د اقامت د جواز کارت
Uppehållstillståndskort – pashto
که چیرې تاسو ته د دایمي اقامت جواز درکړل شوي وي،تاسو به د اقامت د جواز کارت ترلاسه کړئ، کوم چې ددي ښکارندوي کوي چې تاسو په سویډن کې د اوسید اجازه لرئ. دغه کارت یو کمپیوټري چیپ دی چې ستاسو د انځور او د ګوتو د نښانوو درلودنکې دی. تاسو باید دولتي ادارو او د روغتیايي خدماتو مراکزو ته د تګ په وخت کې همیشه د خپل اقامت د جواز کارت د ځان سره ولرئ.
- አማርኛ (amhariska)
- العربية (arabiska)
- Azərbaycanca (azerbajdzjanska)
- ب ه سۆرانی (sorani)
- English (engelska)
- Español (spanska)
- پارسی (persiska)
- Français (franska)
- Bosanski, hrvatski, srpski (kroatiska)
- Հայերեն (armeniska)
- Kurmancî (kurmandji)
- Монгол хэл (mongoliska)
- يه دری (dari)
- Arlijan (romani arli)
- Русский (ryska)
- Af soomaali (somaliska)
- Shqip (albanska)
- Swedish (svenska)
- ትግርኛ (tigrinska)
- Oʻzbek (uzbekiska)
- Google+
ستاسو انځور او د ګوتو نښانونه اخیستل کیږي
هر هغه څوک چې د اقامت د کارت جواز ترلاسه کوي باید انځور یي واخیستل شي. د شپږو کالو څخه د کم عمر ماشومانو د ګوتو د نښانونو اخیستلو ته اړتیا نشته. همدارنګه، د هغه کسانو د ګوتو د نښانونو اخیستلو ته اړتیا نشته چې د فزیکي عواملو، لکه په دایمي ډول د ګوتې ټپی کیدلو، له کبله د دوی د ګوتو نښان نه شي اخیستل کیدای.
ستاسو انځور او د ګوتو نښانونه یواځې د کارت په چیپ کې ساتل کیږي، نه بل ځای. له همدي کبله هر ځلي چې تاسو د اقامت د جواز نوی کارت غواړئ، ستاسو انځور او د ګوتو نښانونه دوباره اخیستل کیږی. د جواز د غوښتنلیک د فیس څخه پرته د اقامت د جواز کارت د صادرولو لپاره هیڅ ډول لکښت نشته.

که چیرې تاسو د سویډن څخه بهر یاست
که چیرې تاسو غواړئ چې سویډن ته سفر وکړئ، تاسو باید د سویډن د سفارت یا د کونسلګرۍ څخه لیدنه وکړئ ترڅو ستاسو انځور او د ګوتو نښانونه واخیستل شي. د لیدنی کتنی نه د مخه، زیات مالومات د سفارت یا جنرال قنسلۍ په انترنیټی پاڼو کی ولولۍ
هغه هیوادنه چې وګړي يي سویډن ته د راتګ لپاره ویزي ته اړتیا لری (په انګلیسي ژبه)
ځان ته تر ټول نږدي سفارت یا کونسلګري په Swedenabroad.se باندي ومومئ (په انګلیسي ژبه)
که چیري تاسو سویډن ته د سفر لپاره ویزي ته اړتیا نه لری، ستاسو انځور او د ګوتو نښانونه به په سویډن کې واخیستل شی. تاسو باید د اقامت د جواز او سویډن ته له را رسیدو وروسته ژر تر ژره د مهاجرت د اداري څخه لیدنه وکړئ.
که چیرې تاسو په سویډن کې یاست
که چېرې تاسو غواړئ چې په سویډن کې کوم ډول اجازه تمدید کړئ او یا د اقامې نوي کارت ته اړتیا لرئ نو باید د کډوالو چارو ادارې ته مراجعه وکړئ ترڅو ستاسو انځور او د ګوتو نښې واخیستل شي. دا تاسو پورې هم اړه لري څوک چې په سویډن کې د پناه غوښتونکي یاست او دلته د اوسېدو کوم ډول اجازه نه لرئ.
د کډوالو چارو ادارې ته د راتګ په وخت باید خپل پاسپورټ د ځانه سره راوړئ. کله چې ستاسو د اقامې کارت تیار شي نو په سویډن کې ستاسو په پته باندې دراستول کېږي. له دې لامله دا ډېره مهمه ده چې د ګوتو نښې او د انځور لپاره د کډوالو چارو ادارې ته د راتګ په وخت په سویډن کې خپله پته ووایاست.
د مهاجرت د ادارې څخه د انځور او د ګوتو د نښانونو د اخیستلو لپاره وخت واخلئ (په انګلیسي ژبه)
مونږ چیرته موندلی شي (په انګلیسي ژبه)
که چیرې تاسو خپل ادرس بدل کړی
که چیرې تاسو غواړی چې ستا د اقامت د جواز کارت ستاسو کور ته واستول شي، مونږ ستاسو ادرس ته اړتیا لرو. که چیرې تاسو تللی یاست، تاسو د مهاجرت د ادارې څخه د لیدنې پر مهال خپل نوی ادرس ویلی شي. په یاد ولري، که چیرې د بل چا سره اوسیږئ، او هغه د c/o ادرس ولري مونږ ته وویاست.
کله چې د اقامت د جواز کارت تیار وی
که چیرې ستاسو انځور او د ګوتې نښې په سفارت یا کونسلګرۍ کې اخیستل شوي وي، تاسو به خپل کارت د نوموړي ځای څخه ترلاسه کړی. د سفارت یا کونسلګرۍ څخه پوښتنه وکړی چې ایا د کارت د ترلاسه کولو لپاره تاسو باید سفارت یا کونسلګرۍ ته راشی او که دوی به یي تاسو ته استوي. کله چې تاسو د جواز د ترلاسه کولو امر ترلاسه کړ، د جواز د کارت جوړول او سفارت او کونسلګرۍ ته استول يي کیدای شي څلور اونی وخت ونیسي.
که چیرې ستاسو انځور او د ګوتو نښانونه د مهاجرت په دفتر کې اخیستل شوي وي، ستاسو کارت به ستاسو کور ته د یوې اونۍ دننه، واستول شي.
ستاسو کارت هغه وخت چې فیصله وشي جوړیږي، مګر نه د کارت د اعتبار د مودي د پیلیدو څخه دري میاشتې مخکې.
دا ممکنه نه ده، چې د کارت د جویږدلو او رسولو پروسه او رسول ګړندي شي.

په کارت کې موجوده معلومات
د نورو شیانو تر څنګ، د اقامت جواز ستاسو د جواز د ډول، د اعتبار مودې په اړه د معلوماتو درلودونکی دی. ستاسو شخصې معلومات هم په کارت دي. د ځینو کارتونو پر شا باندی (د کارکولو اجازه ورکړل شوي) متن شتون لري. دا په هغه صورت کې وي، چې ستاسو ترلاسه شوی امر په مستقیم ډول، ستاسو د کار کولو حق نه څرګندوي، او همدارنګه تاسو ته د دایمي اقامت د جواز درکولو په صورت کې هم وي. که چیرې تاسو ته په سویډن کې د کار د پیل لپاره د کار جواز درکړل شوی وی، امر یا مکتوب به تاسو ته د کار د جواز د لرلو په اړه ووايي، او د همدي لپاره اړینه نه ده چې ستاسو د کارت پر شا ( د کار اجازه ورکړل شوي) متن موجود وي. د ماشومانو لپاره (په کوم ځای کې د پلی کیدو وړ وي) د کله نه چې دوي 16 کلن شوي، دغه متن شامل شوی.
پر خپل کارت باندي معلومات وګورئ
همیشه د خپل اقامت پر جواز باندی نوم په خپل پاسپورټ کې د لیکل شوي نوم سره پر تله کړي چې ورته دي او کنه. که چیرې په کارت باندی غلط نوم لیکل شوي وي، تاسو باید د مهاجرت د ادارې یا د سفارت څخه لیدنه وکړئ ترڅو نوي کارت ترلاسه کړئ. خپل پاسپورټ د ځانه سره واخلئ.
که چیرې تاسو خپل نوم بدلوئ، لومړی باید دماليي د ادارې سره په اړیکه کې شئ، چې د وګړو د ثبت مسؤلیت پر غاړه لري، ترڅو ستاسو نوی نوم ثبت کړي. بیا تاسو باید د مهاجرت له ادارې څخه لیدنه وکړئ، ترڅو د اقامت د جواز نوی کارت ترلاسه کړئ.
کله چې تاسو سفر کوئ
د سفر پر مهال تاسو باید کارت د پاسپورټ سره یوځای وښایاست. پخپله کارت د پیژندګلوۍ د سند یا د سفر د سند په توګه نه شي کارول کیدای.

د کارت د اعتبار موده
هر ځل چې تاسو ته د اقامت نوی یا تمدید شوي جواز درکول کیږي تاسو به د اقامت د جواز نوی کارت ترلاسه کوئ. کارت د جواز د ورته مودي پورې د اعتبار وړ دي، مګر هیڅ کله د پنځه کاله څخه د زیاتې مودې پورې نه. کله هم چې تاسو د اقامت د جواز نوي کارت ته اړتیا لری، ستاسو انځور او د ګوتو نښې به د سره اخیستل کیږي. د نوي کارت ترلاسه کولو د کډوالو چارو ادارې ته د راتګ په وخت تل خپل پاسپورټ له ځانه سره راوړئ.
که چیرې کارت ورک کړی
که چیرې تاسو د خپل اقامت د جواز کارت ورک کړی، یا هم در څخه غلا شي، تاسو لومړی باید پولیسو ته راپور ورکړئ. بیا باید د مهاجرت له ادارې څخه لیدنه وکړئ ترڅو ستاسو انځور او د ګوتو نښانونه د نوي کارت لپاره دوباره واخیستل شي. د راپور پر مهال یا وروسته د پوستې له طریقه، د پولیس د راپور کاپي د ځانه سره واخلئ.
که چیرې تاسو خپل کارت نه وي ترلاسه کړی
ایا تاسو له اوږدې مودې د خپل اقامت د جواز د کارت په انتظار کې یاست؟ دلیل کیدای شي دا وي، چې کارت بیرته د مهاجرت ادارې ته ورکړل شوي. دا په هغه صورت کې پیښیدای شي چې د مهاجرت له ادارې سره ستاسو ادرس غلط وي.
که چیرې په دي اړه پوښتنې لری د مهاجرت له ادارې سره په اړیکه کې شئ (په انګلیسي ژبه)