هغه پناه غوښتونکي چې غواړي سویډني ژبه زده کړي

Lära sig svenska – pashto

که چېرې تاسو په سویډن کې د اوسېدو اجازه (اقامه) لرئ او ځان مو د نفوسو د احوالو ثبتولو سجل کې (یعنی خپل آدرس مو دلته) ثبت کړی وي نو تاسو حق لرئ چې د بهرنیو وګړو لپاره د سویډني ژبې زده کړې چې د ایس ایف یي په نوم هم یادېږي، څخه ګټه پورته کړئ. خو که چېرې تاسو د پناه غوښتنې پرېکړې ته د انتظار په موده کې سوېډني ژبه زده کول غواړئ نو ډیری داسې خیریه موسسی او تعلیمي ټولنې شتون لري چې د سویډني ژبې زده کړې وړاندې کوي.

په سویډني ژبې کې د زده کړي کړۍ

د زده کړې بیلابیلې ټولني په سویډنی ژبه او ټولنیز زده کړو برخو کې د پناه غوښتونکو لپاره د زده کړی کړۍ ترتیب کړی دی. د زده کړی په کړۍ کې، تاسې به په ډله ایزه توګه یو بل سره ووینئ او یوځای به سویډني ژبه زده کړئ. نوموړی ډله په خپله کولای شی د ګډونوالو د غوښتنو سره سم زده کړي ترتیب کړی. هغه کسان چې د استوګنې د اجازې د پریکړی په تمه دی او هغه کسان چې لا له وړاندی یی د استوګنی اجازه تر لاسه کړی خو اوس هم د مهاجرینو د ادارې په استوګنځیو کي اوسیږی کولای شی د زده کړې په کړۍ کې ګډون وکړي. په دی کړۍ کې ګډون وړیا دی. د اړتیا په صورت کې، د مهاجرینو اداره کولای شي د زده کړې د کړۍ لپاره د ترانسپورټ لګښت پر غاړه واخلي. که چیرته تاسې په یو بل اروپایی هیواد کې د پناغوښتنې لپاره غوښتنلیک وړاندی کړی وي، د غوښتنلیک د رد یا د ديپورټ په اړه پریکړه تر لاسه کړی وي او که چیرته جوته شوی وي چې تاسې حق نلری په سویډن کې د پناه غوښتنې په اړه غوښتنلیک وړاندی کړئ، او که بیا هم غواړی چې د زده کړی په کړۍ کې ګډون وکړی د سفر لګښت به ستاسو پر غاړه وي.

که چیرته تاسو غواړی چې د سویډني ژبی د زده کړې په کړۍ که ګډون وکړی، باید د زده کړې د ټولنې سره په خپل میشت ځای کې اړیکه ونیسئ. ستاسو معلوماتی واحد به تاسو ته لا زیات معلومات په دی اړه چې د زده کړو کومې ټولني په سویډنی ژبه د زده کړې کړۍ وړاندی کوی، درکړی.

د رضاکارانه سازمانونو سره سویډني ژبه زده کړئ

زیات شمیر رضاکارانه سازمانونه د پناه غوښتونکو لپاره د سویډني ژبې بیلابیل کورسونه یا د ژبې هټې ترتیبوی. د لازیاتو معلوماتو لپاره دا چې کوم سازمانونه ستاسو سره د سویډني ژبې په زده کړه او تمرین کې مرسته کولای شي، خپل د ریسیپشن څانګې سره اړیکه ونیسئ.

سویډني په خپله زده کړئ

د سویډني ژبې د زده کړې لپاره ګڼ شمیر پروګرامونه شته چې د هغه په ګټه اخیستو سره تاسې کولای شی سویډني ژبه په خپله زده کړئ. د بیلابیلو پروګرامونو په اړه اړوند لینکونه کولای شئ له www.informationsverige.se. ویب پانې څخه تر لاسه کړئ. د دغو ډیرو پروګرامونو د ګټې اخیستنې لپاره تاسې باید انټرنیټ ته لاسرسۍ ولرئ. نوموړي پروګرامونه وړیا دی.

د ” Lära svenska” په پانې کې ټول لینکونه شامل دي (www.informationsverige.se – په انګلیسي ژبه)external link, opens in new window

Last updated: 24 August 2017

Was the information on this page helpful to you?