د بیا میشته کېدو مالي مرسته

Ekonomiskt stöd till återetablering – pashto

تاسو څوک چې خپل هېواد ته د ستنېدونکي یاست، کولی شئ چې د کډوالو چارو ادارې څخه د مالي مرستې غوښتنه وکړئ. مالي مرسته هغو کسانو ته ورکول کېږي څوک چې داسې یو هېواد ته د ستنېدو په تکل کې دي چېرې چې بیامیشته کېدل د سختو شرایطو او خنډونو له کبله د ستونزو څخه ډکه چاره وي. د مرستې غوښتنه به کله چې لا په سویډن کې یاست، وړاندې کوئ.

که چېرې تاسو د لاندې هیوادونو د جملې څخه یو هیواد ته ستنېدونکي یاست نو کېدی شي چې مالي مرسته ترلاسه کړئ:

افغانستان، د مرکزي افریقا جمهوریت، د کانګو ډیموکراتیک جمهوریت، د عاج ساحل، اریتریا، عراق، یمن، لایبریا، لیبیا، مالي، سیرالیون، سومالیا، فلسطین، سوډان، جنوبي سوډان، سوریه، چاد .

د مرستې ترلاسه کولو شرایط

تاسو په لاندینیو شرایطو کې د مالي مرستې حقدار ګڼل کېږئ

  • که چېرې ستاسو د پناه غوښتنې عریضې ته منفی ځواب وئیل شوی وي او یا تاسو په سویډن کې خپله د پناه غوښتنې عریضه بېرته اخیستې وي.
  • که چېرې تاسو داسې یو هېواد ته د ستنېدو په تکل کې یاست چېرې چې د ستونزمنو شرایطو او حالاتو له کبله د بیا میشته کېدو امکانات ډېر محدود وي.
  • که چېرې تاسو ته په غالب ګومان خپل د ستنېدو هیواد کې د میشته کېدو اجازه درکول کېږي
  • د عریضې په وخت په سویډن کې موجود یاست.

ستاسو د کورنۍ غړیو ته مالي مرسته

ستاسو د کورنۍ غړي چې عبارت دي ستاسو د میرمن، څښتن، د ژوند ملګري، د 18 کالو نه کم کوچنیان او یا داسې نور خپلوانو څخه چې تاسو سره ګډ ژوند کوي، هم مالي مرسته ترلاسه کولی شي. د مرستې ترلاسه کولو شرط دا دی چې ستاسو د کورنۍ غړي هم باید د عریضې وړاندې کولو په وخت کې په سویډن کې شتون ولرئ.

غوښتنلیک او پرېکړه

که چېرې ستاسو د پناه غوښتنې عریضې ته منفی ځواب وئیل شوی وي او یا تاسو په سویډن کې خپله د پناه غوښتنه بېرته اخیستې وي نو تاسو کولی شئ چې د بیامېشته کېدو مرستې غوښتنه وکړئ. تاسو باید د منفي ځواب او یا د عریضې بېرته اخیستو څخه وروسته د دوو میاشتو دننه دننه عریضه وکړئ.

تاسو کولی شئ چې د بیا میشته کېدو د مرستې عریضه خپل د کیس مامور ته وسپارئ او بیا د کډوالو چارو اداره پرېکړه کوي چې آیا ستاسو په حق کې مالي مرسته منظور کړي او که نه. د میشته کېدو مرستې په اړه د کډوالو چارو ادارې پرېکړه د شکایت او استیناف وړ نه ده.

مالي مرسته ستاسو په هیواد کې ادا کېږي

د کډوالو چارو اداره د ای او ایم (د کډوالو نړېواله اداره) چې زیاترو هغو هېوادونو کې یوه نمایندگي لري چېرې چې د بیامیشته کېدو مرسته وېشل کيږي، سره په ګډه کار کوي. ستاسو هېواد کې د پیسو سپارلو دنده د آی او ایم IOM پر غاړه ده. مخکې له دې چې تاسو د سویډن خاوره ترک کړئ ستاسو په هېواد کې د آی او ایم د دفتر د ټیلیفون شمېره تاسو ته درسپارل کېږي. وروسته له دې چې تاسو خپل هېواد ته ستانه شئ نو تاسو په دغې شمېره زنگ وهئ او د بیامېشته کېدو مرسته لاسته راوړلو په موخه یو وخت نیسئ.

پیسې په امریکایي ډالرو کې او په یوه موقع ادا کېږي. د پیسو تسلیمولو په وخت باید خپل پاسپورټ او د بیامیشته کېدو مرستې ترلاسه کولو په اړه د پرېکړې یوه کاپی وړاندې کړئ.

که چېرې آی او ایم ستاسو په هېواد کې کوم دفتر ونلري نو مالي مرسته د سویډن پرېښودو څخه مخکې درکول کېږي.

د ای او ایم (د کډوالو نړیواله اداره) په اړه نور ولولئexternal link, opens in new window

د مالي مرستې اندازه

د بیامېشته کېدو مالي مرسته د 18 کالو نه پورته کسانو لپاره 30000 سوېډني کرونو او د 18 کالو نه کمو ماشومانو لپاره 15000 کرونو معادله ده. یوه کورنۍ زیات نه زیات 75000 کرون ترلاسه کولی شي.

که چېرې تاسو ناسم معلومات وړاندې کړئ

په لاندې شرایطو کې د کډوالو چارو اداره حق لري چې ستاسو څخه د مالي مرستې یوه برخه یا ټوله مالي مرسته د بېرته غوښتلو پرېکړه وکړي.

  • که چېرې تاسو په خپله خوښه بېرته ستنېدو ته چمتو نه یاست او یا دا چې د ستنېدو څخه وروسته په غیرقانوني بڼه بېرته سویډن ته راشئ.
  • که چېرې تاسو ناسم مالومات وړاندې کړئ او یا په بل ډول د مالي مرستې په ناسمه توګه یا د خپلې اندازې څخه زیاته تادیه کېدو سبب وګرځئ.

Last updated: 12 April 2017

Was the information on this page helpful to you?

Thank you for helping us improve our website!

Thank you for helping us improve our website!

Tell us how we can make this page better*






If you wish to ask the Migration Agency a question you can find our contact details under the heading Contact us.