د پناه غوښتونکو لپاره دایمي اقامه

Permanent uppehållstillstånd för asylsökande – pashto

که چیري تاسو ته دایمي اقامه درکړل شوه، تاسو په سویډن کې د هر بل اوسیدونکي  په څیر د ژوند او کار کولو حقدار یاست.

ستاسو دایمي اقامه تر هغه د اعتبار وړ ده تر څو چې په سویډن کې ژوند کوئ.  تاسو به د استوګني د اجازي کارت ترلاسه کړئ، چې ستاسو د اقامت د اجازي لرلو ثبوت کڼل کیږي. دغه کارت د هویت د معلومولو یا د سفر سند نه دی.   تاسو کولی شي چې د هیواد دننه او بهر سفر وکړئ، مګر که چیرې غواړئ چې د سویډن څخه بهر لاړ شي تاسو باید یو باوري پاسپورت او د خپلې اقامي د اجازي کارت ولرې ترڅو وکولی شي دوباره سویډن ته داخل شئ.  همدارنګه تاسو باید د محکمي د حکم خبرتیا هم له ځانه سره وساتئ، ترڅو تاسو ته دایمي اقامه درکړل شي. که چیرې تاسو د نورو دولتي ادارو سره په اړیکه کې شئ، دا به ستاسو لپاره ګټوره وي.

تاسو اړتیا نه لري چې د اقامت د اجازې د تمدید لپاره غوښتن لیک ورکړئ، مګر د اقامت د اجازي کارت يواځي د پنځه کالو لپاره د اعتبار وړ دی. د نوې اقامت کارت د ترلاسه کولو لپاره تاسو باید د سویډن د مهاجرت د ادارې څخه لیدنه وکړئ ترڅو ستاسو انځور او د ګوتو نښانونه دوباره واخیستل شي.

د اقامت کارتونو په اړه  لازیات ولولی

د احوال نفوس سره ثبتول

کله چې تاسو ته د دایمي اقامت اجازه درکړل شي، تاسو یی باید ژر تر ژره د سویډن د مالې (Skatteverket) په ادارې کې د احوال نفوس سره ثبت کړئ. مخکې له دې چې تاسو د مهاجرو لپاره د سویډني ژبي  صنفونه واخلئ او د سویډن د ټولنیز خوندیتوب د سیستم څخه ګټه پورته کړئ، د احوال نفوس سره راجستر کول اړین دي. کله چې تاسو د احوال نفوس سره راجستر شوی تاسو کولی شی د سویډن د پيژندګلوی اسناد ترلاسه کړئ چې تاسو به د بانک د حساب د پرانستلو پر مهال ورته اړتیا ولرئ. 

د احوال نفوس سره د ثبت لپاره تاسو باید د سویډن د مالیي اداره ته لاړ شي، کوم چې ستاسو د اوسیدو ځاي، ستاسو مدني حالت( تاسو واده کړي یاست یا نه)، ستاسو تابعت او د زیږیدولو ځای ثبتوي. کله چې تاسو د سویډن د مالیي ادارې ته ځې، تاسو باید له ځانه سره خپل اقامت کارت او همدارنګه د پیژندګلوی باوري اسناد یوسئ. که چیرې ستاسو د پیژندګلوی اسناد د سویډن د مهاجرت ادارې له ځانه سره ساتلي وي، تاسو کولی شي چې د کاپی غوښتنه یی وکړئ. کاپی باید د یو کس په وسیله لاسلیک شي، ترڅو تصدیق شي چې کاپی او اصلی سره ورته دي. دغه کس باید خپل نوم په غټو حروفو کې ولیکي خپل د تماس شمیره دي هم ورکړي.

د احوال نفوس په اړه د سویډن د مالیي ادارې معلومات (په انګلیسي ژبه)external link, opens in new window

مرستندویه فعالیتونه

که تاسو ته په دې ورستي وخت کې په سویډن کې د استوګنې اجازه درکړل شوې وي او تاسو د کار کولو حق لرئ، تاسو ښایي د کار تللو لپاره د مرستندویه فعالیتونو حق ولرئ. مرستندویه فعالیتونه هغه فعالیتونو ته ویل کیږي چې ستاسو سره په ځینې شیانو، لکه سویډني ژبې زده کولو، کار له په تللو او پخپله د خپلې مرستې کولو په برخه کې مرسته کوي. Arbetsförmedlingen د سویډن د عام استخدام خدمت (Swedish Public Employment Service) د مرستندویه فعالیتونو او په سویډن کې د کار لټوونکو سره د مرستې کولو مسؤل وي. تاسو په دې اړه نور معلومات چې په ګڼ شمیر ژبو کې موجود دي، په Arbetsförmedlingen ویب پاڼه موندلی شئ.

د مرستندویه فعالیتونو په اړه معلومات په Arbetsförmedlingen موندلی شئ (په انګلیسي ژبه)external link, opens in new window

د کورنۍ دوباره یوځای کیدل

که چیرې تاسو ته دایمي اقامت اجازه درکړل شوي وي، ستاسو کورنې کولی شي چې د اقامت د اجازې لپاره غوښتن لیک ورکړي ترڅو په سویډن کې له تاسو سره یوځای شي.

تاسو کیدای شي د څارني د اړتیا حقدار وګڼل شی. دا په دي معنی ده چې تاسو باید ددی وړتیا ولري چې خپل ځان او کورنۍ مو حمایت کړئ. همدارنګه تاسو باید په کافي اندازي لوی او په مناسبو معیارونو برابر کور ولري، ترڅو وکولی شي چې سویډن ته ستاسو د کورنۍ د راتګ سره يوځای ژوند وکړئ.

د کورنۍ د دوباره یوځای کیدو  او د څارنې د اړتیاپه اړه لازیات معلومات ولولی

د اقامت اجازه بیرته اخیستل کیدای هم شي

که چیرې تاسو سویډن پریږدئ ستاسو د اقامت اجازه به درڅخه بیرته واخیستل شي. که چیرې تاسو د سویډن د مهاجرت اداره، د خپلې دایمي اقامې د ساتلو په اړه خبر کړئ، بغیر له دې چې ستاسو اقامه متأثره شي تاسو کولی شی تر دوه کالو پوري د سویډن څخه بهر ووسیږی.

که چیرې د دوه کالو په تیریدو سره سویډن ته دوباره و نګرځیدئ، د مهاجرت اداره کیدای شي ستاسو د اقامت اجازه له تاسو بیرته واخلي. د اقامت اجازه په هغه صورت کې هم بیرته اخیستل کیدای شي، که چیرې تاسو د غوښتن لیک د ورکولو پر مهال خپل هویت ناسم ښودلی وي، یا تاسو په قصدآ دروغ ویلي وي یا د هغه څه په ذکر کولو کې چې د اقامت د اجازې د ترلاسه کولو لپاره اړین وو، پاتې راغلی یاست. که چیرې تاسو د یو جرم مرتکب کیږي، محکمه کولی شي ستاسو د رد مرز په اړه فیصله وکړي.  د مهاجرت اداره به بیا ستاسو د قامت اجازه له تاسو بیرته واخلي. حتی که تاسو د متعددو کلونو لپاره هم اجازه ولری بیا هم ستاسو د اقامت اجازه بیرته اخیستل کیدای شي.

د خپلې دایمي اقامې د ساتلو خبرتیا

بل هیواد کې د اوږدي مودې لپاره د اوسیدو او د خپلې دایمي اقامي د ساتلو لپاره تاسو باید 186011 شمیره د Anmälan om att få behålla permanent uppehållstillstånd (د دایمي اقامې د ساتني خبرتیا) فورمه ډکه کړئ. فورمه migrationsverket@migrationsverket.se یا

Migrationsverket
601 70 Norrköping

ته واستوئ. ستاسو خبرتیا باید د سویډن د پریښودلو څخه یوه اونۍ مخکې د سویډن د مهاجرت ادارې ته ورسیږي. که چیرې ستاسو سفر فسخه کیږي تاسو باید د سویډن د مهاجرت اداره په هماغه ورځ چې تاسو د سفر قصد درلود خبر کړئ.

Anmälan om att få behålla permanent uppehållstillstånd, blankett nummer 186011 (په سوېډني ژبه)PDF

د دایمي اقامت د ساتلو خبرتیا، د 187011 شمیرې فورمه (په انګلیسي ژبه)PDF

د هغه کسانو لپاره معلومات چې د اقامې اجازه لري او سویډن ته نوي راغلي وي

UR تازه مهاجرexternal link, opens in new window په سویډن کې د حقونو او مسوليتونو په اړه د پروګرامونو یوه لړۍ ده.

د مستهلکینو د ادارې مالوماتي څانګهexternal link, opens in new window د پیر یا یو قرارداد په اړه پوښتنو په وخت ګټه ورې مشورې درکولی شي.

ځینې ښاروالی د ښاري کورونو اداره په غاړه لري، چیرته چې تاسو کولی شي د استوګنځای لټه وکړئ. ښاروالی همدارنګه کولی شي تاسو ته د موجر په اړه مشوره درکړي.

که چیرې ستاسو عمر18 کاله یا زیات وي، تاسو کولی شئ د کور د مزین کولو لپاره د قرضي غوښتن لیک ورکړئ.  www.csn.seexternal link, opens in new window

په هغه ښاروالی کې چې تاسو پکې ژوند کوي، تاسو  ته به د ماشوم  د پاملرنې او د ماشومانو د ښوونځي خدمات وړاندې کوي.

د مهاجرو لپاره د سویډنې ژبې د صنفونو اړوند پوښتنو لپاره تاسو باید د هغې ښاروالۍ سره چې پکي ژوند کوي په اړیکه کې شئ.  همدارنګه ویب سایټ د Sveriges kommuner och landsting. external link, opens in new window لپاره وګورئ

که چیرې تاسو د دندې په لټه کې یاست کولی شي د Arbetsförmedlingen.external link, opens in new window سره ځان راجستر کړئ

د روغتيايي خدمتونو په اړه پوښتنو په وخت خپل مربوطه ولایتی شورا او يا د سيمې شورا سره اړیکه ټینګه کړئ. د 1177 د روغتيایی چارو لارښود له لارې په ټول هېواد کې روغتیايي خدمتونه ومومئ.external link, opens in new window

د لوړو زده کړو په موسسې یا پوهنتون کې د درس ویلو اړوند معلوماتو په Antagning.seexternal link, opens in new window  یا  studera.nuexternal link, opens in new window. کې ترلاسه کولی شئ.

د زده کوونکو د مالي مرستي اړوند پوښتنو لپاره CSN, Centrala studiestödsnämnden.external link, opens in new window

د ډریورۍ د لایسنس اړوند پوښتنو لپاره Swedish Transport Agency.external link, opens in new window ته لاړ شئ.

د رایي ورکولو د حق اړوند پوښتنو لپاره  له Valmyndigheten.external link, opens in new window په اړیکه کې شئ.

د تعلیم لپاره د سویډن د ملي اداري د سویډني ښوونځیو په اړه معلومات په
د سویډن د ښوونې او روزنې سېستم په دې ډول دیexternal link, opens in new window کې ترلاسه کیدای شي.

د سویډني ټولني اړوند معلومات په مختلفو ژبو کې به Information om Sverige.external link, opens in new window کې ترلاسه کیدای شي.

د سویډن په اړه نور ټولنیز مالومات د سوېډني ژبې انستیتوت په وېب پاڼهexternal link, opens in new window کې چمتو شوي دي.

د http://www.informationsverige.se/Engelska/lara-svenska/Pages/Lara-svenska.aspxexternal link, opens in new window په وېب پاڼه کې په انفرادي توګه د سوېډني ژبې زده کولو لپاره ګڼ شمېر پروګرامونه موندلی شئ.

Last updated: 17 April 2019

Was the information on this page helpful to you?

Thank you for helping us improve our website!

Thank you for helping us improve our website!

Tell us how we can make this page better*






If you wish to ask the Migration Agency a question you can find our contact details under the heading Contact us.