د اقامې د محدود شویو امکاناتو په اړه پوښتنې او ځوابونه

Frågor och svar om begränsade möjligheter till uppehållstillstånd
 – pashto

  • لنډمهاله قانون څه مانا لري؟

    دا یو لنډمهاله قانون دی او د دې قانون له مخې پناه غوښتونکي د دایمي اقامې پر ځای صرف یوه لنډمهاله اقامه ترلاسه کوي. تاسو څوک چې د کډوال (په عامه ژبه سیاسي مهاجر) په صفت د پناه اخیستلو لپاره دلایل لرئ یوه درې کلنه اقامه ترلاسه کوئ. تاسو څوک چې د متبادل پناه غوښتونکي په صفت وپېژندل شئ د ۱۳ میاشتو لپاره اقامه ترلاسه کوئ. د کورنۍ غړو بیا یوځای کېدو موقع د کډوال په صفت قبول شویو خلکو لپاره مساعده وي خو د متبادل پناه غوښتونکي لپاره په محدوده کچه امکان لري. سربېره پر دې هغه کسانو باندې چې خپل د کورنۍ غړي سویډن ته راوستل غواړي د نفقې شرط هم ايښودل کېږي. دا قانون د کال ۲۰۱۶ د جولای د ۲۰مې نیټې څخه راپدیخوا نافذ شوی دی.

  • زه به څومره اوږده اقامه ترلاسه کړم؟

    دا چې ستاسو د اقامې موده به څومره اوږده وي دې پورې اړه لري چې په  پرېکړه کې تاسو ته د پناه کوم حقوقي حیثیت (یا درجه) درکول کېږي. څوک چې د کډوال (په عامه ژبه سیاسي مهاجر) په صفت وپېژندل شي هغه یوه ۳ کلنه اقامه ترلاسه کوي. څوک چې د متبادل پناه غوښتونکي په صفت وپېژندل شي هغه د ۱۳ میاشتو لپاره اقامه ترلاسه کوي.  

  • زه به څنګه پوه شم چې آیا ما د کډوال قانوني حیثیت مې ترلاسه کړی دی؟

    دا به ستاسو په پرېکړه کې لیکل شوي وي چې آیا تاسو د کډوال یا د متبادل پناه غوښتونکي قانوني حیثیت ترلاسه کړی دی. د پرېکړې سره یو ځای به تاسو ته په دې اړه چې ستاسو د اقامې موده به څومره وي او تاسو به کوم حقوق ولرئ، نور مالومات هم درکول کېږي. له دې نه مخکې چې د کډوالو چارو اداره ستاسو کیس وڅېړي او د اقامې په اړه یوه پرېکړه وکړي هیڅوک نشي وئیلای چې تاسو به کوم قانوني حیثیت ترلاسه کړئ. 

    د کډوال یا د متبادل پناه غوښتونکي په صفت د پېژندل کېدو شرایطو په اړه نور دلته ولولئ

  • ما ته ولې د مهاجر حیثیت نه شو ملاو؟

    د کډوالو چارو اداره دې نتیجې ته رسېدلې ده چې تاسو د ملګرو ملتونو د کډوالو کنوانسیون په شرایطو پوره نه خېژئ.

    د کډوال یا د متبادل پناه غوښتونکي په صفت د پېژندل کېدو شرایطو په اړه نور دلته ولولئ

  • د دایمي او لنډمهاله اقامې ترمنځ څه توپیر دی؟

    که چېرې تاسو دایمي اقامه ترلاسه کړئ نو بیا حق لرئ چې په سویډن کې میشتو نورو خلکو سره په یو برابر شرایطو دلته استوګن شئ، کار او ژوند وکړئ. ستاسو دایمي اقامه ترهغې وخته پورې اعتبار لري ترڅو چې تاسو په سویډن کې میشت یاست.

    یوه لنډمهاله اقامه صرف تر ۱۳ میاشتو او یا تر ۳ کالو پورې اعتبار لري. تاسو د دایمي اقامې درلودونکو په څېر په سویډن کې د ژوند او کار حق لرئ خو کله چې مو اقامه ختمه شي نو د کډوالو چارو اداره په سوېډن کې ستاسو د پاتې کېدو دلایل یو ځل بیا د څېړنې لاندې نیسي.

  • کوم کسان دایمي اقامه ترلاسه کولای شي؟

    یواځې هغه کسان چې کیس یې د مخکیني قانون لاندې څېړل کېږي او سهمیه کډوال دایمي اقامه ترلاسه کولو حق لري.

  • کوم کسان د لنډمهاله قانون او کوم کسان د زوړ قانون لاندې څېړل کېږي؟

    یواځې ځانته راغلي ماشومان چې د کال ۲۰۱۵ د نومبر د ۲۴ نېټې پورې یې پناه غوښتي وي او هغه کورنۍ چې د ۱۸ کالو نه کم ماشومان لري او د کال ۲۰۱۵ د نومبر د ۲۴ نېټې پورې یې پناه غوښتنې وي د پخواني قانون له مخې څېړل کېږي.

    د دې لپاره چې ماشومان د پخواني قانون له مخې وڅېړل شي باید عمر یې د کډوالو چارو ادارې له خوا پرېکړه کېدو په وخت د ۱۸ کالو څخه کم وي.

    د پاتې ټولو خلکو کیسونه د لنډمهاله قانون له مخې څېړل کېږي.

  • ما د کال ۲۰۱۵ د نومبر ۲۴ نېټې څخه مخکې د پناه غوښتنه کړې ده. زما ماشومان په وطن کې پاتې دي. آيا موږ کولی شو د ماشوم داره کورنۍ په صفت دایمي اقامې ترلاسه کړو؟

    نه، که چېرې تاسو پرته د خپلو کوچنیانو په سویډن کې موجود یاست نو ستاسو کیس د مجرد کس په صفت څېړل کېږي. که چېرې تاسو اقامه ترلاسه کړئ نو ستاسو نږدې کورنۍ حق لري چې د اقامې غوښتنه وکړي چې ترڅو چې ستاسو اقامه د اعتبار وړ وي تاسو سره په سویډن کې یوځای ژوند وکړي.

  • ما د ۲۰۱۶ د جولای د ۲۰مې نېټې څخه مخکې پرېکړه ترلاسه کړې ده. زه د کوم قانون لاندې راځم؟

    هغه کسان چې د جولای ۲۰ نېټې څخه مخکې یې د کیس پرېکړه شوي وي د پخواني قانون له مخې څېړل شوي دي او له دې لامله ستاسو کیس باندې لنډمهاله قانون کومه اغېزه نه غورځوي.

  • ما لنډمهاله اقامه ترلاسه کړې ده. کله چې دا اقامه ختمه شي بیا څه پیښېږي؟

    کله چې ستاسو لنډمهاله اقامه ختمه شي نو په سویډن کې ستاسو د پاتې کېدو دلایل یو ځل بیا د څېړنې لاندې نیول کېږي. که چېرې تاسو بیا هم د پناه دلایل ولرئ نو کېدی شي یوه نوي لنډمهاله اقامه ترلاسه کړئ.

    که چېرې تاسو داسې یو کار ولرئ چې په مرسته یې تاسو خپله نفقه تامین کولی شئ نو امکان لري چې د لنډمهاله اقامې ختمېدو څخه وروسته دایمي اقامه ترلاسه کړئ.

  • د دایمي اقامې ترلاسه کولو لپاره کوم شرایط شتون لري؟

    که چېرې تاسو داسې یو کار لرئ چې په مرسته یې تاسو خپله نفقه تامین کولی شئ نو امکان لري چې د لنډمهاله اقامې ختمېدو څخه وروسته دایمي اقامه ترلاسه کړئ. د کار مالک باید ستاسو د کار پېلولو څخه د یوې میاشتې دننه دننه د مالیې عمومي ادارې ته خبر ورکړی وي. معاش، د بيمې پوښښ او د استخدام نور شرایط باید د سویډن ډله ییز قرارداد پیروي وکړي.

    که چېرې ستاسو عمر د ۲۵ کالو څخه کم وي او داسې یو کار لرئ چې ګوزاره مو پرې روانه وي نو کولی شئ چې دایمي اقامه ترلاسه کړئ په شرط د دې چې تاسو ثانوي (د لېسې په سطح) تعلیمات یا د دې سره مساوي نور تحصیلات سر ته رسولي وي.

  • زه یوه لنډمهاله اقامه لرم.  که چېرې ناروغه شم آیا درملنې ته به لاسرسی ولرم؟

    هو، تاسو دایمي اقامه درلودونکي یو کس ته ورته د روغتیايي خدمتونو یو ډول حقوقو څخه برخمن یاست.

    د روغتیايي خدمتونو په اړه نور ولولئexternal link, opens in new window