که چېري تاسو په سویډن کې پاتې شئ
Om du får stanna – pashto
که چېرې تاسو د پناه غوښتنه کړې وي او اقامه مو ترلاسه کړې وي نو په سويډن کې د کار کولو او اوسېدو حق لرئ.
- አማርኛ (amhariska)
- العربية (arabiska)
- Azərbaycanca (azerbajdzjanska)
- ب ه سۆرانی (sorani)
- English (engelska)
- Español (spanska)
- پارسی (persiska)
- Français (franska)
- Bosanski, hrvatski, srpski (kroatiska)
- Հայերեն (armeniska)
- Kurmancî (kurmandji)
- Монгол хэл (mongoliska)
- يه دری (dari)
- Arlijan (romani arli)
- Русский (ryska)
- Af soomaali (somaliska)
- Shqip (albanska)
- Swedish (svenska)
- ትግርኛ (tigrinska)
- Oʻzbek (uzbekiska)
په لاندې پاڼو کې ستاسو لپاره مالومات وړاندې شوي دي چا چې د پناه غوښتنه کړې وي او اقامه یې ترلاسه کړې وي. (ځینې پاڼې په ټولو ژبو کې شتون نه لري.)
که چېرې تاسو د ملګرو ملتونو د پرېکړې پر اساس اقامه ترلاسه کړې وي چې په عامه ژبه ورته سیاسي پناه وئیل کېږي نو اقامه مو تر درېیو کالو پورې اعتبار لري.
د سیاسي مهاجر په حیث د اقامې په اړه نور دلته ولولئ
که چېرې تاسو د متبادل پناه غوښتونکي په حیث اقامه ترلاسه کړې وي نو اقامه مو تر 13 میاشتو پورې اعتبار لري.
د متبادل پناه غوښتونکي په حیث د اقامې په اړه نور دلته ولولئ (په انګلیسي ژبه)
که چېرې تاسو دایمي اقامه ترلاسه کړې وي نو اقامه مو تر هغې اعتبار لري ترڅو چې تاسو په سویډن کې میشت یاست.
د دایمي اقامې په اړه نور دلته ولولئ
که چېرې تاسو د سیاسي کډوال یا متبادل پناه غوښتونکي په حیث دایمي یا موقتي اقامه لرئ نو کیدی شي چې د کورنۍ د غړو بیا پیوستون حق ولرئ.
د کورنۍ د غړو بیا یوځای کېدنې امکاناتو په اړه نور دلته ولولئ
که چېرې تاسو د خپل هېواد پاسپورټ جوړولو امکانات نه لرئ نو کولی شئ چې د کډوالو چارو ادارې ته د پاسپورټ عریضه وکړئ.
د بهرني وګړي پاسپورټ په اړه نور دلته ولولئ (په انګلیسي ژبه)
د بهرني وګړي موقتي پاسپورټ په اړه نور دلته ولولئ (په انګلیسي ژبه)
د سفر جواز (سیاسي پاسپورټ) په اړه نور دلته ولولئ (په انګلیسي ژبه)
که چېرې تاسو غواړئ چې د موقتي اقامې ختمېدو څخه وروسته په سویډن کې پاتې شئ نو باید حتماً د تمدید عریضه وړاندې کړئ.
په دې اړه چې کوم کسان د اقامې د تمدید حق لري نور دلته ولولئ (په انګلیسي ژبه)
که چېرې تاسو یوه موقتي اقامه ترلاسه کړې وي او د کار یا شخصي کاروبار له لارې کولی شئ چې خپل د ژوند مصارف په خپله پوره کړئ نو کولی شئ چې د دایمي اقامې غوښتنه وکړئ.