د انتظار د مودې چارې

Medan du väntar – pashto

دا مالومات د هغو کسانو لپاره چمتو شوي دي چا چې په سویډن کې د پناه غوښتنه کړې وي خو لاتر اوسه یې د خپلې غوښتنې ځواب نه وي ترلاسه کړی.

تاسو کولی شئ چې د پناه غوښتنلیک وړاندې کولو څخه وروسته څه پیښېږي او کار، ښوونځي، استوګنځي، روغتیایي چارو او مالي مرستې ته اړونده د خپلو حقوقو په اړه ولولئ.

د پلټنې مرکې ته د انتظار موده

دا چې تاسو د پلټنې مرکې (انټرویو) لپاره راوغوښتل شئ کیدی شي ډېر وخت ونیسي. د انټرویو په مهال به تاسو ته موقع درکړل شي ترڅو ووایاست چې تاسو ولي سویډن کې پناه غواړئ، تاسو باندې څه تېر شوي دي او ستاسو په ګومان که چېرې تاسو بېرته خپل هېواد ته ستانه شئ نو څه پېښه به رامنځته شي. د انتظار موده کېدی شي د کس نه کس پورې توپیر ولري.

د پرېکړې څخه مخکې کېدی شي تاسو ګڼ شېر غونډو ته راوبلل شئ. ستاسو څخه تمه کېږي چې ټولو هغو غونډو ته حاضر شئ چې د کډوالو چارو ادارې ستاسو لپاره ټاکلې وي. موږ د نویو وختونو د کمښت سره مخامخ یو او که چېرې موږ مجبوره شو چې تاسو ته بل وخت درکړو نو کېدی شي چې دا ستاسو فیصلې ته د انتظار موده نوره هم وځنډوي.

د خپل آدرس څخه خبر راکړئ

که چېرې تاسو د یو ځای څخه بل ځای ته کډه وکړئ نو باید د کډوالو چارو ادارې ته خپل نوی آدرس ورکړئ ترڅو وکولی شو د انټرویو یا د کومې بلې غونډې وخت رارسېدو پر مهال تاسو سره اړیکه ونیسو. خپل پوست په باقاعده توګه ولولئ ترڅو د کډوالو چارو ادارې لخوا کوم مالومات درڅخه خطا نشي.

د پناه غوښتونکو سره د مرستې خیریه موسسې

د نړېوالې بخښنې موسسهexternal link, opens in new window

کاریټاس سویډنexternal link, opens in new window

د کډوالو ډلو او پناه غوښتنې کمیټو شورایexternal link, opens in new window

پناه غوښتونکو او کډوالو لپاره د سلامشورې ادارهexternal link, opens in new window

د ماشومانو د ژغورنې موسسهexternal link, opens in new window

د سره صلیب کمۍټهexternal link, opens in new window

د جنګ ځپلو او ځورېدلو خلکو لپاره د سره صلیب کمېټې د درملنې مرکزexternal link, opens in new window

ټولنیز پلاویexternal link, opens in new window

RFSL-Newcomersexternal link, opens in new window

د سویډني ټولني اړوند معلومات په مختلفو ژبو کې به Information om Sverigeexternal link, opens in new window کې ترلاسه کیدای شي

Last updated: 2018-08-23

Was the information on this page helpful to you?

Thank you for helping us improve our website!

Thank you for helping us improve our website!

Tell us how we can make this page better*






If you wish to ask the Migration Agency a question you can find our contact details under the heading Contact us.