که چېرې د پناه غوښتنې عریضه مو رد شي

Om du får avslag på din ansökan – pashto

د عریضې رد کېدل دا معنی لري چې د کډوالو چارو اداره په دې باور ده چې تاسو په سویډن کې د پاتې کېدو لپاره کافي دلایل نه لرئ. که چېرې منفي ځواب ترلاسه کړئ نو بیا دوه خوښې لرئ: پرېکړه قبوله کړئ او خپل هېواد ته ستانه شئ او یا د استیناف (مرافعې) غوښتنه وکړئ. که چېرې تاسو د استیناف غوښتلو فیصله وکړئ نو یوه محکمه به د کډوالو چارو لخوا صادرې شوې منفي پرېکړې باندې غور وکړي. که څه هم تاسو د استیناف غوښتلو پرېکړه وکړئ خو بیا هم باید وطن ته د ستنېدو لپاره چمتووالی ونیسئ.

که چېرې تاسو منفي فیصله یا د هېواد څخه د وتلو پرېکړه قبوله کړئ نو بیا کولای شئ چې د رضایت یو لیک باندې لاسلیک وکړئ. د رضایت لیک باندې لاسلیک کولو څخه وروسته تاسو د پرېکړې په خلاف د استیناف غوښتلو حق نه لرئ او باید خپل هېواد ته د سفر لپاره چمتووالی ونیسئ. که چېرې تاسو د رضایت لیک باندې لاسلیک هم ونکړئ بیا هم اړینه ده چې تاسو د بېرته تګ په برخه کې د کډوالو چارو ادارې سره همکاري وکړئ.

منفي فیصله عموماً تر څلورو کالو پورې اعتبار لري.

د سویدن څخه اخراج کېدو په اړه نور معلومات دلته ولولئ

د بېرته تګ په وخت مرسته

نظر دې ته چې تاسو د کوم هېواد وګړي یاست امکان لري چې مالي مرسته یا نورې مرستې ترلاسه کړئ ترڅو ستاسو لپاره په خپل هېواد کې په لومړنیو وختونو کې آسانتیا برابره شي.

په دې اړه چې کوم خلک خپل وطن ته د بېرته ستنېدو په وخت مرسته ترلاسه کولای شي نور ولولئ

که چېرې تاسو په پرېکړه باندې عمل ونکړئ

که چېرې تاسو په پرېکړه کې د تعیین شوي وخت دننه دننه سویډن پرېنښود نو بیا نور د استوګنځي او مالي مرستې حق نلرئ او امکان لري تاسو باندې د بیا داخلېدو بندیز ولګول شي.

د کډوالو چارو اداره دا فیصله هم کولی شي چې تاسو د پرېکړې د عملي کېدو تر وخته پورې د نظارت یا توقیف لاندې ونیسي. د کډوالو چارو اداره دا هم کولی شي چې ستاسو د بېرته تګ مسئولیت پولیسو ته وسپاري.

د نظارت او توقیف په اړه نور ولولئ

د استیناف غوښتنه

که چېرې تاسو د کډوالو چارو ادارې د پرېکړې څخه خوشاله نه یاست نو حق لرئ چې د استیناف (مرافعې) غوښتنه وکړئ. د استیناف غوښتل دا مانا لري چې تاسو یوې محکمې ته مراجعه کوئ او ترې غوښتنه کوئ چې د کډوالو چارو ادارې پرېکړه باندې غور وکړي. د استیناف غوښتنه باید په یو ټاکلي وخت کې تقدیم شي. دا وخت ستاسو په پرېکړه کې ذکر شوی وي.

دا چې د استیناف غوښتنه څرنګه کېږې او تاسو څومره وخت لرئ، په دې اړه نور معلومات دلته ولولئ

د منفي فیصلې څخه وروسته نوې پیښې

که داسې کومه پېښه وشي چې د هغې له لامله تاسو خپل وطن ته بېرته نشئ ستنېدلای نو باید د کډوالو چارو د ادارې دفتر ته خبر ورکړئ. د کډوالو چارو اداره بیا غور کوي چې آیا د هېواد څخه د اخراج په لاره کې کوم خنډ شته او که نه. دا باید نوي معلومات وي چې ستاسو په کیس د فیصلې صادرېدو څخه وروسته رابرسېره شوي وي.

د منفي څخه وروسته د نویو پېښو په اړه نور معلومات دلته ولولئ

Last updated: