ستاسو د پناه غوښتنې په اړه د پریکړې وروسته

Efter beslut om din ansökan om asyl – pashto

کله چې سویډن د مهاجرت اداره ستاسو د پناه غوښتنلیک په اړه پریکړه وکړي، نو موږ کولی شو چې په بیلابیلو لارو تاسو د پرېکړې په هکله خبر کړو. موږ کولی شو چې تاسې یوې غونډې ته راوبلو او د پرېکړې په هکله مو خبر کړو هلته تاسو کولی شئ چې د قضیې له مدیر سره لیدل وکړئ او یا به د پوستې له لارې خبر درکړل شي.

تاسې ته د پرېکړې خبر درکولو ته ابلاغ ویل کیږي او له پوستې له لارې خبرولو ته ساده شوی ابلاغ ویل کیږي، که چیرې تاسې ته د پوستې له لارې هم د پرېکړې خبر درکړل شی نو بیا به هم تاسې یوې غونډې ته رابلل کېږئ چیرې چې به تاسو ته د ژباړونکي په مرسته نور معلومات درکول کیږي.

ساده شوی ابلاغ

کله چې د مهاجرینو اداره تاسې ته له پوستې له لارې ساده شوی ابلاغ دراستوي نو دا به هغه آدرس ته درلیږي کوم آدرس چې تاسې ورکړی دی. له دغې وروسته چې بله کومه کاري ورځ راځي په هغې کې به تاسې ته بل د کانټرول لیک دراستول کیږي چې هغې کې به ددې په اړه معلومات وي چې تاسو ته د قضیې فیصله دراستول شوی ده. د کانټرول په دې لیک کې دا لیکل شوي وي چې تاسې ته د قضیې فیصله په کومه نېټه درلېږل شوې ده.

کله چې دوه هفتې تېرې شي نو مهاجرینو اداره به دا ګمان کوي چې تاسې ته فیصله دررسېدلې ده.

دا مهمه ده چې د مهاجرینو په اداره کې ستاسې صحیح ادرس راجستر وي او په کورنۍ کې د هر مشر نوم په دروازه یا د پوستې په بکس لیکل شوی وي. خپله پوسته تل ګورئ او که چیرې مو آدرس بدلېدو نو موږ ته احوال راکوئ.

د پرېکړې په هکله معلومات

که چیرې د مهاجرینو اداره تاسې ته د پرېکړې لیک د ساده شوي ابلاغ له لارې هم درواستوي نو بیا به هم تاسې د مهاجرنیو د ادارې یو بخش ته د یوې غونډې لپاره رابلل کېږئ. په دې غونډه کې به تاسو د ژباړونکي په مرسته د پرېکړې په هکله معلومات ترلاسه کړئ. که چیرې تاسې د مهاجرینو د ادارې کوم دفتر ته پرېکړې د لېږلو د دوه هفتو له تېرېدو څخه مخکې ورشئ نو د مهاجرینو اداره به د غونډې ورځ د پرېکړې له ابلاغ ورځ څخه وروسته حسابوي.

پرېکړه به له کومې ورځې څخه د اعتبار وړ وي

د ابلاغ نېټه مهمه ده. که چیرې تاسو له پرېکړې سره موافق نه یاست نو د ابلاغ د رسېدو وروسته 3 هفتې لرئ چې د پرېکړې په هکله شکایت وکړئ. کله چې له پرېکړې څخه درې هفتې تېرې شي نو دا فیصله به (د عملي کیدو برخې) ته داخله شي چې وروسته له هغې تاسې نشئ کولی چې د پرېکړې په هکله شکایت وکړئ.

دا په دې معنی چې کله د مهاجرینو اداره له ساده شوي ابلاغ څخه کار اخلي نو تاسو ته د درلېږل شوي ابلاغ څخه به پنځه هفتې تېرې شوي وي.

که چیرې پرېکړه مثبته وي

که چیرې ستاسو د پناه غوښتنې د درخواستۍ په جواب کې مثبته پرېکړه ترلاسه کړه نو تاسو ته به اقامه درکول کیږي او تاسو به کولی شئ چې په سویډن کې ژوند او کار وکړئ. دا اقامه د پرېکړې له ورځې څخه د اعتبار وړ ده. که چیرې تاسې ته مثبت جواب هم درکړل شوی وي نو بیا هم په پرېکړه کې داسې نقاط موجود وي چې تاسو ورسره موافقه ونکړئ. نو تاسو بیا هم درې هفتې لرئ چې د هغو نقاطو په اړه شکایت واستوئ او دا درې هفتې به د ابلاغ له ورځې څخه حسابیږي.

دا چې تاسو کولی شئ په سویډن کې باتې شئ نور معلومات دلته ولولئ

که چیرې پرېکړه منفي وي

که چیرې ستاسو د پناه غوښتنلیک ته منفي جواب ورکړل شوی وي نو دې ته د درخواستۍ رد ویل کیږي. دا په دې معني چې د مهاجرینو اداره دا ارزیابي کوي چې تاسو سویډن کې د پاتې کېدو لپاره شرایط نه پوره کوئ. که چیرې تاسو ته د رد جواب درکړل شي نو تاسو دوه شیان خوښولی شئ: لومړی دا چې دا پرېکړه ومنۍ او خپل هیواد ته ستانه شئ او یا دا چې د پرېکړې په هکله شکایت وکړئ.

دا چې تاسو ته منفي جواب درکړل شوی وي د هغې په هکله نور معلومات دلته ولولئ.

Last updated: