د خوندیتوب حالت

Skyddsstatus – pashto

سویډن د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو کنوانسیون لاسلیک کړی. ددی کنوانسیون لاندې، کډوال حق لري ترڅو په رسمي ډول د کډوالی پیژندل شوی موقف ترلاسه کړی.

د سویډن دبهرنيو اتباعو قانون هم د ارپایي ټولني د صلاحیت لارښود تعقیبوي، چې په دي لارښود کې هر هغه کس ته چې د خوندیتوب د اړتیا پر بنیاد د اقامت جواز ورکړل شوی وي، همدارنګه د رسمي موقف حق هم ورکول کیږی.

که چیرې تاسو د یو کډوالی په توګه و ګڼل شی، تاسو به د کډوالۍ د موقف یوه اعلامیه ترلاسه کړی – کوم چي په نړیواله سطحه، د جینوا او همدارنګه د اروپایي ټولني د صلاحیت د لارښود د قوانینو پر بنسټ، پیژندل شوی موقف دی.

دلته د هغه چا په اړه معلومات ولولئ چې د مهاجر په حیث یې اقامه ترلاسه کړې وي

که چیرې تاسو د یو داسی کس په توګه په نظر کي ونیول شي چې ځانګړي خوندیتوب ته اړتیا لري، تاسو به د ځانګړي خوندیتوب د موقف یوه اعلامیه ترلاسه کړی – کوم چي په نړیواله سطحه د اروپایي ټولني د صلاحیت د لارښود د قوانینو پر بنسټ پیژندل شوی موقف دی.

دلته د هغه چا په اړه معلومات ولولئ چې د ځان د امنیت د بدیل په حیث یې اقامه ترلاسه کړې وي (په انګلیسي ژبه)

د اقامت د جواز د ترلاسه کولو څخه وروسته د ځانګړي موقف لپاره درخواست کول

که چیرې تاسې په سویډن کې اقامه ترلاسه کړي وي خو د اقامې حیثیت واضح نه وي نو تاسې کولې شئ چې ددې قضیې لپاره وروسته درخواست ولیږئ. دا امر د هغه چا لپاره هم دی چې د امنیتی دلایلو پر ځاې یې اقامه اخیستي وي خو غواړي چې خپل حیثیت یې روښانه شي.

تاسو د اقامت د جواز ترلاسه کولو وروسته د موقف د اعلامې لپاره د 158011 فورمې په ډکولو سره درخواست کولی شئ، د خوندیتوب د موقف غوښتنلیک.

د خوندیتوب د موقف غوښتن لیک، 158011 نمبر فورمه (په سوېډني ژبه) Pdf, 688.6 kB, opens in new window.

د موقف د اعلامې درخواست

د موقف اعلام ته د اقامت د جواز له قرار څخه په جلا توګه درخواست کیدای شي. دا پدي معنی ده، حتی که چیرې یو کس د اقامت جواز هم تر لاسه کړی وي کولی شي چې د یو قرار لپاره درخواست وکړي چې هغې ته دی هیڅ ډول رسمي موقف ور نه کړل شي.

د درخواست کولو د څرنګوالی په اړه نور ولولئ

ستاسو موقف بیرته اخیستل کیدای شي

ستاسو موقف بیرته اخیستل کیدای شي، د مثال په توګه که چیرې تاسو خوندیتوب ته نوره اړتیا ونلري. په هر حال، ددي لپاره اړینه ده چې هغه حالات چې تاسو ته د ځانګړي خوندیتوب درکولو سبب شوي وو، نور دپلی کیدو وړ نه وي، یا په بنیادي او دایمي ډول بدل شوي وی.

ستاسو د کډوالۍ موقف هم په لاندي مواردو کې بیرته اخیستل کیدای شي،که چیرې تاسو وښایاست چې تاسو د خپل اصلي هیواد لخوا د وړاندي شوي خوندیتوب څخه د ګټې اخیستنې قصد لرئ، د مثال په توګه د نوي پاسپورټ لپاره درخواست کول یا د مهاجرت د ادارې څخه د خپل زوړ پاسپورت د بیرته ستنولو غوښته.

ستاسو د موقف بیرته اخیستلو اړتیا، په دی معنی نه ده، چې ستاسو د اقامت جواز متأثره شي. په هر حال، ستاسو د موقف د بیرته اخیستلو په صورت کې، که چیرې تاسو د سفر اسناد په لاس کې لري باید چې بیرته یې تسلیم کړئ. 

د کډوالو د کنوانسیون په اړه نور معلومات ولولئ (په انګلیسي ژبه) External link, opens in new window.

د بهرنيو اتباعو قانون ولولئ (په سوېډني ژبه) External link, opens in new window.

د صلاحیت لارښود ولولئ External link, opens in new window.

Last updated: