د دخول ردونه او سملاسي اخراج

Avvisning som ska genomföras omedelbart – pashto

د سویډن د مهاجرت اداره د دخول د ردولو حکم د فوری اخراج سره په هغه صورت کې صادروي که چیري څرکنده شي چې تاسو نه خوندیتوب ته اړتیا لری او نه هم د اقامت د جواز لپاره نور دلایل. که چیرې تاسو داسي یو حکم ترلاسه کړ، تاسو باید سمدلاسه سویډن پیرږدئ.

ستاسو د غوښتنلیک د نه منلو فیصله تر څلور کالو پوري باقي پاتې کیږي.  که چیرې تاسو د دخول د رد حکم د فوري اخراج سره ترلاسه کړ، تاسو باندي د دوباره داخلیدو بندیز لګول کیږي، پدي معنی چې تاسو د شنګین اړوند هیڅ هیواد ته یا رومانیا، بلغاریا او  کروشیا ته لږ تر لږه تر دوه کالو پوري داخلیدای نه شئ.

ذ حکم منل

همدارنګه تاسو کولی شئ چې د قبولیت د اعلامې په توګه یو کاغذ لاسلیک کړی او د حکم قبولیت څرګند کړئ.  کله چې تاسو اعلامیه لاسلیک کړه، تاسو نور بیا استناف غوښتنه نه شی کولی او تاسو باید د سویډن څخه ژر تر ژره ووځئ. حتی که چیري تاسو حکم قبول هم نه کړی، بیا هم د حکم د ترلاسه کولو سره تاسو باید د سویډن څخه په فوري ډول ووځئ.

د حکم په اړه د استناف غوښتنه

که چیري تاسو د محکمی حکم نه منی، تاسو کولی شی چې استناف غوښتنه وکړی، مګر بیا هم تاسو باید په فوري ډول سویډن پریږدئ. د مهاجرت اداره، ستاسو د استناف درخواست باید د محکمې د حکم د خبریدو څخه وروسته د دري اونیو دننه، ترلاسه کړي.

د محکمې د حکم خلاف د استناف غوښتنې په اړه نور معلومات ولولئ

ستاسو د ستنیدو د سفر برابرول

تاسو باید د حکم د ترلاسه کولو څخه وروسته فورآ له سویډن څخه خارج شي. تاسو مسؤلیت لری چې د خپل ځان لپاره د بیرته تګ زمینه برابره کړي، لکه خپل اصلي هیواد یا بل هغه هیواد ته چې تاسو يي د اقامت جواز لری، د بیرته تګ لپاره  د یو  قانوني پاسپورټ یا نورو ضروري اسنادو  ترلاسه کول.   د مهاجرت اداره تاسو سره په خپل اصلي هیواد کې د اړیکو نیولو یا د سفر په بکینګ کې مرسته کولی شي.

په خپله خوښه د ستنیدو په اړه نور معلومات ولولئ

د اوسیدو ځای، د بانک کارت، او د پناه غوښتني کارت

د حکم ترلاسه کولو څخه دري اونۍ وروسته تاسو نه شی کولی د استناف غوښتنه وکړی. پدي معنی چې تاسو نور د مهاجرت د اداري لخوا د اوسیدو د ځای برابرولو او مالي مرستو حقدار نه یاست. دا پر تاسو په هغه صورت پلي کیږي، کله چي تاسو بالغ یاست او د هغه ماشومانو سره چې عمرونه یی د 18 کالو څه کم وي نه اوسیږې، او تاسو د هغو لپاره د ساتونکې په توګه یاست.

د سویډن د پریښود څخه د مخه تاسو باید د مهاجرت ادارې ته خپل د پناه غوښتنې کارت بیرته تسلیم کړی. که چیرې تاسو د مهاجرت د اداري لخوا د بانک کارت ترلاسه کړي وي، تاسو  باید د بانکې حساب څخه پیسي اوباسی او کارت بیرته ادارې ته تسلیم کړي. که چیرې تاسو د مهاجرت د اداري په استوګنځای کې اوسیدلي یاست، تاسو باید استوګنځای پریږدی او کلي باید بیرته تسلیم کړی.

روغتیايي پاملرنه او ښوونځي

د سویډن د پریښود تر ورځې به ستاسو د روغتیايي خدماتو حق د پخوا په شان وي، مګر  کله چې ستاسو د تک حکم تاسو ته صادر شي او د مالي مرستې ملاتړ مو پای ته ورسیږي، تاسو به د درملو او روغتیايي پاملرنی لپاره هیڅ ډول مالي جبران ترلاسه نه کړی.   

ماشومان چې تر کومه په سویډن کې دي، ښوونځي ته د تک حق لري.

د ماشومانو او پناه غوښتونکو په اړه نور معلومات ولولئ

که چیرې تاسو پریکړه و نه منی

که چیرې تاسو د سویډن په پریښودلو سره همکاري و نه کړی، د مهاجرت اداره کیدای شي ستاسو د نظارت لاندي نیولو یا توقیف کولو فیصله وکړي. نظارت پدی معنی چې تاسو به په منظم ډول د مهاجرت په اداره یا د پولیسو سره حاضري ورکوئ. که چیري په توقیف کې ونیول شوی، تاسو به په یو بند ځای کې د روانیدو په انتظار یاست.

که چیري د مهاجرت اداره تر اوسه ستاسو مالي ملاتړ کوي (د مثال په توګه د ماشوم لرونکې کورنۍ)، که چیري تاسو د هیواد په پریښودلو کې مرسته و نه کړه، تاسو به په ورځني ډول تنزیل شوي مقرره معاش ترلاسه کړي.

که چیرې د مهاجرت اداره پریکړه وکړي چې د حکم په سرته رسولو کې ځواک ته اړتیا ده، بیا مسؤلیت د سویډن پولیسو ته راجع کیږي.

پدي اړه، که چیرې تاسو د حکم اطاعت و نه کړ څه پیښیږي، نور معلومات ولولئ

د ردونې څخه وروسته نوي پیښې

که چیرې داسي څه پیښیږي چې ستاسو د ستنیدو زمینه برابروي، تاسو باید خپل د استقبالیه څانګې ته خبر ورکړئ. د مهاجرت اداره به د شړلو د خنډونو په شتون باندې غور وکړي. دغه ډول خنډونه باید، د حکم د ترلاسه کیدو څخه ورسته د رامنځته شوي معلوماتو ته رسیده ګې وکړي.

د ردونې څخه وروسته پیښو په اړه نور معلومات ولولئ

لاندې هیوادونه د شنګین د قرارداد تر پوښښ لاندې راځي

اتریش ، بلجیم ، د چک جمهوریت، ډنمارک ، استونیا، فینلند، فرانسه ، جرمني، یونان ، هنګري، ايس لنډ ، ایټالیا، لاتويا ، لیختن اشتاین ، لیتوانیا، لوګزامبورګ ، مالټا ، هالنډ، ناروې ، پولنډ ، پرتګال ، سلواکیا، سلوانیا ، اسپانیا ، سویډن، او سویس .

Last updated: 30 January 2017

Was the information on this page helpful to you?