د کډوالو چارو ادارې په استوګنځي کې اوسېدل

Bo hos Migrationsverket – pashto

لاندې وړاندې شوي مالومات ستاسې لپاره چمتو شوي دي څوک چې پناه غوښتونکي یاست او د خپلې غوښتنې ځواب ته د انتظار په موده کې به د کډوالو چارو ادارې په یو استوګنځي کې اوسېږئ.

د مهاجرت اجنسي به تاسو ته يو عارضي کور درکړي د هغي وخت لپاره چي تاسو د پريکړي انتظار کوۍ۔ تاسو به نور د مهاجرتي اجنسې په کور کښي د اوسيدو وړ نه ياستۍ که چري تاسو د وتلو يا شړلو پريکړه تر لاسه کړې وي او دغه پريکړه جاري کړې شوي وي، يا په رضا د وتلو آخري نيټه رارسيدلې وي۔ دا به په تاسو تطبيقول کيږي که چري تاسو يو بالغ کس ياستۍ او د داسې يو ماشوم څخه نه اوسيږۍ چي عمر يې د ۱۸ کالو نه کم وي او د هغه خيال ساتنه تاسو کوۍ۔.

که چېرې تاسې خپلې پیسې نه لرئ نو د کډوالو چارو اداره د استوګنځي لګښت تادیه کوي. خو که چېرې عاید یا اساسه ولرئ نو باید په خپله د استوګنځي لګښت او که چېرې په استوګنځي کې ډوډۍ هم شامله وي، د خوراک پیسې تادیه کړئ.

تاسې باید هلته مېشت شئ چېرې چې تش ځای موجود وي

تاسې حق نه لرئ چې د خپلې استوګنې لپاره یو ځای خوښ کړئ بلکه باید چمتو اوسئ چې داسې یوې سیمې ته کډه وکړئ چېرې چې تش کورونه شتون لري. دا وېره هم شته چې پریکړې ته د انتظار په موده کې یو نوي استوګنځي ته ولېږل شئ ترڅو د نورو خلکو لپاره ځای پیدا شي.

د نورو خلکو سره ګډ اوسېدل

د کډوالو چارو ادارې استوګنځی صرف د کډوالو لپاره مخصوص وي. که چیرې تاسې ته په یو استوګنځي کې ځای وړانديز شوی وي نو دغه ځای یواځې ستاسې لپاره ځانګړی دی. استوګنځی زیاتره وخت د یو اپارتمان په شکل کې وي چې د نورو سره په ګډه ترې ګټه پورته کېږي. یوه کورنۍ تل بېله خونه ترلاسه کوي. مجرد وګړي باید د خپلو هم جنسو سره خونه شریکه کړي.

که چېرې تاسې د کوم ځانګړي لامل له کبله یو خاص عیار شوي استوګنځي ته اړتیا لرئ نو باید د کډوالو چارو د ادارې هرکلي څانګې سره خبرې وکړئ.

که چېرې تاسو ځانګړې اړتیاوې لرئ

که چېرې تاسو په یو ځانګړي ناخوندي حالت کې شتون لرئ نو کېدای شي چې داسې یو استوګنځي کې د اوسېدو حق ولرئ چې ستاسو اړتیاو سره مناسب وي. که چېرې تاسو د استوګنځي په برخه کې ځانګړې اړتیاوې لرئ نو ژر تر ژره خپل مربوطه د کډوالو چارو دفتر سره خبرې وکړئ. موږ خپله پوره هڅه کوو چې تاسو لپاره د حل یوه داسې لاره پیدا کړو چې تاسو پکې ځان خوندي او ډاډه احساس کړئ.

په استوګنځي کې نورو ته په درنه سترګه کتل

د کډوالو چارو اداره غواړي چې د استوګنځي ټول اوسېدونکي ځان خوندي احساس کړي. نو له همدې امله د کډوالو چارو په ټولو استوګنځیو کې د هر ډول الکول او مخدره موادو استعمال په کلکه منع دی. دا مهمه ده چې د استوګنځي ټول اوسېدونکي د یو بل په مقابل کې احترام مراعات کړي او مذهب، کلتور، جنسي تمایل او د مقابل شخص جنس ته له پامه پرته یو بل ته په درنه سترګه وګوري.

هر ډول تاوتریخوالی منع دی او د سویډن د قوانینو له مخې د سرغړونکو سره قانوني چلن کېږي. دا هم د کورنۍ د غړو ترمنځ او هم د کورنۍ څخه دباندې د نورو خلکو سره د تاوتریخوالي پورې اړه لري. تاوتریخوالی باید د ماشومانو د تربیې په موخه یا د کورنۍ د بل غړي په خلاف ونه کارول شي. د هر ډول تاوتریخوالي څخه پولیس ته اطلاع ورکول کېږي.

که چېرې احساس وکړئ چې تاسې د ګواښ، تاوتریخوالي یا بل ډول ناوړه او سپکوونکي چلند سره مخامخ یاست نو په لومړي ګام کې د کمپ د کارکوونکو یا د خپل مربوطه د کډوالو چارو دفتر سره اړیکه ونیسئ. که چېرې ستاسو د استوګنې سیمه کې خیریه موسسې موجودې وي نو کولی شئ چې ورسره خبرې اترې وکړئ. پولیس ته د یو جرم اطلاع ورکولو لپاره په 11414 شمېره زنګ ووهئ. د اضطراري خطر په وخت کې 112 ته زنګ ووهئ.

د ښځو د امنیت لیکه (Kvinnofridslinjen) د هغو ښځو لپاره چې د ګواښ او د بدني، رواني یا جنسي زور زیاتي سره مخ شوي وي، لازمې مشورې او مرستې وړاندې کوي. 020-505050 ته زنګ ووهئ. هغوی په یو څو دقیقو کې ژباړن راپیدا کوي. تاسو کولی شئ د kvinnofridslinjen.se وبپاڼه کې په دې اړه نور معلومات ولولئ. معلومات په ګڼ شمېر ژبو وړاندې شوي دي.

موبل او نور وسایل

استوګنځی په اړینو موبل او اسبابو سمبال وي چې تاسو ترې ګټه پورته کولی شئ. اپارتمان، موبل او اسباب د کډوالو چارو ادارې ملکیت دی او د تخریب په حالت کې کېدای شي پولیس ته اطلاع ورکړل شي. که چېرې په کور کې کوم شی خراب شي یا سم کار نه کوي نو اړینه ده چې ژر تر ژره د کډوالو چارو ادارې مامورینو سره اړيکه ټینګه کړئ. مامورین ځینې وختونه د استوګنځي کتنه کوي ترڅو وګوري چې آیا کوم شی ترمیم ته اړتیا لري.

ستاسې شخصي اموال

ګودام یا نورې خونې چې ښاېي په ودانۍ کې شتون ولري د استوګنځي برخه نه وي. تاسو ته یوه المارۍ درکول کېږي چې تاسو یې قفل کولی شئ خو ستاسو د شخصي سامان مسئولیت ستاسو په خپله غاړه دی. د کډوالو چارو ادارې مامورین اجازه نه لري چې ترڅو چې تاسو په استوګنځي کې میشت یاست دغه المارئ پرانیزي.

مشترک ځایونه

د یوې دوستانه او موافقانه فضا قایمولو لپاره د مشترکو خونو استعمال په بابت کې ځینې مقررات شتون لري. استوګنځي ته د راتګ په وخت به نور مالومات درکړل شي چې ستاسو په ودانۍ کې کوم مقررات نافذ دي.

