د دوباره دخول بندیز

Återreseförbud – pashto

که چیرې تاسو د محکمې په حکم کې د ټاکل شوي مودې دننه د سویډن څخه خارج نه شوی، کیدای شي پر تاسو د دوباره داخلیدو د بندیز حکم صادر شي. پدی صورت کې تاسو د ټاکل شوی مودي دننه د شنګین د هیوادو له جملې څخه هیڅ هیواد ته، یا رومانیا، بلغاریا او کروشیا ته  نشی ستنیدی.  که چیرې د مهاجرت اداره باوري وي چې تاسو سویډن په رضامندی نه پریږدی ، کیدای شي پر تاسو د دوباره دخول بندیز حکم صادر شي.

که چیرې تاسو ته د دخول څخه د مخنوي حکم، چې په فوري ډول د پلی کیدو وړ وي، درکړل شي، پدی صورت کې همیشه، پر تاسو د دوباره داخلیدو د بندیز حکم صادریږي.

د نور عواملو پر بنا د دوباره دخول بندیز

که چیرې د سویډن د مهاجرت اداره باوري وي چې تاسو سویډن په رضامندی نه پریږدی، پدی صورت کې، پر تاسو  شنګین هیوادونو ته د دوباره داخلیدو د بندیز حکم صادیریږي، چې تر پنځه کالو پوري د اعتبار وړ وي.  د مثال په توګه، کیدای شي تاسو ته د دوباره دخول د بندیز حکم درکړل شي، که چیرې تاسو:

  • مخکې پټ شوي یاست؛
  • ویلې وي چې، دسویډن څخه د وتلو اراده نه لری؛
  • ناسم هویت مو کارولی وي، یا ستاسو د واقعي هویت په تصدیق کولو کې د مهاجرت د ادارې سره مو مرسته نه وي کړي؛
  • په عمدې ډول مو ناسم معلومات ورکړي وي یا مو د مهمو معلوماتو له ورکولو ډډه کړي وي؛ یا
  • د داسې جرم مرتکب شوي یاست چې د حبس جزا ولري.

که چیري تاسو ته د پورته عواملو له جملې د یو پر بنیاد د دوباره دخول د بندیز حکم درکړل شي، تاسو به   په دواطلب ډول د ستنیدو د مودي څخه محروم او په فوري ډول د هیواد پریښودو ته اړه شی.

په داوطلب ډول د ستنیدو د مودي څخه محرومیت په دی معنی دی چې تاسو به د مهاجرت د ادارې لخوا د استوګني او مالي مرستې له حق څخه هم محروم وشمیرل شی. ماشوم لرونکې کورنۍ کیدای شي خپل ورځنی معاش ترلاسه کړي او د سویډن تر پریښودو پوري د مهاجرت د ادارې په استوګنځای کې پاتې شي.

په خپلې خوښې د ستنیدو د مودې درناوی وکړئ

کله چې ستاسو فیصله عملې شوه، تاسو باید د دوه اونیو دننه د سویډن څخه خارج شی. د محکمې په فیصله کې ذکر دي، چې تاسو د وتلو لپاره څومره وخت لری.

که چیرې تاسو استثنايي دلایل ولری، کیدای شي تاسو ته د وتلو لپاره نور وخت هم درکړل شي. که چیرې تاسو نور وخت ته اړتیا لری، د مهاجرت اداره ژر تر ژره خبره کړئ.

د هیواد د پریښودو څخه د مخه دمهاجرت اداره تاسو ته یو سند د وتلو د ثبوت په توګه درکړي. نوموړی سند د پولې څخه د تیریدو پر مهال وسپاری تر څو د مهاجرت اداري ته د هیواد څخه ستاسو د وتلو په اړه خبر ورکړل شي. که چیرې تاسو د ځینې عواملو له امله نومړی سند تسلیم نه کړئ، بیا هم تاسو کولی پر وخت د سویډن څخه خپل وتل ثابت کړي، د مثال په توګه د خپلو ټکټونو یا په پاسپورټ کې د ټاپو په ښودلو سره.  د پولې څخه د تیروید خپل شواهد د سویډن نږدي سفارت یا کونسلګرۍ ته وړاندې کړي، یا یوه کاپې د مهاجرت ادارې ته د پستې له لاري واستوئ. دا ستاسو مسؤلیت دی چې پر وخت د سویډن د پریښودو ثبوت وسپاری، تر څو پر تاسو د دوباره دخول د بندیز حکم صادر نه شي.

د مهاجرت اداره کولی شي چې د دخول د مخنوي حکم لغوه کړي، که چیري تاسو ثابته کړی چې د محکمې په حکم  د ټاکل شوی مودي په جریان کې له سویډن څخه وتلي یاست.

د دوباره دخول له بندیز څخه استثناء

ستاسو شخصي وضیعت ته په کتو سره، کیدای شي د مهاجرت اداره پر تاسو د دوباره دخول د بندیز حکم صادر نه کړي. دا په هغه صورت کې کیدای شي، د مثال په توګه،که چیرې  تاسو داسې یو ماشوم ولری چې د شنګین د هیوادونو د جملې څخه د یو هیواد د اقامت جواز ولري.

لاندې هیوادونه د شنګین د قرارداد تر پوښښ لاندې راځي

اتریش ، بلجیم ، د چک جمهوریت، ډنمارک ، استونیا، فینلند، فرانسه ، جرمني، یونان ، هنګري، ايس لنډ ، ایټالیا، لاتويا ، لیختن اشتاین ، لیتوانیا، لوګزامبورګ ، مالټا ، هالنډ، ناروې ، پولنډ ، پرتګال ، سلواکیا، سلوانیا ، اسپانیا ، سویډن، او سویس .

Last updated: 30 January 2017

Was the information on this page helpful to you?