The Swedish Migration Agency logotype

که چېرې تاسو استیناف غواړئ

Om du vill överklaga – pashto

که چېرې د کډوالو چارو ادارې ستاسو په کیس کې یوه پرېکړه کړې وي چې تاسو ته منظوره نه وي نو تاسو کولی شئ چې د پرېکړې په خلاف د استیناف غوښتلو لپاره لوړو مقاماتو ته مراجعه وکړئ. لاندې د استیناف غوښتلو په اړه اړوند معلومات وړاندې شوي دي.

که چېرې تاسو د کډوالو چارو ادارې د پرېکړې څخه راضي نه یاست نو حق لرئ چې د استیناف (مرافعې) غوښتنه وکړئ. استیناف غوښتل دا معنی لري چې تاسو غواړئ چې د کډوالو چارو ادارې پرېکړه دې بدله شي. د استیناف غوښتنه د یوې محکمې لخوا څېړل کېږي خو تاسو باید خپل د استیناف عریضه د کډوالو چارو ادارې ته واستوئ. ستاسو د کیس په پرېکړه کې لیکل شوي وي چې تاسو د استیناف عریضه وړاندې کولو لپاره څومره وخت لرئ چې دا موده په زیاتره حالتونو کې تاسو ته د پرېکړې د اعلام د ورځې څخه نېولې تر درېو اونیو پورې غځېدلې وي. که چیرې تاسې کوم وکیل ولرئ نو کولی شئ چې د وکیل څخه د استیناف غوښتلو په برخه کې لازمه مرسته ترلاسه کړئ.

که چېرې تاسو اقامې ته عریضه کړې وي، غوښتنه مو رد شوې وي او د پرېکړې ترلاسه کولو په وخت په سویډن کي شتون لرئ نو بیا هم باید ځان وطن ته د ستنېدو لپاره چمتو کړئ. ستاسو د کیس په فیصله کې لیکل شوي وي چې آیا تاسو د محکمې لخوا د خپل استیناف ځواب ته د انتظار په وخت په سویډن کي د پاتې کېدو حق لرئ او که نه.

د کډوالو چارو محکمه ستاسو د استیناف غوښتنه څېړي

لومړی د کډوالو چارو اداره ستاسو د استیناف غوښتنې باندې غور کوي ترڅو وګوري چې آیا پرېکړه کې کوم بدلون راتلی شي او که نه. که چېرې د کډوالو چارو اداره دې نتیجې ته ورسېږي چې د پرېکړې د بدلولو لپاره کوم دلیل وجود نلري نو د استیناف غوښتنه د کډوالو چارو محکمې ته استول کېږي. محکمه کېدای شي پرېکړه بدله کړي یا د کډوالو چارو ادارې سره موافقه وکړي.

سر د هغې ورځې څخه چې د کډوالو چارو محکمه ستاسو د استیناف غوښتنه ترلاسه کړي نو تاسو باید د خپل د استیناف غوښتنې او د محکمې د کار په اړه په ټولو مسائلو کې محکمې ته رجوع وکړئ. د کډوالو چارو د محکمې پرېکړې او رایې تر څارنې لاندې نیول ستاسو خپل مسئولیت دی، د کډوالو چارو اداره ستاسو لپاره دا مسئولیت پرغاړه نه اخلي.

وروسته له دې چې ستاسو د استیناف غوښتنه محکمې ته وسپارل شي تاسو وکیل سره د لیدو کتو په موخه د سفرونو لپاره د کډوالو چارو ادارې څخه پيسې نه ترلاسه کوئ.

که چېرې تاسو خپله فیصله بدله کړئ او خپله د استیناف غوښتنه بېرته اخیستل غواړئ نو د کډوالو چارو ادارې ته خبر ورکړئ چې تاسو ته شوې پرېکړه منظوره ده. بیا ستاسو د استیناف غوښتنه نه څېړل کېږي او له دې وروسته تاسو د دغې پرېکړې په خلاف لوړو مقاماتو ته مراجعه یا په بل عبارت د استیناف غوښتلو حق نه لرئ.

