د پناه غوښتنې په اړه پرېکړې څخه وروسته
Efter beslut om din ansökan om asyl – pashto
کله چې د کډوالو چارو اداره ستاسې د پناه غوښتنې په اړه پرېکړه وکړي نو تاسو د یوې غونډې لپاره د کډوالو چارو دفتر ته رابلل کېږئ. د غونډې په ترڅ کې مالومات درکول کېږي چې ستاسو په کیس کې کوم ډول پرېکړه شوې او دا ستاسو لپاره څه مانا لري.
- አማርኛ (amhariska)
- العربية (arabiska)
- Azərbaycanca (azerbajdzjanska)
- ب ه سۆرانی (sorani)
- English (engelska)
- Español (spanska)
- پارسی (persiska)
- Français (franska)
- Bosanski, hrvatski, srpski (kroatiska)
- Հայերեն (armeniska)
- Kurmancî (kurmandji)
- Монгол хэл (mongoliska)
- يه دری (dari)
- Arlijan (romani arli)
- Русский (ryska)
- Af soomaali (somaliska)
- Shqip (albanska)
- Swedish (svenska)
- ትግርኛ (tigrinska)
- Oʻzbek (uzbekiska)
- Google+
که چېرې د پناه غوښتنې عریضې ته مو هو وویل شي نو تاسو ته د استوګنې اجازه (اقامه) درکول کېږي او په دې ډول تاسو په سویډن کې د اوسېدو او کار کولو حق لرئ.
په سویډن کې د پاتې کېدو په حالت کې د اړونده شرایطو په هکله نور ولولئ
که چېرې د پناه غوښتنې عریضې ته مو نه وویل شي نو دا مانا لري چې ستاسو د پناه غوښتنې عریضه رد شوې ده. دا به په دې مانا وي چې د کډوالو چارو اداره داسې فکر کوي چې تاسو په سویډن کې د پاتې کېدو لپاره کافي دلایل نه لرئ. که چېرې منفي ځواب ترلاسه کړئ نو بیا دوه لارې لرئ: یا خو تاسو پرېکړه قبلوئ او خپل هېواد ته ستنېږئ او یا د استیناف (شکایت) غوښتنه کوئ.
په سویډن کې پناه غوښتنې ته د منفي ځواب په حالت کې د اړونده شرایطو په هکله نور ولولئ