په خپل ټاټوبي کې د بیامېشته کېدو مالي مرسته

Stöd till återetablering i hemlandet – pashto

که چېرې ستاسو د پناه غوښتنې عریضې ته منفی ځواب وئیل شوی وي او تاسو خپل هېواد ته د ستنېدو اراده لرئ نو کولی شئ چې د کډوالو چارو ادارې څځه مالي مرسته ترلاسه کړئ. تاسو کولی شئ چې نه یواځې مالي مرسته بلکه بېرته د خپل هېواد د ټولنې برخه ګرځېدو چې دا پروسه د دوباره ادغام په نوم یادېږي، په برخه کې هم ملاتړ ترلاسه کړئ.

د بیامیشته کېدو مالي مرسته

مالي مرسته تاسو ته درکول کېږي څوک چې داسې یو هېواد ته د ستنېدو په تکل کې یاست چېرې چې د ستونزمنو شرایطو او حالاتو له کبله د بیا میشته کېدو امکانات ډېر محدود وي.

د کډوالو چارو اداره په اوسنیو شرایطو کې په دې نظر ده چې لاندې هیوادونو ته ستنېدونکي کسان د بیامیشته کېدو مالي مرستې حقدار دي:

افغانستان، د مرکزي افریقا جمهوریت، د کانګو ډیموکراتیک جمهوریت، د عاج ساحل، اریتریا، عراق، یمن، لایبریا، لیبیا، مالي، سیرالیون، سومالیا، فلسطین، سوډان، جنوبي سوډان، سوریه، چاد .

د مالي مرستې او د عریضې په اړه نو دلته ولولئ

په خپل هېواد کې د بیامېشته کېدو مالي مرسته

تاسو کولی شئ چې د خپل هېواد د ټولنې برخه ګرځېدو، په اصطلاح د دوباره ادغام، په برخه کې مرسته ترلاسه کړئ. دا ډول ملاتړ تاسو ته درکول کېږي څوک چې خپل هېواد ته د بېرته تګ په حالت کې یاست او د بېلګې په توګه د کار بازار ته د ننوتو او یا د حقوقي سلامشورې په برخه کې مرستې ته اړتیا لرئ.

په اوسنیو شرایطو کې مالي مرسته لاندې هېوادونو ته ستنېدونکو کسانو ته ورکول کېږي:

افغانستان، عراق (کردستان)، عراق مرکزي او جنوبي, ايران، مراکش، پاکستان، روسيه.

د دوباره ادغام مرستې او د عریضې په اړه نو دلته ولولئ (په انګلیسي ژبه)

Last updated: 2017-10-19

Was the information on this page helpful to you?

Thank you for helping us improve our website!

Thank you for helping us improve our website!

Tell us how we can make this page better*






If you wish to ask the Migration Agency a question you can find our contact details under the heading Contact us.