د استیناف غوښتنه په لاندې ډول لیکل کېږي

په پرېکړه کې د استیناف د غوښتنې تګلاره ذکر شوې وي. که چېرې تاسو غواړئ چې د کډوالو چارو ادارې د پرېکړې په خلاف د استیناف غوښتنه وکړئ نو باید یو لیک ولیکئ او په هغې کې ولیکئ چې تاسو کومه پرېکړه او ولې غواړئ چې د کډوالو چارو ادارې لخوا بدله شي. د دې لیک سره هغه اسناد او نور شواهد، ترجیحاً اصل یې، چې ستاسو څرګندونې په ثبوت رسوي، هم واستوئ.

د استیناف غوښتنه کې باید خپل شخصي معلومات او خپل د کیس نمبر ولیکئ. د کیس نمبر ستاسو د کیس په فیصله کې لیکل شوی وي. که چېرې تاسو پناه غوښتونکي یاست نو د کیس نمبر ستاسو د ایل ایم آ په کارت کې هم لیکل شوی وي. خپله پته او د ټیلیفون شمېره هم ولیکئ چې د کډوالو چارو اداره یا محکمه د هغې لارې تاسو سره اړیکه ونیولای شي.

دا اړینه ده چې ستاسو د استیناف غوښتنه د ټاکلي وخت دننه دننه د کډوالو چارو ادارې ته وسپارل شي. د دې پاڼې په لاندې برخه کې شته جدول کې کولی شئ چې وګورئ چې نظر دې ته چې دا کوم ډول پرېکړه ده تاسو د استیناف غوښتنې لپاره څومره وخت لرئ. د استیناف غوښتنې وخت د هغې ورځ څخه پیلېږي په کومه ورځ چې تاسو ته پرېکړه اعلام شوي وي.

که چېرې تاسو په خپله نشئ کولای چې د استیناف غوښتنه وکړئ نو کولای شئ چې د بل چا څخه مرسته وغواړئ ترڅو ستاسو لپاره د استیناف غوښتنه وکړي. په داسې حالت کې باید د هغې کس په نوم چې تاسو سره مرسته کوي، د کډوالو چارو ادارې ته یوه وکالتنامه تسلیم کړئ.

وکالتنامه څه ته وایي؟

یوه وکالتنامه کېدای شي یو لاسلیک شوی لیک وي چې په دې کې هغه کس چې د اقامې غوښتنه لري یو بل کس ته واک ورکوي چې د هغه استاذیتوب او وکالت وکړي. یوه وکالتنامه د بېلګې په توګه یو بل کس ته حق ورکولی شي چې ستاسو په نمایندګۍ عریضه وکړي، د یوې پرېکړې دلایلو څخه ځان خبر کړي او یا د یوې پرېکړې په خلاف د استیناف غوښتنه تقدیم کړي. وکالتنامه باید د هغې کس لخوا څوک چې بل کس ته واک او کالت ورکوي ولیکل شي او د غوښتنې په وخت یې باید اصل د کډوالو چارو ادارې ته وښودل شي.

تاسو یو بل کس ته وکالت سپارلو لپاره باید د کډوالو چارو ادارې ته یو لیک راواستوئ چې په هغې کې لاندې نکات ذکر شوې وي

  • چې دا یوه وکالتنامه ده
  • د وکالت ورکوونکي نوم، د پیدایښت نېټه او پته
  • چا ته چې وکالت ورکول کېږي د کومو چارو ترسره کولو حق لري
  • د وکیل نوم، د پیدایښت نېټه او پته
  • د وکالت ورکوونکي لاسلیک
  • د وکالتنامې د لیکلو نېټه او ځای

Power of Attorney, form number 107011 (په انګلیسي ژبه)PDF

که چېرې تاسو د کډوالو چارو د محکمې د پرېکړې په خلاف د استیناف غوښتنه لرئ

که چېرې تاسو د کډوالو چارو محکمې د پرېکړې څخه راضي نه یاست نو کولای شئ چې د محکمې فیصله ترلاسه کولو د ورځې څخه د درېیو اونیو دننه دننه د کډوالو چارو سترې محکمې ته اعتراض وړاندې کړئ. د کډوالو چارو ستره محکمه وروستۍ مرجع ده او د دې محکمې پرېکړې د کډوالو چارو محکمې او د کډوالو چارو ادارې لپاره په ورته قضیو کې د عمل کولو معیار وي.