لاندې مقررات په ټولو استوګنځایونو کې اعتبار لري:

  • ځای پاک ساتل او صفایي
  • دننه د سګړټ څکولو څخه ډډه
  • د موبلو او نورو وسایلو سره د احتیاط څخه کار اخیستل
  • د کورني ژویو ساتلو څخه ډډه

امنیت

په دې لړ کې لاندیني ټکي په پام کی وساتئ:

  • د برېښنا ساکټونو کې بدلون راوستل یا خپله ترمیمول هم د مرګ خطر لري او هم منع دي.
  • که چېرې کوم شی خراب وي نو د کارکوونکو سره اړيکه ټینګه کړئ.
  • دروازه یا د بهر وتلو لارې په دا ډول مه بندوئ چې د اور لګېدو په حالت کې په چټکۍ سره د تېښتې لاره کې خنډ جوړ کړي.
  • د سټلایټ ډش انتن کاسه نصبول هر ځای کې اجازه نه لري نو د کارکوونکو څخه پوښتنه وکړئ چې ستاسې په ودانۍ کې په دې هکله کوم مقررات شتون لري.

د چاپېریال پام وساتئ

د کډوالو چارو اداره ستاسو په همکارئ چاپېریال کې غوره والی راوستل غواړي. نو په دې لړ کې لاندې ټکو ته پام وکړئ:

  • د اوبو، برېښنا او تودوخي په استعمال کې د اصراف څخه ډډه وکړئ
  • کله چې بهر ساړه وي نو کړکۍ ډېر وخت پرانیستې مه پرېږدئ (په داسې حال کې د برېښنا او تودوخې لګښت زیاتېږي).
  • خپل کثافات بېل بېل کړئ. کثافتات او فاضل توکي په ځانګړي کثافتدانیو کې وغورځوئ. ستاسو په ودانۍ کې د دا ډول چارو په هکله مالومات به د کډوالو چارو ادارې مامورینو یا د ودانۍ ساتونکي څخه ترلاسه کړئ.

د کډه کولو یا استوګنځی بدلولو په مهال

د کډوالو چارو اداره د کور، موبلو او د کور نورو وسایلو کتنه کوي ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې ټول څیزونه په خپل ځای پاتې دي او د بل کس چې کور ته کډه راوړي د استعمال وړ دي.

په دې لړ کې لاندیني ټکي په پام کی وساتئ:

  • د هغې اپارتمان صفایي چې تاسو ترې کډه کوئ
  • خپل شخصي اموال له ځانه سره یوسئ. دا مطمئنه نه ده چې د استوګنځي څخه کډه کولو یا د کډوالو چارو ادارې د سیستم څخه بهر کېدو په ترڅ کې مو چې کوم څیزونه پرېښي وي، هغه به بېرته ترلاسه کړئ. هېر شوي یا پاتې شوي څېزونه کېدای شي یا خو وغورځول شي یا خیراتي ادارو ته ورکړل شي او یا پولیسو ته د موندل شوي توکو په صفت وسپارل شي.
  • د استوګنځي کلید د کډوالو چارو ادارې مامورینو ته بېرته وسپارئ.
  • که چېرې تاسو د یو کمپ څخه بل کمپ ته کډه کوئ نو سفر اکثره وخت د ریل یا بس په ذریعه ترسره کېږي. تاسو د ځان سره یو محدود مقدار سامان وړلای شئ. د کډوالو چارو ادارې د یو کمپ څخه بل کمپ ته کډه کولو په وخت د سامان د انتقال په اړه د نورو معلوماتو لپاره د کډوالو چارو ادارې مامورینو سره اړیکه ونیسئ.

په استوګنځي کې د اوسېدو حق امکان لري له منځه ولاړ شي

د کډوالو چارو اداره تاسو ته د پناه غوښتلو په دوران کې د اوسېدو ځای درکوي. کله چې ستاسو د پناه غوښتنې په کیس کې یوه فیصله صادره شي نو کېدای شي دا فیصله ستاسو د اوسېدو د ځای حق هم له منځه یوسي.

Last updated: 21 February 2019

Was the information on this page helpful to you?

Thank you for helping us improve our website!

Thank you for helping us improve our website!

Tell us how we can make this page better*






If you wish to ask the Migration Agency a question you can find our contact details under the heading Contact us.