د هغه کسانو لپاره د اقامت جواز چې د کډوالۍ موقف ورکړل شوی وي
Uppehållstillstånd för dig som har fått status som flykting – pashto
که چیرې تاسو ته د کډوالی موقف درکړل شوی وي تاسو ته به د اقامت دري کلن جواز درکړل شي. که چیرې تاسو ددی جوګه یاست چې د موقتي اقامت د جواز تر پایه خپل ځان حمایت کړی، کیدای شي تاسو د دایمي اقامت د جواز لپاره مستحق وګڼل شی.
ستاسو د موقتي اقامي جواز تاسو ته دا حق درکوي چې تر دریو کالو پوري په سویډن کې ژوند او کار وکړئ. ددې مودي په جریان کې ستاسو د روِغتیايي خدماتو حق د هغه کس سره چې دایمي اقامه لري یو شان دی.
تاسو ته به د اقامې د اجازي کارت ستاسو د اقامې د اجازي د ثبوت په توګه درکړل شي. دغه کارت د هویت د معلومولو یا د سفر سند نه دی تاسو کولی شي چې د هیواد دننه او بهر سفر وکړئ، مګر که چیرې غواړئ چې د سویډن څخه بهر لاړ شي تاسو باید یو باوري پاسپورت او د خپلې اقامي د جواز کارت ولرې ترڅو وکولی شي دوباره سویډن ته داخل شئ.
د اقامې د جواز کارت په اړه نور معلومات ولولی
د احوال نفوس سره ثبتول
کله چې تاسو ته د موقتي اقامت اجازه درکړل شي، تاسو یی باید ژر تر ژره د سویډن د مالېي (Skatteverket) په ادارې کې د احوال نفوس سره ثبت کړئ. مخکې له دې چې، تاسو وکولی شی د مهاجرو لپاره د سویډني ژبي صنفونو کې ګډون وکړئ او د سویډن د ټولنیز خوندیتوب د سیستم څخه ګټه پورته کړئ، راجستر کیدل اړین دي. کله چې تاسو د احوال نفوس سره راجستر شوی تاسو کولی شی د سویډند پيژندګلوی اسناد ترلاسه کړئ چې تاسو به د بانک د حساب د پرانستلو پر مهال ورته اړتیا ولرئ.
د احوال نفوس سره د ثبت لپاره تاسو باید د سویډن د مالیي اداره ته لاړ شي، چیرته چې ستاسو د اوسیدو ځاي، ستاسو مدني حالت( تاسو واده کړي یاست یا نه)، ستاسو تابعت او د زیږیدولو ځای ثبت کیږي. کله چې تاسو د سویډن د مالیي ادارې ته ځې، تاسو باید له ځانه سره خپل د اقامت کارت او همدارنګه د پیژندګلوی باوري اسناد یوسئ. که چیرې ستاسو د پیژندګلوی اسناد د سویډن د مهاجرت ادارې د ځانه سره ساتلي وي، تاسو کولی شي چې د کاپی غوښتنه یی وکړئ. کاپی باید د یو کس په وسیله لاسلیک شي، ترڅو تصدیق شي چې کاپی او اصلی سره ورته دي. دغه کس باید خپل نوم په غټو حروفو کې ولیکي خپل د تماس شمیره دي هم ورکړي.
د احوال نفوس په اړه د سویډن د مالیي ادارې معلومات (په انګلیسي ژبه)
مرستندویه فعالیتونه
که تاسو ته په دې ورستي وخت کې په سویډن کې د استوګنې اجازه درکړل شوې وي او تاسو د کار کولو حق لرئ، تاسو ښایي د کار تللو لپاره د مرستندویه فعالیتونو حق ولرئ. مرستندویه فعالیتونه هغه فعالیتونو ته ویل کیږي چې ستاسو سره په ځینې شیانو، لکه سویډني ژبې زده کولو، کار له په تللو او پخپله د خپلې مرستې کولو په برخه کې مرسته کوي. Arbetsförmedlingen د سویډن د عام استخدام خدمت (Swedish Public Employment Service) د مرستندویه فعالیتونو او په سویډن کې د کار لټوونکو سره د مرستې کولو مسؤل وي. تاسو په دې اړه نور معلومات چې په ګڼ شمیر ژبو کې موجود دي، په Arbetsförmedlingen ویب پاڼه موندلی شئ.
د مرستندویه فعالیتونو په اړه معلومات په Arbetsförmedlingen موندلی شئ (په انګلیسي ژبه)
د کارموندنې اداره کولای شي تاسو سره د ۶۵ کلنۍ عمر، چې په سویډن کي د تقاعد ترټولو عادي عمر دی، ته د رسېدو تر وخته د کار پیدا کولو په برخه کې مرسته وکړي. هغه کسان چې په زیات عمر کې سویډن ته راځي اکثره په ډېره کمه اندازه یا هیڅ د تقاعد حقوق نه ترلاسه کوي. که چېرې تاسو د تقاعد حقوق چې ستاسو د ژوند مصارف پوره کړي، څخه برخمن نه یاست نو کولای شئ چې د تقاعد عمومي ادارې ته مراجعه وکړئ او د زیات عمره خلکو لپاره د نفقې د مالي مرستې غوښتنه وکړئ.
په سویډن کې کار کول
تاسو چا چې درې کلنه لنډمهاله اقامه ترلاسه کړې وي کولای شئ په سویډن کې کار وکړئ. که چېرې تاسو د لنډمهاله اقامې د ختمېدو په وخت داسې یو کار ولرئ چې خپل د ژوند مصارف پرې پوره کولی شئ نو بیا د دایمي اقامې ترلاسه کولو غوښتنه کولی شئ.
د کار لپاره د غوښتنلیک ورکول پر وخت د ځان سره د هغه اسنادو کاپي راوړی چې په سویډن کې ستاسو د اوسیدو او کار کولو د حق ښکارندوی وي. همدارنګه د اقامت د جواز کارت هم د ځانه سره را واخلی. ګمارونکی غواړي وپوهیږي چې تر څه وخت پوري تاسو په سویډن کې د کار کولو اجازه لری او ایا په سویډن کې ستاسو د کار جواز خو کوم محدودیت نه لري. ګمارونکی به ستاسو د اسنادو کاپی غواړي او د سویډن د مالیي ادارې ته به خبر ورکوي چې تاسو ګمارل شوي یاست.
د کورنۍ دوباره یوځای کیدل
که چیرې تاسو ته د کډوال موقف درکړل شوي وي، ستاسو کورنې کولی شي چې د اقامت د جواز لپاره غوښتنلیک ورکړي ترڅو په سویډن کې له تاسو سره یوځای شي. یواځې ستاسو میړه، ښځه، راجستر شوی ملګری یا قانوي میره/میرمن او د 18 کالو څخه کم عمر لرونکي ماشومان کولی شي د اقامت د جواز لپاره غوښتنلیک ورکړي. تاسو او ستاسو د ژوند ملګری دواړه باید لږ تر لږه 21 کاله عمر ولري. تاسو باید سویډن ته له راتګ د مخه سره یوځای اوسیدلی اوسئ. که چیري تاسو شریک ماشومان ولری، د عمر په اړتیا کې کیدای شي استثناء رامنځته شي. ستاسو کورنۍ ته یواځي تر هغه مودې د اقامت جواز ورکول کیدای شي، تر کومي مودي پوري چې ستاسو د اوسیدو جواز د اعتبار وړ وي.
که چیري تاسو د کورنۍ د دوباره یوځای کیدو مستحق یاست، تاسو به د څارني د اړتیا حقدار وګڼل شی. دا په دي معنی ده چې تاسو باید ددی وړتیا ولري چې خپل ځان او کورنۍ مو حمایت کړئ. همدارنګه تاسو باید په کافي اندازه لوی او په مناسبو معیارونو برابر کور ولري، ترڅو وکولی شي چې سویډن ته ستاسو د کورنۍ د راتګ سره يوځای ژوند وکړئ.
د کورنۍ د دوباره یوځای کیدو او د څارنې د اړتیا په اړه لازیات معلومات ولولی
د اقامت اجازه بیرته اخیستل کیدای شي
د اقامت اجازه په هغه صورت کې هم بیرته اخیستل کیدای شي، که چیرې تاسو د غوښتنلیک د ورکولو پر مهال خپل هویت ناسم ښودلی وي، یا تاسو په عمدي ډول دروغ ویلي وي یا د هغه څه په ذکر کولو کې چې د اقامت د جواز د ترلاسه کولو لپاره اړین وو، پاتې راغلی یاست. که چیرې تاسو د یو جرم مرتکب کیږي، محکمه کولی شي ستاسو د رد مرز په اړه فیصله وکړي. د مهاجرت اداره به بیا ستاسو د اقامت جواز له تاسو بیرته واخلي. حتی که تاسو د متعددو کلونو لپاره هم اجازه ولری بیا هم ستاسو د اقامت جواز بیرته اخیستل کیدای شي.
د موقتې اقامت د جواز تمدید
کله چې ستاسو د لنډمهالې اقامې د اعتبار موده ختمه شي نو کولی شئ چې د تمدید غوښتنه یې وکړئ. که چېرې تاسو اوس هم پناه ته اړتیا لرئ نو کېدی شي د تمدید غوښتنه مو منظوره شي. په ځینې شرایطو کې که چېرې تاسو په سویډن کې د پاتې کېدو لپاره نور دلایل ولرئ نو بیا هم کولی شئ چې اقامه ترلاسه کړئ.
د اقامې د تمدید په اړه نور دلته ولولئ (په انګلیسي ژبه)
استناف ته درخواست کول
دا مکنه نه ده چې د موقتي اقامت د جواز د قرار په اړه استناف ته درخواست ور کړی.
ستاسو لپاره چه د استوګنی د اجازی سره سویډن ته نوی راغلی یاست، مالومات
دی ته پاملرنه وکړی چه د استوګنی د اجازی پریکړه وساتۍ. د دولتی مقامونو او نوروسازمانونو سره د تماس په وخت کی به تاسی د هغه نه کار اخلۍ.
د نفوسو د احوالو د ثبتولو او د سویډنی شخصی شمیری د اخیستلو لپاره تاسی باید Skatteverket ته مراجعه وکړۍ.
د ټولنیز مصئونیت په سیستیم کی د ثبتولو لپاره تاسی باید Försäkringskassan ته مراجعه وکړۍ.
ځنی کومونی یا ښاروالۍ د کور د پیداکولو شرکتونه لری، هلته تاسی کولای شۍ د کور غوښتنه وکړۍ. ښاروالی کولای شی د کورونو د شخصی شرکتونو په هکله تاسی ته مالومات درکړی.
هغه کومون کی چه تاسی هلته ژوند کوۍ، د ماشومانو لپاره د وړکتون او ښونځی وړاندیز هم کوی.
که تاسی د کډوال په حیث سویډن ته راغلی یاست، تاسی کولای شۍ د کور د اسبابو د اخیستلو لپاره د پور غوښتنه وکړۍ. www.csn.se/hemutrustningslan
د روغتیایی چارو په هکله د خپلی استوګنی د منطقی سره تماس ونیسۍ. په ټول هیواد کی روغتیایی مرستی په Vårdguiden 1177 پیدا کړۍ.
د بهرنیانو لپاره د سویډنی ژبی(SFI) د زده کړو په هکله د خپلی کومون سره تماس ونیسۍ. لاندی انترنیټی پاڼه هم وګورۍ. Sveriges kommuner och regioner
که تاسی د کار پلټنه کوۍ، نو تاسی باید په Arbetsförmedlingen کی ځان ثبت کړۍ.
د تقاعد عمومي ادارې په وبپاڼه کې ستاسو لپاره چې په تېر عمر کې سویډن ته راغلي یاست او ډېر کم د تقاعد حقوق ترلاسه کوي او یا هیڅ د تقاعد حقوقو څخه برخمن نه یاست، د زیات عمره خلکو لپاره د نفقې مالي مرستې په اړه په سوېډني ژبه لازم معلومات وړاندې شوي دي.
د لوړو زده کړو په موسسو یا پوهنتون کی د زده کړو په هکله مالومات، تاسی کولای شۍ په Antagning.se یا studera.nu
پیدا کړۍ.
د زده کړو د اقتصادی مرستو په هکله د مالومات لپاره CSN, Centrala studiestödsnämnden ته مراجعه وکړۍ.
د موټروانۍ د لایسینس په هکله د مالوماتو لپاره Transportstyrelsen ته مراجعه وکړۍ.
د رایو ورکولو د حق په هکله د مالومات لپاره Valmyndigheten ته مراجعه وکړۍ.
د سویډن د ښونځیو په هکله مالومات له Skolverket نه په د سویډن د ښونځیو په هکله کی پیدا کړۍ
د سویډن په هکله په څو ژبو ټولنیز مالومات د سویډن په هکله مالومات کی شته دۍ.
د سویډن په هکله نور زیات ټولنیز مالومات د سویډن اینستیتوت په انترنیټی پاڼه کی شته دۍ.
په سلام سلام سویډنه! کی داسی ساده او الهام ورکوونکی فیلمونه شته دی چه دا ښکاروی چه په سویډن کی کارونه په کوم ډول ترسره کیږی.
د www.informationsverige.se سویډنی زده کړۍ په برخه کی تاسی داسو پروګرامو ته لینکونه پیدا کولای شۍ چه هلته په خپله سوډنی ژبه زده کړۍ.
د Konsumentverket مالوماتی خذمت به د رانیولو او قراردادونو په هکله تاسی ته مشوری درکړی.