د پناه غوښتنې لپاره ستاسو د غوښتنلیک د مستردیدو څخه وروسته نوي حالات

Nya händelser efter avslag – pashto

د محکمې د هغه حکم څخه، چې د هغې په اړه د استناف غوښتنه کیدای نه شي، مراد دا دي، چې تاسو باید په حکم  کې د معلوم وخت دننه د هیواد څخه ووځی.  استثنايي حالاتو کې کیدای شي داسي څه واقع شي چې، د محکمې د حکم باوجود ، چې تاسو ته خپل هیواد ته د ستنیدو حکم کوي، او تاسو ددي جوګه نه یاست چې ورته کړنه ترسره کړئ. چې دي حالت ته د تطبیق پر وړاندې خنډ ویل کیږي— د دخول د مخنوي یا د اخراج د حکم د پلي کولو پر وړاندي خنډ.

د مهاجرت اداره یواځي په هغه صورت کې ستاسو اصلي استوګنځای ته ستاسو  سفر لغوه کولی شي چې، د محکمی د حکم ترلاسه کولو څخه وروسته نوي معلومات رامنځته شي. دا کیدای شي لاندي مواردو ته راجع شي، د مثال په توګه 

  • ستاسو په هیواد کي سیاسي حالت بدلون کړی وی او پدي معني وي چې تاسو نه شی ستنیدی؛
  • تاسو دومره ناروغ یاست چې سفر نه شی کولی؛
  • ستاسو د ژوند ګواښونکي تاروغي مخ پر زیاتیدو ده، او ستاسو په هیواد کې د روغتیايي اسانتیا ترلاسه کول ناشوني وي؛ یا 
  • ستاسو د کورنۍ وضیعت بدلون مومي.

داسي دلایل چې تاسو خپل هیواد ته د سفر د لرلید په اړه اندیښمن یاست، یا تاسو په خپل اصلي استوګنځای کې اقتصادي او ټولنیزې ستونزې لری، د مهاجرت ادارې لپاره د فیصلي د بدلولو په خاطر کافې نه دي.

تاسو کولی شی چې د مهاجرت ادارې ته لیک واستوی

که چیري تاسو غواړی چې مونږ ستاسو د ستنیدو د مخنوي پر نويو عواملو باندی غور وکړو، پدی اړه تاسو کولی شی چې د مهاجرت ادارې ته یو لیک ولیکئ. لاندې شیان په لیک کې باید ذکر کړئ 

  • ستاسو د دوسيي شمیره( د دوسیي شمیره ستاسو د LMA په کارت کې ذکر شوي)؛
  • ستاسو په وضیعت کې څه شي نوي رامنځته شوي او ولي ستاسو د ستنیدو مخه نیسي؛ او  
  • ستاسو ادرس.

که چیري تاسو په لیک کې د ذکر شويو شیانو د تصدیق لپاره کوم سند لري، هغه هم ضمیمه کړي، که اصلي وی بهتر ه ده.

تاسو باید لیک د خپل نوم سره لاسلیک کړی. مهرباني وکړئ لیک په سویډني یا انګلیسي ژبي ولیکئ، ترڅو حکم ډیر ژر ترلاسه کړئ.

که چیرې تاسو دا کار نه شی کولی،د بل چا څخه مرسته وغواړي؛ پدي صورت تاسو باید د مهاجرت اداري ته وکالت خط تسلیم کړی.

وکالتنامه څه ته وایي؟

یوه وکالتنامه کېدای شي یو لاسلیک شوی لیک وي چې په دې کې هغه کس چې د اقامې غوښتنه لري یو بل کس ته واک ورکوي چې د هغه استاذیتوب او وکالت وکړي. یوه وکالتنامه د بېلګې په توګه یو بل کس ته حق ورکولی شي چې ستاسو په نمایندګۍ عریضه وکړي، د یوې پرېکړې دلایلو څخه ځان خبر کړي او یا د یوې پرېکړې په خلاف د استیناف غوښتنه تقدیم کړي. وکالتنامه باید د هغې کس لخوا څوک چې بل کس ته واک او کالت ورکوي ولیکل شي او د غوښتنې په وخت یې باید اصل د کډوالو چارو ادارې ته وښودل شي.

تاسو یو بل کس ته وکالت سپارلو لپاره باید د کډوالو چارو ادارې ته یو لیک راواستوئ چې په هغې کې لاندې نکات ذکر شوې وي

  • چې دا یوه وکالتنامه ده
  • د وکالت ورکوونکي نوم، د پیدایښت نېټه او پته
  • چا ته چې وکالت ورکول کېږي د کومو چارو ترسره کولو حق لري
  • د وکیل نوم، د پیدایښت نېټه او پته
  • د وکالت ورکوونکي لاسلیک
  • د وکالتنامې د لیکلو نېټه او ځای

Power of Attorney, form number 107011 (په انګلیسي ژبه) Pdf, 641.6 kB, opens in new window.

د مهاجرت اداره کیدای شي په خپل صلاحیت ستاسو سفر لغوه کړي

د مهاجرت اداره باید په پام کې ونیسي چې ایا نوي څرګند شوي معلومات، پدی معنی دي چې تاسو نه شی کولی چې بیرته ستانه شئ. د مهاجرت اداره به بیا ستاسو د سفر د لغوه کولو فرصت ولري، حتی که چیري تاسو په لیکلي ډول مونږ ته د خنډونو د پلي کیدو خبر هم نه وي کړی. پولیس هم مسؤلیت چي د سفر د ترسر کیدو په صورت کې د مهاجرت اداره خبره کړي.

د محکمې حکم

د سویډن د مهاجرت اداره به د محکمې حکم د پستې له لاري تاسو ته واستوي.

که څه هم ستاسو د کیس د پرېکړې اجرا کېدل ودرول شي، وطن ته د ستنېدو پروسه به مو بیا هم روانه وي‏

که چېرې ستاسو د کیس د پرېکړې د معطل کېدو فیصله وشي یعنې ستاسو د منفي یا د خاورې څخه د وتلو پرېکړه د عملي کېدو وړ نه وي نو وطن ته د ستنېدو پروسه به مو بیا هم جریان ولري. د بېلګې په توګه تاسو به بیا هم مکلف یاست چې پاسپورټ یا موقتي پاسپورټ یا داسې نور اسناد مهیا کړئ چې خپل هېواد یا بل کوم هېواد چې هلته د اوسېدو حق لرئ، ته د ستنېدو لپاره به ورته اړتیا لرئ او بیا هم امکان لري چې تاسو د خبرو یا د پرېکړې اعلام لپاره راوغوښتل شئ. دا اصول په داسې حالت کې هم عملي کېږي چې د پرېکړې د عملي کېدو د ځنډولو عریضه وړاندې شوې وي خو لا فیصله یې نه وي شوې.

په دې اړه نور ولولئ چې تاسو وطن ته د ستنېدو لپاره باید کوم ګامونه پورته کړئ.

د فیصلو په عملي کولو باندې بندیز کولای شی په موقته توګه په ایستلو یا اقامت نه قبلولو باندی بندیز ولګوی

د کډوالو د چارو اداره کولای شی دا پریکړه وکړی چه په موقته توګه یوه هیواد ته په ایستلواو اقامت نه قبلولو د یوی محدودی مودی په بهیر کی بندیز ولګوی، دی ته د فیصلو په عملی کولو کی بندیز وایی.

د فیصلو په عملي کولو باندې د بندیز په هکله زیات مالومات ولولۍ

Last updated: