2017-09-01

په افغانستان کې د ترینګلي امنیتي وضعیت ادامه

Fortsatt allvarligt säkerhetsläge i Afghanistan – pashto

د کډوالو چارو ادارې له خوا خپور شوي یو نوي حقوقي دریځ کې په افغانستان کې روان امنیتي وضعیت اوس هم ترینګلی بلل شوی دی. خو د افغانستان په 34 ولایتونو کې د شخړې کچه فرق او تفاوت لري او ځینې ولایتونه د نورو په پرتله نسبتاً خوندي ګڼل کېږي. یعنی په افغانستان کې شخړه دې حد ته نه ده رسېدلې چې ټولو افغانانو ته په سویډن کې اقامه ورکولو باندې دلالت وکړي..

– د کډوالو چارو ادارې د حقوقي څانګې رئیس فریدریک بیجر وایي چې موږ دې نتیجې ته رسېدلي یو چې شخړه دې حد نه ده رسېدلي چې ګواکې د هېواد ټول وګړي یې ځپلي وي او په بل عبارت شخړه داسې حد ته نه ده رسېدلې چې د قانون له مخې لازمه وبلل شي چې هر څوک چې د افغانستان تابعیت ولري هغه کولی شي دلته د پاتې کېدو حق ولري. اوس هم داسې سیمې شته چې هلته د ستنېدو امکانات موجود دي نو ځکه به په راروان وخت کې هم هر کیس په انفرادی او جلا توګه څېړل کېږي.

په دوه ولایتونو کې وړوند اخ او ډب

د کال 2016 د دسمبر د میاشتې په حقوقی دریځ* کې د کډوالو چارو ادارې دا نظر څرګند کړی و چې اخ او ډب په یو ولایت (هلمند) کې په دې کچه جدي دی چې ټول وګړي د اخ او ډب څخه زیانمنېدلو د خطر سره مخامخ دي. اخ او ډب اوس ګاونډي ولایت ارزګان ته هم خپور شوی دی. د دولتي قواو او د طالبانو د تحریک ترمنځ نښتو کې ملکي وګړو ته دروند زیان اوښتی او ګڼ شمېر خلکو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده. نو له دې لامله د کډوالو چارو اداره د هلمند او ارزګان ولایتونو سره تعلق لرونکي پناه غوښتونکي بېرته نه ستنوي خو په دې شرط چې دوی د افغانستان په بله کومه یوه برخه کې د پناه اخیستلو یعنې په عامه اصطلاح د داخلي مهاجرت د امکاناتو څخه محرومه وي.**

لازیات ګروپونه د خانګړو ځپل شویو خلکو د جملې څخه شمېرل کېږي

د حقوقي دریځ په اوسنۍ ګڼه کې خپور شوی بل تازه خبر دا دی چې لازیات خلک په اصطلاح د خطر سره مخامخ خلکو چې عبارت دي د بدني یا روانی معلولیت سره مخامخ خلک، رواني ستونزو باندې اخته کسان او د اخ او ډب خطر، د بیلګې په توګه د کور دننه اخ او ډب سره مخامخ ښځو، د جملې څخه شمېرل کېږي. د پناه کیس څېړلو په وخت باید د کډوالو چارو اداره د دا راز خلکو نازک حالت په ځانګړې توګه په پام کې ونیسي.

په نوي حقوقي دریځ کې د کډوالو چارو ادارې د کډوالو چارو سترې محکمې لخوا د 2017 کال په دوبي کې شوې یوه پرېکړه هم په نظر کې نیولې چې مانا یې دا ده چې هغه افغان کوچنیان چې بې کسه دي، مور او پلار او یا نور خپل خپلوان نه لري چې دوی سره مرسته او د دوی ساتنه وکړي، هغوی د اخ و ډب او د جدی تجاوز د خطر سره مخامخ خلک ګڼل کېږي. په دې اساس دا ډول کوچنیان د متبادل پناه غوښتونکو د جملې څخه شمېرل کېږي چې په دې معنی ده چې دوی 13 میاشتنۍ اقامه ترلاسه کولی شئ.

اقلیتونه

د کډوالو چارو سترې محکمې په پورته ذکر شوې پریکړه کې دا فیصله هم کړې چې که چېرې شیعه هزاره بېرته ستانه شي نو دوی په عمومي توګه د تعقیب د خطر سره مخامخ نه دي. د دې فیصلې او د هېواد په اړه شته معلوماتو په اساس د کډوالو چارو اداره دې نتیجې ته رسېدلې چې په سویډن کې د اقامې اخیستلو لپاره دا کفایت او بسیا نه کوي چې یو کس دې د یو ځانګړي قومي اقلیت سره تړاو لري. د اقامې ترلاسه کولو لپاره انفرادي دلایلو درلودل بیا هم شرط دی.

نور معلومات د افغانستان په اړه پوښتنو او ځوابونو په برخه کې ولولئ (صرف په سوېډني ژبه)

د اصطلاحاتو تشریح

* یو حقوقي دریځ د شننې او څېړنې څخه عبارت دی، د بېلګې په توګه د یو هېواد امنیتي وضعیت شننه چې د کډوالو چارو ادارې مامورینو او پرېکړه کوونکو افسرانو لپاره د یو حقوقي سند او ماخذ کار ورکوي.

** داخلي مهاجرت - کله چې د کډوالو چارو اداره دې نتیجې ته ورسېږي چې یو پناه غوښتونکی خپلې سیمې ته نشي ستنېدلی نو بیا موږ دې ته پام کوو چې آیا دغه کس د هېواد په بله کومه برخه کې میشت کېدی شي او که نه. څرنګه چې په افغانستان کې د یوې سیمې او د بلې سیمې امنیتي وضعیت سره توپیر لري او یو کس ته مواجه ګواښ کیدی شي یو خاص ځای پورې محدود وي، نو په دې اساس امکان لري په ځینې کیسونو کې داخلي مهاجرت په نظر کې ونیول شي. یعنې داسې ګڼل کېږي چې دغه پناه غوښتونکی کولی شي د افغانستان یوې بلې برخې کې پناه واخلي. د کډوالو چارو د ادارې په اند داخلي مهاجرت د ښځو، د هغو کسانو چې ځانګي احتیاجونه لري، ځانته راغليو ماشومانو او د کورنۍ سره ګډ راغليو ماشومانو چې د ټبر او د نارینه خپلو خپلوانو د ملاتړ او حفاظت څخه محرومه وي، په مورد کې د حل لاره نه شمېرل کېږي.