د فاميل بيا يوځاي کيدنه

Familjeåterförening – pashto

ستاسې د فاميل ستاسې سره د اوسيدنې لپاره سويډن ته راتګ په هغه د اوسيدو اجازه او ساتنې په موقعيت اړه لري کوم چي تاسې ترلاسه کړې وي۔ که تاسې د فاميل سره د بيا يوځاي کيدنې حق لرۍ تاسې د توښې د مقرراتو د لاندې ياست۔

دا يقيني نه ده چي ستاسې فاميل ستاسې سره د يوځاي کيدنې لپاره سويډن ته راتلې شي که چيرې تاسې د اوسيدو اجازه هم ترلاسه کړې وي۔ که تاسې د دايمي اوسيدو اجازه لرۍ يا د يو مهاجر په حيث د ساتنې موقعيت لرۍ، ستاسې فاميل سويډن ته ستاسې سره د يوځاي کيدنې لپاره د اوسيدو د اجازې غوښتنه کولاي شي۔ که تاسې د ساتنې موقعيت د ټاکل شوې ساتنې وي، ستاسې د فاميل ستاسې سره د يوځاي اوسيدنې لپاره سويډن ته د راتګ امکان ډير کم دې۔

څوک د فاميل سره د بيا يوځاي کيدنې حق لري؟

د فاميل سره د بيا يوځاي کيدنې حق ستاسې د ساتنې په موقعيت اړه لري او په ځيني پيښو کې دا اړه لري چي تاسې کله د پناه لپاره غوښتنه کړې ده۔

ستاسې فاميل امکان لري چي ستاسې سره د يوځاي کيدنې لپاره د اوسيدو د اجازې لپاره غوښتنه وکړي که چيرې تاسې

د دايمي اوسيدو اجازه ترلاسه کړې وي

  • د يو مهاجر په توګه مو د ساتنې موقعيت ترلاسه کړې وي
  • د مرستونې ساتنې سره مو د ساتنې موقعيت ترلاسه کړې وي او د 24 نومبر 2015 نه مو وړاندې د پناه غوښتنه کړې وي۔
  • که تاسې د ساتنې موقعيت د ټاکل شوې ساتنې ته اړتيا لرونکې په حيث ترلاسه کړې وي او د نومبر 24، 2015 نه مو وړاندې د پناه لپاره غوښتنه کړې وي۔

يوازې ستاسې قريبې فاميل دلته ستاسې سره د اوسيدو لپاره راتلې شي

ستاسو مېرمن، څښتن، غیر رسمي د ژوند ملګری یا راجستر شوی د ژوند ملګری او د ۱۸ کالو نه کم ماشومان ستاسو د کورنۍ نږدې غړو څخه شمېرل کېږي. که چېرې تاسو موقتي اقامه ترلاسه کړې وي نو بیا نور خپلوان او یا د ۱۸ کالو څخه پورته اولاد نشي کولای چې تاسو سره سویډن ته راشي. که چېرې ستاسو عمر د ۱۸ کالو نه کم وي نو ستاسو مور او پلار ستاسو نږدې کورنۍ شمېرل کېږي.

که چيرې تاسې د دايمې اوسيدو اجازه ترلاسه کړې وي بيا هغه کس کوم سره چي تاسې په سويډن کې د واده کولو، يا بغير د نکاح اوسيدلو اراده لرې، هغوي ستاسې سره د اوسيدو لپاره د اوسيدو د اجازې غوښتنه کولاي شۍ۔

که چيرې تاسې د مؤقتي اوسيدو اجازه ترلاسه کړي وي تاسې او ستاسې ملګرې دواړه به خامخه د 21 کالو يا زيات عمر ياست د هغه يا هغې لپاره چي د اوسيدو اجازه ترلاسه کولو جوګه شي۔ تاسې به سويډن ته د راتګ نه وړاندې خامخه يوځاي اوسيدلې ياست۔ د عمر د شرط نه تاسې خلاصې ترلاسه کولاي شۍ که تاسې ماشومان لرۍ۔

ستاسې فاميل يوازې د هومره مودې لپاره د اوسيدو اجازه ترلاسه کولاي شي تر څومره مودې پورې چي ستاسې اجازه اتباري وي۔

د توښې مقررات

که چيرې تاسې د فاميل سره د يوځاي کيدنې حق لرۍ نو تاسې د توښې د مقرراتو غوښتنه کولاي شۍ۔ د دې مطلب دا دے چي تاسې بايد د خپل ځان او خپل فاميل د مرستې جوګه ياست۔ تاسې به د مناسب کچ او معيار استوګنځاي هم لرۍ چي تاسې په کې يوځاي اوسيدلې شۍ کله چي ستاسې فاميل سويډن ته راشي۔

ستاسې د ژوند وسيله

تاسې بايد دا څرګنده کړۍ چي تاسې د روانې دندې نه عايد ترلاسه کوۍ چي تاسې خپل ځان او هغه د فاميل غړې چي د اوسيدو د اجازې غوښتنه کوي، مرسته کولاي شۍ۔ لاندينې د دندې سره تړلې عايد ګڼل کيږي:

  • د دندې نه مزدوري
  • د بې روزګارۍ د بيمې ګټې
  • د ناروغتيا ګټې
  • د عايد په بنسټ د بوډاوالي وظيفه

که چېرې تاسو دومره سرمایه ولرئ چې په ګټه یې ستاسو او ستاسو د کورنۍ د غړو چې د اقامې غوښتنه لري، د ژوند مصارف پوره کېږي، نو بیا هم تاسو دغه شرط پوره کوئ.

ستاسې عايد

ستاسې عايد بايد څومره زيات وي چي تاسې د خپل فاميل د خوراک څښاک اړتياوي پوره کړۍ، دا ستاسې د کورنۍ په ستروالي او خرڅې اړه لري۔ تاسې به خامخه دومره عايد لرۍ چي د کور د کرا ادا کولو د خرڅ نه وروستو د يو نورمال مقدار برابر وي۔ د دې مطلب دا دے چي د هره مياشت د کور د کرا ادا کولو نه وروستو ستاسې سره دومره روپۍ پاتې شي چي د نورو شيانو سره د خوراک، کالو، روغتيا ساتنې شيان، د تيليفون بل، د کورنۍ خرڅ (د مثال په توګه بريښنا)، بيمه او د وختي کوچنو اړتياويو لپاره پوره وي۔

د 2018 لپاره نورمال مقدار دے:

  •  4 814کرونا د يو بالغ په سر
  • 7 952 کرونا د ژوند د ملګري يا بغير د نکاح ملګري ساتلو لپاره
  • 2 554 کرونا د هغه ماشومانو لپاره چي عمر يې د 6 کالو پوري وي، په شمول د شپږو کالو
  • 2 940 کرونا د 7 کالو يا د دې نه زيات عمر پورې ماشومانو لپاره

ستاسې استوګنځاي

تاسې به خامخه د خپل ځان او خپل فاميل لپاره د مناسب کچ او معيار استوګنځاي لرۍ۔ د دوه بالغانو لپاره چي ماشومان نه لري استوګنځاي د مناسب کچ دے که چيرې دغلته يو پخلنځې او کم نه کم يوه کوټه وي۔ که ماشومان په استوګنځاي کې اوسيږي نو دغلته به خامخه ډيرې کوټې وي۔ دوه ماشومان په يوه کوټه کې اوسيدلې شي۔

دا روغه ده که تاسې د يو دريمګړې ډلې په حيث يو استوګنځاي په کرا نيسۍ ولې دغه تړون به د کور د مالک، د کورونو د ادارې يا د کرا د کميټې په رضا شوے وي۔

تاسې به خامخه د هغه وخت نه چي ستاسې فاميل سويډن ته راورسي د استوګنځاي د کارولو جوګه ياست۔

د مرستې د مقرراتو نه مستثنې

د امنيت او کور مقررات په تاسې نه تطبيقول کيږي که چيرې تاسې

  • د 18 کالو نه کم عمر ماشوم ياست
  • تاسو چې سیاسي کډوال یا متبادل پناه غوښتونکی یاست او د کورنۍ غړو مو ستاسو د قبولۍ څخه د درېیو میاشتو دننه دننه د اقامې عریضه وړاندې کړې وي. دا صرف په هغې حالت کې صدق کوي چې د کور غړی مېرمن، څښتن، د ژوند ملګری یا راجستر شوی د ژوند ملګری او یا د ۱۸ کالو نه کم ماشوم څخه یو وي او د اروپایي ټولنې څخه دباندې بل هېواد کې د یوځای کېدو امکان موجود نه وي. ستاسو او ستاسو د ژوند د ملګري ترمنځ باید یوه ثابته شوې رشته موجوده وي. که چېرې دغه خپلوي د هېواد څخه دباندې رامنځته شوې وي نو په دې حالت کې خپلوي هله ثابته شوې رشته ګڼل کېږي چې تاسو سره واده کړې وي او یا مو غیر رسمي ګډ ژوند پیل کړی وي. که عریضه د هېواد دننه وشي نو باید خپلوي په سویډن کې د قانوني هستوګنې په دوران کې رامنځته شوې وي
  • د فاميل غړي لرۍ چا چي د اوسيدو د اجازې لپاره په 20 جولايي 2016 يا د دغه نه وړاندې غوښتنليک وړاندې کړې وي
  • د فاميل يو غړې لرۍ چي د خپل د اوسيدو د اجازې د غزونې لپاره غوښتنه کوي۔

د غیر رسمي ګډ ژوند څخه مراد هغه جوړه ده چې واده یې نه وي کړی خو د ژوند د ملګرو په حیٍث ګډ ژوند کوي.

د فاميل د روابطو او توښې د مقرراتو پوښتنليک

کله چي ستاسې د فاميل غړي په سويډن کې ستاسې سره د اوسيدو لپاره د اوسيدو د اجازې لپاره غوښتنليک وړاندې کړې وي تاسې بايد د روابطو په هکله د يو پوښتنليک ځوابونه ورکړۍ۔ تاسې چي د توښې د مقرراتو له لارې پوره شوي ياست به خامخه د دې څرګندولو جوګه ياست چي تاسې خپله او د فاميل د هغه غړي چي د اوسيدو د اجازې لپاره غوښتنه کوي مرسته کولاي شۍ او دا چي تاسې يو استوګنځاي لرۍ کوم چي ستاسې د اوسيدو لپاره کافي او ښه دے۔ ستاسې ځوابونه ستاسې د فاميل د غړو د غوښتنليک د مهاجرتي ډلې د تشخيص، لپاره مهم دي او دا هم مهم دي چي تاسې د پوښتنليک ډکولو لپاره په مقرر شوي وخت کې دننه د سوالونو ځوابونه ورکړۍ۔

که تاسې د کور او امنيت مقررات نه پوره کوۍ ستاسې د فاميل د اوسيدنې د اجازې غوښتنليک به رد کړل کيږي۔

که تاسې دايمي دنده او غزيدلې وخت لپاره د اوسيدو تړون نه لرۍ تاسې بايد دا څرګنده کړۍ چي تاسې د ساتنې مقررات پوره کوۍ که يو ځل بيا موږ ستاسې د فاميل د غوښتنليک پلټل کوو۔

دا مهم دي چي تاسې په وخت غوښتنليک وړاندې کړۍ

که چيرې ستاسې فاميل ستاسې د اوسيدو د اجازي ترلاسه کولو نه وروستې په درې مياشتې کې دننه د اوسيدو د اجازي لپاره غوښتنه کوي، د توښې مقررات په تاسې نه تطبيقول کيږي۔ له دغه امله دا مهمه ده چي غوښتنليک په وخت داخل کړۍ۔

د دې يقينې کولو لپاره چي ستاسې غوښتنليک ژر تر ژره وړاندې کړې شوے دے، د غوښتنې د ټولو نه غوره لار دا ده چي تاسې د خپل فاميل لپاره د ويب له لاري غوښتنليک داخل کړۍ۔ که تاسې د فاميل د استازي په توګه د خپل فاميل لپاره غوښتنه کوۍ نو تاسې به يو وکالتليک ته اړتيا لرۍ۔ کله چي د مهاجرت ډلې ستاسې غوښتنليک ثبت کړې وي ستاسې د فاميل څخه به دا غوښتنه کيږې چي سويډيش سفارتخانې يا قونصل خانې ته تلو لپاره د ملاقات وخت واخلي۔

د خپل فاميل د اوسيدنې د اجازې لپاره ويب غوښتنليک ته لاړ شۍ

د خپل فاميل د اوسيدو د اجازي لپاره د غوښتنې په هکله زيات ولولې

وکالت خط څه شی دی؟

وکالت خط د هغه لاسلیک شوی سند  څخه عبارت دي چې ددی پوسیله د اوسیدو جواز لپاره د درخواست کوونکي کس لخوا بل کس د نوموړي د استازیتوب امکان برابروي. وکالت خط د مثال په توګه کیدای شي یو کس ته ددي حق ورکړي چې داقامت د اجازې لپاره غوښتن لیک ورکړي، د تصمیم په اړه د دلایلو څخه خبر کړای شي یا د بل کس لخوا د تجدید النظر غوښتنه وکړي.  وکالت خط باید د هغه کس لخوا ولیکل شي چې خپل صلاحیت بل کس ته سپاري او باید د مهاجرت د ادارې لخوا د غوښتني په صورت کې په اصلی حالت کې د وړاندې کولو وړ وي.

ددي لپاره چې یو باوري وکالت خط ولرو، لاندي شیان باید پکې شامل وي.

  • چې دا یو وکالت خط دی 
  • د هغه کس نوم، د زیږیدو نیټه او ادرس، چې خپل صلاحیت بل ته ورکوي
  • هغه کس ته چې واک ورکول کیږي، د کومو کارونو د ترسره کولو صلاحیت لري 
  • هغه کس ته چې واک ورکول کیږي د هغه نوم، د سویډن د پیژند پاڼي شمیره او ادرس  
  • د هغه کس لاسلیک چې بل ته واک ورکوي
  • د وکالتنامې د لاسلیک نیټه او ځای لیکل شوی وي.

د غوښتنليک کتنه وکړۍ

کله چي ستاسې د فاميل غړي غوښتنليک وړاندې کړې، هغه به يو (کوډ لمبر) ترلاسه کړي۔ له دې لمبر په کارولو تاسې دا کتلې شۍ چي آيا غوښتنليک د مهاجرت ډلې ثبت کړې دے يا پري څه پريکړه شوې ده۔

د غوښتنليک کتنه وکړې

Last updated: 8 February 2018

Was the information on this page helpful to you?

Thank you for helping us improve our website!

Thank you for helping us improve our website!

Tell us how we can make this page better*






If you wish to ask the Migration Agency a question you can find our contact details under the heading Contact us.