که چېري تاسو په سویډن کې پاتې شئ

Om du får stanna – pashto

که چېرې تاسو د پناه غوښتنه کړې وي او اقامه مو ترلاسه کړې وي نو په سويډن کې د کار کولو او اوسېدو حق لرئ.

په لاندې پاڼو کې ستاسو لپاره مالومات وړاندې شوي دي چا چې د پناه غوښتنه کړې وي او اقامه یې ترلاسه کړې وي. (ځینې پاڼې په ټولو ژبو کې شتون نه لري.)

که چېرې تاسو د ملګرو ملتونو د پرېکړې پر اساس اقامه ترلاسه کړې وي چې په عامه ژبه ورته سیاسي پناه وئیل کېږي نو اقامه مو تر درېیو کالو پورې اعتبار لري.

د سیاسي مهاجر په حیث د اقامې په اړه نور دلته ولولئ

که چېرې تاسو د متبادل پناه غوښتونکي په حیث اقامه ترلاسه کړې وي نو اقامه مو تر 13 میاشتو پورې اعتبار لري.

د متبادل پناه غوښتونکي په حیث د اقامې په اړه نور دلته ولولئ (په انګلیسي ژبه)

که چیرته تاسو د کډوال یا بدیل پناه غوښتونکي په توګه قبولي لرئ، یا ستاسو قبولي د اجرایي خنډونو یا ځانګړو حساسو شرایطو پر اساس وي، تاسو د خپلې کورنۍ سره د بیا یو ځای کیدو حق لرئ.

د کورنۍ د غړو بیا یوځای کېدنې امکاناتو په اړه نور دلته ولولئ

که چېرې تاسو د خپل هېواد پاسپورټ جوړولو امکانات نه لرئ نو کولی شئ چې د کډوالو چارو ادارې ته د پاسپورټ عریضه وکړئ.

د بهرني وګړي پاسپورټ په اړه نور دلته ولولئ (په انګلیسي ژبه)

د بهرني وګړي موقتي پاسپورټ په اړه نور دلته ولولئ (په انګلیسي ژبه)

د سفر جواز (سیاسي پاسپورټ) په اړه نور دلته ولولئ (په انګلیسي ژبه)

که چېرې تاسو غواړئ چې د موقتي اقامې ختمېدو څخه وروسته په سویډن کې پاتې شئ نو باید حتماً د تمدید عریضه وړاندې کړئ.

په دې اړه چې کوم کسان د اقامې د تمدید حق لري نور دلته ولولئ (په انګلیسي ژبه)

که چېرې تاسو یوه موقتي اقامه ترلاسه کړې وي او د کار یا شخصي کاروبار له لارې کولی شئ چې خپل د ژوند مصارف په خپله پوره کړئ نو کولی شئ چې د دایمي اقامې غوښتنه وکړئ. تاسې د اقامې د تمدید سره سم کولی شئ چې د دایمې اقامې لپاره هم درخواست ورکړئ.

د خپل د ژوند مصارف په خپله پوره کولو په بنیاد د دایمي اقامې شرایطو او د عریضې طریقې په اړه نور دلته ولولئ (په انګلیسي ژبه)

Last updated: