د پناه غوښتونکي په حیث کار

Arbeta under tiden som asylsökande – pashto

د پناه غوښتنې عریضې ځواب ته د انتظار په موده کې باید تاسو په لومړي ګام کې خپلې اقتصادي ضرورتونه په خپله پوره کړئ. دا کار د خپلې ساتل شوې پانګې څخه ګټه پورته کولو یا د کار کولو له لارې ترسره کولی شئ.

د پناه غوښتنې عریضې فیصلې ته د انتظار په موده کې د کار کولو حق ترلاسه کولو لپاره تاسو ته د کار اجازه درلودلو مکلفیت څخه د معافیت (AT-UND) یو سند درکړل شوی دی.

د پناه غوښتونکي په صفت د کار اجازه ترلاسه کولو شرایط

تاسو د کار اجازه درلودلو شرط څخه په لاندې حالتونو کې معاف یاست:

  • که چېرې تاسو د اعتبار وړ د هویت اسناد وړاندې کړئ او یا په بل ډول خپل هویت ثابتولو کې همکاري وکړئ.
  • که چېرې ستاسو عریضه په سویډن کې څېړل کېږي.
  • که چېرې ستاسو د عریضې اساس په ثابتو دلایلو باندې ولاړ وي. که چېرې ستاسو په کیس کې د هېواد پرېښودلو پرېکړه شوي وي چې سمدستي باید عملي او اجرا شي نو په داسې حالت کې تاسو د کار اجازه درلودلو مکلفیت څخه معافیت (AT-UND) په ساده ژبه د کار کولو اجازه نه لرئ.

دا چې کوم هېواد به ستاسو کیس په غاړه اخلي، د دوبلین قانون له مخې ټاکل کېږي

د هغو کسانو لپاره مالومات د چا په کیس کې چې د هېواد پرېښودلو پرېکړه شوي وي چې باید سمدستي عملي شي

که چېرې تاسو په شرایطو برابر یاست نو تاسو ته یو د ایل ایم آ (LMA) کارت درکول کېږي چې په دې کې AT-UND  (د کار کولو جازه درلودلو مکلفیت څخه معاف) لیکل شوي وي. دا په دې مانا ده چې تاسو د کار جازه درلودلو څخه مستثنی او خلاص یاست. د کار کولو جازه درلودلو مکلفیت څخه معافیت (AT-UND) په عامه توګه تر دې چې اقامه ترلاسه کړئ او یا دا خاوره ترک کړئ، اعتبار لري. که چېرې شکمن یاست چې آیا تاسو د کار کولو جازه درلودلو مکلفیت څخه معافیت (AT-UND) لرئ او که نه نو د خپل مربوطه څانګې سره اړيکه ټینګه کړئ.

د ایل ایم آ (LMA) کارت په اړه نور مالومات دلته ولولئ

که چېرې تاسو د کار کولو جازه درلودلو مکلفیت څخه معافیت (AT-UND) لرئ نو خپل د استوګنې کمون کې د کارموندنې ادارې ته مراجعه وکړئ ترڅو معلومه کړئ چې هلته د کار کوم خالي ځایونه اعلان شوي دي.

د کارموندنې ادارې په وېبپاڼه کې د کار خالي ځایونه او نور ګټور مالومات پیدا کولی شئexternal link, opens in new window

که چېرې تاسو د پناه غوښتنې په موده کې کار پیدا کړئ

که چېرې تاسو د پناه غوښتنې ځواب ته د انتظار په موده کې کار پیدا کړئ نو باید خپل د کار مالک ته دا سند ښکاره کړئ چې تاسو د کار اجازه درلودلو مکلفیت (AT-UND) څخه معاف یاست. دا سند ستاسو د ایل ایم آ (LMA) کارت کې د ۷ ټکي لاندې لیکل شوی وي.

ستاسو د کار مالک باید د کډوالو چارو ادارې مربوطه څانګې چېرې چې تاسو راجستر یاست، ته خبر ورکړي چې تاسو استخدام شوي یاست. د کار مالک باید دا هم څرګنده کړي چې ستاسو کار یا استخدام کوم وخت پای ته رسېږي. د استخدام خبرتیا باید د یو ځانګړې فورمې، چې شمېره یې 152011 ده، له لارې وړاندې شي.

د پناه غوښتونکو د استخدام خبرتیا - د کار مالک لپاره څوک چې پناه غوښتونکي په کار ګوماري، فورمه لمبر 152011 (یواځې په سوېډني ژبه)PDF

که چېرې تاسو د ورځې په سر مالي مرسته ترلاسه کوئ نو مکلف یاست چې د کډوالو چارو ادارې ته خپل نور عاید څرګند کړئ. سربېره پر دې باید د مالیې عمومي ادارې (Skatteverket) سره هم اړیکه ونیسئ ترڅو د انسجام شمېره (samordningsnummer) ترلاسه کړئ. د انسجام شمېره د هغو خلکو لپاره ده چې پېژند شمېره نه لري او د انسجام شمېره د کار کولو په موده کې د مالیې تحویلولو لپاره په کار راځي. که چېرې تاسو ناروغه شئ او کار ته نشئ تللی نو د ناروغۍ حقوق ترلاسه کولو لپاره هم د انسجام شمېرې ته اړتیا لرئ.

د نورو مالوماتو لپاره د مالیې عمومي ادارې سره اړیکه ټینګه کړئ (په انګلیسي ژبه)external link, opens in new window

که چېرې عمر مو د 18 کالو څخه کم وي

که چېرې ستاسو عمر 16 کاله یا زیات وي نو باید په سویډن کې د کار کولو لپاره د کار جواز درلودلو مکلفیت څخه معافي ولرئ. دا هم تاسو چې د کورنۍ سره یوځای راغلی یاست او هم تاسو چې د ځانته راغلیو ماشومانو په جمله کې راغلي یاست، پورې اړه لري.

که چېرې ستاسو عمر د 16 کالو څخه کم وي نو د رخصتۍ ازمیښتي کار، د ساده وظیفو یا کله نا کله کار لپاره د کار جواز درلودلو مکلفیت څخه معافۍ ته ضرورت نه لرئ. دا ضروري نه ده چې د کډوالو چارو اداره ستاسو کار منظور کړي خو ستاسو سرپرست (یا موقتي سرپرست/ګودمان) باید اجازه ورکړي چې تاسو کولی شئ چې کار وکړئ.

دې ته پام وکړئ چې نه یواخې معاش بلکه بل هر ډول مالي جبران د مثال په توګه د ډالۍ کارټ، کیدی شي چې تاسو ته چې هره میاشت کوم اقتصادي مرسته درکول کېږي په هغې حق باندې اغیزه وکړي.

که چېرې ستاسو عریضه رد شي یا د خاورې ترک کولو حکم ترلاسه کړئ

تر کوم وخته پورې چې تاسو د خاورې پرېښودلو په برخه کې همکاري کوئ تر هغې پورې به د کار جواز درلودلو مکلفیت څخه معاف (AT-UND یاست. که چېرې تاسو د خاورې پرېښودو په بهیر کې همکارۍ ته چمتو نه یاست نو بیا د کار جواز درلودلو مکلفیت څخه معافي له منځه ځي.

که چېرې د پناه غوښتنې عریضه مو رد شي

تاسو چا چې فیصلې ته د انتظار په موده کې کار کړی وي کولی شئ چې د منفي ځواب څخه وروسته د کار اجازه وغواړئ.

د منفي ځواب څخه وروسته د کار اجازه غوښتلو لپاره شرایطو په اړه نور مالومات ولولئ (په انګلیسي ژبه)

د کډوالو لپاره د کار او د کار جواز درلودلو مکلفیت څخه معافۍ (AT-UND) په اړه عامې پوښتنې او ځوابونه

Last updated: 22 August 2017

Was the information on this page helpful to you?