به تاته مشوری درکړی شی، د وینی د معاینی وړاندیز به وشی او په سویډن کی د طبی چارو په هکله به تا ته معلومات درکړ شی. که چیری ته کوم معیوبیت، ناروغی یا کومه بله داسی روغتیایی ستونزه لری چه د هغی په علت ته خاصی طبی مرستی ته اړتیا لری، نو په دی هکله طبی پرسونل ته معلومات ورکړه.

طبی پرسونل د کډوالو د اداری لپاره کار نه کوی او دی د راز د ساتنی مکلفیت لری.

کار

د پناه غوښتونکی په حیث ته کولای شی په سویډن کی کار وکړی بیله دی نه چه د کار اجازه ولری، په دی شرط چه:

  • ستا پناه غوښتنه باید په سویډن کی وڅیړل شی
  • ته د هویت د معلومولو په برخه کی مرسته کوی
  • ستا پناه غوښتنه په ښکاره توګه بی اساسه نه وی

که ته د دغو شرایطو واجد وی نو ته کولای شی کار وکړی.

که ته کار کوی مګر تا ته منفی ځواب درکړ شو ته کولای شی خپل کار ته تر هغه وخته ادامه ورکړی تر څو د دی هیواد نه ولاړ شی یا د هغی مودی په بهیر کی چه ته د دغه هیواد نه د تګ په برخه کی مرسته کوی. که تا ته پناه درکړه شی دا دا مانا لری چه ته کولای شی خپل کار ته ادامه ورکړی.

د کار د ځایو د پیدا کولو لپاره ته کولای شی د کار اداری(www.arbetsformedlingen.se External link, opens in new window.) ته مراجعه وکړی.

اقتصادی مرسته

که ته د کار کولو امکان یا کومی پیسی نلری، کولای شی د روځنیو پیسوdagersättning غوښتنه وکړی. هغه پیسی چه ته د کډوالو د اداری له خوا ترلاسه کوی باید د خواراکی موادو، جامو او شخصی مصرفونو لپاره کفایت وکړی. که ته د کډوالو د اداری له خوا پیسی ترلاسه کوی نو دا مهمه ده چه د ستا د مالی وضعی د بدلون په صورت کی د کډوالو اداری ته احوال ورکړی، د مثال په توګه که چیری تا کوم کار پیل کړ یا خپل کور مو بدل کړ. که چیری ته د استوګنی هغی منطقی ته چه ټولنیزی او اقتصادی ستونزی لری کډه وکړی نو ته به د کډوالو د اداری لخوا د مالی مرستی حق له لاسه ورکړی. پهmigrationsverket.se/asyl کی کولای شی وګوری چه پر کومو آدرسونو باندی اغیزه کیږی.

که چیری ته یو داسی آدرس ورکړی چه هغه ستا د استوګنی آدرس نه وی، د مثال په توګه د یوه پوستی صندوق آدرس، نو ته به د روځنییو او خاصو مالی مرستوsärskilt bidrag حق د لاسه ورکړی. د غلطو اطلاعاتو ورکول یا د مهمو اطلاعاتو پټول یو جرم ګڼل کیږی او د کډوالو اداره کولای شی په دی اړه پولیس ته راپور ورکړی.

مکتب

ټول پناه غوښتونکی ماشومان او تنکی ځوانان دا حق لری چه وړکتون او مکتب ته ولاړ شی. هغه ښاروالی چه ته په هغه کی اوسیږی دا مسولیت لری چه پناه غوښتونکی ماشومان او تنکی ځوانان لکه د نورو ماشومانو او تنګی ځوانانو په شان چه په دی ښاروالی کی اوسږی، مکتب او وړکتون ته لاس رسنه ولری. د دی لپاره چه ښاروالی وکوالی شی په آسانه توګه ستا ماشوم ته په مکتب کی یو ځای پیدا کړی نو ته باید دا منظوره کړی چه د کډوالو اداره د ستا د ماشوم نوم، د زږیدلو نیټه، ژبه، هیواد او د دوسیی شمیره مکتب ته ورکړی. ته پخپله هم کولای شی د ښاروالی سره تماس ونیسی او ووایی چه ته غواړی چه ستا ماشومان مکتب یا وړکتون ته ولاړ شی.

ته چه لوی یی کولای شی له دی نه وروسته چه د استوګنی اجازه دی ترلاسه کړه، د بهرنیانو لپاره د سویډنی درس اس.اف.ای.SFI پیل کړی. مګر که ته غواړی د انتظار په بهیر کی سویډنی ژبه زده کړی، نو ډیر داسی خیریه سازمانونه او د زده کړو اتحادیی موجودی دی چه د سویډنی ژبی د زده کولو ټولګیو وړاندیز کوی. د هرکلی څانګی نه پوښتنه وکړه چه په هغه منطقه کی چه ته اوسیږی د سویډنی ژبی د زده کولو کوم امکانات شته دی.

خیریه سازمانونه

په ډیرو منطقو کی خیریه سازمانونه، د زده کړو اتحادیی او کلیساوی د پناه غوښتونکو لپاره د فعالیتونو زمینه مساعده کوی. د کډوالو اداری کارکوونکی کولای شی تا ته دا معلومات درکړی چه د ستا د استوګنی په ځای کی کوم سازمانونه شته دی. په کوچنی منطقو کی ټول سازمانونه موجود نه دی. که ته غواړی د یوه خاص سازمان سره تماس ونیسی نو د خپلی هرکلی څانګی نه پوښتنه وکړه.

د پناه غوښتنی څیړنه یا انټرویو

د انټرویو په بهیر کی به ته د ترجمان په مرسته د خپلی پناه غوښتنی د علتونو یعنی دا چه ته ولی په سویډن کی د پناه غوښتنه کوی، زیاټی خبری وکړی. دا ته یی چه تر ټولو نه ښه پوهیږی چه ولی تا خپل هیواد پریښود. په همدی دلیل دا مهمه ده چه ته ټول ی هغه پیښی چه ستا سره شوی وی بیانیی کړی او که چیری ته خپل هیواد ته ولاړ شی د ستا په نظر ستا سره به کومه پیښه رامنځ ته شی. ته باید ووایی چه شخصا ستا سره څه پیښ شوی وو، نه یوازی د خپل هیواد د اوضاع په هکله.

د کډوالو اداره یوازی په دی صورت کی کولای شی د ستا د علتونو په هکله یو واقعی قضاوت وکړی چه ته ټول هغه شیان بیان کړی چه د ستا د هیواد پریښودلو د پریکړی سبب ګرزیدلی وه. کارکوونکی به د پوښتنو کولو په مرسته تا ته دا مرسته کوی چه دی د ستا د غوښتنی په مهمو خبرو پوه شی.

که ته کوم اسناد یا کوم بل شی چه ستا خبری تاییدوی لری، نو هغه د ځان سره انټریو ته واخله. که د دوی ترجمی ته اړتیا وه نو د کډوالو اداره به دا کار کوی.

هغه شیان چه د هغو په هکله خبری کول سختی دی

د ځنی شیانو په هکله خبری کول سختی دی، مګر کیدای شی د دوی په هکله خبری کول ډیر مهم وی. د کډوالو اداری کارکوونکی د راز د ساتلو مکلفیت لری او کومی خبری چه تا هغه ته کړی وی دی یوازی هغه چا ته وایی چه هغه هم د ستا د پناه غوښتنی سره کار کوی. ترجمان هم د راز د ساتلو داسی مکلفیت لری چه کارکوونکی یی لری. د اړتیا په صورت کی کولای شی د انټرویو په بهیر کی د وقفی غوښتنه وکړی.

که ته غواړی چه کارکوونکی باید ښځه یا نارینه وی، ته باید دا د انټرویو نه ډیر وخت د مخه ووایی.

حقوقی مرسته

د پناه غوښتونکو زیاته برخه د یوه دولتی وکیل دلرلو حق لری. که ته د یوه دولتی وکیل د لرلو حق لری نو د کډوالو اداره به تا ته یو تحصیل کړی حقوق پوه وټاکی چه د کډوالو د اداری لخوا د ستا د غوښتنی د څیړلو په بهیر کی به ستا وکیل د ستا د ګټو نه دفاع کوی او تا ته به حقوقی مرسته کوی.

دا به د کډوالو اداره وی چه ستا وکیل ټاکی او هغه ته پیسی ورکوی، مګر وکیل هم د کډوالو د اداری او هم د نورو مقاماتو څخه مستقل دی. ته کولای شی د یوه سړی وړاندیز وکړی او یا د ښځنی یا نارینه وکیل غوښتنه وکړی. په دی هکله د انټرویو نه د مناسب وخت د مخه ووایه. که ته د کډوالو د اداری لخوا د کوم وکیل مستحق نه وی، نو کولای شی ځان ته یو داسی وکیل ونیسی چه پیسی به یی ته پخپله ورکوی.

د ترجمان وظیفه او رول

د کډوالو د اداری سره په ډیو لیدنی کتنو کی یو ترجمان برخه اخلی چه هغه خبری چه هلته کیږی ترجمه کوی. کله ترجمان په کوټه کی ناست وی او کله ترجمان د تلفون یا تلویزیونی پردی له لاری برخه اخلی. دی ته پاملرنه کوه چه کله چه ته خبری کوی د خبرو کولو په بهیر کی له څو جملو وروسته صبر کوه تر څو ترجمان ستا خبری ترجمه کړی. کله چه دی یا دا ترجمه کوی صبر کوه او کله چه د ترجمان خبری خلاصی شوی بیا خپلو خبرو ته ادامه ورکړه.

ترجمانان باید ځنی مقر رات مراعات کړی. د ترجمانۍ نه د مخه، ترجمان باید دواړو خواوو ته د خپل رول، د راز د ساتنی د مکلفیت په هکله او د دی مکلفیت په هکله چه په کوټه کی ټولی خبری باید ترجمه شی، معلومات ورکړی. ترجمان ټولی خبری چه په کوټه کی کیږی باید ترجمه کړی، بوله دی چه کوم شی زیات یا کم کړی. ترجمان باید بیطرفه وی یعنی دی باید خپل سیاسی، دینی او نور نظرونه بیان نکړی. ترجمان باید بی غرضه وی. دا په دی مانا ده چه ترجمان باید مداخله ونکړی، چا ته د مرستی هڅه ونکړی او باید دا ونه ښیی چه د خبرو په بهیر کی د تاسو نه د کوم چا سره موافق دی.

که ته د ترجمان په خبرو نه پوهیږی یا په کوم بل دلیل د هغه یا هغی سره ځان راحت نه احساسوی نو بیا دا ډیره مهمه ده چه ته دا ووایی. ته کولای شی لیدنه کتنه قطع کړی او د یوه بل ترجمان غوښتنه وکړی. که ته کوم نارینه یا ښځنی ترجمان غواړی نو ته باید د مناسب وخت د مخه دا ووایی.

پریکړه

که تا ته د استوګنی اجازه درکړل شی

که تا ته د استوګنی اجازه درکړل شی، ته کولای شی په سویډن کی هم ژوند او هم کار وکړی. له دی نه وروسته چه تا ته د استوګنی اجازه درکړل شوه نو ته به د مالیی اداریSkatteverket ته ځی او هلته به ځان د نفوسو په احوال کی ثبت کوی او یوه شخصی شمیرهpersonnummer به ترلاسه کړی. د کډوالو د اداری لخوا به تا ته د استوګنی د اجازی یو کارت درکول کیږی چه هغه ستا د استوګنی د اجازی تصدیق ګڼل کیږی. دغه کارت د ستا هرکلی څانګی ته استول کیږی.

په عادی توګه هغه کسانو ته چه په سویډن کی د پناه غوښتنه کوی د استوګنی موقتی اجازه ورکول کیږی، او دا په یوه یا دریو کالو کی اعتبار لری.

د اجازی تمدیدول

کله چه ستا د استوګنی اجازه پای ته ورسیده ته کولای شی د تمدید غوښتنه وکړی. دا مهمه ده چه د ته د اجازی د خلاصیدلو د مخه د تمدید غوښتنه وکړی، مګر یوازی د دی مودی نه د مخه د دریو میاشتو په بهیر کی.

که چیری ته هنوز هم پناه او ساتنی ته اړتیا ولری نو ستا اجازه به تمدید کیږی.

که تا ته منفی ځواب درکړ شی

که د ستا پناه غوښتنی ته منفی ځواب درکړ شی، دا په دی مانا ده چه د کډوالو اداره داسی قضاوت کړی چه په سویډن کی د استوګنی لپاره ته کافی علتونه نه لری. که تا ته منفی ځواب درکړ شی ته دوی لاری لری: ته کولای شی پریکړه ومنی او خپل هیواد ته ولاړ شی، یا د استناف غوښتنه وکړی.

که د ستا پناه غوښتنی ته منفی ځواب درکړل شی، نو تا ته به د ردولوavvisning یا د دی هیواد نه د اخراجولوutvisning یوه پریکړه درکړل شی. دا په څلورو کالو کی اعتبار لری، د هغی روځی نه چه پریکړه د اعتبار وړ شی. که ته د دغه مودی په بهیر کی سویډن ته بیا راشی نو ته به یا رد یا د هیواد نه وایستل شی. په دی صورت کی به ته د کډوالو د اداری لخوا نه دی نوی غور او نه د مرستی حق ولری.

د کور او د اقتصادی مرستی حق پای ته رسیږی

که د ستا پناه غوښتنی ته منفی ځواب درکړ شی، نو ته نور د اقتصادی مرستی حق نلری. دا د هغه چا په هکله صدق کوی چه لوی وی او د ۱۸ کلو نه ټیټو ماشومانو سره چه د هغوی سرپرست وی ژوند نه کوی. د اقتصادی مرستی نه مطلب روځنی پیسی او د کډوالو د اداری په کورونو کی د اوسیدلو ځای دی. دا حق هغه وخت پای ته رسیږی چه د ستا د ردیدلو یا د هیواد نه د ایستلو پړیکړه د اعتبار وړ شی او د استیناف یعنی شکایت امکان نور نه وی، یا د دی هیواد نه د خپلی خوښی په اساس د سفرکولو لپاره مهلت پای ته رسیدلی وی. په دی صورت کی ته باید د سویدن نه ولاړ شی.

هغه کورنۍ چې ماشومان لري تر هغه وخته پورې د کډوالو چارو د ادارې په موقتي کورونو کې د اوسېدو او د مالي مرستې حق لري ترڅو چې دوی سویډن څخه ونه وځي او یا د بل دلیل له کبله د کډوالو چارو د ادارې د مربوطه څانګې څخه ونه ویستل شي.

که ته غواړی استیناف یعنی شکایت وکړی

که ته غواړی استیناف وکړی دا په دی مانا ده چه ته د یوه محکمی نه د دی هیله کوی چه د پریکړی څیړنه وکړی. ته به استیناف لیک د کډوالو اداری ته استوی. دا باید د پریکړی د اعتبار پیداکولو نه د مخه د کډوالو اداری ته راورسیږی، یعنی د هغه نیټی نه چه تا پریکړه ترلاسه کړه د دریو اونیو په بهیر کی. که ته کوم وکیل لری نو هغه به ستا سره مرسته وکړی.

لمړی به د کډوالو اداره ستا شکایت وڅیړی چه آیا دغه پریکړه باید بدله شی که نه. که د کډوالو اداره دی نتیجی ته راشی چه پریکړه باید بدله نشی نو بیا به د کډوالو اداره ستا استیناف لیک د کډوالو یوی محکمیmigrationsdomstol ته د غور لپاره استوی. که ته د کډوالو د محکمی د حکم سره موافق نه وی نو بیا ته کولای شی د کډوالو د اداری د ستری محکمیMigrationsöverdomstolen نه دا هیله وکړی چه ستا دوسیه وڅیړی.

د کډوالو ستره محکمه یوازی په هغه اصولی قضیو باندی غور کوی چه کیدای شی د راتلونکو پریکړو لپاره د لارښونی وړ وګرځی. که تا ته داسی احوال درکړ شی چه د کډوالو ستره محکمه ستا استیناف ترغور لاندی نه نیسی نو بیا به پریکړه سمدستی د اعتبار وړ وګرځی.

که ته خپل نظر بدلوی او غواړی خپل استیناف لیک بیرته واخلی ته کولای شی د کډوالو اداری ته احوال ورکړی چه ته د منفی ځواب پریکړه منی. بیا به محکمه ستا استناف فسخ کوی او په دی هکله به غور نه کوی.

‏راګرځیدل

له دی روځی نه وروسته چه ستا د منفی ځواب پریکړه د اعتبار ور وګرزیدله تا ته یو څو روځی وخت درکړ شی چه ته پخپله د دی هیواد نه ولاړ شی. ستا په پریکړه کی به دا لیکل شوی وی چه ته څو روځی وخت لری چه د دی هیواد نه ولاړ شی او ته پخپله دا مسئولیت لری چه په خپل وخت د دی هیواد نه ولاړ شی. ته کولای شی د کډوالو د اداری نه مرسته ترلاسه کړی چه وکولای شی خپل هیواد یا کوم بل هیواد ته چه ته هلته د اوسیدلو حق لری، راستون شی. د کډوالو اداره کولای شی د مثال په توګه د ستا په هیواد کی د تماس نیولو یا د ټکسونو د ریزرف کولو په برخه کی ستا سره مرسته وکړی.

ځنی کسان کولای شی په خپل هیواد کی د یوه نوی ژوند د پیل د اسانتیا لپاره اقتصادی مرسته ترلاسه کړی او یوه برخه کولای شی په خپل هیواد کی د بیا ځای په ځای کیدلو لپاره مرستی ترلاسه کړی، لکه حقوقی مرسته یا په هیواد کی د کار بازار ته د ننوتلو لپاره مرسته. که ته غواړی نور معلومات ترلاسه کړی نو د خپل مامور نه د بیا ځای په ځای کیدلو لپاره د مرستی په هکله پوښتنی وکړه.

د بیاراتللو ممنوعیت

که ته د دی هیواد نه د هغه مودی په بهیر کی د چه ستا په پریکړه کی لیکل شوی ده، ولاړ نشی نو د ستا په مقابل کی به د بیاراتللو ممنوعیت نافذ شی. په دی صورت کی ته نشی کولای د دریو کالو په بهیر کی د شینګین هیوادونو، بلغاریا او رومانیا ته بیرته راشی. دا مهمه ده چه ته پخپله په دی ځان پوه کړی چه ته کوم وخت باید د دی هیواد نه ولاړ شی.

که د کډوالو اداره داسی فکر وکړی چه ته به پخپله خوښه د دی هیواد نه ولاړ نشی نو کیدای شی په دی صورت کی هم د ستا په مقابل کی د بیاراتللو ممنوعیت نافذ شی.

که د ستا په هکله د ردولو یوه داسی پریکړه وشی چه باید بیله درنګه اجراء شی نو په دی صورت کی به تل د ستا په مقابل کی د بیا راتللو ممنوعیت نافذ کیږی.

که ته همکاری ونکړی

که د کډوالو اداره داسی قضاوت وکړی چه ته خپل هیواد ته د بیرته تللو په اړه د دوی سره همکاری نکوی نو کیدای شی چه ته روځنی پیسی د لاسه ورکړی. همدا راز د کډوالو اداره کولای شی تا تر نظر لاندی ونیسی یا توقیف کړی. تر نظر لاندی نیول دا مانا لری چه ته باید په ټاکل شوی ځایو کی په ټاکل شوی وختو کی په منظمه توګه حاضر شی. کیدای شی چه ته باید خپل پاسپورت یا د هویت کوم بل سند دوی ته ورکړی. توقیف کول دا مانا لری چه ته به په یوه داسی تړل شوی ځای کی اوسیږی چه ته نشی کولای د هغه نه راووزی.