د کډوالو چارو ستره محکمه صرف ځینې خاص کیسونه څېړي چې په هغې کې قانوني لارښوونه او سابقه موجوده نه وي او یا دا چې د کډوالو چارو محکمې کیس په ناسمه توګه څېړلی وي. په زیاتره کیسونو کې د کډوالو چارو ستره محکمه پرېکړه کوي چې د استیناف غوښتنې باندې غور کولو څخه صرف نظر وکړي. په دې صورت کې د کډوالو چارو محکمې پرېکړه قطعي او نهایي ګرځي.

د هرې فیصلې په خلاف د استیناف غوښتنه امکان نلري

یو شمېر پرېکړې د استیناف وړ نه وي. ستاسو د کیس په پرېکړه کې لیکل شوي وي چې آیا تاسو د دغې پرېکړې په خلاف د استیناف غوښتنه کولای شئ او که نه. تاسو سربېره په نورو د لاندې ډول پرېکړو په خلاف د استیناف غوښتنه نه شئ کولای:

  • داسې یوه پرېکړه چې لومړی مو قبوله کړې وي او د رضایت په پاڼه مو لاسلیک کړی وي.
  • د کډوالو چارو د سترې محکمې فیصله چې ستاسو غوښته باندې غور ونکړي
  • ستاسو په کیس کې د لنډمهاله اقامې صادرولو فیصله

د بېلابېلو د استیناف غوښتنو لپاره بېلابېل وختونه

ستاسو د استیناف غوښتنه باید د ټاکلې مودې د ختمېدو څخه مخکې د کډوالو چارو ادارې ته وسپارل شي. که چېرې تاسو غواړئ چې د محکمې د فیصلې په خلاف د استیناف غوښتنه وکړئ نو باید د استیناف غوښتنه محکمې ته د ټاکلې مودې د ختمېدو څخه مخکې وسپارل شي. ستاسو د کیس په پرېکړه کې لیکل شوي وي چې تاسو د استیناف غوښتنې لپاره څومره وخت لرئ.

کله چې ټاکلې موده ختمه شي نو بیا وییل کېږي چې پرېکړي قانوني بڼه غوره کړې ده. دا په دې معنی ده چې د پرېکړې په خلاف نور د استیناف غوښتنه امکان نه لري.

د استیناف غوښتنې لپاره مهلتونه

د پرېکړې نوعیت

د استیناف غوښتلو موده

د خاورې ترک کولو فیصله

د پرېکړې ترلاسه کولو د ورځې څخه د درېیو اونیو دننه دننه

د عریضې د رد فیصله چې باید سمدستي عملی شي

د پرېکړې ترلاسه کولو د ورځې څخه د درېیو اونیو دننه دننه

د کډوالو چارو د محکمې فیصله

د پرېکړې ترلاسه کولو د ورځې څخه د درېیو اونیو دننه دننه

د اقامې د درجې په اړه پرېکړه

د پرېکړې ترلاسه کولو د ورځې څخه د درېیو اونیو دننه دننه

د سفر د جواز په اړه پرېکړه

د پرېکړې ترلاسه کولو د ورځې څخه د درېیو اونیو دننه دننه

د بهرنیو وګړو د پاسپورټ په اړه پرېکړه

د پرېکړې ترلاسه کولو د ورځې څخه د درېیو اونیو دننه دننه

سویډن څخه پر وخت نه وتلو له کبله شنګن هېوادونو ته د بیا داخلېدو بندیز

د کډوالو چارو ادارې لخوا فیصله صادرېدو څخه د درېیو اونیو دننه دننه

 د بل کوم علت له کبله د بیا داخلېدو بندیز

د پرېکړې ترلاسه کولو د ورځې څخه د درېیو اونیو دننه دننه

د ځانګړې مالي مرستې په اړه پرېکړه

د پرېکړې ترلاسه کولو د ورځې څخه د درېیو اونیو دننه دننه

د پیسو د کمښت یا قطع کولو په اړه پرېکړه

د کډوالو چارو ادارې لخوا فیصله صادرېدو څخه د پنځو اونیو دننه دننه

د متبادل پناه غوښتنې قانوني حیثیت اعلام (که چېرې تاسو فکر کوئ چې تاسو ته باید د سیاسي پناه قانونی حیثیت درکړل شوی وای)

د پرېکړې ترلاسه کولو د ورځې څخه د درېیو اونیو دننه دننه

د توقیف یا نظارت په اړه پرېکړه

هر وخت چې وغواړئ


Last updated: 11 September 2019

Was the information on this page helpful to you?