د پناه غوښتنې قوانین

Asylregler – pashto

که چیرې تاسو په سویډن کې د خوندیتوب په لټه کې یاست، تاسو باید سویډن ته د داخلیدو پر مهال د پناه غوښتنې لپاره خپل غوښتنلیک سرحدي پولیسو او یا هم د مهاجرت د ادارې د عرایضو څانګې ته تسلیم کړي.

د سویډن د مهاجرت اداره نه شي کولی د پناه غوښتنې هغه غوښتنلیکونه تصدیق کړي، چې د سویډن سفارت ته ورکړل شوي وي. که چیرې تاسو نه شي کولې چې سویډن ته د پناه غوښتني د غوښتنلیک د ورکولو لپاره راشي، تاسو کولی شي چې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالې کمشنری (UNHCR) ته مراجع وکړئ.

د دوبلین مقررات پریکړه کوي چې د اروپايي ټولنې په کوم هیواد کې نوموړی غوښتنلیک تر څیړنې لاندې ونیول شي.

د دوبلین د مقرراتو په  اړه نور معلومات ولولئ

پناه غوښتونکې

پناه غوښتونکې د هغه کس څخه عبارت دې چې سویډن ته راځې او دلته د خوندیتوب (پناه غوښتنې) لپاره غوښتنلیک ورکوي، مګر غوښتنلیک يي تر اوسه تر غور لاندې نه دی نیول شوی.

پناه غوښتونکو ته د اقامت د جواز ورکولو عوامل

سویډن د ملګرو ملتونو د کډوالو د موقف اړوند کنوانسیون لاسلیک کړی. دا په دې معنې ده چې د نورو شیانو تر منځ، سویډن به د هر پناه غوښتونکې غوښتنلیک په انفرادي ډول تر څیړنې لاندې نیسي.

په انفرادي څیړنه کې د درخواست کونکې د جنسیت پیژندنه او جنسې تمایل په ګوته کول په نظر کې نیول کیږې (چې ایا درخواست کونکې همجنسباز دی، دواړه جنسونو ته تمایل لرونکې دي یا خپل جنس یي بدل کړی).

سویډن به هغه کس ته د اقامت جواز ورکړي چې د ملګرو ملتونو د کنوانسیو مطابق کډوال وي، او همدارنګه هغه کس چې د اروپايي ټولنې د ګډو قوانینو مطابق ځانګړي خوندیتوب ته اړتیا لري.

پناه غوښتونکی

د پناه غوښتونکو د وضیعت اړوند د ملګرو ملتونو د کنوانسیون، د سویډن د قانون او د اروپايي ټولنې د مقرراتو مطابق، یو کس هغه وخت پناه غوښتونکې ګڼل کیږي چې دوی د لاندي عواملو له کبله د ازار تکلیف او سکنجې لپاره مؤثق دلایل ولري.

  • ذات؛
  • قومیت؛
  • مذهب یا سیاسي عقاید؛
  • جنسیت؛
  • حنسي تمایل یا؛
  • د یو ځانګړي ګروپ سره تړاو.

ازار او اذیت کیدای شي د یو کس د خپل هیواد د چارواکو څخه سرچینه واخلي. کیدای شي داسې هم وي چې چارواکې توان و نلري یا هم و نه غواړي چې د افرادو یا ډلو لخوا د ازار او اذیت په مقابل کې خوندیتوب فراهم کړي. 

هغه څوک چې د کډوال په حیث پیژندل کېږي د مهاجر قانوني حیثیت ترلاسه کوي چې هم د ملګري ملتونو د کډوالو چارو کنوانسون او هم د اروپایي ټولنې د قوانینو له مخې په نړیواله کچه په رسمي بڼه پېژندل شوی حیثیت دی.

څوک چې د مهاجر (په عامه توګه سیاسي مهاجر) په صفت وپېژندل شي هغه ته په عامه توګه یوه درې کلنه اقامه ورکول کوي. (ځینې کسان چې د کال 2016 د 24 نومبر نېټې څخه یې مخکې د پناه غوښتنه کړې وي دایمي اقامه ترلاسه کولی شي.)


هغه کس چې ځانګړي خوندیتوب ته اړتیا لري

هغه کس چي ځانګړي خوندیتوب ته اړتیا لري عبارت دی له:

  • چي تر مرګه د بندی کیدو د ګواښ سره مخامخ وي
  • د بدنې جزا، سکنجې یا نورو غیر انساني یا ذلیلونکې کړنې یا جزا د خطر سره مخامخ وي، یا
  • د یو غیر نظامي په توګه، د مسلح شخړي له امله د شدید ټپي کیدو د ګواښ سره مخامخ وي.

کسی که منحیث جایگزین نیازمند حفاظت جانی شناخته شود، حیثت قانونی جایگزین نیازمند حفاظت جانی که بر مبنای قوانین اتحادیه اروپا وضع شده است، را دریافت می نماید.

کسی که با حیثت قانونی نیازمند حفاظت جانی قبول می شود، عموماً اجازه اقامت برای ۱۳ ماه را دریافت می نماید. (برخی از کسانی که قبل از تاریخ ۲۴ نوامبر ۲۰۱۵ درخواست پناهندگی داده اند، ممکن است اجازه اقامت دایمی را دریافت کنند.)

نور خوندیتوب

په استثنايي حالاتو کې کیدای شي پناه غوښتونکو ته  د اقامت جواز ورکړل شي، حتی که چیري دوی د ازار او ادیت څخه خوندیتوب ته اړتیا هم و نلري. دا فوق العاده حالاتو ته اړتیالري چې په مستقیم ډول د دوي د شخصي وضیعت سره تړاو ولري، ( د مثال په توګه، هغه خلک چې جدي روغتیايي مشکلات ولري یا هغه خلک چې د انساني قاچاق د ګواښ سره مخامخ وي)، چې دوی ته د اقامت د جواز نه ورکول به د سویډن د نړیوالو تعهداتو څخه د سرغړوني په معنی انګیرل کیږي.

د خوندیتوب د حق څخه استثناآت

که چېرې ستاسو د کیس د څېړنۍ په دوران کې څرګنده شي چې تاسو په جنګي جرایمو، د بشریت په ضد جرایمو یا نور ډولونو ناوړه جرایمو کې ښکیل ویاست او یا تاسو د دې هېواد امنیت ته خطر یاست نو بیا په سویډن کې پناه نشئ اخیستلی. خو سره له دې که چېرې تاسو د مرګ یا تعقیب له وېرې خپل هېواد ته نشئ ستنېدلی نو بیا هم کېدی شئ چې یوه لنډمهاله اقامه ترلاسه کړئ.

پناه غوښتونکي ماشومان

د سویډن د قانون مطابق، د مهاجرت اداره باید په ځانګړي ډول د ماشوم لپاره د ټولو څخه بهتریني ګټې په نظر کي ونیسي. ټول هغه ماشومان چې غواړي او کولی شي چې خپل غږ پورته کړي، حق لري چې ورته کړنه ترسره او غوږ ورته ونیول شی. د ماشوم د پناه غوښتني عوامل باید په انفرادي ډول تر څیړني لاندي ونیول شی، کیدای شی دوی د خپل مور او پلار څخه د پناه غوښتني لپاره مختلف عوامل ولري. کله چې د پناه غوښتني عوامل وڅیړل شي، د قضیي مامور باید د امکان تر حد د ماشوم د عمر، روغتیا، او بلوغ په اړه پلټنه په لاره واچوي. ماشوم د څیړني پر مهال د یو مشر پوسیله د ملتیا حقدار دی. دا کیدای شي مور/پلار یا قانوني ولي، یو سرپرست، او/یا عام وکیل وي.

د ماشوم د پناه غوښتنې اړوند قوانینو په اړه نور معلومات ولولئ.  

لا زیات ولولی

  1. د پناه غوښتونکو اړوند د ملګرو ملتونو کنوانسیون (په انګلیسي ژبه)external link, opens in new window
  2. UNHCR (د ملګرو ملتونو د پناه غوښتونکو اداره) (په انګلیسي ژبه)external link, opens in new window
  3.  د اروپايي ټولنې د پناه غوښتنې د صلاحیت لارښود (په انګلیسي ژبه)external link, opens in new window
  4. د بهرني اتباعو قانون (په انګلیسي ژبه)external link, opens in new window
  5. د بهرني اتباعو مقرره (په انګلیسي ژبه)external link, opens in new window
  6. د ډوبلین مقرره (په انګلیسي ژبه)external link, opens in new window
  7. په سویډن کې په موقتي ډول د اقامت د جواز د ورکولو د امکان د محدودلو قانون (په سوېډني ژبه)external link, opens in new window

Last updated: 2017-05-29

Was the information on this page helpful to you?