2021-07-27

د افغانستان لپاره په فیصله او د فیصلې عملي کولو کې مؤقت توقف

Tillfälligt stopp för att fatta och verkställa beslut till Afghanistan – pashto

د جولائي میاشت به مینځ کې د مهاجرینو ادارې د افغانستان لپاره د فیصلو په عملي کولو باندې د مؤقت توقف امر صادر کړی. دا پدې معني چې د ویستلو هیڅ ډول فیصله یا ویستل به د بندېز په موده کې نه عملي کیږي. د مهاجرینو ادارې د قضیې ردولو او له هیواد څخه د ویستلو فیصلې په عملي کولو او تصمیم باندې هم د مؤقت وخت لپاره توقف لګولی.

ددې تصمیم علت د افغانستان خراب شوی امنیتي حالت دی او د طالبانو ولکه په هیواد باندې په ډیریدو ده. په اخیري څو میاشتو کې د هیواد په غټه برخه کې حالت په چټکتیا سره بدل شو. نو دا ددې باعث شو چې د سمو معلومات د کمښت په بنیاد موږ نشو کولی چې د افغانستان لپاره د افغانستان پناهنده ګانو په اړه د پناه سم تصمیم ونیسو.

نو ځکه د مهاجرینو ادارې د افغانستان د قضیو په ډګر کې د مؤقت توقف تصمیم نیولی دی. دا پدې معنی چې د ویستلو یا نه ویستلو تصمیم به تر بل امر پورې متوقف وي.

د تصمیم عملی کیدو او د افغانستان په اړه د تصمیم مؤقت توقف په اړه عادي پوښتنې او د هغې جوابونه

د عملي کولو توقف دا معنا لري چې د مهاجرینو اداره به د افغانستان د خلکو قضیه نه ردوي او نه به یې هیواد نه د خارجولو امر عملي کوي ( یعنې دا چې افعانستان ته به یې نه لیږي) تر هغې چې بل امر نه وي صادر شوي. خو ددې دا معنا نده چې ستاسې د پناهنده ګۍ قضیه به بیا له سره امتحانیږي.

هر هغه څوک چې قضیه یې د مهاجرینو د ادارې له لورې رد شوې یا د ویستونکو په لسټ کې وي، افغانستان ته د لیږلو د توقف په دې تصمیم کې داخل دی. دا د هر هغه چا لپاره اعتبار لري چې د پناهندګۍ درخواست یې کړي وي، کاري جواز غواړي یا له کوم بل دلیل له مخې اقامه غواړي. د توقف دا تصمیم د هغه چا لپاره هم دی چې قضیه یې پولیس ته ورکړل شوي وي.

دا توقف به دوامداره وي. د مهاجرینو اداره د افغانستان حالات په ډیره دقیقه توګه څاري او د واقعاتو تجزیه به له دې لپاره کوي تر څو ددې فیصله وکړي چې په راروان وخت کې به د کومو قوانینو تغیراتو ته اړتیا وي.

د تصمیم عملي کیدو توقف په دې معنا دی چې د مهاجرینو اداره به د قضیې د ردولو په فیصله کې توقف کوي او نه به څوک افغانستان ته لیږي. ‎دا دهغه چا لپاره هم دی چې د پناه لپاره یې درخواست کړی وي، کاري جواز غواړي او یا دا چې په کوم بل اساس جواز ته اړتیا لري. په قضیه کې د ردیدو یا ویستلو تصمیم وس هم اخیستل کیږي خو په مؤقت ډول د هیواد حالت ته په لیدو سره نه علمي کیږي.

د تصمیم توقف په دې معنا چې د مهاجرینو اداره د افغانستان قضیه متوقفوي او د هغه کس د قضیې د رد یا د ویستلو په هکله چې په سویډن کې یې پناه غوښتې تر هغې کومه فیصله نه کوي تر څو چې امر ثاني نه وي راغلی.

د تصمیم عملي کیدو توقف او تصمیم د توقف شاته دا فکر دی چې څومره ژر کیدای شي دا امر له مینځه لاړ شي. دا چې د مهاجرینو ادارې د قضیو په تصمیم یو مؤقت توقف لګولی، ددې دا مقصد نه دي چې دا به د شخص د قضیې په فیصله کې کوم تغییر راوړي. دې نه علاوه د افغانستان حالات د مهاجرینو د ادارې د بعضې اشخاصو په انفرادي فیصلو باندې تاثیر اچولی شي. دا هر څه دې پورې اړه لري چې د افغانستان حالات کوم لور ته ځي.

تاسې دې ته اړتیا نلرئ چې د عملي کیدو تصمیم عمومي توقف کې د ځان حسابولو لپاره کوم درخواست وکړئ. که چیرې ستاسې حالت تغیر کړی وي او ددې لپاره چې تاسې نشئ کولی افغانستان ته بیا لاړ شئ او دې لپاره کوم نوی علت لرئ، نو داسې مهال کولی شئ چې د فیصلې د عملي کیدو د ممانعت لپاره یو انفرادي درخواست واستوئ. که چیرې ستاسې قضیه پولیس ته هم سپارل شوي وي نو بیا هم ستاسې لپاره دا د اعتبار وړ خبره ده. د عملي کیدو ممانعت د ایل ایم اي کارډ له مخې ستاسې کمکي معاش باندې اغیزه کولی شي. د نورو معلوماتو لپاره د مهاجرینو د ادارې نیږدې دفتر سره مراجعه وکړئ.

که چیرې ستاسې حالت تغییر وکړي او تاسې افغانستان ته د نه تګ لپاره کوم نوی علت لرئ نو په داسې حال کې تاسې کولی شئ چې د فیصلې عملي کیدو د ممانعت په اړه یو انفرادي درخواست واستوئ.

تاسې هر وخت ددې اختیار لرئ چې خپل هیواد ته ستانه شئ. د تصمیم عملی کیدو توقف ستاسې دا فیصله نه متاءثره کوي. ددې په اړه د نورو معلوماتو لپاره د مهاجرینو د ادارې نېږدې دفتر سره په اړیکه کې شئ.

که چې د رد یا له هیواد څخه د ویستلو امر د چا په هکله صادر شوی وي او د تطبیق مرحلې ته داخلیږي نو دې لپاره چې د معاشي مرستو لړۍ ورته بیا پیل شي باید چې یو څه شروط پوره کړي. لومړی دا چې تاسې باید یو درخواست ولیږئ تر څو ستاسې په قضیه کې په فیصلې عمل کول ممنوع شي ( مقصد دا چې یو رسمی تصمیم د فیصلې د عملي کیدو د ممانعت په هکله راشي) او یا دا چې ستاسې قضیه د بیا امتحانیدو منظوري واخلي. که تاسې چیرې په انفرادي توګه د فیصلې د عملي کیدو ممانعت یا د قضیې دویم ځل امتحانیدو جواز تر لاسه کړئ نو کولی شئ چې د ایل ایم اي کارډ له لارې د استوګنځاې او معاش لپاره عریضه وکړئ. تاسو کولی شئ چې خپله عریضه د مهاجرینو کوم نېږدې دفتر ته وړاندې کړئ چیرته چې تاسې کولی شئ چې د معاشي مرستو لپاره درخواست هم ورکړئ. په یاد ولرئ که تاسې مخکې چیرې سفر کړی وي او یا دا چې مخکې مو د اقامت جواز درلود نو دلته بیا د معاشي مرستو لاس ته راوړلو لپاره د ممانعت تصمیم کفایت نه کوي.

که چیرې د مهاجرینو ادارې یا د محکمې له لورې په تاسو داسې کومه فیصله صادره شوي وي چې ستاسې قضیه رد شوي وي او یا دا چې تاسو باندې افغانستان ته د لیږلوامر صادر شوی وي او د اختیاری وتلو اخیری تاریخ رانیږدې وي، نو تاسې دا حق لرئ چې د ایل ایم اې کارډ په مرسته معاشي مرستې ترلاسه کړئ. په داسې حال کې به د مهاجرینو د ادارې له لورې تاسې ته یو تصمیم درولیږل شي.

د فیصلې د عملي کیدو او د تصمیم د توقف دا دواړه فیصلې مؤقت دي خو دا به تر هغه غځیدلې وي تر څو چې د مهاجرینو اداره کافي معلومات تر لاسه کړي چې د هغې په بنیاد د نوي قانون ارزیابي وکړي. دا حالت به څومره وخت ونیسي، موږ وس مهال په دې نه پوهیږو.

د کاري جواز له مسؤولیت څخه مستثنی کیدل (AT-UND) په دې معنی چې یو پناه ورکوونکی ددې حق لري چې د مهاجرینو ادارې څخه د جواب د انتظار په وخت کې کار وکړي. که چیرې تاسې د پناه ورکوونې یوه روانه پروسه لرئ، یا ستاسې قضیې د بیا امتحانیدو امتیاز ترلاسه کړی وي او خپل د جواب په انتظار یاست نو په دې حالتونو کې تاسې د (AT-UND) یعنې د کاري جواز حق لرئ.

که تاسې چیرې مهاجرینو د ادارې د راتلونکو په سیسټم کی ثبت یاست او د رد یا ویستلو فیصله هم مو ترلاسه کړي وي نو بیا هم تاسې کولی شئ چې د (AT-UND) یعنې کاري جواز حق ولرئ.

په داسې حالاتو کې تاسې باید د (AT-UND) یعنې کاري جواز د ترلاسه کولو شروط پوره کړئ.

د (AT-UND) شروطو په اړه نور معلومات دلته ترلاسه کړئ (په انګلیسي ژبه)

که تاسې چیرې د مهاجرنیو د ادارې د راتلونکو له سیسټم څخه خارج شوي یاست او د رد یا ویستلو فیصلې د عملي کیدو امر درباندې صادر شوی وي نو په داسې حال کې تاسې د (AT-UND) یعنې کاري جواز حق نلرئ.

که چیرې تاسې د خپل حالت په اړه څه پوښتنې لرئ نو د مهاجرینو د ادارې دفتر ته چې تاسې ته نیږدې وي مراجعه وکړئ.