د پناه غوښتونکو د قبلولو قانون (LMA) کې د محدودیتونو په اړه پوښتنې او ځوابونه

Frågor och svar om begränsningar i lagen om mottagande av asylsökande – pashto

  •  پناه غوښتونکو ته د هر کلې په قانون (LMA) کښي بدلون څه مفهوم لري؟

     پناه غوښتونکو ته د هر کلې په قانون (LMA) کښي د بدلون مفهوم دا دې چي تاسو به خپله د ملاتړ وړتيا وبيلې که چرې تاسو د وتلو پريکړه تر لاسه کړي وي او د هغي خلاف بيا غوښتنه هم نه کيږي، يا په مرضې د وتلو وروستنۍ نيټه ختمه شوې وي۔ دا مفهوم لري، د مثال په توګه چي  تاسو به د سویډن مهاجراتی اجنسې (Migrationsverket) له طرفه هر قسمه ورځنۍ  مالی مرستې او مهاجرينو په کور کښي چي کرا  يې هغوي ورکوي، د اوسيدلوحق وبیلۍ ،

  • په LMA کښې بدلون به په چا اثر کوي؟

    په قانون کښې بدلون به په تاسې اثر کوي که چري تاسو

    • په وتلو يا شړلو پريکړه تر لاسه کړي وي چي د هغي خلاف بيا غوښتنه نه کيږي يا ويستلو يا شړلو داسې فيصله چي په مرضې د وتلو وروستنۍ نيټه يې ختمه شوې وي
    • کم نه کم عمر ۱۸ کاله وي
    • د ماشومانو څخه ژوند نه کوۍ چي عمر يې د ۱۸ کالو نه کم وي او تاسې يې خيال ساتنه کوۍ۔
  • آيا د دې نه وروسته چي زما په کيس نور  بيا غوښتنه  نه کيږي، زه د خپلې مرستې وړتيا بيا تر لاسه کولې شم؟

    تاسو د مرستې وړتيا بيا تر لاسه کولې شۍ که چرې مهاجراتي اجنسي يا عدالت موافق شي چي ستاسو د کيس بيا کتنه کيدې شي يا د لږ وخت لپاره ستاسو د شړلو پريکړه وځنډوي، چي ورته ابادول وايي۔ کله چي تاسو ته نصيحت درکړې شوې وي چي داسي يوه پريکړه شوې ده نو تاسو به مهاجراتي اجنسۍ ته خامخه خبر ورکوۍ چي تاسو يو ځل بيا مرسته ترلاسه کول غواړۍ۔ د نور معلوماتو لپاره د مهاجراتي اجنسۍ څخه اړيکي اوکړۍ۔

  • زه د سويډيش مهاجراتي اجنسۍ له اړخه ورکړې شوي کور کښي له څومره وخته پوري ژوند کولې شم؟

    تاسو د مهاجراتي اجنسۍ له اړخه ورکړې شوي کور کښي ژوند کولې شۍ تر هغه وخته پورې چي د ويستلو يا شړلو په پريکړه وړاندې د بيا کتلو غوښتنه نه کيږي۔ که چري تاسو په رضا د وتلو په آخري نيټه پريکړه ترلاسه کړې وي نو تاسو دغلته د ژوند کولو وړتيا لرۍ تر څو چي آخري نيټه نه وي پوره شوي يا نه وي اوچته شوي۔

  • که چري زه د مهاجراتي اجنسۍ له اړخه ورکړې شوي کور کښې ژوند نشم کولې نو ما لره چيرته تلل پکار دي؟

    کله چي ستاسو د وتلو يا شړلو په پريکړه وړاندې غوښتنه نشي کيدې يا په رضا د وتلو آخري نيټه ختمه شوي وي، نو تاسو مکلف يوۍ چي د سويډن څخه ووځۍ۔ مهاجراتي اجنسي يا پوليس به ستاسو د بيرته تللو د سفر په عملې کارونو کښي مرسته اوکړي۔

  • که چري زه خپل کور پريښودل نه غواړم نو څه به کيږي؟

    که چري تاسو د خپل کور پريښودلو نه انکار اوکړۍ نو تاسو به په زور ويستلې کيږۍ ځکه چي تاسو ته د مهاجراتي اجنسۍ په کور کښي د ژوند کولو وړتيا نشته۔ د کور پريښودلو نه انکاري کيدل جرمي تعارض دې۔

  • مهاجراتي اجنسۍ زما آخرۍ نيټه ختمه کړې ده او د دوه کالو پورې يي زما بيا داخليدل بند کړي دي۔ ما لره کله کور پريښودل پکار دي؟

    کله چه په رضا د پريښودو آخري نيټه ختمه شوې ده نو تاسو ته ژر تر ژره کور پريښودل پکار دي۔

  • د مهاجراتي اجنسۍ په کور کښي زما کوټه شته۔ په کور کښي موجود عملې ما ته وييلي دي چي دا سمه ده۔ آيا زه دغلته ژوند کولې شم؟

    نه، تاسې نشۍ کولۍ۔ دا پريکړه به مهاجراتي اجنسي کوي چي څوک د مرستې وړتيا لري او دغه رنګ څوک په کور کښي ژوند کولې شي۔

  • آيا زه به د بيرته سفر لپاره څه مرسته ترلاسه کولې شم؟

    که چري تاسو مرسته کوۍ نو مهاجراتي اجنسي د بيرته تلو په عملي کارونو کښي ستاسو مرسته کولې شي۔ که تاسو په خپله د بيرته سفر روپۍ نه لرۍ نو مهاجراتي اجنسي ستاسو څخه په ټکټ اغستو کښي مرسته کولې شي۔ که چري ستاسو کيس د پوليسو په لاس شوې وي نو پوليس به ستاسو د بيرته تللو د عملي کارونو ذمه اخلي۔

  • زه نوره د مرستې وړتيا نه لرم۔ آيا زه LMA کارډ د روغتيا په مرکزونو (vårdcentralen)  کښي کارولې شم چي راته دارو يا نسخه راکړې؟

    نه، تاسو لره خپل LMA کارډ بيرته ورکول پکار دي کله چي ستاسو د مرستې وړتيا ختمه شي۔

  • ما ته خامخه خيال ساتنه او دارو پکار دي۔ آيا ما ته د دې اغستلو لپاره مالي مرسته ترلاسه کيدې شي؟

    تاسو روغتيا ساتنې او دارو ته وړتيا لرۍ که چري تاسو ته په سويډن کښي د ژوند کولو اجازت هم نه وي۔ خو په دې شرط چي يو ډاکټر يا د غاښو ډاکټر ستاسو لپاره لازمي ګڼي چي ساتنه تر لاسه کړۍ کومه چي سمدستي وي۔ د روغتيا کار کوونکي سره اړيکې اوکړۍ که چري تاسو ته د معلوماتو يا مرستې ضرورت وي۔

    مهاجراتي اجنسي به تاسو ته د روغتيا يا دارو لپاره روپۍ درنکړي که چري تاسو مرستې ته وړتيا نه لرۍ۔ تاسو خپل  LMAکارډ د ارزان دارو اغستلو او د ډاکټر د کتلو لپاره نشۍ کارولې۔

    نور معلومات د ۱۱۷۷ روغتيا ساتنې په لارښود کښې شته دي۔ (په انګلیسي ژبه) external link, opens in new window

  • زه يو ماشوم  يم او يواځي رارسيدلې يم او د شړلو پريکړه مې ترلاسه کړې ده د کومې خلاف چي بيا غوښتنه هم نه کيږي۔ کله چي زه د ۱۸ کالو شم  نو څه به کيږي؟

    که چري تاسو په شړلو پريکړه ترلاسه کړې وي چي بيا غوښتنه پري هم نه کيږي او ستاسو د رضا د وتلو آخري نيټه ختمه شوي وي نو ستاسو د مرستې وړتيا به ختمه شي کله چي ۱۸ کالو ته ورسۍ او تاسو به بيا هيواد څخه ووځۍ۔

  • زه يو ماشوم يم،  يواځې رارسيدلې يم او د مشر خپلوان څخه ژوند کووم۔ زما د مشر خپلوان د مرستې وړتيا ختمه شوې ده۔ که زه د خپل مشر خپلوان څخه ژوند نشم کولې نو څه به کيږي؟

    که تاسو د خپل مشر خپلوان څخه نشۍ اوسيدې نو  محليئ ټولنيز خذمتونه به ستاسو څخه د کور په لټون کښې مرسته وکړي۔

  • زما بچې به  په درې مياشتو کښي د ۱۸ کالو شي۔ مونږه د وتلو يا شړلو پريکړه ترلاسه کړې ده چي بيا غوښتنه پرې هم نه کيږې او آخرۍ نيټه هم ختمه شوې ده۔ آيا مونږ به مرستې ته وړتيا نه لرو که زما بچۍ د ۱۸ کالو شي؟

    نه، تاسو به وړاندې د مرستې وړتيا نه لرۍ په کومه ورځ چې ستاسو بچې ۱۸ کالو ته ورسي۔

  • زما د عملي کار کولو به څه کيږي چي زما د مرستې وړتيا ختمه شي؟

    تاسو عملي کار جاري نشۍ ساتلۍ کله چي ستاسو د مرستې وړتيا ختمه شي۔

  • زما څخه يو AT-UND دې او زه کار کوم۔ آيا زه کار کول روان ساتلې شم که زه د مرستې وړتيا نه لرم؟

    ستاسو AT-UND به تر هغه وخته پوري په ځاي وۍ  تر څو چي د هيواد په پريښودو کښي مرسته کوۍ۔ که تاسو د هيواد په پريښودو کښي مرسته نه کوۍ نو ستاسو AT-UND به بې اعتباره کيږي۔