که د کډوالو اداره دی نتیجی ته راشی چه د ستا د همکاری د نشتوالی په دلیل د دی امکان نشته چه ردول یا اخراجول عملی شی نو کیدای شی پولیس د دی مسولیت ترلاسه کړی چه ته باید د دی هیواد نه ولاړ شی. پولیس د دی حق لری چه تا تعقیب کړی او ستا پلټنه وکړی، او دوی د دی حق لری چه د زور نه استفاده وکړی تر څو ته د دی هیواد نه ولاړ شی.

نوی معلومات

که چیری له دی نه وروسته چه تا ته وروستنی منفی ځواب درکړ شو، نوی معلومات ترلاسه شی نو د کډوالو اداره کولای شی د دی څیړنه وکړه چه آیا دا نوی معلومات کولای شی د اخراجولو مخه ونیسی. دا کیدای شی د مثال په توګه دا وی چه د ستا په هیواد کی اوضاع نوره هم بده شوی یا ته ډیر سخت ناروغه شی. د کډوالو اداره کولای شی په خپل ابتکار سره د دی څیړنه وکړی یا له دی نه وروسته چه ته د کډوالو د اداری نه د دی هیله وکړی.

که ته غواړی نور هم پوه شی

تا به څو لیدنو کتنو ته وروغواړی چه هلته به ته د هغه شیانو په هکله معلومات ترلاسه کړی چه د انتظار په موده کی باید سړی په هغه پوه شی.

د غوښتنی د څانګی کارکوونکی به تا ته ووایی چه ته د کور، اقتصاد روغتیایی چارو او د ماشومانو لپاره د مکتب په اړه کومی مرستی کولای شی ترلاسه کړی.

له دی نه وروسته چه د غوښتنی څانګی ستا د پناه غوښنلیک ثبت کړ ته به د هرکلی په یوه څانګه کی ثبت شی.

د هرکلی څانګه به تا یوی ډله ایزی لیدنی کتنی ته وروغواړی او تا ته به د ستا د اوسیدلو د ځای په هکله محلی معلومات درکړی.

که چیری د ستا په دوسیه کی کومه داسی نوی خبره منځ ته راغله چه تا ته باید وویل شی، نو د هرکلی څانګه به تا یوی لیدنی کتنی ته وروغواړی. کله چه ته یوه پریکړه ترلاسه کوی نو د کډوالو اداری کارکوونکی به تا ته ووایی چه دا پریکړه ستا لپاره څه مانا لری او ته باید څه وکړی.

که چیری ته پوښتنی لری ته کولای شی د هرکلی خپلی څانګی ته مراجعه وکړی، یا د مراجعینو د څانګی دغه تیلفون ۲۳۵ ۲۳۵-۰۷۷۱ ته زنګ ووهه. د مراجعینو د څانګی د تیلفون وخت له دوشنبی نه تر جمعی پوری د سهار د ۸ بجو نه د مازدیګر تر ۴ بجو پوری دی.

په www.migrationsverket.se/asylum-pashto  کی ته کولای شی نور معلومات هم ولولی.

په www.informationsverige.se External link, opens in new window. کی ته کولای شی دا ولولی چه سویډنی ټولنه په کوم ډول فعالیت کوی.

که ته په عاجله توګه پولیس، امبولانس یا اطفایی ته اړتیا لری، نو ته باید ۱۱۲ ته زنګ ووهی.

که ته غواړی د پولیس سره د یوی داسی موضوع په هکله خبری وکړی چه عاجله نه وی، نو ته باید ۱۱۴۱۴ ته زنګ ووهی.

که ته د روغتیایی چارو په هکله پوښتنی لری، نو ته باید ۱۱۷۷ ته زنګ ووهی.

Last updated: