د هغه کسانو لپاره د اقامت جواز چې د کډوالۍ موقف ورکړل شوی وي

Uppehållstillstånd för dig som har fått status som flykting – pashto

که چیرې تاسو ته د کډوالی موقف درکړل شوی وي تاسو ته به د اقامت دري کلن جواز درکړل شي. که چیرې تاسو ددی جوګه یاست چې د موقتي اقامت د جواز تر پایه خپل ځان حمایت کړی، کیدای شي تاسو د دایمي اقامت د جواز لپاره مستحق وګڼل شی.

ستاسو د موقتي اقامي جواز تاسو ته دا حق درکوي چې تر دریو کالو پوري په سویډن کې ژوند او کار وکړئ. ددې مودي په جریان کې ستاسو د روِغتیايي خدماتو حق د هغه کس سره چې دایمي اقامه لري یو شان دی.

تاسو ته به د اقامې د اجازي کارت ستاسو د اقامې د اجازي د ثبوت په توګه درکړل شي. دغه کارت د هویت د معلومولو یا د سفر سند نه دی. تر هغو پورې چې ستاسو قبولۍ کې وخت وي، له هیواده وتلی او راتللی شې، مګر که چیرته تاسو له سويډن څخه وځئ، باید له ځان سره اعتباري پاسپورت او اعتباري د قبولۍ کارت ولرئ چې بیرته وشئ کولی سويډن ته راشئ.

د اقامې د جواز کارت په اړه نور معلومات ولولی

د احوال نفوس سره ثبتول

کله چې تاسو ته د موقتي اقامت اجازه درکړل شي، تاسو یی باید ژر تر ژره د سویډن د مالېي (Skatteverket) په ادارې کې د احوال نفوس سره ثبت کړئ. مخکې له دې چې، تاسو وکولی شی د مهاجرو لپاره د سویډني ژبي  صنفونو کې ګډون وکړئ او د سویډن د ټولنیز خوندیتوب د سیستم څخه ګټه پورته کړئ، راجستر کیدل اړین دي. کله چې په سويډن کې راجستر او ثبت شوئ نو یو سویډنی د هویت سند هم جوړولی شئ. دا سند د دې لپاره جوړوئ چې په بانک کې ځان ته بانکي حساب خلاص کړئ او انلاین یا الکترونیکي هویت تر لاسه کړئ.

د احوال نفوس سره د ثبت لپاره تاسو باید د سویډن د مالیي اداره ته لاړ شي، چیرته چې ستاسو د اوسیدو ځاي، ستاسو مدني حالت( تاسو واده کړي یاست یا نه)، ستاسو تابعت  او د زیږیدولو ځای ثبت کیږي. کله چې تاسو د سویډن د مالیي  ادارې ته ځې، تاسو باید له ځانه سره خپل د اقامت کارت او همدارنګه د پیژندګلوی باوري اسناد یوسئ. که چیرې ستاسو د پیژندګلوی اسناد د سویډن د مهاجرت ادارې د ځانه سره ساتلي وي، تاسو کولی شي چې د کاپی غوښتنه یی وکړئ. کاپی باید د یو کس په وسیله لاسلیک شي، ترڅو تصدیق شي چې کاپی او اصلی سره ورته دي. دغه کس باید خپل نوم په غټو حروفو کې ولیکي خپل د تماس شمیره دي هم ورکړي.

د احوال نفوس په اړه د سویډن د مالیي ادارې معلومات (په انګلیسي ژبه) External link, opens in new window.

مرستندویه فعالیتونه

که تاسو ته په دې ورستي وخت کې په سویډن کې د استوګنې اجازه درکړل شوې وي او تاسو د کار کولو حق لرئ، تاسو ښایي د کار تللو لپاره د مرستندویه فعالیتونو حق ولرئ. مرستندویه فعالیتونه هغه فعالیتونو ته ویل کیږي چې ستاسو سره په ځینې شیانو، لکه سویډني ژبې زده کولو، کار له په تللو او پخپله د خپلې مرستې کولو په برخه کې مرسته کوي. Arbetsförmedlingen د سویډن د عام استخدام خدمت (Swedish Public Employment Service) د مرستندویه فعالیتونو او په سویډن کې د کار لټوونکو سره د مرستې کولو مسؤل وي. تاسو په دې اړه نور معلومات چې په ګڼ شمیر ژبو کې موجود دي، په Arbetsförmedlingen ویب پاڼه موندلی شئ.

د مرستندویه فعالیتونو په اړه معلومات په Arbetsförmedlingen موندلی شئ (په انګلیسي ژبه) External link, opens in new window.

د کارموندنې اداره کولای شي تاسو سره د ۶۵ کلنۍ عمر، چې په سویډن کي د تقاعد ترټولو عادي عمر دی، ته د رسېدو تر وخته د کار پیدا کولو په برخه کې مرسته وکړي. هغه کسان چې په زیات عمر کې سویډن ته راځي اکثره په ډېره کمه اندازه یا هیڅ د تقاعد حقوق نه ترلاسه کوي. که چېرې تاسو د تقاعد حقوق چې ستاسو د ژوند مصارف پوره کړي، څخه برخمن نه یاست نو کولای شئ چې د تقاعد عمومي ادارې ته مراجعه وکړئ او د زیات عمره خلکو لپاره د نفقې د مالي مرستې غوښتنه وکړئ.

د زیات عمره خلکو لپاره د نفقې د مالي مرستې په اړه معلومات د تقاعد عمومي ادارې په وبپاڼه کې ولولئ (معلومات په سویډني ژبه وړاندې شوي دي) External link, opens in new window.

په سویډن کې کار کول

تاسو چا چې درې کلنه لنډمهاله اقامه ترلاسه کړې وي کولای شئ په سویډن کې کار وکړئ. که چېرې تاسو د لنډمهاله اقامې د ختمېدو په وخت داسې یو کار ولرئ چې خپل د ژوند مصارف پرې پوره کولی شئ نو بیا د دایمي اقامې ترلاسه کولو غوښتنه کولی شئ.

د کار لپاره د غوښتنلیک ورکول پر وخت د ځان سره د هغه اسنادو کاپي راوړی چې په سویډن کې ستاسو د اوسیدو او کار کولو د حق ښکارندوی وي.  همدارنګه د اقامت د جواز کارت هم د ځانه سره را واخلی. ګمارونکی غواړي وپوهیږي چې تر څه وخت پوري تاسو په سویډن کې د کار کولو اجازه لری او ایا په سویډن کې ستاسو د کار جواز خو  کوم محدودیت نه لري. ګمارونکی به ستاسو د اسنادو کاپی غواړي او د سویډن د مالیي ادارې ته به خبر ورکوي چې تاسو ګمارل شوي یاست.

د کورنۍ دوباره یوځای کیدل

که چیرته تاسو د پناه غوښتونکي په حیث قبولي اخیستي وي او داسې وګڼل شئ چې د دوام دارې قبولۍ د اخیستو لپاره ښه چانس لرئ نو ستاسو کورنۍ سويډن ته د راتګ په خاطر د قبولۍ لپاره عریضه کولی شي.

سویډن ته د راتګ او تاسې سره د اوسیدو په غرض د اقامې لپاره یواځې ستاسې د کورنۍ نیږدې غړي کولی شي چې درخواست ورکړي. ستاسې کورنۍ ته به په اقامه کې هغومره وخت ورکول کیږي څومره وخت چې ستاسې اقامه د اعتبار وړ وي.

که چیرې تاسې له کورنۍ سره د پیوند حق وموند، نو تاسې د ساتنې د غوښتنو په زمره کې راځئ. دا په دې معنې چې تاسې باید خپل ځان او فامیل وساتلی شئ. او تاسې باید یو کور هم ولرئ چې تاسو او ستاسې هغه فامیل لپاره چې سویډن ته راځي د اندازې او ستندرد له مخې برابر وي. د ساتنې غوښتنو کې بعضې استثنائات شتون لري د بیلګې په توګه: که چیرې ستاسې کورنۍ ستاسې د اقامې د اخیستو څخه د درېو میاشتو په مینځ کې د اقامې لپاره درخواست ورکړی وي.

د کورنۍ د دوباره یوځای کیدو  او د څارنې د اړتیا په اړه لازیات معلومات ولولی

د اقامت اجازه بیرته اخیستل کیدای شي

د اقامت اجازه په هغه صورت کې هم بیرته اخیستل کیدای شي، که چیرې تاسو د غوښتنلیک د ورکولو پر مهال خپل هویت ناسم ښودلی وي، یا تاسو په عمدي ډول دروغ ویلي وي یا د هغه څه په ذکر کولو کې چې د اقامت د جواز د ترلاسه کولو لپاره اړین وو، پاتې راغلی یاست. که چیرې تاسو د یو جرم مرتکب کیږي، محکمه کولی شي ستاسو د رد مرز په اړه فیصله وکړي. د مهاجرت اداره به بیا ستاسو د اقامت جواز له تاسو بیرته واخلي. حتی که تاسو د متعددو کلونو لپاره هم اجازه ولری بیا هم ستاسو د اقامت جواز بیرته اخیستل کیدای شي.

د موقتې اقامت د جواز تمدید

کله چې ستاسې د محدود وخت اقامې وخت پاې ته ورسیږي نو کولی شئ چې د اقامې د تمدید لپاره درخواست ورکړئ. ستاسې اقامه به بیا تمدید شي که چیرې دا ثابته شي چې تاسې تحفظ ته اړتیا لرئ. وروسته له درې کالو تاسې کولی شئ چې دایمې اقامې لپاره درخواست ورکړئ.

د اقامې د تمدید په اړه نور دلته ولولئ (په انګلیسي ژبه)

ستاسو لپاره چه د استوګنی د اجازی سره سویډن ته نوی راغلی یاست، مالومات

دی ته پاملرنه وکړی چه د استوګنی د اجازی پریکړه وساتۍ. د دولتی مقامونو او نوروسازمانونو سره د تماس په وخت کی به تاسی د هغه نه کار اخلۍ.

د نفوسو د احوالو د ثبتولو او د سویډنی شخصی شمیری د اخیستلو لپاره تاسی باید Skatteverket External link, opens in new window. ته مراجعه وکړۍ.

د ټولنیز مصئونیت په سیستیم کی د ثبتولو لپاره تاسی باید Försäkringskassan External link, opens in new window. ته مراجعه وکړۍ.

ځنی کومونی یا ښاروالۍ د کور د پیداکولو شرکتونه لری، هلته تاسی کولای شۍ د کور غوښتنه وکړۍ. ښاروالی کولای شی د کورونو د شخصی شرکتونو په هکله تاسی ته مالومات درکړی.

هغه کومون کی چه تاسی هلته ژوند کوۍ، د ماشومانو لپاره د وړکتون او ښونځی وړاندیز هم کوی.

د روغتیایی چارو په هکله د خپلی استوګنی د منطقی سره تماس ونیسۍ. په ټول هیواد کی روغتیایی مرستی په Vårdguiden 1177 پیدا کړۍ. External link, opens in new window.

د بهرنیانو لپاره د سویډنی ژبی(SFI) د زده کړو په هکله د خپلی کومون سره تماس ونیسۍ. لاندی انترنیټی پاڼه هم وګورۍ. Sveriges kommuner och regioner External link, opens in new window.

که تاسی د کار پلټنه کوۍ، نو تاسی باید په Arbetsförmedlingen External link, opens in new window. کی ځان ثبت کړۍ.

د تقاعد عمومي ادارې External link, opens in new window. په وبپاڼه کې ستاسو لپاره چې په تېر عمر کې سویډن ته راغلي یاست او ډېر کم د تقاعد حقوق ترلاسه کوي او یا هیڅ د تقاعد حقوقو څخه برخمن نه یاست، د زیات عمره خلکو لپاره د نفقې مالي مرستې په اړه په سوېډني ژبه لازم معلومات وړاندې شوي دي.

د لوړو زده کړو په موسسو یا پوهنتون کی د زده کړو په هکله مالومات، تاسی کولای شۍ په Antagning.se External link, opens in new window. یا studera.nu External link, opens in new window. پیدا کړۍ.

د زده کړو د اقتصادی مرستو په هکله د مالومات لپاره CSN, Centrala studiestödsnämnden External link, opens in new window. ته مراجعه وکړۍ.

د موټروانۍ د لایسینس په هکله د مالوماتو لپاره Transportstyrelsen External link, opens in new window. ته مراجعه وکړۍ.

د رایو ورکولو د حق په هکله د مالومات لپاره Valmyndigheten External link, opens in new window. ته مراجعه وکړۍ.

د سویډن د ښونځیو په هکله مالومات له Skolverket نه په د سویډن د ښونځیو په هکله External link, opens in new window. کی پیدا کړۍ

د سویډن په هکله په څو ژبو ټولنیز مالومات د سویډن په هکله مالومات External link, opens in new window. کی شته دۍ.

د سویډن په هکله نور زیات ټولنیز مالومات د سویډن اینستیتوت په انترنیټی پاڼه External link, opens in new window. کی شته دۍ.

په سلام سلام سویډنه! External link, opens in new window. کی داسی ساده او الهام ورکوونکی فیلمونه شته دی چه دا ښکاروی چه په سویډن کی کارونه په کوم ډول ترسره کیږی.

د www.informationsverige.se سویډنی زده کړۍ External link, opens in new window. په برخه کی تاسی داسو پروګرامو ته لینکونه پیدا کولای شۍ چه هلته په خپله سوډنی ژبه زده کړۍ.

د Konsumentverket مالوماتی خذمت External link, opens in new window. به د رانیولو او قراردادونو په هکله تاسی ته مشوری درکړی.

Last updated: